ماشاءالله
Abdul Salam Zaeef
Mullah Abdul Salam Zaeef ( ; born 1967) is an Afghan former militant and Taliban official who served as the Afghan ambassador to Pakistan from 2000 to 2001. More on Wikipedia
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله دې په خیر او مبارک کړي، دګران هیواد د ابادی په لور بنیادي قدم.
ښائسته کندهار دسیمنټو فابریکه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قلم راواخلم، دلیکلو په نیت، بیرته یې سر وروتړم اوجیب ته یې واچوم!
خونن به یوه جمله ولیکم
داسلامي هیواد دحدودو څخه دفاع فرض عین ده،مګر دا دفاع اوس دسرپه قرنبانیونه کیږي، علم، تکنالوژي او اسباب غواړي، وچه ډوډئ وخوري، په پښوتګ وکړی مصارف، خرچه او معاشونه کم کړی خو ددفاع لپاره یوڅه
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پیدا یا جوړکړي، په عذر اوغندلو نه دفرضیت څخه ذمه فارغیږي اونه د قسم خوړلي دښمن سترګي سوځي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رښتیاوایه، رښتیا دنجات ترټولو ښه لارده ترڅو دې اعتباروساتل سي، که څه هم ظاهراً تاوان ښکاري.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رحمه الله
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هرانسان
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
یوه هوښیار سړي ته چاوویل: چې نن فلانکي سړي ستا په غیاب تاته ښکنځل وکړه!
هغه په ځواب کې ورته وویل:هغه خو زماپه طرف غشی وویشتی مګر ماته ونه رسیدی، خو تا بیرته دهغه لویدلی غشي ولي زما په زړه کې ښخ کړ ؟ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله چې یو ورور په تاباندې باور اواعتماد وکړ نو دهغه دغه باورته صدمه مه رسوه، ځکه چې هم به هغه دنورو په وړاندې په خپل باور بې باوره کړي اوهم به خپل راتلونکی بې باوره جوړکړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حکیمان وایې
عفوه ترانتقام خوږه ده،شغل تر راحت ګټمن دی، قناعت ترمال ډیرلوی دی اوصحت ترشتمنی غوره دی.
اللهم ارزقنا العفو والقناعة والصحة وخیرالعمل. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کابل او نسبتاً زوروه زلزله الله دې خیرکړي چې مرکزبه یې کوم ځای وي،
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژوند دومره بې باوره دی چې دیوه ساعت تضمین یا ګرنټي هم نلري که هوښیار یې هره ساه غنیمت وګڼه او د راتلونکې سفر توښه په ښیګڼو سره ولیږه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دچاسره ددې لپاره مرسته مه کوه چې سبا هغه ستا داحسان له کبله ستا مرسته وکړي بلکه دهرچا سره مرسته ددې لپاره کوه چې ته يو انسان يې اودا ستا دنده ده.
بيا به ستا مرسته دالله سره خوندي وي او بل به هيڅ وخت دچاڅخه ګيله نه کوي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تکبر دحق بــــــطلان دی په ګمان کې
که دابد صفت مونده سي په انسان کې
دتوهین او حـــــقارت کاني به کاندي
د زوال نښي یې راسي په ایـــــمان کې
نفس هوا وي پړســـــولي ببل غوندي
بهتري دځان به غواړي په جــــهان کې
دسراب په مخ همدغه غــــولیدل دي
چې ثمر دژوندون نـــــلري په ځان کې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بې قیمته یې دژوند واړه اســـــــرارسي
صداقت چې موجود نه وي په بیان کې
ورځ تربلي به ذلت ته نــــــژدي کیږي
سرکښي چې کابونسي په وجــدان کې
ضعیف تل برائـــــت غواړم ددې لاري
همدمي دهمدم نکړي په طـــغیان کې
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سفیان ثوري رح: چې کله دې په نیکۍ سره امر وکړ نو ګواکې دمؤمن ملادې تکیه کړه اوچې کله دې له بدی څخه منع وکړه نو منافق دې ذلیله کړ .
قَالَ سفيَان ـ رَحِ ـ [ إذَا أَمَرْتَ بِالمَعْرُوفِ شَدَدْتَ ظَهْرَ المُؤْمِنِ، وَإذَا نَهَيْتَ عَنِ المُنْكَرِ أَرْغَمْتَ أَنْفَ المُنَافِقِ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ښه اخلاق
درسول الله ﷺ څخه پوښتنه وسوه چې جنت ته دکومواوصافوخلک ډيرداخيليږي؟
رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وويل: چې دوه ډوله خلک به جنت ته ډير داخيليږي، اول هغه خلک چې تقوا اودالله جل جلاله څخه ويره ولري او دويم ډول کسان چې ښه او غوره اخلاق ولري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سئل رسوالله صَل الله عليه وسلم عن أكثرمايدخل الناس الجنة ؟ فقال:"تقوالله وحسن الخلق"
(رواه الترمذي)
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله جل جلاله انسانان نیکو کارونو ته ور بولي اوشيطان انسانان بدو کارونو ته وربولي هغه کسان چې له بدو کارونو څخه ډډه او د نیکو کارونو پلوي کوي دا د الله ډله ده اوهغه کسان چې له نیکو کارونو څخه ډډه او د بدو کارونو پلوي کوي دادشيطان ډله ده.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله د دواړو ډلو په هکله وايې چې د الله ډله به نجات مومي او د شيطان ډله په تاوان کې ده.
أَلا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (22
أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ (19)
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ
عائشة رضی الله عنها وايې : چې د رسول الله ﷺ په ژوند کې دوه مهم صفتونه وه اول د الله جل جلاله څخه ويره او تقوی دويم حسن الخلق يا ښه اخلاق وه.
ځکه چې تقوی او د الله جل جلاله څخه ويره د الله او د بنده په منځ کې نژديوالی راولي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
او ښه اخلاق د بنده او بنده په منځ کې نژديوالی راولي، په تقوی سره د الله سره محبت پيدا کيږي او په ښو اخلاقو سره د خلکو له تا سره محبت پيدا کيږي ، نو که څوک غواړی چې د الله او د هغه د بندګانو سره مينه او محبت پيدا کړی ،دغه دوه صفتونه دي په ځان کی پیدا کړي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پروند لا دامحال ژوندی وي:: نن دې په قبرملایان دعاکوینه
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي صل الله علیه وسلم وایې! انسان کله په لاأبالی سره خبره کوي او په هغه کې سم معلومات او فکرنه کوي خو دهغه خبري له کبله دلمرختو او لمر لویدو د مصافي په اندازه جهنم ته لاندې کښته کیږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَعَنْ أَبي هُرَيْرَةَ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبيَّ ﷺ يَقُولُ: إنَّ الْعَبْد لَيَتَكَلَّمُ بِالكَلِمةِ مَا يَتَبيَّنُ فيهَا يَزِلُّ بهَا إِلَى النَّارِ أبْعَدَ مِمَّا بيْنَ المشْرِقِ والمغْرِبِ. متفقٌ عليهِ.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دنیکمرغه لوی اختر د رارسیدو له کبله ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه افغانانوته هرچیري چې وي دزړه له تله مبارکې وایم
 -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکابل توت اوګلاس ښه پاخه دې
This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تیروختونه تیریادونه نه راګرځي
توري ظلفي سپین غاښونه نه راګرځي
نه ځواني نه ماشومتوب بیرته رادرومي
دماضي ټول تاریخونه نه راګرځي
نه صحت اونه وړتیالره دوم چانس سته
تیروتلي فرصتونه نه راګرځي
هره ورځ دغنیمت په څیر مهامه
تشه ساه او ساعتونه نه راګرځي
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
یاران ولاړه دوستان ولاړه خپلوان ولاړه
دادمیني دیدنونه نه را ګرځي
خوب لیده دي دژوندون فلک تاویږي
معناسوې تعبیرونه نه راګرځي
کاتبان لیکي دښه او بد لفظونه
دقلم وتي رنګونه نه راګرځي
نه عمل عکس العمل بیرته مونده سي
محفوظ سوې ملفونه نه راګرځي
٢
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
درحیل رحیل نارو یاران بیده کړه
دالار ورکې کاروانونه نه راګرځي
ضعیف پاته سویوازي ځوانان ولاړه
دهمزولو مجلسونه نه راګرځي
٣ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حقیقي مرګ!
ابن الجوزي رحمه الله وايي: مړ یوازي هغه انسان نه دی چې روح يې له غاړې له کالبوت ووزيي، بلکې بلکه حقیقي مړ هغه انسان دی چې په دې نه پوهېږي چې د هغه رب پرهغه باندې څه حق لري.
تذکرهٔ الاولیاء -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چاپلوس مشاور،جاهل دوست اومتعصب ملګری دانسان ترټولو بددښمنان دي چې انسان دسيده او رغنده لاري څخه دهلاکت کندي ته غورځوي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دوی غواړي چې دالله ددین ډیوه په خپلو بدو اوددرواغو په خبرو سره خاموشه کړي، مګرالله وعده کړي ،چې ددې دين نور رڼابه په پوره ډول خپره وي، که څه هم کفاریې بده ګڼي.
(يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که عمل وروسته کړي نسب دې نسي مخته کولای.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نوشیروان (عادل) دمرګ په وخت کې خپل ځای ناستي ته توصیه کوي
ګوره واکمنان دوني دتني مثال لري او ولسونه دبیخ او ریښو په څیر دي، که غواړي چې ونه سالمه، مثمره أو قوي پاته سي، دریښو اوبیخ یې ښه پالنه کوه،، که چیري ونه د ریښو لخوا تنده او یامرض پیداکړي تنه یې سالمه نه پاته کیږي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
همدارنګه که ښه واکمني غواړي دولس او رعیت پوره اوسالمه پالنه وکړه، ترڅوته هم ثابت اوسالم پاته سي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حضرت انس رضي الله عنه فرمایي:
لس کاله مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ، هېڅکله یې ماته د اُف کلمه نه ده ویلې او نه یې داسې راته ویلي چې ولې دې دا کار وکړ؟ او نه یې دهغه کار چې زما څخه پاته سوی وي ویلي چې ولې دې دا کار نه دی کړی؟
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن انس رض قال لقد خدمتُ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّم عشرَ سنينَ ، فما قال لي أُفٍّ قطُّ ، وما قال لي لشيٍء صنعتُه : لِمَ صنعتَه ، ولا لشيٍء تركتُه : لِمَ تركتَه
صحيح البخاري
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دامت محسن دامارت مشر مؤسس مشرملاصاحب امیرالؤمنین رحمةالله علیه
مخلص، مجاهد، وفاداره، زړه سوانده او دشریعت پایبنده ساده ژوند لرونکی شخصیت وو، ترخبرو یې عمل ډیروو، په وعده کې رشتونی وه،دمجاهد او عالم قدریې درلودی، په خپلو ملګرویې اعتبار اوباور زیات وو.
الله دې یې دحبیب جار وګرځوي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ وایي: د هر خائن لپاره به د قيامت په ورځ يو بیرغ غوندي معلومداره جنډه وي ، چې د هغه د خيانت په اندازه به يې پر شا نصب وي.
عَنْ ابْنِ عمر رَض قَال سَمِعْت النبيّ صَلى اللَّهُ عَلَيهِ وَسلمَ يَقولُ لِكل غَادِرٍ لِوَاءٌ يُنْصَبُ بِغَدْرَتِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.
بخاري -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ډیرځله ظالم په خپل ځان نه پوهیږي چې دی ظلم کوي، دظالم سره مرسته کول داهم ده چې هغه په دې پوی کړي چې هغه ظالم دی.، کیدای سي هغه د ظلم لاس واخلي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بیریږم بلکه یقین لرم چې دغزي دمؤمنانو مظلومیت او د وینو سره ګډي اوښکې کرږي او چیغي به داسلامي نړی په ځانګړي توګه دعربي نړۍ بې حسه واکمنانو ته دالله په طوفاني عذاب بدلیږي چې بیا به وچ او لانده ټول پکښي سوزي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که څه هم د ژوند ټول اړخونه نیمګړي پاته کیږي نه دنیا ابدي ده او نه پکښي دژوند ټولي ستونزي حل کیدلای سي.
خو بیاهم انسان دیوراعي په توګه دالله له لوري مکلف دی چې دخپل مسؤلیت په اندازه خپل دوس تر نهایتي کچي پوري هڅه وکړي چې د ژوند ستونزي حل کړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هیڅ وخت توکل دانسان دټمبلی او سرټمګی جبران نسي کیدلای
اول انسان مکلف دی چې ددنیاپه چارو کې دعلم،عقل تجربو څخه پوره ګټه واخلي او بیا په رب توکل وکړي(اعقلها ثم تتوکل)ً دا دعقل تقاضا ده او دانسان امتیاز او بهتري همداده. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دیوچا په مدح کې مبالغي ته افراط وایې او دبل په ذم کې مبالغه کولوته تفریط وایې
ددې دواړو په منځ کې حالت ته اعتدال وایې همیشه د ۱ او ۲ حالته ځان وساته او ۳ حالت دځان لپاره عادت وګرځوه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هره خبره چې کره نه وي کول یې انسان درواغژن کوي
حبيبي ﷺ وایې:
دیو انسان لپاره داکافي ده چې درواغژن وګڼل سي چې هره خبره واوري بیله تبیُن او پلټني یې نوروته رسوي.
عن أبي هريرة عن النبي ﷺ كَفى بالمَرءِ كَذِبًا أن يُحَدِّثَ بكُلِّ ما سَمِعَ
صحيح مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمايي
یومؤمن چې څه وخت یونیالګی ایږدي او یا بل کښت وکړي کله چې دهغه څخه مرغه، انسان او بل حیوان خورک کوي دده لپاره صدقه ده.
عن انس بن مالک قال قال رسول الله ﷺ ما من مسلم يغرس غرسا، أو يزرع زرعا، فيأكل منه طير أو إنسان أو بهيمة، إلا كان له به صدقة.
رواه البخاري -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ځان دومره مهم مه ګڼه چې فکر وکړي دخلکو سوکالي، ژوند ترتا پوري تړلی دی، که ته نه یې ګواکې هرڅه به خراب سي، ځکه همدافکر دتکبر او عالیتوب انتهاء ده، هربنده دالله تر تقدیر لاندې ژوندکوي، چې ماضي كې ته نه وي ژوند هم داسي روان وو چې بیا ته نه وي دنیا په تا نه ورانیږي، دخپل ځان غم کوه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که دامریکا تاریخ ته وګورو دظلمه پیل پرظلم ولاړه او په ظلم به ختمیږي.
دظلم پیل دامریکا دجوړ ښت په وخت برتانيه چې دامریکا مؤسس ده تر پنځه ملیونه ډیر اصلي امریکایان ووژل Native Americans او نوریې غروته پورته کړه ثروت مځکه اوشتمني یې ځیني غصب کړه.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په ظلم ولاړه دامریکا دجوړښت څخه تراوسه دهرجنګ طرف دوی دي چې په ملیاردونه انسانان پکښي وژل سوې او اوس هم دالړی دوام لري.
انتهاء به یې هم په ظلم ځکه وي چې استمرار دظلم بیله ظلمه بله نتیجه نسي ورکولای.
خلاصه داچې امریکادظلم، جنګ وینه تویلو معتاده ده بې جنګه ژوند نسي کولای.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددنیا شریر انسان نتن یاهو او صهیونستیان دجنګ دوام غواړي، دامریکا دنظامي، اقتصادې اوسیاسي قوت څخه استفاده کوي ، دامریکابلاک میل سوې واکمنان په ډیرجرئت سره استعماله وي ترهغوچې دعربي نړۍ او ایران اقتصاد فلج کړي، دصهیونیزم دلوی اسرائیل عملي کیدوته زمینه برابره سي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوداکاربه امریکاته ددوی دزوال په قیمت تمام سي که امریکا ولس خپل بلاک میل لیونیان کنترول نکړي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبو بكرة نفيع بن الحارث أنَّ رجلًا قالَ : يا رسولَ اللَّهِ أيُّ النَّاسِ خيرٌ ؟ قالَ : مَن طالَ عمرُهُ ، وحَسنَ عملُهُ ، قالَ : فأيُّ النَّاسِ شرٌّ ؟ قالَ : مَن طالَ عمرُهُ وساءَ عملُهُ
ترمذی
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نفَیع بن حارث ضی الله وایې:
یوچا درسول الله ﷺ څخه وپوښتل چې په خلکوکې غوره څوک دی؟
رسول الله ﷺ ورته وویل: هغه انسان چې ډیرعمرولري او عمل یې ښه او غوره وي.
بیاهغه وپوښتل چې په خلکوکې بد اوبیکاره څوک دی؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: هغه انسان چې ډیرعمرولري او عمل یې بد اوبیکاره وي.
۱ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د ۲ ونیولپاره دهرموزتنګۍ پرانستل او د ۲ ونیو لپاره دامریکا ایران ترمنځ ډزبندې کیدای سي دسولي دوامداره خبرو ته ښه تمهید وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
x.com/i/status/2041655808132358575
د ۲ هفتو لپاره دهرموز خلاصون، دامریکا او ایران ۱۵ ورځي اوربند کیدای سي دائمي اوربندته تمهید وي.
Clash Report
@clashreport
BREAKING: For a period of two weeks, safe passage through the Strait of Hormuz will be possible via coordination with Iran’s Armed Forces and with due consideration of technical limitations.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله موحفاظت وکړه
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ ۚ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا ۚ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ مائدة ۶۳
صدق الله العلي العظیم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددې غیرمتوازن العقل انسان دښکنځلو دټویټ څخه معلومیږي چې دټرمپ څخه لاره ورکه ده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
معاذ رضی الله عنه وایې:
زه د رسول الله ﷺ ترشا پر هغه خره سپوروم چې نوم یې عفیر وو، ماته رسول الله ﷺ وویل: معاذه پوهیږي چې دالله حق پربندګانو او دبندګانو حق پر الله څشي دی؟ ما ورته وویل الله او دهغه رسول ﷺ ښه پوهیږي:
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ وفرمایل دالله حق پربندګانو دادی چې یوازي دهغه عبادت وکړي او دهغه سره شریک وننسي او دبندګانو حق پرالله باندې دادی چې هغه چاته چې دده سره یې شریک نه وي نیولی سزاورنه کړي.
عن معاذ بن جبل قال كُنت رِدفَ رَسولِ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم على حِمارٍ يُقالُ له: عُفَير
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال فقال يا مُعاذ، تَدري ما حَقّ اللهِ على العِبادِ؟ وما حَقّ العِبادِ على اللهِ؟ قال: قُلت اللهُ ورَسولُه أعلَمُ، قال: فإنَّ حَقَّ اللهِ على العِبادِ أن يَعبدوا اللهَ ولا يُشرِكوا به شيئًا، وحَقَّ العِبادِ على اللهِ عزَّ وجلَّ أن لا يُعَذِّبَ مَن لا يشرِكُ به شيئًا.
متفق علیه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمظلومي عافیة صدیقي وکیل
This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په هرعمل ترټولو اول نیت جوړول مهم دی!
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دتوکل یوازي مرجع الله دی!
عمر رضي الله عنه دابوبکر رضی الله عنه تر وفات وروسته په شام کې دمجاهیدینو زړه ور قمندان خالدبن ولید په داسي وخت کې بدل کړ او ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه یې په ځای وټاکه چې جنګ په ډیرګرم حالت کې وو، که څه هم دمسلمانامو تعداد ډیر کم ۳ زره وو، بالعکس
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دروم منظم فوج ۲ لکه وو، دشام قبائل هم دهغوی ملاتړي وو خو دهغه سره سره دخالد رضی الله عنه تکتیکونه دومره قوې وه چې پرلپسي فتح یې نصیب کیدله تردې چې دیوکال مقابلي وروسته رومیانو کاملاً شکست وخوړی.
عمر رضی الله عنه وویل: ما خالد رضی الله عنه دضعف یا خیانت له کبله نه دی بدل کړی
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بلکه ددې خوف له کبله مي بدل کړ چې مؤمنان دده دشجاعت، کامیابی له کبله په فتنه کې واقع نه سي،دا چې په مؤمنانو کې داسي فکر پیدانسي چې خالد په کوم جنک کې وي هغه به کامیابه کیږي، توکل پربنده باندې،پر الله ج توکل کمزوری نکړي.
ځکه موږ دالله لپاره جنګیږو، فتح اونصرت هم دالله له لوري دی
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
داسي ښکاري چې دامریکا دخلکو غصه او دافسټین دپایلونو مسلسل نشرول به دټرمپ واکمنۍ ته دپای نقطه کښیږدي لیونۍ ټرمپ لکه دڅیلي اوښ دمستۍ په وروستۍ حد کې دټولي نړۍ لپاره دخطرنمونه جوړه سویده، چې لمن یې داسلام برباد په کړنو ترموږهم رارسیدلي، دهغه اخري سولګۍ به دمنیر تڼاکه هم وچووي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بدبختانه په خواله رسنیوکې درواغ دومره زیات سوي دي چې رشتیاپه تکلیف پکښي موندل کیږي، لاندې څوټکوته ستاسو پام راګرځوم.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فکرنکوم دمحکوم قرضداره په منځګړيتوب دي ایران خبروته لیوالتیا وښه یې!
امریکا به دهرچا دروازه وټکوي چې منګړيتوب وکړي، دوی د روس چین دروازي هم ټکولي دي دهندوستان، مصر، ترکیې سره یې هم اړیکه نیولي ده خو ایران تراوسه هم د اوربندلپاره دلچسپي نه ده ښودلي،
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که چیري ایران خبروته راځي نو دیوه قوي اړخ په ضمانت به اماده کیږي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ټرمپ په خپل ولس او نړۍ کې اوس په داسي لوی درواغژن مشهوره سوی دی، چې دهغه.رشتیا خبره په ډیرو دروغوکې چاته نه معلومیږي، کڅه هغه ویلي چې د ایران سره یې معناداره خبري کړي دي خوتراوسه پوري یې دمعنا څرک نه معلومیږي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه عربي هیوادونه چې دامریکا دنظامي اډو کوربانه دي، دوی ته جدي فکر پکاردی
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددې مظلوم عالم خبري دپاکستان دظالم مستبد نظام په اړه داوریدو دي.
This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رب ج ظالم ته مهلت او وخت ورکوي(ترڅوله ظلمه لاس واخلي او الله ته رجوع وکړي) خوچې کله یې راونیسي بیایې نه پریږدي یعني بیا مهلت نه ورکوي
عن أبي موسى رض قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ، حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ.
متفق علیه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عاصم منیر د مشرف دظلمه او مرګه عبرت نه واخیست
پکارده چې عبرت اخستۍ وای! -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ټولو مسلمانانو ته دې دکوچنی اختر مبارک وي.
الله مو دې ددین او وطن ددښمنانو دمکر، فریب او شره وساتي
الله دې زموږ وروڼه ته چې شهیدان سوي، وفات سوي وي مغفرت نصیب کړي، الله دې ددوی ټولو قریبانو او دوستانو ته صبرجمیل او اجرعظیم نصیب کړي.
آمبن -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د رد الظلم دفاعي عملیاتو لنډمهاله توقف
د ا ا ا، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د افغانستان اسلامي امارت د منځګړو دوستو هېوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنگ ورته څرگندوي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه گڼي او د گواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي. ان شاءالله
*ذبیح الله مجاهد*
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپاکستان دمذور رژیم وحشت
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مذدور او ذلیل دښمن دمخامخ جکړي څخه تیښته کوي کنه ۱۲۰۰ کیلو میټره د ډیورنډ په فرضي کرښه کې ورسره زمریان پراته دي خو دوی په کابل او نورو ولایتونوکې بګناه وګړي په نښه کوي، دا دبزدلی اوبیغیرتۍ انتهاده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ناځوانه دښمن یوځل بیاپه کابل کې دمعتادینو غریبانو دتداوی پرصحي مرکز ظالمانه بمبارکړی دی، چې دیوتعداد هیواد والو دشهادت او ژوبلي سبب سوې، داسي کړني کټ مټ دصهیونستی رژیم په شان دغزي د مظلومانو په وړاندې کړنوته ورته دې. پکارده چې په نړیواله کچه محکوم سي.
1
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
The ruthless enemy has once again brutally bombed a healthy center for the treatment of drug addicts in Kabul city district 12, resulting in the martyrdom and injury of a number of our innocent people .
2
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
Such actions are exactly like the actions of the Zionist regime against the oppressed people of Gaza. They should be condemned internationally.
3 -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دټرمپ ماته یقیني ده، دامریکا ټولو متحدینو هغه ته دجنګ ددوام او هرموز تنګي دخلاصیدو په اړه دټرمپ وړاندیز ته په نړیواله سطحه د نه جواب ورکړی، ټولو دټرمپ حمله پرایران غیرقانوني، دټرمپ او نتنیاهوجګړه بللي ده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبيبي ﷺ وايي!
دمنافق مثال داسي دی لکه پوسه طلبه میږه د دوو پسو په منځ کې، لکه یوه ته ورمنډه کړي اوکله بل ته (دخپل مطلب لپاره)
عن ابن عُمَر عَن النَّبِي ﷺ قَالَ مَثَل الْمنَافِق كَمثَلِ الشّاةِ الْعائِرَةِ بَين الغنمین؛ تَعِيرُ إِلَى هَذِهِ مَرَّةً وَإِلَى هَذِهِ مَرَّةً.
مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انا لله وانا الیه راجعون
ګران قدر من مجاهد وروره الله دې نوی سفر درته اسانه کړي
حاجي معلم فدامحد صاحب مو دسختو ورځو ملګری وو، مخلص، زړه ور، راست ګویه، رشتونی مجاهد وو، قریبانو او دوستانوته یې دزړه له تله تسلیت وایم الله دې جنت الفردوس ورته نصیب کړي.
آمین -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددې سپیرو مؤمنانو سره ستا بادارټرمپ هم سرته ونه رسول
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
The UNAMA report confirm that the military oppressive regime of Pakistan, who is responsible for the trump project, has so far martyred 71 civilians, women and children in bombings, but the real number is up to 120. On the contrary,
1
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
but the other side no civilian casualties have been confirmed in the response attacks by Afghanistan. Now, who are the real terrorists?
Pakistan killer of Afghan woman & children
2 -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پاکستان باید نور پوی سوی وي چې دافغانستان باالمثل جواب داپه ډاګه کوي چې دجنګ دوام به ددوی دخراب سبب کیږي، ورو ورو به داور لمبي ددوی دراحت او امن ورونوته داخلیږي، دامریکا دپروژي دګټي په پرتله ددوی به تاوان څوچنده کیږي.
او دبادار په خوشحالولو کې به هم پاته راځي ان شاءالله -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله جل جلاله په صيغه دنهي سره بندګان منع کوي چې زناته مه نژدي کيږی، ځکه چې زنادډيرو بديو زيږنده اوډيربيکاره کاردی.
داسي نه وايې چې زنامکوی ددې معنی داسوه چې هغه کارلاهم مکوی چې زناته دانسان ميلان ښه يې، علماء کرام وايې زناته دنژديکت دري شيان دي
دنر او پردی ښځي اختلاط
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دويم : بې ضرورته دبيګانه ښځي يابيګانه نارينه سره خبري کول
دريم : پردی ښځوته ياپردي خلکوته په قصدي توګه کتل
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا (32)
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپنجاب ظالم او مذدور رژیم په کابل، کندهار اوخوست کې دتیري شپي بمباري چې په هیواد کۍ دملکي او بګنا وګړو دشهادت او ژوبلي سبب سوي لوی ظلم ، جنایت او بزدلانه عمل دی، داسي معلومیږي چۍ مذدور رژیم په شومو اهدافو کې ناکام او دهرافغان دښمن دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوږ نبي ﷺ فرمایې: زموږ او اهل الکتاب د روژي ترمنځ توپیر پیشلمی دی
ځکه چې موږ پیشلمۍ کولای سو بلکه مستحب دی ثواب لري اوهغوی ته ترخوب وروسته دخوراک اوڅیښاک اجازه نه وه.
عن عمرو بن العاص رض قال قال رسول الله ﷺ فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب يف أكلة السحر .
رواه مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دخلیج او نورو عربي هیوادونو لپاره اوس بیخي ذهبي فرصت دی چې په خپل منځ کې قوې ائتلاف رامنځ ته کړئ او دیوه فډرالي حکومت ماډل دیوه حکومت په توګه جوړکړي، چې نظامي او استخباراتي او ځیني نور ارګانونه سره توجید کړي دامریکا ټولو اډوته جواب ورکړي، اوتکناژی ته وده ورکړئ
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څوک چې دروغ ویل او په هغه باندې عمل کول پرې نږدي، نو الله د هغه د خوراک او څښاک پریښودلو ته اړتیا نلري.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
قال رسول الله ﷺ :
من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه ".
رواه البخاري -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
امریکا یوازي دانه چې داسرائیلو لپاره دجنایتونو مرتکب دقانون ماتونکي او دمالي تاوان سره مخ ده بلکه ترټولو تاوان به یې دخلیج دلاسه ورکول او احتمالي ماته وي چې دعروج نه به یې زوال پیل سي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نن دنیا دافسټین دبلاک میلو ځناورو لخوا ۳ نړیوال جنګ ته روانه ده، په کومو درندګانو چې یې دماشومانو غوښي خوړیدلي او نور وحشتونه یې په کړي دي، نن یې هم داسي استعماله وي چې دوی هم توجیه نه ورته لري، الله دې مسلمانانو ته خیرپیښ کړي، جنګ خطرناک او دټولو اصولو ترپولو اوښتوته ور روان دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
داهم واوری
This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عرب لکه څنګه چې دامریکا پر ملاتړ او اتکاء پښیمانه دې او مني چې دا ددوی غلط باور.وه همدارنګه پر پاکستان باندې دغلط باور ښکاردي، پاکستان دجوړښته تر اوسه دامریکا او انګریز پروژه وه اویې به، همدارنګه دهغوی ګټوته کارکوي او دهغوی په اشارو اومالي مرستو به چلیږي.
عرب دې پرخپلومټو زور وکي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپکتیادخلکو غبرګون
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دغزني د ولس غبرګون
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکابل په عیدګاه مسجدکې دمذدو پاکستاني رژیم په اړه ولسي غبرګون
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دغه دشعرونو ټولګه دچاپه راووتل په لوستلو ارزي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دتکبر سر به خامخاټیټیږي
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددنیا ترټولو شریر، بین المللي ټروریست او دمسلمانانو اوله درجه قاتل
الله دې دقتل اوازه رښتیاکړي چې دمظلومو فلسطینیانو او نورو مظلومانو زړونه په یخ سي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رد الظلم
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پرایران دامریکا اسرئلو برید په ټول منځني او نژدي اسیایې هیوادونو نوې انديښني راټوکولي دي، ددې امکان ډیردی که ایران مقاومت وکړي دنړۍ نور قوتونه هم په جنګ کې ورګښیباسي.
دایران سقوط دچین او روس لپاره ببساری تهدید ګڼل کیږي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پاکستان دامریکا او اسرائیلو دملاتړ ترلاسه کولو لپاره خپل ځان خطرته ورکړی دی،
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نن چې پنجاب افغان متهم کوي ددوی خپل عمل دی،کوم چې دوه مخۍ سیاست چلويغواړي چې امریکا،انګلیس او اسرائیل خوشاله کړي هم خپل ملت ته داسلام دخدمت په نامه دوکه ورکړي متضاد اعمال دي، ددوی غلطه پالیسي ده چې دبل دخوشالولو لپاره یې دخپل ملت پرمري پښه ایښي ده، نن یې نتیجه؟
فلایلومن الانفسه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اول ځل دی چې اسلام اباد په نښه کیږي
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پاکستان دې دافغانانو په وړاندې خپل ببځایه غرور کابو کړي، خپل غلط او دحرص نه ډک سیاست دې اصلاح کړئ، نور دې دافغانانو په عزت ملنډي نه وي، په دې باید پوی سي چې ددوی سازشي او درواغجنه پالیسي نوره ناکامه ده، که څه هم دوی به پرمختللي وسلئي او دتکناژي برتري ولري
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خو وسلي مرګ کولای سي مرګ نسئ ګرځولای.
پروند چې دوی بګناه افغانان شهبدان کړه او نن یې افغانان غچ اخستونکې عکس العمل ته مجبورکړه دا ددوی دناسم سیاست نتیجه ده ، چې ددې ټولو تلفاتو ددنیا او اخرت مسؤلیت ددوی په غاړه دی.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دویم- په پاکستان کې بانفوذه علماء او مشران باید دپاکستان دنظامي رژیم دخود سره اوخود غرضه فلان مخه ونیسي کوم چې هم ددوی اوهم دسیمي داضطراب سبب جوړسوی، دوی دخدای اویندګانو په وړاندې دامسؤلیت لري، اوکه داسي خاموشه پاته کیږي عواقب به یې ترټولو ددوی لپاره تربد بدتروي.
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله دي خیر پیښ کړي
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوږ نبي ﷺ فرمایې: زموږ او اهل الکتاب د روژي ترمنځ توپیر پیشلمی دی
ځکه چې موږ پیشلمۍ کولای سو بلکه مستحب دی ثواب لري اوهغوی ته ترخوب وروسته دخوراک اوڅیښاک اجازه نه وه.
عن عمرو بن العاص رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر .
رواه مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دننګرهار په بهسودو او دهیواد په نورو سیمو کې پرملکي خلکو دپاکستان بمباري چې دهیواد ګڼ شمیر ښځي، ماشومان او سپین ژیري پکښي شهیدان سوي دي دهیواد پرحریم دتجاوز سره سره ناروا، کرغیړن او بزدلانه عمل دی، چې دپاکستان مستبد او ظالم نظامي رژیم ترسره کړی دی، داعمل داسلام، ګاونډیتوب
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
او بین المللي اصولو ښکاره خلاف سرغړونه او جنایت دی، چې دوی دخپل مسؤلیت څخه تیښته په کوي او دخپلي ناکامي او دننه ستونزو په بدل کې بېګنا خلک ټارګيټ کوي، دداسي ناروا عمل څخه ثابتیږي چې ددوی ادعا بې اساسه ده او هرځل ملکي وګړي په نښه کوي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فضیل ابن عیاض وایې:
په دنیاکې دشهوت ترپریښولو یا ترک کولو دهیڅ شي پریښودل سخت نه دي
لیس فی الارض شیئ اشد من ترک الشهوة
حلیة الاولیاء لابي نعیم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمؤمنانو مثال په ترحم تعاطف(نرمۍ) او مودّت(دوستۍ) کې داسي دی لکه یو جسد،چې کله دجسد یواندام ته مشکل پیښ سي نو ټوله بدن ورسره په تبه او بې خوبی اخته کیږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن النعمان بن بشير رضي الله عنه مرفوعاً: «مَثَلُ المُؤْمِنِينَ في تَوَادِّهِمْ وتَرَاحُمِهِمْ وتَعَاطُفِهِمْ، مَثَلُ الجَسَدِ إذا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى له سَائِرُ الجَسَدِ بالسَّهَرِ والحُمَّى.
متفق عليه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوږ نبي فرمایې:
همیشه زما امت دخیر په لاره دی ترڅو روژه مات ژر او وختي او پیشلمس نا وخته کوي.
نوټ. سنت طریقه همداده
عن أبي ذر رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم "لا تزال أمتي بخير ما عجلوا الفطر وأخروا السحور.
رواه أحمد -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمحشر دورځي تمثیل
This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول اللهﷺ وایې: څوک چې درمضان دمیاشتي روژه په داسي حال کې ونیسي چې ایمان یې په الله اورسول اوپه فرضیت درمضان وي، نیت او اخلاص یې یوازي دالله دفرضیت اداء او درب رضاوي، نو دتیرعمر صغیرة ټوله ګناهونه به الله ورته معاف کړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «من قام رمضان إيمانًا واحتسابًا غفر له ما تقدم من ذنبه.
رواه البخاري ومسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددلوي شپږویشتمه په حقیقت کې دجنتری له حسابه دنورو ورځو په شان یوه عادي ورځ ده،خودغه ورځ دګران افغانستان لپاره هغه تاریخي ورځ ده چې دیونیم ملیون شهیدانو،معلولینو او قربانيو دوینورنګ یي رابرسیره کړ،
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دهغوافغانانوامیدونه یي راژوندي کړل کوم چې ددي ورځي په انتظاریي دکلونو شپي سباکولي.
دکمونيزم خوړونکي بلا دسرولښکرو وتل دپخواني شوروي اتحاد لپاره هغه ماته وه چې دروسانو د ښکیلاک خوبونه یې ورته بي تعبیره کړه، تردي چې دهغوی په خیټه کې هضم سوې ډيرهیوادونه هم دخپلواکی څښتنان سول.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوله بده مرغه چې دجهاد دوخت یو څو خود خوا اوقدرت پرستومشرانو دپردیو په لمسون دخپل منځي تربګنیو دپاللو په رقابت کې دقدرت او خود خواهیو دتندي دماتولو لپاره په خپل جنون کې دومره غرق سوه، چې و دغو ټولوقربانیوته یې شاکړه او دبې پرواهی لته يې ورکړه.
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمؤمنانو لپاره خیر غوښتنه دایمان نښه ده
رسول الله فرمایې تر هغه انسان دکامل ایمان څښتن نسي جوړیدلای تر څو بل مؤمن ورور ته هغه څه غوره نکړي کوم چې ځانته یې غوره ګڼي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أنس بن مالك رضي الله عنه خادم رسول الله صلى الله عليه وسلم أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه
متفق علیه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژوند ددومره اعتبار وړ نه دی چې سړی په سړه سینه انتظار وباسي چې خپل کارونه دده دخوښي مطابق سنبال کړي، ژوند یو داسي امانت دی چې هره ساه یې حساب لري،هرساعت احتمال لري چې ختم سي، له همدې کبله د ژوند هره ورځ دځان لپاره فرصت وګڼه، پوره استفاده ځیني وکه اوهره ورځ احتمالاً وروستی ګڼه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مغرور سرونه په نشوکې خـــپل رفتا ر نه ویني
په دائره کې دقوسینو انـــــــــــحصار نه ویني
مـــــځکي ته نه ګوري دلاري نه په ډډه درومي
نوکان وهي کندوته لویږي څوک چې لارنه ویني
عقل هوس ته مغلوب سوی ګیله مـه تري کوه
دتکبر په نیلي سپور دي اخـــــــــرکار نه ویني
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
معروف منکر ورته ښکاریږي دغریزو په شــوق
فنافی الطاعة الشیطان دحــــــق قرارنه ویني
رڼا تیاره ورته یو ښـــــــکاري نور ظلمت دغسي
دبصیرت حس یې ورک سوی ګل او خارنه ویني
دوست اودښمن ورته دیو ردیف په غاړه پــراته
صلة یې قطع ده تردې چــې مور اوپلار نه ویني
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ضعیف ډهغه چا لیدو ته په مــحبت نه ورځي
چې دمنصب اوجاه په مینه کې خپل یار نه ویني
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پنځه کسان مه هیره وه
۱- مور و پلار دحق په لحاظ
۲- استاد دهدایت په توګه
۳- چې تاته یې په سختۍ کې لاس درکړی وي، دوفا په خاطر
۴- چې ته یې دسختۍ په وخت کې یوازي پري ایښی یې، دبې وفایی له کبله
۵- چې تاته یې ستونزي زیږه ولي دي، ددښمنۍ په وجه.
اللهم صل علی سیدنامحمدالنبي الأمي وآله وسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خواجه آصف ته
رښتیاهم ستاسي موخي سیاسي وي، کله هم جهاد نه وو او نه هم ددین یادشریعت دتطبیق لپاره وو او نه مو زړه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددنياغمونه سپــک ګڼه عـــــقبا ته
وصيله دهـــدف درومي انتــــــهاته
دوه خياره نقيض نسي يوکيــــــدلای
چې تابع سي هم ابليس اوهم مولا ته
خواهشات ددنيا پاته سي نيمـــــګړي
اطاعت ده سرکښي نفس اوهـــواته
سفر وګڼه ســـفر ای مســــــــــافره
دسفرتوښه دي مه ليـــږه بلخــــواته
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په سفرکې دسکــون وداني نســــــته
سکون نه راځي بې کوره د زړه خواته
زه ناپوه يم ته ناپوه يې دوی ناپـــوه دي
چې ترجيح مو دصـــواب ورکړه دنياته
ضعیف خپله بې توښي سفـــرته درومي
مخه ښه یې لا پخواکړي هــــــــرچاته
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حضرت انس رضي الله عنه فرمایي:
لس کاله مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ، هېڅکله یې ماته د اُف کلمه نه ده ویلې او نه یې داسې راته ویلي چې ولې دې دا کار وکړ؟ او ولې دې دا کار نه دی کړی؟
(صحيح البخاري) -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دا په امریکاکې دنړی دشریر او انسي شیطان استخباراتي اداري موساد هغه جزیره ده، چې دیهودي اجنټ جیفري اپسټین له لاري یې دلاندې اهدافولپاره جوړه کړي وه.
دنړی، سیاسي څیري، دنړی واکمنان،، شهذادګان،شتمن خلک، او درسنیولوی مشران په فحشا، بداخلاقۍ، پرماشومانو دجنسي تیري، تردې چې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دماشومانوپه غوښو او وینوخوړلوسره یې بلاک میل کړي، ترڅودصهیونیستي ظلمونو او پټو اهدافو لپاره ورڅخه کارواخلي او یاچوف پاته سي.
هم دا وجه ده دامریکاهرمشردې ته مجبورسوی چې داسرائیلو دوحشت ملاتړ وکړي، دنړی لوی مطبوعات اړسوې دهغوی ملاتړ وکړي، داسلامي نړۍ واکمنان مجبور دې
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې ددوی خبره ومني، او دنړۍ لوی شتمن مجبوردي چې هغوی ته پیسي ورکړي، دې ته وایې شیطاني جال اوشاته یې دنړۍ شیطان صهیونیستي رژیم.
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددنیا یاران به څه کاندې دوســــــتي ز ما
په تیاره لحدکې نکړي همـــــــــکاري زما
یابه زه پریږدم یاران یا به مي پریــــــږدي
نن که نه وي نو سبا ده جــــــــدایې زما
دیو څو ورځو ژوندون دې ولاړی تیــرسو
دبیلتون چاړه به قطع کړي خپلـــوي زما
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په دارینو کې ضعیف. داسي یار غـــواړي
چې په سخته کې هم وګړي ملګـري زما
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
افغان دارالعلوم
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺ وايې : دوږخ په نفسي شهواتو کې پټ دی او جنت په تکلفونو کې پټ دی .
عَنْ أبي هُريرةَ - رضي اللهُ عنه - أنَّ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ قال: حُجِبتِ النَّارُ بالشَّهواتِ وحُجِبَتِ الجنَّةُ بالمكَارِهِ. متفق عليه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دایفسټین جنت دنړی دبشري ناورین هغه نمونه ده،چې دغرب دبشرپالو دکاذبو اهدافو شاته څومره پیچلي اهداف وه،دا یوه بیساري فاجعه ده، خورسوایې به یې دصهیونستانو دسیسوته ډیر خلک متوجه کړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددنیا دشتمنۍ څخه دري شیان ستادي، کو م چې ودې خوړل، وادې غوستل او وادې ستول، نور هرڅه بل ته پاته کیږي، که هوښیاریې هم یې په ښه طریقه مصرف که او هم یې دسبا د توښي په توګه مخته واستوه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دامریکا او ایران حالت که څه هم ډیرنازک پړاو ته رسیدلی دی ، هره لحظه دجنګ امکان ډیریږي، خو بیاهم امریکا دامادګۍ سره سره غواړي یوه دتفاهم لاره پیداکړي، خو نتن یاهو چې غواړي په هرصورت امریکا په جنک کې ښکیله کړي کیدای سي داسي عمل ترسره کړي چې په اتوماتیک ډول جنګ ته خبره ولاړه سي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوبیاهم دتفاهم احتمال سته.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
براء رضي الله عنه وایې:
رسول الله ﷺ وجهاً ترټولو ښکلی او اخلاق یې ترټولو غوره او ښه وه، قامت یې میانه وه نه ډیر دنګ اونه ډیر ټیټ وو.
عن البراء بن عازب، قال :
كان رسول الله ﷺ أحسن الناس وجهاً، وأحسنهم خلقا ليس بالطويل البائن، ولا بالقصير.
متفق عليه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هرځای زور او زر چلیږي
تابیة د ژوند پکارده
چې دې موټي مظبوط نه وي
ددفاع دې سخته لارده -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دا په سالنګ کې د اسلامي ملي اردو هغه سرتیري دي چې درې شپې وړاندې د څوتنو هیوادوالو ژغورنې څخه وروسته پردوی برف کوچ راغلی وه ٨ ساعته تر برف کوچ لاندې وه.
دداسې خادمانوزلمو میړانه د ستایلو ده.
داچې خپل سر په بیعه د ولس سر او مال ساتنه او حفاظت کوي.
نور جزئيات ویډو کې...This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هرهغه څوک چې دحق اوحقيقت داوريدو زغم ونلري ټول وخت به دحق اوحقيت ددرک او اوريدو څخه محروم پاته وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې کله ظالم او سرکښه دالله دعذاب سره مخ سي، نو پرخپل عمل او دهغه چا پرملګري باندې چې دی یې ګمراهی ته بیولی وي پښیمانه سي.
نوداسي به وایې آی! یعني افسوس کاشکي مي فلانکی په دوستی نوای نیولی.
يٰا وَيْلَتىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلاٰناً خَلِيلاً. فرقان ۲۸ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دټرمپ هڅه او کوشش په منځني ختيځ کې دصهیونیستي رژیم د پیاوړتیا، بقا او دپیسو دراټولولولپاره دی، هغه غواړي دسولي په بهانه حماس بې وسلي کړي او ځیني هیوادونه داسلام په نامه دصهیونیستي رژیم ملاتړ ي کړي، چې دابه دفلسطین دموجودیت او دهغوی دقربانیوسره سخته جفاوي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دامریکادولسمشر ټرمپ خواخوږي دایراني ولس سره دلیوه اومیږو خواخوږي ده، ټرمپ نه دمسلمانانوسره اونه دایرانیانوسره خواخوږي لري دهغه دلچسپي دایران دتیلو او دصهیونستانو دحاکمیت سره ده، هغه ټرمپ اوس دبشري خواخوږي خبري، کوم چې دفلسطین ۶۷ زره ښځي اوماشومان یې په تیرو دوه کلونو کې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په بمونو ټوټي ټوټي کړه اوتراوسه هم دا ظلم روان دی.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نه دظلم او ظالم سره همکار یو
نه دچا د ورانولو طرف دار یو
دهیواد تر پلارګنو وتلي نه یو
داچې ولي درقیب دسترګو خاریو
نه دچا دناموس غله یو نه څوک وژنو
خو دخپل ناموس اوکلي څوکیدار یو
ضعیف -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دخصوصي مدرسو اومکاتبولپاره دافغان بنسټ دتقویتي نصاب کتابونه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
افغانان په دښمنۍ کې نسي ماتیدلای خو ددوستی په خوږه ژبه او خوشباوری کې تیروتلای سي، زما سپارښتنه به داوي چې دچاپه خوږه ژبه باور ونسي، دښمن به دخپلي ستراتیژی له مخه یوازي تکتیکي تغیرراولي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په وینزیویلاکې دامریکا لیوالتیا دهغه هیواددطبعي زیرمو خپلول دې، ددې لپاره یې مادرو اختطاف کړترڅو ددغه هیواد ټوله شتمني قبضه کړي، خوپه حقیقت کې دامریکادمدمعاشۍ دا کرغیړن عمل په راتلونکې کې دټولو لپاره یونړیوال تهدیددی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د1358 دجدي شپږمه دافغانستان په تاریخ کې هغه نه هیریدونکي ورځ ده چې دافغانستان پرپاک حریم دشوره وي ښکیلاک توره اوخونړۍ څپه راغله، هغه ورځ چې دهیواد فضاء دنابلده الوتکو او چورلکو دژغونو ژوږ او سرو کرځونیولي وه، دخلکو پرمخونو دوارخطائۍ اوحیرانتیانښي دورایه معلومیدلي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
او یوه کامله چوپتیاخپره وه، ډیرخلک نه پوهیدل چې څه به کیږي، خوقیامت ته ورته درنه او سامناکه ورځ وه، الله دې بیا داسي حالات زموږپرګران ټاټوبي نه راولي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انسان چې دهرڅه څخه بیریږي دهغه څخه تیښته کوي خوکه انسان دالله څخه بیریږي نو بیا الله ته پنا وروړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ وايې:
دخير خبري کوئ کامياب به یاست، او له شره چوپ اوسئ خوندي به ياست. يعني دشراچوني څخه ځان وساتی.
قال النبي ﷺ
(قولوا خيرًا تغْنموا ، واسكتوا عن شرِّ تسْلَموا)
~
صحيح الجامع -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمرحوم امیرالمؤمنین رحمة الله مورته دې الله مغرت اوجنت الفردوس نصیب کړي، قریبانو دوستانوته دې یې الله صبرجمیل او اجرعظیم ورکړي.
انا لله وانا الیه راجعون -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
یو نفر چې ډیر مغموم او نفسیاتي رنځور وو، یوه حکیم ته ورغلی خپل مشکل یې ورته ووایه
حکیم دري سواله ځيني وکړه
داستونزي ستادتولد سره راغلي دي؟ مریض نه
کمو ستونزو چې ته غمژن کړی یې حل کولای سي؟ مریض نه.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دغه ستونزې ستاسره قبرته ځي؟ مریض نه
حکیم ورته وویل: بیانو ته عقلي مریض یې چې نه ستونزه ستاسره راغلي ده، نه یې ته حل کولای سي او نه قبر ته درسره ځي او ته په خفه او غمژن یې، نو دعقل علاج وکه.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
لـــــــــطیفي دکشف یې نه وي مره وري
تر ښو خــــــــولو اوري حسیني ملغلري
سیني مه سپړه چې راز پـــــکښي پیداکړي
په کـــوګل کې لـــــــټوه دراز خـــــــبري
درمزونو په خــــــفاکې احــــــــوال ګوره
که رازونه پاته کـــــ»یږي لــــــــیري لیري
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زمزمه چې درحــــــیم رحـــــمن کلام سي
ورته ماتي سي ټــــــپی او هم ســـــــندري
دبقا امید عقلو نه لــــــــــیوني کـــــــــړه
ورسه ووینه دمیني ګــــــــــــــریوان څیري
خامـــــوشي چې دوصال په تـــــــمه ویني
په کلو دلته عــــــشاق پاتي شب ګــــــیري
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ضعیف خوږ احساس مونده کړ چې ارام دی
کنه وې بایلل ددې لاري مــــــــــــــلـګري
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپنجاب نااهله پوجي رژیم چې څومره ښوریږي هغومره ښوییږي، نن دهغوی ددروغو او دوکو منترونه ددوی پرمخ وهل کیږي، درواغ تر یو وخته موقتي ګټه کوې خو چې کله رسواسي بیاټول وخت تاوان اوبې باوري وي، هغوی څلور ورځي وړاندې دافغانستان پرخاوري ګڼي حملي وکړي،پروند یې پر کرمه د ډرون حمله کړیوه
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نن یې دتاجکستان پر خاوره د ډرون حمله کړیده چې چنایې زرکښان یې ټارکیټ کړي دي، ددې لپاره چې دچین تاجکستان، افغانستان ترمنځ بې باوري اجاد کړي، مګر دا ددوی غلط فکر دی، اوس هیڅ عمل پټ نه پاته کیږي، چین، روس او نړۍ اوس دا وړتیا لري چې دتکنالوژی په مټ داثابته کړي
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې ډرون له کومه ځایه راغلي ده اوڅوک یې ترشا عاملین دې، چې دابه برعکس ددوی پرمخ ترټولو سخته څپیړه وي.
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپنجابي دیکتاتوري بې کفایته پوجي رژیم دتیري شپي یرغل زموږ دهیواد پرحریم ښکاره تیری او په ګو بزو ولسوالی کې دبیګناه خلکو، ښځو او ماشومانو شهادت دهغوی دفساد بزدلانه عمل دی، په داسي کړنو سره هغوی وښودل چې دسولي لپاره لیوالتیا او وړتیا دواړه نلري، هم دارنګه هغوی دپاکستان په ثبات
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
او امنیت کې پاته راغلي دي.
الله دې زموږ دهیواد والو شهادتونه قبول کړي، قریبانو او دوستانوته یې دالله له درباره داجرعظیم اوصبر جمیل غوښتنه کوو.
انا لله وانا الیه راجعون
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مینه په مینه کې را زیږي او پابـــــیږي اشنا
مینه جوهر دې دوفا په غیږ کې لویږي اشـنا
مظروف تابع دظرف ګڼلای سو همداظرفیت
په محنتونو زحمتونو پیداکـــــیږي اشــــــنا
مینه نوم نه دی عاطفه ده چې جزبه زیږه وي
خو ډیر په نرمه او خوږه لهجه لویــیږي اشنا
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
لکه وحشي مرغه فرار کړي دخـــطر له ځایه
امن یې خوښ دي دامین سره پاتیږي اشـــنا
ضعیف دمیني اهمیت دخپل نامه پــــیژني
مینه دمیني د دښمن سره ورکیږي اشــــنا
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د انسان لپاره ترټولو بده ابتلاء داده چې دفهم او ادراک په غلظت اخته وي ،هغه داسي چې!
دغه انسان فکر کوې چې دی ترنورو خلکو ډیر هوښیاردی، خو په حقیقت کې هغه تر ټولو ناپوه او بې عقل وي.
من أسوأ أنواع الإبتلاء أن تُبتلى بغليظ الفهم، محدود الإدراك، يرى نفسه أفهم خلق الله وهو أجهلهم. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حسد دانسان لپاره ترټولومهلک مرض دی
حسد ددې سره سره چې خپله کبيره ګناه ده حاسد په اوتوماتيک ډول سره په يوه ساري مرض اوپه پنځه نوروګناهونو اخته کوي
اول - حاسد دخپل حسدله کبله هميشه درواغ وايې
دويم - دبل دخوشالی اوګټي مخه نيسي تردي چې ديوچادفزيکي ځوروني اوقتل حدته هم رسيږي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دريم - هميشه خلکو ته دسيسي اوطوطيې جوړه وي.
څلورم - دالله پرتقسيم قناعت نلري ، ځکه چې عزت اوذلت دواړه دالله له طرفه وي مګرحاسد دځان دعزت په خاطردبل دذلت کوشش کوي
پنځم - دبل ورورپه ښيګڼه اوګټه به خفه کيږي اوپه خفګان اوتاوان به يې خوشاليږي، چې داپه خپل ذات کې لويه ګناه ده.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حاسدبه هميشه زړه تنګی خفه اوسرګردانه وي ، همدارنګه ددې لپاره چې دخپل راتلونکي فکر وکړي دبل دګټو اوتاوانو، دخوشاليو اوخفګان په فکرکې غمجن وي چې داخپله لوی مرض دی
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نن په استمبول کې دافغانستان او پاکستان داستازو ترمنځ دخبرو پیل او په بولدک کې دپاکستان دهوانونو عملیات چې زموږ معصوم هیوادوال پکښي شهیدان او ژوبل سوې دي، دا ښه یې چې پاکستانی اړخ نه تعهد ته ژمن دی او نه دخبرو په اهمیت پوهیږي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایې :
صدقه ورکول مال یا دولت نه کموي، په عفوه کولو سره بل ورورته الله دانسان عزت ډیره وي او تواضع کول دالله درضا لپاره دانسان مرتبه او شخصیت لوړه وي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وعن أبي هُريرة أَنَّ رسولَ اللَّه ﷺ قَالَ: مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ، وَمَا زَادَ اللَّهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا، وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ للَّهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللَّهُ.
رواه مسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دافغانستان او پاکستان دستونزو دحل یوازنۍ لاره دتفاهم او خبرو لاره ده، جنګ موضوع نسي حل کولای نهایت یې بیرته تفاهم دی، دمکۍ اوتهدید دنا اهلو خلکوکاردی بایدځيني اجتناب وسي، دپاکستان او افغانستان سیاسیون باید دتفاهم ژغ پورته کړي. په ځانګړي توګه دپښتونخوا او بلوچستان سیاسیون.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که پاکستان واقعاً دستونزو دحل لاره تفاهم او مذاکره بولي، دوه اصله دې په نظرکې ونیسي
اول- دخبرو لپاره دې وړ، تجربه کاره ملکي خلک انتخاب کړي.
دویم - دافغانستان سره دې دستونزو پرعمق دحقیقت په منلو سره بالمثل عمل ته تیار سي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پاکستان پوځي رژیم دترکیي، استانبول مذاکرات ناکام کړه او میدان یې پریښودی، خو زماحدس دادی چې باالاخره به بیرته مذاکراتو ته راځي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
له رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ څخه پوښتنه وسوه چې کوم عمل الله تعالی ته ډېر خوښ دی؟ هغه وفرمایل چې لمونځ په خپل وخت کول.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دقطر دولت د اوربند په اړه خپله اعلامیه اصلاح کړیده
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مسلمان واکمن
دمسلمانانو واکمن باید دومره هوښیار او ځیرک وي چې ددښمن دمکر په وړاندې دوکه نسي
همدارنګه باید دومره رښتونئ او صادق وي چې هیجاته دوکه ورنکړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په دوحی کې دافغانستان او پاکستان داستاذو ترمنځ ددوامداره اور بند موافقه لاسلیک سوه.
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
داد قطر دحکومت اعلامیه ده
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د اېکس ځانګړی بحث!
موضوع:
د پاکستان پوځي رژیم ته غوڅ ځواب او د دوحې مذاکرات
مېلمه:
په اسلاماباد کې د ا.ا.ا پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف
کوربه:
محمد نایاب
وخت:
نن شپه اته (۸) بجې
میثاق | Misaq
@Misaq45
د اېکس ځانګړی بحث!
موضوع:
د پاکستان پوځي رژیم ته غوڅ ځواب او د دوحې مذاکرات
مېلمه:
په اسلاماباد کې د ا.ا.ا پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف (@abdulsalamzaeef )
کوربه:
محمد نایاب
وخت:
نن شپه اته (۸) بجې -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په پکتیکاکې زموږ دعامو افغانانو او دکرکټ دلوبغاړو شهادت دپنجاب بزدلانه عمل دی، دوی فقط وژل کولای سي خوجنګ نسي کولای، دوی چې تراوسه څومره هوایې حملات دهوانونو عملیات ترسره کړي دي، سل فیصده قربانیان یې ملکي وګړي دي.
شهیدانوته دې الله جنتونه او دوستانوته دې الله اجرعظیم نصیب کړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
youtu.be/z1taPcbBQaE
روان حالات دشمشاد سره -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله دې خیرکړي دپاکستان غدار پوج لخوا اوربند مات سو.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددښمن سره دجنګ تمنا مکوی، دالله ج څخه پناوغواړی اوکه چیرته ورسره ملاقي سولاست نو صبر او استقامت کوی.
عن عبدالله ابن ابي اوفی عن النبي ﷺ
لا تَتَمَنَّوْا لِقَاءَ العَدُوِّ، وسَلُوا اللَّهَ العَافِيَةَ، فَإِذَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاصْبِرُوا،
متفق علیه
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددې حدیث په بنیاد افغانان دچاسره جنګ نه غواړي خوکه ورباندې تحمل سي بیا یې استقامت حق دی.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
روایت دی چې یو سړي خلیفه مامون ته په لارکې ودریدی ترڅو ورسره خبرې وکړي تر څو هغه ته غوږ ونیسي، خو هغه ونه درېدۍ.
سړي ورته وویل:
ای امیرالمؤمنین مأمونه الله خپل پیغمبر سلیمان علیه السلام د یوې میږی لپاره ودراوه چې دهغه خبري واوري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زه دالله په نظر کې د یو میږی څخه ډیر بې ارزښته نه یم،
او ته د خدای په نظر کې د سلیمان څخه لوی نه یې؟
مآمون ودریدۍ ویل رشتیا دې وویل، وبخښه خبره کوه.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
جنګ چې څومره دوامداره او خونړی هم سي دحل لاره یې تفاهم او مذاکره ده، دجنګ ګټل او بایلل دواړه یو ډول نقصانات رامنځ ته کوي، جنګ حالت ترینګلۍ کوي، اقتصادته ضربه ورکوي، دانسانانو وینه پکښي توییږي او په سیمي کې تشویشونه پیداکوي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پاکستانۍ پوځ باید پوی سي چې جنګ ترافغانانو دوی ته ډیر بدعواقب لري
سوله او ثبات دسیمي او ټولو په ګټه کار دی.
زه دپاکستان پرسیاسیونو ږغ کوم چې دسیمي دسولي او ثبات لپاره لاس پکارسي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زما یوکال مخکي ټويټ
د پاکستان منفوره او دیکتاتوره اردو دافغانستان سره دجنګ په بهانه غواړي څو اهدافه ترلاسه کړي، دا یو ناڅاپي کړنه نه بلکه یو عمیق تخطیط دی. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د پاکستان او افغانستان ستونزه - عبدالسلام ضعیف www.nunn.asia/215291/د-پاکستان-او-افغانستان-ستونزه-عبدالسل/
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دهیواد ددفاع وزارت وایې چې دپنجابي دیکتاتوري پوځ دیرغل په وړاندي ځوابي پراخ عملیات دشپي ۱۲ بجي پایته رسیدلي دي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دارسالة داطاعت په اړه دمولوي محمدنسیم (حقمل)لخوا په مفصلة توګه لیکل سویده، دا ارزښتناکه اثرډیرمفید دي په لوستلویې انسان دخپل ژوند مسیرته متوجه کیږي.
الله ج دې حقمل صاحب ته ډیر اجر ورکړي اوموږته دې الله ج دعمل توفیق نصیب کړي.
الرسالة
السمع والطاعة في ضوء الشریعة
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمولف محمد نسیم حقمل د
رابطي سمیره 0792570537 -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپاکستان تجاوز دافغانستان پرخاوره دپاکستان د پوځ احمقانه اقدام دی، دپاکستان واکمنان غواړي دخپل ملک دسیاسي او امنیتي وضعیت دخراب حالت څخه دخلکو پام بل لوري ته واړه وي موږ ددوی دااقدام تقبیحه وو او دخرابو عواقبو مسؤلیت به ددوی په غاړه وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله دې خیرپکښي واچوي که اوربند پلي سي او دغزي مظلومان دژوند دحقوقو برخور داره سي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله جل جلاله په صيغه دنهي سره بندګان منع کوي چې زناته مه نژدي کيږی، ځکه چې زنادډيرو بديو زيږنده اوډيربيکاره کاردی.
داسي نه وايې چې زنامکوی ددې معنی داسوه چې هغه کارلاهم مکوی چې زناته دانسان ميلان ښه يې، علماء کرام وايې زناته دنژديکت دري شيان دي
دنر او پردی ښځي اختلاط
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دويم : بې ضرورته دبيګانه ښځي يابيګانه نارينه سره خبري کول
دريم : پردی ښځوته ياپردي خلکوته په قصدي توګه کتل
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا ۳۲
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله صل الله عليه وسلم فرمايې: په جمعه کې يووخت دی خوډيرکم دی، که په هغه وخت کې يومؤمن په لمانځه کي وي اودالله جل جلاله څخه هرڅه وغواړي الله به يې ورته ورکړي.
نوټ علماءکرام وايې : چې فرض تقديزي وختونه لکه دسهاردلمانځه وروسته
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ترلمرختوپوري،دماځيګردلمانځه وروسته ترماښامه پوري اوددوو خطبوپه منځ کې وقفه ټول دلمانځه حکم لري، په دي شرط چې يوڅوک خبري نکوي اودلمانځه په انتظاروي.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وعَن أبي هريرة : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ ذَكَرَ يَوْمَ الجُمُعَةِ، فَقَالَ: فِيه سَاعَةٌ لا يُوَافِقها عَبْدٌ مُسلِمٌ، وَهُو قَائِمٌ يُصَلِّي يسأَلُ اللَّه شَيْئًا، إِلاَّ أَعْطَاهُ إِيَّاه وَأَشَارَ بِيدِهِ يُقَلِّلُهَا،
متفقٌ عليه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عمر ابن الخطاب رضی الله عنه چې به کله دیوه منکر اومنهي په اړه حکم کاوه، اول به یې په خپل ځان او کورکې تحقیق او پلټنه کول چې نباید په ما اوکورنی کې هغه موجود وي، چې کله به مطمئن سو چې حکم دده په ځان کې ښه عملي سوی دی بیابه یې حکم کاوه.
مناقب عمررضی الله عنه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عمر ابن عبدالعزیز ته دخراسان امیر خط ولیږی، په خط کې یې لیکلي وه چې دخراسان خلک ډیر شوخ دي بې توري او چلاخي نه سمیږي اجازه غواړم چې د زوره کارواخلم؟
امیرالمؤمنین ورته ولیکل درواغ دې وویل، خلک په زور نه بلکه په حقیقي عدالت سمیږي عدالت ته سم متوجه سه او عملي یې کړه.
تاریخ الخلفاء -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژر دی چې په تا سو به کفري ملتونه ستاسو دخوړلو لپاره داسي راټول سي،لکه خوړونکي چې دخوړلو په کاسه باندي را ټوليږي، چاپوښتل: چې دابه زموږ دلږوالي له کبله وي؟ رسول الله ﷺ ورته وويل: نه بلکه تاسو به ډيرياست مګر تاسو به داسي ياست لکه داوبو په وړاندي خس او ځګ چې د اوبو سره په
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ ثَوْبَانَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: «يُوشِكُ الْأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الْأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا، فَقَالَ قَائِلٌ: وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَلَيَنْزَعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ وَلَيَقْذِفَنَّ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمُ الْوَهْنَ، فَقَالَ قَائِلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ.
ابو داود
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دابوهريرة رض څخه چا پوښتنه وکړه چې تقواڅه ته وایې؟ هغه ورته وویل: کله دې په ازغنه لار تګ کړی دی؟ هغه ویل: هو ! ده ورته وویل نو دازغو سره دې څه چل کاوه ؟ هغه ویل لار به مي چپه ول او د ازغو څخه مي ځان ژغوری، ابوهریرة رض ورته وویل همدغه تقوا ده چې دګناهونو څخه دغسي ځان وژغوري
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
.
قال رجل لأبي هريرة رضي الله عنه: ما التقوى؟ قال: أخذت طريقًا ذا شوك؟ قال: نعم. قال: فكيف صنعت؟ قال: إذا رأيت الشوك عدلت عنه، أو جاوزته أو قصرت عنه. قال: ذاك التقوى.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ماتي وزري هم ټکل ته درومي
لکه زخمي مرغی درمل ته درومي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عمرابن عبدالعزیز رض یوځل میوي ته زړه وسو، دده په قریبانو کې چا یودانه ښه مڼه ور واستول ویل دازما لخواهدیه ده ویې خوره!
امیرالمؤمنین مڼه پلاس کې واړول او راواړول ویل: څومره ښائسته مڼه ده بیرته یې قاصد ته ورکړه ویل پلانکي ته ووایه مڼه دې ماته ورسیدل
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خادم ورته وویل : ای امیرالمؤمنین ولي دي ردکړه داخوهدیه وه، رسول الله ﷺ هم هدیه قبلوله؟
ده ورته وویل (وَیُلَک) درسول الله ﷺ په وخت کې هدیه وه ځکه صدق ډیر وو، خو زموږلپاره اوس رشوت دی.
تاریخ دمشق
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دټرمپ برداشت له افغانستان څخه غلط دی!
دافغانستان تاریخ داسي دی چې چا دغه هیواد دناپیلتوب له مداره یو اړخیز کړی دی، داکار دهیواد او هغه دهلاکت سبب جوړسوی دی، له هم دې لیدلوري په استناد ویلی سو چې هیڅ واکمن نسي کولای چې دکوم بهرني اړخ سره دنظامي حضور موافقه اویامعامله وکړي، دایوه
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تاریخي تجربه ده چې په تکرار سره ثابته سویده.
موږ پوهیږو چې ددریم نړیوال جنګ لپاره امادګي روانه ده، کیدای سي تر ۲۰۳۵ زیږدیږ کال پوري یوه لویه جګړه رامنځ ته سي، امریکابه هڅه وکړي چې دخلیج د اراضي او اوبوڅخه کارواخلي، همدارنګه به هڅه وکړي چې دپاکستان، افغانستان او ازربایجان په
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اراضي کې ځانته ځای پیداکړي ترڅوسیمه چین، روسیه او ایران ترنظامي او استخباراتي پوښښ لاندې راولي، خو دافغانستان څخه یې داتوقع بې ځایه او بې پایلي ده.
نتیجه
افغانستان په اوله او دویمه نړیواله جګړه کې ناپیلی پاته سوی دی او بیا به هم په دریمه نړیواله جګړه کې ناپیلۍ پاته کیږي.
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دنړئ دټولو غمیزو ( ټراجیدیو) ترشا په مستقیم او غیرمستقیم ډول امریکاده.
دفلسطین اسرائیلو د اوربند ویټو کول خپله ثابته کړه چې دغزي دقتل عام او غمیزو مسؤلیت مستقیماً دامریکا په غاړه دی. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عائشة رضی الله عنها درسول الله صل الله علیه وسلم له قوله وایې: په کوم څیزکې چې ترحم او نرمي وي هغه ښائسته کیږي او دکوم څیز څخه چې نرمي او ترحم ووزي هغه بدرنګه کیږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عائشة زوج النبي صلى الله عليه وسلم عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : [إن الرفق لا يكون في شيء إلا زانه ولا ينزع من شيء إلا شانه
(رواه مسلم)
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایې :
صدقه ورکول مال یا دولت نه کموي، په عفوه کولو سره بل ورورته الله دانسان عزت ډیره وي او تواضع کول دالله درضا لپاره دانسان مرتبه او شخصیت لوړه وي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وعن أبي هُريرة أَنَّ رسولَ اللَّه ﷺ قَالَ: مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ، وَمَا زَادَ اللَّهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا، وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ للَّهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللَّهُ.
رواه مسلم.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ياأيهاالحكام المسلمين اتقوا الله في غزة، والله غيرممكن مشاهدة ماجرا في غزة بيتحمل طرفة العين.
اللهم انصر اخواننا المستضعفين في غزه ياعزيز ياجبار. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دسهیونستانو راتلونکی خطر او پلان چې دچا په مرسته مخ ته ځي ښه بارز ، وخت بیخي حساس او دعربي نړی ناسته ډیره مهمه ده،
دامهمه ده چې حد اقل دعربي نړۍ ژغ یو اوتصامیم یې دستونزي پرعمق او جرړو بناوي، ددوی وحدت او قوي موقف کیدای سي داسلامي نړۍ وحدت اوحریت ته لار هواره کړي.
غزة مه هبره وی -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که چيري تاسوته ښه،نيکي او يابريا ورسيږي،نودوی خفه کيږي،اوکه تاسوته يوه بدي او ناکامي ورسيږي نودوی خوشحاله کيږي، که چيري تاسو ددوی په دغه تنګ نظري باندې صبر وکړی او دالله څخه ووريږی هرګزبه ددوی مکر او فريب تاسوته ضررنه رسوي،دالله علم په هغه څه باندې چې دوی يې کوي محيط دی.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا ۖ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ (120) ال عمران
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ویل کیږي چې پخوازمانه کې یوچا اوښ خرڅ کړ ،مشتري اوښ مسلخ ته بوتلی چې ذبح یې کړي خو اوښ مسلخ ته له ننوتو ډډه وکړه، څومره خلکو چې کوشش وکړ ونتوانیدل چې اوښ مسلخ ته دننه کړي.
یو ماهر سړي ورته وویل: سابقه مالک یې راوغواړی کیدای هغه یې په چل پوهیږي؟ کله چې پخوانی څښتن د اوښ اوساریې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ونیوی، اوښ عادي روان سو،دذبح ترځایه ورسره ولاړی
خوبائع ددې حالت په لیدو سره پښیمانه سو، پیسي یې بیرته مشتري ته ورکړي او ویې ویل: زه نه غواړم چې هغه څوک دې ذبح سي چې په مایې دا باوروکړ چې دمرګ ترځایه زما په اعتماد بې تردده ولاړسي
عبرت
چې چادرباندې اعتماد وکړ دهغه سره خیانت مکوه!
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وحدت دمسلمانانو ورکه
دکوم وقت نه چې دمسلمانانو وحدت ټکنۍ. سوی دهم هغه وقت نه دمسلمانانو زوال پیل سوی دی.
کله چې عباسیانو په بغداد او شام کې، عبیدیینو په مصر او عمویانو په اندلس کې ځآنځاني حکومتونه جوړکړه، مسلمانان دتعرضي حالت نه دفاعي موقف غوره کړ، چې اوس دهغه نه هم عاجزدي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
امن او ثبات دالله هغه نعمت دی چې د ژوند ټول تا رونه ورسره تړلي دي، امن دهرچا په ګټه دی، امن دهرچا لپاره اړین دی دامن اقامه دترقی پرمختګ ترټولو لوی عنصر دی، په ټول کې امن لکه مشاع پټی مشترک دی او ساتل یې دټولو مسؤلیت دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پرغزي باندې د اسرائیلو دغیري انساني وحشت په وړاندې داسلامي هیوادونو چوپتیا اسرئیلوته دا جرئت ورکړ چې داسلامي نړۍ نور هیوادونه په نښه کړي، نن قطر، پروند ایران، لبنان، سوریه، یمن اوسبانور… داسلامي نړۍ ځانځاني او په امریکا دعربي نړی اتکاء به لانور د اسرائیلو وحشت ته لار هواره کړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
كله چې عمرابن عبدالعزیز رض دمرګ پر بستر پروت وو مسلمة ابن عبدالملک ورغي، دده قمیص ډیر خیرن وو. مسلمة خپل خور فاطمة دامیرالؤمنین میرمن ته وویل: چې دامیرالمؤمنین کالي ولي نه بدلوي نه ګوري چې څومره خراب دي؟
دفاطمي سترګي د اوښکو ډکي سوي ویل: امیرالمؤمنین بله جوړه نلري.
تاریخ الخلفاء -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عمر رضي الله عنه چې به کله یوځای ته مسؤل لیږی، نو دا لاندې شرطونه به یې ور باندې ایښودل
۱- پر ښه آس به نه سپریږي.
۲- تر نورو خلکو به غوره خواړه نه خوري.
۳- ترنورو خلکو به قیمتي او نرم کالي نه اغوندې.
۴- دمراجعینو په وړاندې به خپلي دروازي نه تړي.
او که دې ددغو شرائطو څخه
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سرغړونه وکړه نو تاخپل ځان دسزا مستحق وګرځاوه.
عن عاصم أنِّ عمر بن الخطاب رضي الله عنه كان إذا بعث عماله شرط عليهم أن لا تركبوا بِرْذوناً، ولا تأكلوا نقيّاً، ولا تلبسوا رقيقاً، ولا تغلقوا أبوابكم دون حوائج الناس، فإن فعلتم شيئاً من ذلك فقد حلّت بكم العقوبة.
أخرج البيهقي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
براء رضي الله عنه وایې:
رسول الله ﷺ وجهاً ترټولو ښکلی او اخلاق یې ترټولو خلکو غوره او ښه وه، قامت یې میانه وه نه ډیر دنګ اونه ډیر ټیټ وو.
عن البراء بن عازب، قال :
كان رسول الله ﷺ أحسن الناس وجهاً، وأحسنهم خلقا ليس بالطويل البائن، ولا بالقصير.
متفق عليه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله دې رحم وکړي اوس بیاسخته زلزله وه رب دې ټولو سیموته خیرکړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د کونړ د زلزلې د تلفاتو تازه معلومات:
د کونړ په نورګل ولسوالۍ مزار درې د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې، او ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو ساحو کې تر دې دمه په ويجاړو شويو کورونو کي د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې د سلګونو شهيدانو جسدونه را ايستل شوي دي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې له دې سره د ټولو شهيدانو ارقام (۲۲۰۵) ته او د زخميانو ارقام (۳۶۴۰) ته پورته شوی.
هنوز هم دژغورني عملیات دوام لري.
الله دې ټولو ژغورونکو او هیوادوالو او نورو خیریه جهتونو ته اجر ورکړي چې په هر ډکرکې یې دوس مطابق همکاري کړي وي، لا د هم نورو همکاریو په هیله.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سفیان ابن عیینة روایت کوي چې حضرت عمر رضی الله عنه به ویل: ماته ترټولو ګران اومحبوب انسان هغه څوک دی چې ماته زما عیبونه را په ګوته کړي.
الطبقات -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
إحصائيات الخسائر وتفاصيل المساعدات في ولاية كونَر جراء الزلزال:
حتى الآن، بلغ عدد الشهداء 1457، وعدد الجرحى 3394.
أما المنازل المدمّرة في المناطق المتضررة فقد وصل عددها إلى 6782 منزلاً.
ذبيح الله مجاهد
حسبنا الله ونعم الوكيل
په ختیزو سیمو کې دزلزلي دخساري ارقام خواشنونکې دي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په کنړ او مشرقي ولایتونوکې چې دسختي زلزلي له کبله زموږ ډیر هیوادوال شهیدان سوې او زخمیان سوې دخواشیني خبر دی، الله ج دې دشهیدانو مغفرت نصیب کړي، زخمیانو ته دې الله عاجله شفاء ورکړي او ټولو قریبانو ته یې دالله له درباره داجر عظیم او صبر جمیل دعا کوو.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په دې هیله چې شتمن هیوادوال، دولتي او غیردولتي مؤسسات یې مرستي ته ور ودانګي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله چې ابن ملجم حضرت علي رضی الله عنه په توره ووهه سخت زخمي سو چې بیا دهغه زخمه شهید هم سو، حسن رض ورته راغلي ژړل یې، حضرت علي رض ورته وویل: زویه مه ژاړه خو دا څلور بعده څلور وصیته مي درسره حفظ کړه،
اول څلور- په دنیاکې ترټولو ښه شتني عقل دی،
۲ ترټولو بیکاره فقر بې عقلي ده،
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
۳ ترټولو وحشتي ژوند دځان عجب اوتکبر دی ، ۴ ترټولو ښه اکرام اوسخا ښه اخلاق دی.
دویم. څلور. ۱ دبې عقل او احمق سره ملګرتیا مه کوه که څه هم هغه به تاته دښو اراده ولري خو شر درته رسوي،
۲ د درواغژن سره دوستي مه کوه ځکه دده نزدیکت به ستاڅخه مخلص او نژ دې دوستان لیري کړي.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
۳ دبخیل انسان سره انډیوالي مه کوه ځکه دی به تا خلکوته ستاترحقیقت ډیرمحتاجه ور وپیژني.
او ۴ دفاجر انسان سره مه کښینه چې هغه به تا په ټولنه کې ډیر بې ارزښته کړي او ډیر ارزانه به دې وپلوري.
تاریخ دمشق عن عقبة ابن الصهباء
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په ژوندکې ترټولو اړین کار دحلال رزق برابره ول دي، که رزق حلال وي کور به دخوشالو ډک وي، او لاد به دې صالحان او مطیع وي، دعا او عبادت به دې ارزښت ولري او په مال کې به دې برکت وي ولو که لږ هم وي
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دغزي دمظلومو او بې اسري مؤمنانو نصرت دې الله جل جلاله په خپلو فوځونو سره وکړي، نور خویې د۵۷ اسلامي هیوادونو څخه هیله قطع سویده، هیڅوک حتي هغه اخلاقي مسؤلیت هم نسي اداء کولای.
اللهم انصر هم بنصر ك العزيز -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ابن أبي مليكة روایت کوې چې ابوبکر الصدیق رض پر اوښه سپور وو پلاس کې یې مهر وو چې دلاسه یې ولویدی، هغه وښه چوکه کړه او مهر یې راواخستۍ، په ملګرو کې چاورته وویل ای دالله دسول ﷺ خلیفه موږته به دې ویلي وای چې درکړی مو وای ولي دې دومره تکلیف وکړ؟ هغه په ځواب کې وویل:
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ماته خپل حبیب ﷺ ویلي وه چې دخلکوبه څه نه غواړي.
رواه احمد فی الثقات
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپاکستان وروستي بریدونه دهیواد په شرقي ولایتونوکې چې زموږ هیواد وال پکښي متضرر سوې دي، دهیواد په حریم بې شرمانه تیری او ظالمانه عمل دی، پاکستان په خپلو سازشي موخو کې درسوایۍ او ناکامۍ سره مخ دی اوس غواړي چې دنړی پام په درواغو او دسیسو ځان ته ور واړه وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
جبیر ابن مطعم رضی الله عنه وایې!
یوه ښځه رسول الله ﷺ ته دڅه شي غوښتلو ته راغله، رسول الله ﷺ ورته وویل: چې وروسته مراجعه وکړه!
ښځي ورته وویل: که زه بل ځل راغلم او ته نه وي؟ قصدیې درسول الله ﷺ وفات وو.
رسول الله ﷺ ورته وویل: بیا ابوبکر رض ته ورسه.
متفق علیه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ربیعة الأسلمي رضی الله عنه وایې!
زما او دابوبکر الصدیق رضی الله عنه تر منځ څه خبره راغله ابوبکر رض په غصه سو ماته یې تیزه خبره وکړه، خو ژر بیرته پښیمانه سو، بیایې زما څخه غوښتنه وکړه چې ماته به دخلکو په وړاندې کټ مټ الفاظ وایې تر څو زما څخه دتیزو خبرو بدله واخلي؟
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مګر ما انکار وکړ چې ده ته هغسي الفاظ ووایم ځکه هغه د رسول الله ﷺ دوست او ملګری وو.
خو هغه رسول الله ﷺ ته زما شکایت وکړ، ماته رسول الله ﷺ وویل: چې ستا او دصدیق تر منځ څه چل دی؟ ماورته ټول قصه وکړه، او ورته ومې ویل: یارسو ل الله ﷺ
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زه پوهیږم که ابوبکر خفه سي رسول الله ﷺ خفه کیږي، که رسول الله ﷺ خفه سي الله خفه کیږي، بیاخو ربیعة هلاک سو، نو ځکه زه هغه ته داسي الفاظ نسم ویلای! رسول الله ﷺ ماته وویل: هو داالفاظ مه ورته وایه! داسي ورته ووایه چې غفرالله لک یا ابابکر.
الله دې بخښنه درته وکړي.
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مؤمن دبل مؤمن لپاره هنداره ده، چې دده دمخ عیب ورته ښکاره کوې، که دې په دې هنداره کې خپل عیب ولیدۍ غصه کیږه مه ، چې دهنداري دماتیدو هڅه وکړي، بلکه نوره هم هنداره صفاکه، چې دسبا عیب دې ښه درته وښه یې.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددوست اوملګري جوړیده ډیروخت نیسي اوپه ډیر لوړ قیمت تمامیږي خو دلاسه ورکول یې اسانه او دڅو ثانیو خبره ده، هڅه وکه چې قیمتي او دډیر وخت پانګونه په لاابالی ضائع نکړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د دوو جهادونو دمقاومت مرکز زړه راښکونکې دتوري بوري ښائسته دره.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ازري ولسوالۍ دمنګل ښکلي دره چې بهترینه یخه پاکه او خوږه هوا لري، که لاره یې په اساسي ډول ورغول سي، دسیمي داوسیدونکو به ستونزي حل سي او دسیاحت لپاره ډیر مناسب او ښائسته منظر لري.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د ازري ولسوالۍ دمنګل ښکلي دره چې بهترینه یخه پاکه او خوږه هوا لري، که لاره یې په اساسي ډول ورغول سي دسیاحت لپاره ډیر مناسب او ښائسته منظر لري.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
youtu.be/z594k6WqzVk
داسد ۲۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دزمري ۲۴ به دافغانستان په تاریخ کې دهغو سر زورو، مغرورو اشرګڼو یاد ساتي چې په ډیر غرور راغلي وه او دذلت سره یوځای ووتل، دا ورځ دې دخپلواکۍ مینوالو ته مبارک وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺفرمائي: هوښيارانسان هغه دی چې خپل ځان وپيژني، يادخپل ځان سره محاسبه لري اودخپل دائمي ژوند لپاره چې آخرت دی کارکوي، عاجز اوناپوه انسان هغه دی، چې خپل ځان يې دنفس اوهوا تابع کړی وی،اوبيله توبي اوعذره دالله څخه دښه مستقبل هيله لري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ أبي يَعْلَى شَدَّادِ بْن أَوْسٍ عن النَّبيّ ﷺ قَالَ: الكَيِّس مَنْ دَانَ نَفْسَهُ، وَعَمِلَ لِما بَعْدَ الْموْتِ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَه هَواهَا، وتمَنَّى عَلَى اللَّهِ
رواه التِّرْمِذيُّ وقالَ: حديثٌ حَسَنٌ
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دبند امیر خوږي اوبه او نرمه هوا
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
امام غزالي رح دانسان دنفس تعریف داسي کوي!
چې کله موړسي غافله او مغرور سي، چې کله وږی سي بې صبره او لیونی سي، چې کله په نعمتو او شهواتوکې سي چارپایه اوبې عقل سي، چې کله په غضب کې سي درنده سي،.چې مالداره سي قارون سي اوچې کله قدرت مند سي بیا فرعون سي.
نو دنفسي غریزو سره محتاط اوسی. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دتخلیق دلوی کتابه که خبرسي
په تفصیل دفصل وبابه خبرسي
دتدقیق او دتحقیق سترګې بناکړي
دسوالونو دجوابه که خبرسي
امانت هره لمحه په ژوندانه کې
دراتلونکې دحسابه که خبرسي
دغفلت او دعبث په معناپوی سه
له خطا او له ثوابه که خبرسي
دمسؤل مسؤلیت ځانته راجع کړي
د ورتللو له ایابه که خبرسي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مکافات او مجازات سره یوځای کړي
له وصول اوله عقابه که خبرسي
که بیلانس دژوندون ولري په ژوندکې
دناکام او دکامیابه که خبرسي
بیابه تل ضعیف سکوت په خیربولي
دمغرورو له عذابه که خبرسي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله جل جلاله انسانان نیکو کارونو ته ور بولي اوشيطان انسانان بدو کارونو ته وربولي هغه کسان چې له بدو کارونو څخه ډډه او د نیکو کارونو پلوي کوي دا د الله ډله ده اوهغه کسان چې له نیکو کارونو څخه ډډه او د بدو کارونو پلوي کوي دادشيطان ډله ده.
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله د دواړو ډلو په هکله وايې چې د الله ډله به نجات مومي او د شيطان ډله په تاوان کې ده.
أَلا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (٢٢
أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ ١٩ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبيبي صل الله عليه وسلم فرمايې: دمړي سره ترقبرپوري دري واړه، قريبان، مال اوعمل درومي، قريبان اومال بيرته ځيني راستنيږي،يوازي عمل ورسره پاته کيږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أَنَس بْن مَالِكٍ ، قال: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( يَتْبَعُ المَيِّتَ ثَلاَثَةٌ ، فَيَرْجِعُ اثْنَانِ وَيَبْقَى مَعَهُ وَاحِدٌ : يَتْبَعُهُ أَهْلُهُ وَمَالُهُ وَعَمَلُهُ ، فَيَرْجِعُ أَهْلُهُ وَمَالُهُ وَيَبْقَى عَمَلُهُ )
متفق عليه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هيڅ انسام پرته دانبياء عليهم الصلاة والسلام په شخصي ژوند کې معصوم اودعيبه خالي نه وي،نوکه غواړي چې الله جل جلاله ستا پرتيروتنو اوعيبونوپرده واچوي! دبل عيبونه مه لټوه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
له رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ څخه پوښتنه وسوه چې کوم عمل الله تعالی ته ډېر خوښ دی؟ هغه وفرمایل چې لمونځ په خپل وخت کول.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایي: دری خویونه دي چې د مسلمان زړه اصلاح کوي او له خیانت و شر نه یې پاکوي
په عمل کې د الله لپاره اخلاص
مسلمانو واکمنو ته نصیحت او خیر غوښتنه
د مسلمانانو په ډله کې اوسیدل
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبد الله بن مسعود عن النبي ﷺ قال: ثلاث لا يغل عليهن قلب مسلم: إخلاص العمل لله، ومناصحة أئمة المسلمين، ولزوم جماعتهم.
رواه الترمذي وابن ماجه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دناپوه مخلص مشاور داخلاص مشوره هم کله کله دومره غیر شعوري خرابي او تخریب کوي چې شعوري دښمن یې په دښمنی کې نسي کولای، لهذا دهرچامشوره دهغه دعلم او پوهي مطابق په خپل حد کې پکار ده .
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دحكمت او عقل فلسفه دټولو مؤمنانو ورکه ده کڅوک په علم ،تحقیق او لټون ورته ورسیدی نو دا به دمؤمنانو لمړی دپرمختګ قدم وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دڅلور سوه اتیا ملیونه عربو، تر یو ملیارد ډیرو مسلمانانو په وړاندې، دغزي دوه ملیونه مظلومان دسهیونستانو دحصار له کبله دلوږي مري، چیغو او فریادونو یې دهر فرد دغوږ پرده وټکوله، خو بیاهم خوبه وړي او وهن القلوب حاکمان دغفلت له خوبه بیدار نسوه.
یاالله ته یې حفاظت وکه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
داستالف له تخته دشمالي ښائسته منظز
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انا لله وانا الیه راجعون
مطیع الله (تراب) صاحب یوحقیقي، دقیق، جرئ او رښتونۍ شاعر وو الله دې نوۍ سفر ورته اسانه کړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دانیمګړتیا وي دژوند په هرمفـــــــــهوم سته
په تاکې هم سته اشـــــنا په ماکې هم ســــته
یوازي رب لایــــــــــــزال له عیـــــبوپاک دي
چې مقتدره مطللق څښـــــــــــتن دواک دی
دادنیایې سمبالښــــت لره قـــــیوم ســــــته
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څوک به معروف ته درومي څوک به منکرکړي
څوک به ددین لذت وړي څـــوک بې ټکر کړي
ډیري ښیګړي لري هم یې مـــذمــــــوم سته
څوک به عالم جوړیږي څوک به جاهــــل وي
څوک به محبت خپره وي څوک به حــائل وي
هم په حجاب کې پټ دي او هم معلوم سته
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څوک په رندي چلیږي څوک به صـــــادق وي
څوک به رښتونی مومي څوک منافـــــــق وي
څوک به رشتیامؤمن وي دچاتـــــش نوم سته
ضعیف دژوند تجـــــــــــربه لري اشـــــنایه
په خــــوی خاصیت ســــــــړی پیژني دورايه
صدق په زړه کې مي تل لکه ماشــــــــوم سته
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دعقل او حکمت تقاضا
مه دځان په وړاندې بل مجبوره کوه او مه ځان دبل په وړاندې دمجبوری حد ته رسوه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زینب بنت جحش ام المؤمنین درسول الله ﷺڅخه پوښتنه کوي چې موږ به دالله په عذاب هلاک کیږو په داسي حال کې چې په موږ کې صالحان خلک ژوند کوي؟ رسول الله ﷺ ورته وایې: وو چې کله خبث او بد ډیر سي.
قالت : فقلت : يا رسول الله ، أنهلك وفينا الصالحون ؟قال : " نعم ، إذا كثر الخبث.
متفق علیه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پوهیږې چې غیبت څه ته وایې؟
ملګرو ورته وویل: چې الله او رسول ښه پوهیږي:
رسول الله ﷺ ورته وویل : غیبت دادی چې ته دیو ورورخبره یا بد صفت بیانوې او هغه په دغه خبره خفه کیږي.
بیا پوښتنه وسوه که څوک د ورورهغه بد صفت بیانه وي چې په هغه کې وي؟
رسول الله ﷺ وویل همداغیبت دی،
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که په هغه کې دغه صفت نه وي بیا خو بهتان دی.
نوټ- بهتان په یوچابد تور لګولو ته وایې، افک دعزت بدتور ته وایې او غیبت دچا بد صفت بیانولو ته وایې: چې افک لویه درجه او غیبت یې کمه درجه ده.
والله اعلم
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال أتدرون ما الغيبة قالوا الله ورسوله أعلم قال ذكرك أخاك بما يكره قيل أفرأيت إن كان في أخي ما أقول قال إن كان فيه ما تقول فقد اغتبته وإن لم يكن فيه فقد بهته.
صحیح مسلم
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺفرمائي: هوښيارانسان هغه دی چې خپل ځان وپيژني، يادخپل ځان سره محاسبه لري اودخپل دائمي ژوند لپاره چې آخرت دی کارکوي، عاجز اوناپوه انسان هغه دی، چې خپل ځان يې دنفس اوهوا تابع کړی وی،اوبيله توبي اوعذره دالله څخه دښه مستقبل هيله لري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ أبي يَعْلَى شَدَّادِ بْن أَوْسٍ عن النَّبيّ ﷺ قَالَ: الكَيِّس مَنْ دَانَ نَفْسَهُ، وَعَمِلَ لِما بَعْدَ الْموْتِ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَه هَواهَا، وتمَنَّى عَلَى اللَّهِ
رواه التِّرْمِذيُّ وقالَ: حديثٌ حَسَنٌ،
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اعتماد او باور دانسان هغه جوهر دی که مات سي بيانه رغول کيږي، باور په څلورو شيانو سره ماتيږي.
درواغ ويل
دوکه او فريب کول
دوعدي نه پوره کول
په امانت کې خيانت کول
باور دانسان ترټولو لويه شتمني ده، بايدچې دلاسه يې ورنکړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه انسان هیڅ وخت خپل کور او ژوند نسي جوړولای چې دبل په تمه ژوند کوي چې یابه راسره مرسته وکړي اویابه مي لاس نیوی وکړي، ژوند اوکور په خپلومټو او خپل اقدام جوړیږي، هڅه وکه چې دچاپه تمه ژوند عبث نکړي اول فکر ،دویم اقدام او دریم په الله توکل وکه، کارونه به دې خپله سم سي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حقیقي مرګ!
ابن الجوزي رحمه الله فرمايي: مړ یوازي هغه نه دی چې روح يې له غاړې له کالبوت ووزيي، بلکې مړ ی هغه انسان دی چې په دې نه پوهېږي چې د هغه رب پرهغه باندې څه حق لري.
تذکرهٔ الاولیاء -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که ایران دامریکا په وړاندې دانتقامي حملي ډډه وکړي، معنابه یې داوي چې جنګ نور اخري نقطي ته رسیدلی دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
امریکا هم داسرائیلو سره په ښکاره دایران پر اټومي تأسیساتو حمله کړیده، په حقیقت کې اسرائیل په منځني ختیځ کې دامریکا نظامي اډه ده چې هره کړنه یې دهغوی سره په هماهنګی تر سره کیږي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عزت دانسانیت غیري استثنائي تقاضاده، وروره که دغه هدف حاصلول او په رښتیاعزت غواړي نو الله ته نژدي سه، هرهغه کړنه چې تا دالله څخه لیري کوي ستادعزت زوال او دذلت پیل کیږي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
يو مؤمن انسان چې مړسي ددنيا دمصائبو اوستونزو څخه بيغمه سي، اويو بيکاره سړی چې مړسي انسانان، ښارونه، وني او حيوانان ورڅخه بيغمه سي.
صحيح بخاري -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې له ژبي ســره زړه مـــــلګری نسي
له ایمان ســـره به ښه مــلګری نسي
حماسي ژغــــونه مه غـواړه خاموشه
دنرمی سره میـــرڅه مــــلګری نسي
په عمـــل کې چې ثابت نسـي ملګري
تش په خوله او په نامه ملــګری نسي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددښـــــمن په خوله باور مـــکوه یاره
درمي سره لیوه مـــــــــــلګری نسي
دطوطیانو سیل ته زاغ مناسب نه دی
دبلبــل سره کارغه مــــــــلګری نسي
ضعیف ګوري دنفاق دوه مخي یارته
چې له ما سـره بې څه مــلګری نسي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زموږ دکلي اختر
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دنیکمرغه لوی اختر درارســیدو له کبله ټولو هیواد والو ته دزړه له تله مبارکي وایم ا
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انس رضی الله عنه وایې: چي رسول الله ﷺ دوه سپین رنګه، ښکر لرونکي پوسونه قرباني کړل، هغه دواړه یې په خپله لاس ذبح کړل، د الله نوم او تکبیر یې پر ووایه، او خپله پښه یې د هغوی پر غاړه ایښې وه.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أنس بن مالك وبه قال: ضحى النبي -صلى الله عليه وسلم- بكبشين أملحين أقرنين، ذبَحهما بيده وسمى وكبَّر، ووضع رجله على صفاحهما، قال رحمه الله: الأملح الأغبر، وهو الذي فيه سواد وبياض.
صحیح مسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې په یو سرکې مخونه دري څـــلور سي
یاڅــــلور ژبي په یو تالـــــوکې سټورسي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمومن داوصافو څخه یو صفت دادی چې دبل مؤمن لپاره به هغه څه خوښه وي چې ځانته یې خوښه وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هرانسان ددرو ډیرو نابلده اووحشتناک ځایونوسره حتما مخامخ کیږي اول داچې ماشوم دموردخيټي څخه دنیاته راځي دغه انسان ته هرڅه نابلده اونادروي،دویم چې کله مړسي اوقبرته ورداخیلیږي هغه دخورانابلده کسانوسره چې دخدای پرشتي اودقبروحشت دی مخامخ کیږي، دریم چې کله دمرګ وروسته بیرته دحشر۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اوحساب لپاره پاڅیږي
هلته هم دخورانابلده حالت اولوی وحشت سره مخامخ کیږ ي ،دادري دانسان لپاره دهغه دسرنوشت مرحلي دي چې يوه تيره اونوري خامخاراتلونکي دي اویوه یې تربلي هم ډیره سخته ده نوانسان ته په کاردي چې داولي مرحلي وروسته نورو دوو دوحشت اوتنهایی مرحلوته پوره امادګي ونسي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
امن او ثبات دالله هغه نعمت دی چې د ژوند ټول تا رونه ورسره تړلي دي، امن دهرچا په ګټه دی، امن دهرچا لپاره اړین دی ، دامن اقامه دترقی پرمختګ ترټولو لوی عنصر دی، په ټول کې امن لکه مشاع پټی مشترک دی او ساتل یې دټولو مسؤ لیت دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې کله سهار سي دانسان ټول اندامونه وژبي ته په عجز او زاری سره وایې چې زموږ په حق دالله څخه وبیریږه که ته سیده او سمه سوي موږ به ټوله سیده کیږو اوکه ته دحق دلاري کږه سوي موږ به ټول کږیږو .
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه
عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «إذا أصْبَح ابن آدَم، فإن الأعضاء كلَّها تَكْفُرُ اللِّسان،تقول: اتَّقِ الله فِينَا، فإنَّما نحن بِك؛ فإن اسْتَقَمْتَ اسْتَقَمْنَا، وإن اعْوَجَجْت اعْوَجَجْنَا».
رواه الترمذي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ګــــمان مکوه چــــې حـــرص بـــه دې صـابر سي
تـــر څـــو ســـتا جسد پــه خـاورو کې اسير سي
لايزالـــــه دنـــــيا نــــه ده نـــه ژونـدون ســـته
لــــنډ مهلــت د ابـــــتلا تــــير پـــــه توپيــــــر سي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ابن جوزي رحمة الله عليه وايې: دالله عبادت اواطاعت که څومره په مشقت سره هم وکړي نو سختي يې ځي اوثواب يې باقي پاته کيږي.
ګناه اوبې اطاعتي چې څومره په لذت،شهوت،راحت اوخوندسره وکړي نوداټوله ځي،عذاب،عقاب اوحساب يې باقي پاته کيږي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ګیله نه کــــومه له یاره له اغـــــــیاره
دقسمت په ورکړه خـــوښ یم له باداره -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نبي کریم صلی الله علیه فرمایي: په خپل منځي مینې مودت، ترحم زړه سوي، او عاطفې لورونې کي مۇمنان د یوه جسد په شان دي، چه کله ددې جسد یو اندام په زحمت سي نور ټول جسد ورسره شپه روڼوي او ور سره یې تبه سي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى
متفق علیه
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى
متفق علیه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایې:
چاچې دالله رضا دخلکو په غصه اوغضب ولټول نو الله به هم راضي اوخلک به هم ځيني راضي سي
اوچاچې دبندګانو رضادالله په غضب کې ولټول هم به الله اوهم به بندګان ورڅخه ناراضه کړ ي.
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أم المؤمنين عائشه رضي الله عنها عن النبي صلّى الله عليه وسلم
من التمس رِضا اللهِ بسخَطِ الناسِ ؛ رضِيَ اللهُ عنه ، وأرْضى عنه الناسَ ، ومن التَمس رضا الناسِ بسخَطِ اللهِ ، سخِط اللهُ عليه ، وأسخَط عليه الناسَ
رواه الترمذي
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو الله ﷺ وايې زماهرامتي به وجنت ته داخيلږي مګرهغه کس به نه داخليږي چې خپله دداخليدوڅخه انکاروکړي، پوښتنه وسوه ،چې څوک به دجنت څخه انکارکوي يارسول الله؟ رسول الله ﷺ وويل: څوک چې زمااطاعت وکړي جنت ته به داخل سي اوڅوک چې انکاروکړي ګواکي خپله يې دجنت له داخليدوڅخه يې انکاروکړ.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن ابي هریرة عن النبي ﷺ قال:
كُلُّ أُمَّتي يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ إِلَّا مَن أَبَى، قالوا: يا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَن يَأْبَى؟ قالَ: مَن أَطَاعَنِي دَخَلَ الجَنَّةَ، وَمَن عَصَانِي فقَدْ أَبَى.
رواه بخاري
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بیریږم بلکه یقین لرم چې دغزي دمؤمنانو مظلومیت او د وینو سره ګډي اوښکې کرږي او چیغي به داسلامي نړی په ځانګړي توګه دعربي نړۍ بې حسه واکمنانو ته دالله په طوفاني عذاب بدلیږي چې بیا به وچ او لانده ټول پکښي سوزي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په غزة کې دسهیونستانو جرائمو، دښځو، ماشومانو، ژورنالستانو، طبي کارکنانو، سپینژیرو او عامو مسلمانانو قتل عام داثابته کړه، چې دامریکا اومتحدینو دبشر دحقونو دعوی یوه درواغجنه داعیة او سیاسي وسله ده چې تل یې دمسلمانو په وړاندې دقوې اصلحي په توګه کارولي ده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زمانه کــــــې بدي نســـــته بدي ټول دانــــسانانو
که قتلونه که غارت کړي که حق خوري دمظلومانو
که مکرونه چلبازی دی تعصـــب که عــــداوت دی
که غيبت که نمامت دی که تهــــمت پرمـــــؤمنانو -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انتقاد دوه ډوله کیږي، اول داصلاح لپاره دویم دحقد اود یوچا دبدنامی لپاره،اول انتقاد هم ګټه ، تاثیر اوهم ثواب لري، په دویم انتقاد کې نه ګټه وي اونه ثواب بلکه نورهم حقد اوحسد زیږه وي، سالم انتقاد دټولني په ګټه دی، په چارو کې ښه والی راځي او مسؤلین خپلو دندو ته متوجه کوي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الحمد لله تر احسان میني پوري کانګریټي څړک پرانستل سو.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپنجشیر ښکلی موسم او قیمتي اوبه چې هره لپه یې دسرو زرو غوندې ارزښت لري.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دغزي سره دې الله مرسته وکړي یوازي دالله نصرت ته پاته ده
رب العلمین دې په خپل فوجونو ورسره مرسته وکړي.
پر غزي قیامت دی خو مسلمانان همداسي ورته ګوري. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
لږ په سترګو د رښتیا وګوره ځانته
په نظر دیو بنا وګوره ځانته
په عیبونو دي دحق کتنه وکړه
په دې ډول دقضا وګوره ځانته
دماضي حال مستقبل قیاس ته ورسه
په عینکو دبل چا وګوره ځانته
دخلقت او د ورتګ تحقیق دې وکړه
په حکمت کې دالله وګوره ځانته
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فلسفه د ژوندون وګوره ضعیفه
په کفن کې دسبا وګوره ځانته
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دوی غواړي چې دالله ددین ډیوه په خپلو بدو اوددرواغو په خبرو سره خاموشه کړي، مګرالله وعده کړي ،چې ددې دين نور رڼابه په پوره ډول خپره وي، که څه هم کفاریې بده ګڼي.
(يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که غواړي چې ټولنه اصلاح کړي نو پيل دي له ځانه وکړه، دځان اصلاح دټولني اصلاح ته لاره هواره وي .
عربي مقوله ده
الناس علی دين ملوکهم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺفرمائي: هوښيارانسان هغه دی چې خپل ځان وپيژني، يادخپل ځان سره محاسبه ولري او دخپل دائمي ژوند لپاره چې آخرت دی کارکوي، اوعاجز او ناپوه انسان هغه دی، چې خپل ځان يې دنفس او هوا تابع کړی وی،اوبيله توبي اوعذره دالله څخه دښه مستقبل هيله لري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ أبي يَعْلَى شَدَّادِ بْن أَوْسٍ عن النَّبيّ ﷺ قَالَ: الكَيِّس مَنْ دَانَ نَفْسَهُ، وَعَمِلَ لِما بَعْدَ الْموْتِ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَه هَواهَا، وتمَنَّى عَلَى اللَّهِ رواه التِّرْمِذيُّ وقالَ: حديثٌ حَسَنٌ،
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نبي کریم صلی الله علیه فرمایي: په خپل منځي مینې مودت، ترحم زړه سوي، او عاطفې لورونې کي مۇمنان د یوه جسد په شان دي،( هغه داسي چه کله ) ددې جسد یو اندام په زحمت سي نور ټول جسد ورسره شپه روڼوي او ور سره یې تبه سي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى
ومسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ځان دومره مهم مه ګڼه چې فکر وکړي د نورو سوکالي او ژوند ترتا پوري تړلی دی، که ته نه یې ګواکې هرڅه به خراب سي، ځکه چې همدافکر دتکبر او عالیتوب انتهاء ده،هربنده دالله تر تقدیر لاندې ژوندکوي، چې ماضي ته نه وي ژوند هم داسي روان وو چې بیا ته نه وي دنیا په تا نه ورانیږي، دخپل ځان غم کوه
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څومره چې دي رتبه غټیږي په هغه اندازه دې دالله او دهغه دبندګانو په وړاندې مسؤلیت درنیږي،که غواړي چې لویې چاري په سمه طریقه سمبال کړي لږکار،مهم کار په پوره پلان اوغور سره ترسره کوه، په نورمال کارونو کې په نورو ملګرو بر وسه وساته.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمؤمنانو لپاره خیر غوښتنه دایمان نښه ده
رسول الله ﷺ فرمایې تر هغه انسان دکامل ایمان څښتن نسي جوړیدلای تر څو بل مؤمن ورور ته هغه څه غوره نکړي کوم چې ځانته یې غوره ګڼي.
عن أنس بن مالك خادم رسول الله ﷺ أن النبي ﷺ قال لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه
متفق علیه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دحق خبره په قناعت سره خاموشه که، هڅه مکوه چې بې قناعته څوک ساکت کړي، ولي چې ډیر ځله دځینو خلکو سکوت تر خبرو ډیر خطرناکه وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
واقسطوا
تاسو ددوو متخاصمو ډلو په منځ کې انصاف کوی، مورد یې خاص، خوحکم یې عام دی یعني تاسو دهرچاپه اړه دانصاف اوعدل پریکړه کوي
دادومره درنه کلیمه ده که هرهغه ذې شعوره حیوان ته وویل سي چې دالله پرانصاف عقیده لري چې داواک بین الأثنین واخله واقسط بینهما نو انکاربه وکړي
احتیاط -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سیدګل ورور مي خپل ټاټوبي ته تر راستنیدو وروسته په دې وړه،زړه خیمه کې هم خوشحاله دی.
This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عائشه رضی الله عنها وایې چې دیهودو یو وفد درسول الله ﷺ دملاقات غوښتنه وکړه،کله چې راغله دسلام په ځای السام علیکم ووایه یعني په تاسو دې مرګ وي، ما په ځواب کې السام علیکم واللعنة وویل یعني پرتاسودې مرګ او لعنت دواړه وي، رسول الله ﷺ ماته وویل: ای عائشي دالله یوصفت رفق دی رب په
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ټولو امورو کې نرمي خوښوي!
ماورته وویل تانه وانه وریدل چې دوی څه وویل؟ رسول الله ﷺ وویل خو ماورته وویل چې وعلیکم یعني ددوی ځواب مي ددوی په الفاظو په نرمی سره ورکړ.
دَخَلَ رَهْطٌ مِنَ اليَهُودِ علَى رَسولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ فَقالوا: السَّامُ عَلَيْكَ،
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
، فَفَهِمْتُهَا فَقُلتُ: عَلَيْكُمُ السَّامُ واللَّعْنَةُ، فَقَالَ رَسولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ: مَهْلًا يا عَائِشَةُ، فإنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الرِّفْقَ في الأمْرِ كُلِّهِ فَقُلتُ: يا رَسولَ اللَّهِ، أوَلَمْ تَسْمَعْ ما قالوا؟ قَالَ فقَدْ قُلتُ: وعلَيْكُم
رواه البخاري
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دهندوانو او پنجابیانو ترمنځ سیاسي جګړه ده، کوم مذهبي اړخ نلري، پنجاب به هڅه وکړي چې پښتانه دجهاد په نامه دهند په وړاندې جنګ ته تشویق کړي، پښتانه بایدځانونه او اولادونه ددې لوبي وباسي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په ژوندکې ترټولو اړین کار دحلال رزق برابره ول دي، که رزق حلال وي کور به دې دخوښیو ډک وي، او لادونه به دې صالحان او مطیع وي، دعا او عبادت به دې ارزښت ولري او په مال کې به دې برکت وي ولو که لږ هم وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هره خبره او کړنه ترکولو مخکې کې یا خپله او یا دچا په مشوره کره کوه، ترخبرو یاعمل وروسته پښیماني شخصیت ته صدمه رسوي او ګټه هم نکوي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکابل ښکلی موسم
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺ وايې : دوږخ په نفسي شهواتو کې پټ دی او جنت په تکلفونو کې پټ دی .
عَنْ أبي هُريرةَ - رضي اللهُ عنه - أنَّ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ قال: حُجِبتِ النَّارُ بالشَّهواتِ وحُجِبَتِ الجنَّةُ بالمكَارِهِ. متفق عليه.
اللهم صل علی سیدنامحمد النبي الأمي وآله وسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هـــره لحظـــه د ځـــان فــراغ وګـڼه
غنيمـت هـــر نعمـت مســــاغ وګــڼه
وخت او فرصت تر سرو او سپينو غالي
مسؤل پــه چــارو ک ې دمـاغ وګڼه
مقــــابله د حــق بـــاطل وي همـيش
بـــاطل ظلمت او حـق څـيراغ وګـڼه
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
توپير د تـور او سپين هـر چـاتـه معلوم
حــق پـــه وګــړو کــې بـــلاغ وګــڼه
چــې زغـم د حــق د اوريــدو نــلرې
بيــا دي د حـق دعـوه د رواغ وګـڼه
خوشبو د ګل پـه حال باقي پاته ده
ماليــــاره ګــــرمه دي د بـــاغ وګـــڼه
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مـينـــه طبعــي ده د بلبــل او د ګـل
پــه دښمنـــی کــې لــــتاړ زاغ وګـــڼه
ضعيفه هر زړه د بل زړه په شان دی
ملهـم ملهـم داغ يــې پــه داغ وګــڼه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
افراط اوتفریط دټولني هلاکت دي،ددوی په منځ کې د اعتدال ساتل دهروخت اړتیاده، په هرځای هره ټولنه کې دغه زهنیتونه وئ، ددوی دتوازن لپاره رهبر یت او زعامت داعتدال ترازو جوړیږي، چې هره تله درنه سي هغه بله ورته راپور ته کوي، داعتدال توازن ساتي همداسي فکر او اعتدال دټولني ساتنه کوي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تجربه داده چې هروخت دوخت رهبر یا واکمن داعتدال دتزازو یو طرف ته زور کړي دی، داعتدال دترازو یوه پله یې درنه کړیده په هم هغه اړخ یې ببړی ډوبه سوې ده.
که غواړی چې دعدالت لمر مو تر ډیره ځلیدونکی پاته سي، کوشش وکړی چې داعتدال ترازو مو معتدل وساتی.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
موږ دهغو کسانو د دانجام ژوندې شاهدان یو،کوم چې دخپل قدرت دبقا په خاطر یې زرګونه ککرئ ترخاورو لاندې کړي خواوس نه دوی سته اونه یې قدرت فقط حساب، کتاب او پښیماني ورته پاته ده، دعاقل لپاره همدومره درس کافي دی چې عبرت ځیني واخلي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په شخصي اموروکې دهرچاڅخه استغنا کوه، چاته مه تمه کوه او مه لاس ورته غځوه اما په ټولنیزو اموروکې دملت اوخلکو لپاره دهرچاڅخه استفاده او ګټه ترلاسه کوه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژوندون راته یو سوال سو سوال د ځان کولای نسم
دفـــاع چې د مؤمـــن او مسلمان کــولای نسم
د خپل مرګه د فاع مــي هــــم د جــرم پــه مانا سي
پوښتنـــه د عــــزت خـــو پـــه ګـمان کـولای نسم
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تاریخ دومـره تاریک نــه وو چې موږ څومره چپه کړ
د دې تـــریخ حقیقت څخـــه طغيان کـــولای نسم
پــه خپله خولــه سپکیږمه پـه خپل تــن وهل کیږم
د خپل جــوړ سوی زخـــم څـه اعــلان کــولای نسم
د خپل بدن پـه غوښه کې مـي خپل خنجر ښخیږي
د خپل ځـان څخه خپل ځـان ته ګـریان کولای نسم
۲Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ګــیله مــي د بــل چــا څخه بیځایــه بــې معنــا ده
پالنه چې په وخت دګلســــــتان کــــــولای نســـم
پـه مــا خــو ځــناور او داړه مـــار مــلامت نـــه دي
ســــاتنه چــــې د کلـــــي او کـــاروان کـــولای نسم
۴
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پوهیږم چـې ناروغ یـم ناروغي مي مـــــــرګ تـه بیایې
علاج د ناروغـــی او د خفګــــان کـــولای نســــــم
ضعیف پــه رنځ پوهیږم خــو درمل مــوندلای نسم
نـــو ځکــه ددې درد او غـــم درمـــان کـــولای نسم
۵ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمايې: چاچې مسلمان ته ضرر ورساوه الله به ده ته همداسي سزا ورکړي، اوکه چاپرمسلمان باندې پیځایه سختي را وسته الله به پر ده باندې سختي راولي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَعَنْ أَبِي صِرْمَةَ رضى الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اَللَّهِ صلى الله عليه وسلم : (مَنْ ضَارَّ مُسْلِمًا ضَارَّهُ اَللَّهُ ، وَمَنْ شَاقَّ مُسَلِّمًا شَقَّ اَللَّهُ عَلَيْهِ )
رواه الترمذي وابوداود
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله جل جلاله فرمایې وَلَا تَقْرَبُواْ ٱلزِّنَىٰٓ ا(لأسری) چې زناته دسره مه نژدي کیږی،یعني دمسلمان دشان سره باید دزناکول بیخي بعیده خبره وي بلکه ورنژدي کیږي به هم نه.
علماء كرام وایې چې زنا ته نژدیکت. اختلاط، بې حجابي او دغیر محرم سره بې ضرورته خبري اوناسته ولاړه ده. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دانیمګړتیا وي دژوند په هرمفـــــــــهوم سته
په تاکې هم سته اشـــــنا په ماکې هم ســــته
یوازي رب لایــــــــــــزال له عیـــــبوپاک دي
چې مقتدره مطللق څښـــــــــــتن دواک دی
دادنیایې سمبالښــــت لره قـــــیوم ســــــته
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څوک به معروف ته درومي څوک به منکرکړي
څوک به ددین لذت وړي څـــوک بې ټکر کړي
ډیري ښیګړي لري هم یې مـــذمــــــوم سته
څوک به عالم جوړیږي څوک به جاهــــل وي
څوک به محبت خپره وي څوک به حــائل وي
هم په حجاب کې پټ دي او هم معلوم سته
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څوک په رندي چلیږي څوک به صـــــادق وي
څوک به رښتونی مومي څوک منافـــــــق وي
څوک به رشتیامؤمن وي دچاتـــــش نوم سته
ضعیف دژوند تجـــــــــــربه لري اشـــــنایه
په خــــوی خاصیت ســــــــړی پیژني دورايه
صدق په زړه کې مي تل لکه ماشــــــــوم سته
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي وایې ﷺ
دالله دمحارموڅخه ځان وساته چې ترټولو ښه عابد اوسي، دالله په ورکړه قانع سه ترڅو غني ترین شخص اوسي، دګاونډي خیال ساته ترڅو مؤمن پاته سي، دخلکولپاره هغه څه خوښه وه چې ځانته یې خوښوي ترڅو مسلمان اوسي، ډیره خندامکوه ځکه ډیره خندا زړه مړکوي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله ﷺ من يأخذ عني هؤلاء الكلمات فيعمل بهن أو يعلمهن من يعمل بهن؟ قال أبو هريرة: فقلت أنا يا رسول الله، فأخذ بيدي فعد خمسا، قال: (اتق المحارم تكن أعبد الناس، وارض بما قسم الله لك تكن أغنى الناس، وأحسن إلى جارك تكن مؤمنا،
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وأحب للناس ما تحب لنفسك تكن مسلما، ولا تكثر الضحك فإن كثرة الضحك تميت القلب.
رواه أحمد، والترمذي،
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې په نیمو شپو یې دافغانانو کورونه ددغو وحشیانو ځناورو سره یوځای په باروتو الوزل، ترجماني یې ورته کول، سترګې او غوږونه یې وه، نن یې دغه انجام دی،
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
همت، رتبه یا صلاحیت باید یوځای په خپل ځای استعمال سي
که همت ترصلاحیت شاته سي کارنیمګړی پاته کیږي اوکه صلاحیت ترهمت شاته سي چلنجونه پیداکوي او متعددي ستونزي زیږه وي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايې : که څوک داستغفار ويل په دوامداره توګه په ځان حتمي وګرځوي، نوالله به دده لپاره دهري سختی څخه دوتلو لار اسانه کړي اودهرخواشيونکي کارڅخه به دنجات لاره ورته برابره کړي اوپراخه روزي به دده ترګمان اواټکل زياته ورکړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وعنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضِي اللَّه عنْهُما قَال: قالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: منْ لَزِم الاسْتِغْفَار، جَعَلَ اللَّه لَهُ مِنْ كُلِّ ضِيقٍ مخْرجًا، ومنْ كُلِّ هَمٍّ فَرجًا، وَرَزَقَهُ مِنْ حيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ
رواه أبو داود
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هارون جمال دوخت امیر وایې یوځل دشپي ناوخت ور وټکیدی،ګورم احمد ابن حنبل رح په دروازه کې ولاړ دی
ماورته وویل: خیریت دی په دې وخت؟ هغه راته وویل نن مي ولیدي چې ته سیوري ته ناست وي اوخلک لمرته ولاړوه، بل وخت داکارمکوه، یادخلکوسره لمرته ولاړ اوسه او یاهغوی هم درسره سیوري ته کښینوه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انسان دخپل همت په کولو سره خپل راتلونکی بدلولای سي، دهمت خلک هم دخدای او هم دخلکو خوښ وي اودادتقدیرسره هیڅ ټکرنلري، که موږ پوره همت وکړو کیدای سي دبل دخیرات په ځای خپل ښه راتلونکی ولرو.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مادساحل په څنډه تږي شبګیري تيري کړي
ماپه جنت کې دظلمونو سلــــــــسلي تيري کړي
چا زنداني کړم چامي سر په کاڼو وټـــــــــــــکاوه
چامي وزړه ته دتوهين شخي نـــــــيزي تيري کړي
هره سحنه مي دپردو دمـــــــــرګ په ګواښ ګڼله
مادتوهين زبردستي توري شــــــيبي تيري کـــــړي
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چاپه تهدید ترور اوتحقیق وهل ترټل اوتــــــوقیف
په لاس ولچک په پښو کې سختي زولني تیري کړي
په ظلم ، زور مي دصليب واکمنان ستړي ســــوله
ماپه زغملو دطاغوت واړه شـــــــکنجي تيري کړي
څوځله مړسوم خلـــــکوهم مړی شمـــيرلی ومه
ماپه ترتيب دمرګ وډلي مـــــــرحلي تيري کــــړي
٢
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مادبلاوو تور مــــخونه هيبتــــنا ک ولـــــــــيدل
مادخټکو غلامانو شــــړ شـــــــړي تيري کــــــړي
مادبد مخي لـــــغوړن تورشونډي توري طــــــعني
دتوهين غدر خيانت خپل پرسينيي تيريرکـــــــــړي
٣
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دزړه يې باسم خـــوتکـــراريې بيارايادکـــې ټوله
چا چې په مکر او تکرار مؤامري تـــــيري کــــــړي
داتوصية مي نوي نسل ته سپارم چې احـــــتياط
موږ څو څلويشت کاله ډولونه تجريبي تـــيري کړي
نوم داسلام ګاونډ اودوست ورســـــــــره ونه منی
په دې نومونو يې زموږ پرحــــلق چــړي تيري کړي
٣
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مـــوږ و رښتيني هم ګــــمان مو درښـــــتونو کاوه
خو دوی برعکس خپلي شومي بارنامي تيري کــــړي
سياست به داوي چې وحــــدت اواسـتقلال وساتی
ددې لپاره مو هم ګــــرمي هم ترخي تيري کـــړي
ضعيف دخپل ژوند تجربه پرکاغــــــذ پريـــــښودله
امید مي تام سو چې خپل کلي کې مي شپي تيري کړي
٥ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هرهغه څوک چې دحق اوحقيقت داوريدو زغم ونلري ټول وخت به دحق اوحقيت ددرک او اوريدو څخه محروم وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د افغانانو په وړاندې دپنجاب وروستئ ناوړه کړنلاره دډیورند غاړي دواړو خوا وو ته دملتونو ترمنځ دنفرت او کرکې دپیداکولو له پاره پلان سویده، ملتونه باید ویښ او هوښیار اوسي چې دنااهلو او یاامر سوو اشخاصو په کړنو دا پلان دبریا حد ته ونه رسیږي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نصیــــــحت یـــې اثر نه کوي په چاکې
دعـــمل بڼه چــــې نه وي په مـــــلاکې
چې درب رضا مطــــــلوب دعلم نه وي
د ذلت سره به مخ سي په عقــــــــبا کې -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه مسلمان چې په غنا اوسختۍ دواړو کې نفقه ورکوي، دغضب په وخت کې غصه خوري اوخلکو ته دهغوی په غلطیو عفوه کوي، دوی محسنین بلل کیږي او الله دمحسنینو سره مینه کوي.
وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (۱۳۴) -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د مرستي اړتیا
دراستنیدونکو افغانانو لړی دبولدک، تورخم او نورو لارو بیخي ډیره سویده، کیدای سي نوره هم دا لړی تیزه سي، شتمن وروڼه که په هیواد کې دننه وي او که دباندې اوس یې وخت دی چې د خپلو وروڼو مرستي ته را ودانګې،هر وخت په داسي غیرمترقبه حالاتو کې ملتونه ډیر رول اداکولای سي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دچاسره ددې لپاره مرسته مه کوه چې سبا به هغه ستا داحسان له کبله ستا سره مرسته وکړي بلکه دهرچا سره مرسته ددې لپاره کوه چې ته يو انسان يې اودا ستا ایماني او انساني دنده ده.
بيا به ستا عمل او مرسته دسرمایې په ډول دالله سره خويندي وي او بل به هيڅ وخت دچاڅخه ګيله هم نه کوي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دوطن غیږي ته دخپل وروڼو تود هرکلۍ
This media couldn't be displayed. See it on the original post. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
موږ دوطن په غیږه کې درانه او عزتمند ښکارو، زه په دې باوریم که موږ ددې خاوري په انګړ کې خوندي سو او په ګډه دوطن دښیرازی لپاره کاروکړو، کېدای سي موږ دنړۍ تر ټولو دعزتمندو ملتونو څخه وګرځو.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي صل الله علیه وسلم وایې
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حـســد بـــــده نا روغـــي ده دانـسان
کـــله کــله دمؤمـــــنه وړي ايمـــــان
هميــــشه يې زړه دبدو مـکرو ډک وي
زړه يې تنګ وي په ژوندون کې دجهاان
دبل ګـــټه يې پرزړه لکه لـــــړم خوري
خوشــــحاليږي دتربـــــرونو په تاواان
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
معتــــرض به دتقـــــدير پرفيصلووي
ړوند او کــــوڼ به وي په شاړه لار روان
قناعت به دالله په ورکـــړه نکــــــړي
ټوله وخت به يې ضائع وي په بهتـــان
هره ورځ به لالهــانده اوڅـــــوريږي
بيله اوره به ســــوزيږي هـــــــرزمان
دزړه راز به چــــاته نه وايې په ژوند کې
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پرهـــرچابه کــړي دځان غوندي ګمان
ګټه نلـــري نقصان يې په څوچنـــــده
خوپوهيږي نه چې څه وکــــړي په ځان
رب دي هرمؤمن له دي ناروغـــی ساتي
چې نقيـــــض وي دسنت او دقـــــرآن
دضعيف زړه دي الله په مينه ډک کــړي
چې مايوسه اوناهيلی سي شيـــــــطان
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوږحبيب ﷺ فرمايې : ايمان څه دپاسه اويا څانګي لري او حيا دايمان یوه څانګه ده
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً، وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الْإِيمَانِ.
مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺ وايې : دوږخ په نفسي شهواتو کې پټ دی او جنت په تکلفونو کې پټ دی .
عَنْ أبي هُريرةَ - رضي اللهُ عنه - أنَّ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ قال: حُجِبتِ النَّارُ بالشَّهواتِ وحُجِبَتِ الجنَّةُ بالمكَارِهِ. متفق عليه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دبګرام په اړه دپاکستان استخباراتي تبلیغات!
امارت چې دامریکایانو سره دشل کلن اشغال په سختو کلونو کې معامله ونکړه، چې هم بیساري خطرونه هم دپاکستان په شمول نړیوال فبشارونه او هم دامتیاز او تهدیدونو پیغامونه وه، اوس څنګه کیدلای سي چې حالات ۱۸۰ درجي تغیر کړی دی داسي کړنه ممکنه سي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نه داسي نسي کیدلای بلکه داتبلیغات یوازي ددې لپاره کیږي، کیدای سي په نورو بڼوهم وسي، یقین لرم چې دا به ددوی داستخباراتي پلان او ستراتیژی برخه هم وي، چې په مذهبي توګه دامارت مذهبي اړخ ترسوال لاندې راولي او بل په سیاسي توګه دچین، روس او ایران ذهنیت دافغانستان په اړه ګډ وډ کړي.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
افغانستان ته پکار ده چې په استخباراتي او ډیلوماتیک ډګرونو کې نور هم فعال سي تر څو په منظم ډول دغسي شومي دسیسي ددوی په حقیقي تصویرکې ناکامه، سیمي او نړیوالو ته یې روښانه کړي.
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خپل عمل دهرچامل دی که ثواب دی که عــــــذاب
بار دهرچا خپل حصاد دی که ګټمن دی که خــــراب
څوک دچا په ښه ورنسي زوی دپلار اومور نه تــــښتي
هرذي روح ځانته حیران وي که شییب دی که شباب
دعمل حاصل به اخــــــلي د ژوندون له زراعـــــته
هرقدم دژوند تناب دی هره ساه دژوند حســــــاب
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دعمل پاڼه چې واخلي مضارع به دې ماضـــي سي
بس هم دابه دې مصیر وي منقطع وي نور اسباب
بلـــته ګـــــټه دبل چاســــوه تاته پاته تاوانــــونه
که اولاد که قریبان دې که دوستان دې ک احــباب
دسفر وړاندې توښه به ستا راتلونکې ته پـــکار سي
که عاقل یې ځانته جوړکه دنکیر منکر جــــــــواب
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زماغم مه کوه ناصـــحه زما او ســتا لاري جدادي
دخپل ځان چاره دې وکړه چې په اور نسي کــــباب
دبنده بندګې نه کوم ضعیف د رب بنــــده یــــم
ما پریښي لا پخــــــوا دې بې وفــــــا پاني ارباب
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله چې سعیدابن جبیر رضی الله عنه حجاج په شهادت رساوه، هغه داعدام په وخت تبسم وکړ ( کراریې و وخندل).
حجاج دهغه څخه دتمسخر په ډول دتبسم علت وپوښتی
؟ هغه په جواب کې ورته وویل: ستا جرئت پرالله او دالله حلم ستادجرئت په وړاندې په حیرت کې واچولم ځکه مي تبسم وکړ!
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
غزة او دامریکا دظلم انتهاء دعربانو جبن او دالله حلم اوس موږ دغه حد ته نژدې کړي یو.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکرښي هاخوا مهاجرو وروڼه توصیه
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دړندو کڼو په غیږه کې غـــــــــزة ده
نه یې ویني په لوګیو توره شپـــــه ده
دبمونو درزا نه اوري په څـــــنګ کې
خان یونس کې دباروتو زلـــــــزله ده -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که غواړي چې الله درسره مرسته وکړي، ستونزه دې حل کړي او عیبونه دې پټ کړي نو دالله دبندګانو سره مرسته او کمک کوه، او دمؤمنانو په عیبونو پسي څیراغ مه اخله.
حبیبي ﷺ وایې څوک چې دخپل ورور په خدمت مرسته کوي الله به دده مرسته کوي، څوک چې په دنیاکې دچا د مصیبت په لیري کولو کې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
همکاري کوي الله به دده داخرت سختي او مصیبت لیري کړي
څوک چې په دنیاکې دمسلمان پرده وکړي الله به په قیامت دده پرده وکړي.
عن بن عمر عن النبي ﷺ من كان في حاجة أخيه كان الله في حاجته، ومن فرج عن مسلم كربة، فرج الله عنه كربة من كرب يوم القيامة، ومن ستر مسلما، ستره الله يوم القيامة.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
متفق علیه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نن مي دسوریي دنوي حکومت دڅوګند مراسم ترپایه په دقت سره تعقیب کړله، ډیر منظم مراسم یې واندې کړه،
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دقیامت لور ته روانه پیـــــړی ښکاري
هلاکت ته دجنګونو لــــــړی ښکاري
دزړه حــــال دحــــال په ژبه درته وایې
دقال ژبه دتعـــریفه ګونګی ښـــــکاري -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تنګ نظره یاحسود انسانان دومره تاوان بل ته نه رسوي لکه ځانته!
ته به خوشحاله وي دوی به ستاپه خوشحالی خفه وي، ته به په راحت وي دوی به ستا په راحت ناراحته وي، ته به موفق وي دوی به ستاپه موفقیت سوزي، ته به په ارامو مغزو خوب کوي دوی به ستاپه اړه دسوچونو سره سردرد اوبې خوبه وي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که غواړي چې ښه ژوند ولري دهرچا په اړه غش، غِل، حسد او بغض دزړه وباسه.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دغزي پر حالت چې دوحشت تر وروستی کچي اوښتی ، یوه لویه غمیزه یې رامنځ ته کړیده، داسلامي نړی سکوت صهیونستانوته نور هم جرئت ورکوي چې لا وحشت ته دوام ورکړي، ټول مسلمانان په خاص ډول واکمنان دالله او مسلمانانو په وړاندې مسؤلیت لري چې لاس په کار سي او دخپلو وروڼو مرسته وکړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پر غره ولاړیم خلک وینـــمه او تا هــــــم وینم
دوستان دې وینم دښمتان دشا او خوا هم وینم
دسیـسي وینم توطیئي په هرطـــــــرف وینمه
سازش په زور کې داشنا او نا اشنا هم وینــــم
دنابودی پــــلانونه جـــــوړ دې دعمــــــل لپاره
پلي کـــــولوته ګاونډ وینــــم دنیاهم وینـــــــم
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تصـــور نه دی هرڅه وینم ناري هـــم وهــــمه
چاره یې وینــــم عـــلاج وینـــم او دواهم وینـم
خو دعمل لپاره غـــوږ دالتـــــــــــفات نه وینم
ضعیف غفلت وینم او عکس دبریا هم وینــــم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه مسلمان چې په غنا اوسختۍ دواړو کې نفقه ورکوي، دغضب په وخت کې غصه خوري اوخلکو ته دهغوی په غلطیو عفوه کوي، دوی محسنین بلل کیږي او الله دمحسنینو سره مینه کوي.
وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (۱۳۴) -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هیڅ هدف ته انسان بیله اشتباهاتو نه رسیږي، که څوک غواړي بریالي انجام ته ورسیږي باید خپلو اشتباهاتو او خطاګانو ته دصحیح مارک ورنکړي، هیڅ بریا ترهغه وخته انسان نسي موندلای ترڅو خپل غلطي ونه مني او د غلطیو داصلاح کولو فکر او هڅه ونکړي،.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دنیکمرغه کوچني اختر درارسیدو له کبله ټولو روژه نیونکو مؤمنانو ته دزړه له تله مبارکي وایم، الله پاک مو روژي،تراویح، اعتکافونه،سرسایې،صدقي اوټول عبادتونه په خپل دربارکې قبول کړه.
خدای دي وکړي چې دنیکمرغه اختر دخوشحالیو ورځي اوشپي مو په خوښیو اوامن تیري سي.
ورور مو عبدالسلام ضعیف -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دبدو خلکو سره دوستي مکوه.
په ژوند کې دداسي خلکو سره ملګري کوه چې په دوستي سره یې دخپل رب سره دوستي پیداکړې، دبدو انسانانو دوستي یوازي دانه چې ګټه نلري بلکه په اخرت کې دپښیمانئ او درب دعذاب سبب کیږي.
الله فرمایې:
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بسم الله الرحمن الرحیم
يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا الفرقان.۲۸
ژباړه، ای زما هلاکته کاشکې چې پلانکی انسان مي په دوستی نوای نیولي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اُم المؤمنین عائشة رضی الله عنها روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
د قدر شپه د رمضان د وروستیو لسو شپو په طاق شپو کې ولټوی.
صحيح البخاري
نن شپه ۲۹ ښه دمذدوری شپه ده -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فطرت مي اسلامي دی مسلمان به پاته کیږم
توحیدمي عقیده ده په ایمان به پاته کیــــږم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکبر پرنیلي سپوره دمځـــــــــــــکي تل ته ګوره
دعجب په خیالو کې اخیري منـزل ته ګوره -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول اکرم ﷺ وایې : روژه نیونکي ته د روژي له کبله دوه خوشحالي ورکول کیږي اول چې کله روژه ماته کړي بل چې کله له رب سره یوځای سي او دروژي اجر ورکول سي.
عن أبو هريرة عن النبي ﷺ انه قال
لِلصائِمِ فَرحَتانِ يَفرَحهمَا إذَا أفطَرَ فَرِحَ، وإذا لَقيَ رَبّهُ فَرِحَ بصَوْمِهِ.
متفق علیه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اقتصادي ټیکاو
په هغو هیوادونو کې چې اقتصادي ټیکاو موجودوي امنیتي ټیکاو په خپله راځي
اقتصادي ټیکاو هغه وخت راځي چې دهیواد وګړي دژوند په چارو کې مصروف سي، دکار زمینه ورته برابره سي او دبیکاری کچه یې ختمه اویابیخي ټیټه سي
داقتصاد په پیاوړتیا کې لاسونه سره ورکړي ترڅو ثبات ته ورسیږو. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عبدالرحمن الکواکبي ویلي: که دمظلوم سره ظالم دهغه توره یعني ددفاع سلاح وویني نو ظالم به دهغه په وړاندې دظلم جرئت ونکړي.
داتاریخي خبره دمسلمانانو داوسني حالت سره سمون خوري چې کاملاً ددفاع څخه عاجزه دي، نو ځکه غرب ورڅخه په ښکاره او جرئت جزیه غواړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایي : د پیشلمي په خوړو کې برکت دی، مه یې پریږدی که بل څه نسي خوړلای اوبه دې وڅښي، الله او دهغه ملائکي پر پیشلمي کونکو باندې درود وایې.
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: السُّحُورُ أَكْلَةٌ بَرَكَةٌ فَلا تَدَعُوهُ وَلَوْ أَنْ يَجْرَعَ أَحَدُكُمْ جَرْعَةً مِنْ مَاءٍ فَإِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى الْمُتَسَحِّرِينَ
رواه أحمد
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله دې دغزي دمظلومانو حفاظت وکړي، نن پر هغوی باندې په ژوندوني دقیامت ورځ ده،دلوی ذات پرته هیڅ دامید مرجع نسته چې ددوی نصرت او مرستي ته ور ودانګي، تر ټولو بده لا داچې دتبر لاستئ یې دخپله ذاته دی، یوازي دانه چې کاملاً سکوت دی،دمسلمانانو په تیلو او پبسو نن مسلمانان قتل عام کیږي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبيبي صل الله عليه وسلم وايې روژه او قرآن دقیامت په ورځ دبنده شفاعت کوي، روژه به وایې ربه ما دغه انسان دخوړو څیښلو اوشهوت څخه منع کړي وه ته دی وبخښه، قرآن به وایې ربه ماهغه دشپي دخوبه بندکړی وه هغه به زماتلاوت اوقیام الیل کاوه ته دی وبخښه، او ددوی شفاعت به قبلیږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبدالله بن عمرو، رضى الله عنه، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة، يقول الصيام: أى رب، منعته الطعام والشهوات بالنهار، فشفعنى فيه، ويقول القرآن: منعته النوم بالليل، فشفعنى فيه، فيشفعان
رواه أحمد
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د حـــيا اوبه خــــاموشه کـــړي غضب
د حـــيا په پوښ کې زيب کاندي عزب
د ادب او د حـــــــيا مقــــام اوچت دی
د ملعـــون لقب مـــــوندلی بــــې ادب
حـــــيا جــــز ده د ايمـــان د مــؤمنانو
حــــــيا منع کـــــړي لــــه لهو لــه لعب
1Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که انسان جوړېده غواړي لار يـې داده
چــــې شـاګرد ســې د ادابـــو د مکتب
د تقوی مکتب حيـــا خلکو تــه ښه يې
شاتـــه غورځـــوي دولت جــاه اونسب
ادب زده کــړه که دنيا او عقبـا غـواړي
بـــې ادب خلک جــوړيږي کـــوڅه ډب
3
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د ادب څښتن محبوب وي هم کامياب
ادب تـــل د هـدايت جــوړ ســي سبب
ضعيف نــــه کــــوي يـــاري د بې ادبو
بــــې ادبــــه نه خوښيږي زمـــا د رب
4 -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه ډلي او اشخاص ناکامه کیږي چې دبل دخوښی لپاره خپلي سیاسي تګلاري جوړه وي ، هغه څوک به بریالي پاته کیږي چې دخپلوخلکو دخوښی اوسوکالی لپاره وزري غوړه وي
دپردو ملاتړ دهغوی ترګټو تړلی دی،دخپلو ملاتړ دټولو ترګټو تړلی دی، دخپلو دسوکالی لپاره تګلاري جوړي کړي، په چوپړکې یې خولي توی کی -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خپل ایمان، یقین او د زړه سلامتیا دي نن په غور سره مطالعه او وګوره، دا ستا له پاره دډیر بنیادي کارونو څخه ده، سبا همدا سالم زړه،سالمه عقیده ستا د راتلونکې ژوند د بریا ضمانت کوي،هغه ورځ چې نه مال، نه اولادونه ګټه رسولای سي مګر هغه چاته به ګټه رسیږي چې په سالم زړه سره راتګ وکړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
یوم لا ینفع مال و لا بنون، الا من اتی الله بقلب سلیم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایې
چې کله په تاسوکې سهارته څوک روژه وي بیا دې بدي خبري او دجهالت پیري نه کوي، که چا ښکنځل ورته وکړه، یایې جنجال ورسره کاوه نو ودې وایې چې زما روژه ده زما روژه ده
امام نووي رح وایې چې دځان سره دې ووایې چې زما روژه ده زما روژه ده دوه ځله بیا دې هغه ځای پریږدي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة رضي الله عنه
أنَّ رسول الله ﷺ قالَ:
إِذَا أَصْبَحَ أَحَدُكُمْ يَوْمًا صَائِمًا، فلا يَرْفُثْ وَلَا يَجْهلْ، فَإِنِ امْرُؤٌ شَاتَمَهُ، أَوْ قَاتَلَهُ، فَلْيَقُلْ: إنِّي صَائِمٌ، إنِّي صَائِمٌ.
صحيح مسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انسان کله په لاأبالی سره خبره کوي او په هغه کې سم معلومات او فکرنه کوي خو دهغه خبري له کبله دلمرختو او لمر لویدو د مصافي په اندازه جهنم ته لاندې کښته کیږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَعَنْ أَبي هُرَيْرَةَ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبيَّ ﷺ يَقُولُ: إنَّ الْعَبْد لَيَتَكَلَّمُ بِالكَلِمةِ مَا يَتَبيَّنُ فيهَا يَزِلُّ بهَا إِلَى النَّارِ أبْعَدَ مِمَّا بيْنَ المشْرِقِ والمغْرِبِ.
متفقٌ عليه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په دوو نعمتونوکې دبل چاسره حسد کول چې مطلب ځيني غبطه ده روادی. دهغه چاسره چې الله ورته دنيا اومال ورکړی وي او دی دا مال په ښه طريقه دحق په لاره کې مصرف کوي، او دهغه چا سره چې الله علم ورکړی وي، په هغه سره عمل کوي اونورو ته يې هم ورښيې.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دلته حسد دغبطي په معنا دی، دحسد او غبطي توپير دادی چې حسد ديو چاڅخه دنعمت زوال اوځانته غوښتل دی، يعني دبل ذلت او دځان عزت، اما غبطه دبل دنعمت زوال نه بلکه دهغه پشان نعمت ځانته غوښتل دې، چې د دواړو عزت پکښي محفوظ وي،نو حسدحرام او غبطه جائزه ده والله اعلم.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وعن ابن مسعود ،عن النبي ﷺ قال: لا حسد إلا في اثنتين: رجل آتاه الله مالا فسلطه على هلكته في الحق، ورجل آتاه الله حكمة فهو يقضي بها ويعلمها،
متفق عليه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ
عائشة رضی الله عنها وايې : چې د رسول الله ﷺ په ژوند کې دوه مهم صفتونه وه اول د الله جل جلاله څخه ويره او تقوی دويم حسن الخلق يا ښه اخلاق وه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله جل جلاله انسانان نیکو کارونو ته ور بولي اوشيطان انسانان بدو کارونو ته وربولي. هغه کسان چې له بدو کارونو څخه ډډه او د نیکو کارونو پلوي کوي دا د الله ډله ده اوهغه کسان چې له نیکو کارونو څخه ډډه او د بدو کارونو پلوي کوي دادشيطان ډله ده.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله د دواړو ډلو په هکله وايې چې د الله ډله به نجات مومي او د شيطان ډله په تاوان کې ده.
أَلا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (۲۲)
أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ (۱۹)
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چاپلوس مشاور،جاهل دوست اومتعصب ملګری دانسان ترټولو بددښمنان دي چې انسان دسيده مسيره دهلاکت کندي ته غورځوي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایې:
چاچې دالله رضا دخلکو په غصه اوغضب کې ولټول نو الله به هم راضي اوخلک به هم ځيني راضي سي
اوچاچې دبندګانو رضادالله په غضب کې ولټول هم به الله اوهم به بندګان ورڅخه ناراضه کړ ي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أم المؤمنين عائشه رضي الله عنها عن النبي صلّى الله عليه وسلم
من التمس رِضا اللهِ بسخَطِ الناسِ ؛ رضِيَ اللهُ عنه ، وأرْضى عنه الناسَ ، ومن التَمس رضا الناسِ بسخَطِ اللهِ ، سخِط اللهُ عليه ، وأسخَط عليه الناسَ
رواه الترمذي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
كه شتمن يې که فقیریې تنـــــــها ولاړي
که پاچایې که امیریې تنـــــــــــها ولاړي
دساده کفن په کوتو کې را تاوســــــوي
اوس دتورلـــحد اسیریې تنــــها ولاړي
نه لښکر درسره ولاړی نه چــوکی ستا
پروت په خاورو راګیریې تنــــــها ولاړي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قریبان دوستان یاران درنه جــــداسوه
سوال ته پاته دنکیـــریې تنــــها ولاړي
خپل عمل دې ترابد پوري ملګـــــــری
که ګټمن یې خسیر یې تنـــــــها ولاړي
ضعیـــــــف لار دتجربو لیدلي درومي
عزتمنده نن حقیر یې تنـــــــها ولاړي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
كندهار شكوفه
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ وایې پنځه فرضي لمونځونه جمعه تربلي جمعي دروژي میاشت تربل رمضان دټولو وړوګناهونو رژونکي دي ترڅو چې دلوی ګناه مرتکب نسي.
عن أبي هريرة أن رسول الله ﷺ كان يقول: الصلوات الخمس والجمعة إلى الجمعة ورمضان إلى رمضان مكفرات ما بينهن إذا اجتنب الكبائر.
رواه البخاري ومسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که پنځوس کاله شاته ولاړسو، زده به کړو چې ټول هغه کسان ترخاورو لاندې دي، چې مجازاً به یې دنړی د هیوادونو سرنوشت ټاکی!
ددوی سره ترعمل پرته هیڅ نه دې تللي اونه یې ورسره مرسته کړي!
پنځوس کاله وروسته به هم اوسني سرنوشت ټاکونکې دتیر په څیروي، باید خپل راتلونکي دتیر څخه زده کړو. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
غرور مه كوه ذليل به دي كـــــــــړي ګوله
پښیماني به دې حتمي وي له کــوګله
ځواني درومي قدرت درومي دولت درومي
یوحالت نه پاته کــــــــیږي تل ترتله
اندامـــــونه به هم ستاپه ضد ګــــواسي
ملامت به سي له خپله نه پخــــپله
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې دې خپل عاقبت خپله خطـــرناک کړ
بیا دلوم ګیله مه کــــــــوه له بله
خـپل عمــــــل دزراعت دباغ په څیــردي
ښه اوبد دواړه تولیدسي له عـــمله
ضعـــــیف ولیــدل دلوی امـــــل سرونه
هسي ولاړه تورو خاورو وخـــوړله
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوږ نبي ﷺ فرمایې:
همیشه زما امت دخیر په لاره دی ترڅو روژه مات ژر او وختي او پیشلمس نا وخته کوي.
نوټ. سنت طریقه همداده
عن أبي ذر رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم "لا تزال أمتي بخير ما عجلوا الفطر وأخروا السحور.
رواه أحمد -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خوږ نبي ﷺ فرمایې: زموږ او اهل الکتاب د روژي ترمنځ توپیر پیشلمی دی
ځکه چې موږ پیشلمۍ کولای سو بلکه مستحب دی ثواب لري اوهغوی ته ترخوب وروسته دخوراک اوڅیښاک اجازه نه وه
عن عمرو بن العاص رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر ".
رواه مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
زيلينسكي داروفا او امریکا دګټولپاره خپل جنت غوندې، غني او مختللی هیواد دجنګ په لوخړو کنډ کپر او دهغوی خیرات ته محتاجه کړ، نن یې نتیجه داسوه، چې دسپیني ماڼی څخه حقیر رانده وترټل سو، دغه واقعه هغو کسانوته چې دامریکا په دوستی زړه تړي ښه دعبرت درس دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول اللهﷺ وایې: څوک چې درمضان دمیاشتي روژه په داسي حال کې ونیسي چې ایمان یې په الله اورسول اوپه فرضیت درمضان وي، نیت او اخلاص یې یوازي دالله دفرضیت اداء او درب رضاوي، نو دتیرعمر صغیرة ټوله ګناهونه به الله ورته معاف کړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «من قام رمضان إيمانًا واحتسابًا غفر له ما تقدم من ذنبه» (رواه البخاري ومسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د روژې د مبارکې او مغفرت د میاشتې د رارسیدو په مناسبت تاسو ته دزړه له تله مبارکي وایم، خدای دې زمونږ او ستاسو عملونه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي، خدای دې وکړي چې دا روژه مونږ او تاسو ته د خیر، روغتیا،، سلامتیا، امنیت، آرامۍ میاشت وګرځي الله دې راته اسانه اوقبوله کړي
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمنافق موقف دمؤمن. په وړاندې الله جل جلاله داسي ښه يې
که چيري تاسوته ښه اونيکي اوښه شی اويابرياورسيږي،نودوی خفه کيږي، که تاسوته يوه بدي اوناکامي ورسيږي نودوی خوشحاله کيږي، که چيري تاسوددوی په دغه تنګ نظري باندې صبروکړی اودالله څخه ووريږی هرګزبه ددوی مکراوفريب تاسوته ضررنه رسوي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دالله علم په هغه څه باندې چې دوی يې کوي محيط دی.
إِن تَمْسسْكُمْ حَسَنةٌ تَسؤهُم وَإِن تُصِبكمْ سَيئَةٌ يَفرَحوا بِهَ ۖ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتقُوا لَا يَضُركُمْ كَيدهمْ شَيْئًا ۗ وَإِن تَصْبِرُوا وَتتقوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗ إِن اللَّهَ بِمَا يَعْملُون مُحيطٌ
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کوم شی چې ديوه لوی قوم ياټولنی دهلاکت اوشکست لامل جوړيدلای سي، هغه اختلاف او بې اتفاقي ده، دوحدت مټي تل مظبوطي وي او دهرقسم فيشار په وړاندي مقاومت کولای سي، دښمن هروخت همدغه چوکاټ ته دننوتلولارپه نفاق کې لټوي، تر څو خپل هدف ترلاسه کړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خدای دې وکړي چې دحق دقال قانت سم
پر دریز دمسقیــــــــم صــــراط ثابت سم
زړه او خوله مي دنفاق نه سي په تیـــــښته
په بیلتون کې دشــــــریر او دشامت ســـم
دباطــــل په وړاندې غــواړم چې ژوندی یم
مرګ به ښه وي که دحق څخه صامت سـم
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تملـــــــق ضعیــــف کــــــولی نسم ځکه
په صفت د ما دحانو کې ساکـــــــــت سم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سفیان ثوري رحمه الله وايې : چې کله دې په نیکۍ سره امر وکړ نو ګواکې دمؤمن ملادې تکیه کړه اوچې کله دې له بدی څخه منع وکړه نو منافق دې ذلیله کړ .
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قَالَ سُفْيَانُ ـ رَحِمَهُ اللهٌ ـ [ إذَا أَمَرْتَ بِالمَعْرُوفِ شَدَدْتَ ظَهْرَ المُؤْمِنِ، وَإذَا نَهَيْتَ عَنِ المُنْكَرِ أَرْغَمْتَ أَنْفَ المُنَافِقِ
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دابوهريرة رض څخه چا پوښتنه وکړه چې تقواڅه ته وایې؟ هغه ورته وویل: کله دې په ازغنه لار تګ کړی دی؟ هغه ویل: هو ! ده ورته وویل: نو دازغو سره دې څه چل کاوه ؟ هغه ویل لار به مي چپه ول او د ازغو څخه مي ځان ژغوری، ابوهریرة ورته وویل همدغه تقوا ده چې دګناهونو څخه دغسي ځان وژغوري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال رجل لأبي هريرة رضي الله عنه: ما التقوى؟ قال: أخذت طريقًا ذا شوك؟ قال: نعم. قال: فكيف صنعت؟ قال: إذا رأيت الشوك عدلت عنه، أو جاوزته أو قصرت عنه. قال: ذاك التقوى.
بیهقي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دردمي نه ویني اشنا دســـــــــــرپه سترګو
راته ګوري بې پروا دشرپه سترګو
حس اوحدس یې فلج سوې دي له کبـــــره
معلول نه بولي بقا دجرپه سترګو
دزړه سترګې چې ړندي ســـي ړوند یې بوله
ړانده مه بوله بنادزر په ســـترګو
دلالت پرحماقت کوې ضعیفه
څوک چې شک لري رشتیا دلمر په سترګو -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رَسُولُ اللَّه ﷺ فرمایې! الله وظالم ته مهلت ورکوي (یعني په عذاب ورکولوکې تلوارنکوي )خوچې کله یې راټینګ کړي بیایې نه پریږدي.
وعن أَبي موسى قَالَ: قَالَ رَسول اللَّه ﷺإِن اللَّه لَيملِي للظالِمِ فإِذا أذَه لَمْ يفلِتهُ.
.متفَق عَلَيهِ
اللهم صل علی سیدنامحمد البي الأمي وآله وسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
واړه حرکتونه نادیده مه نیسه
هوښیار خلک وړي ستونزي یا دځان په وړاندې وړه هڅه لوی والي ته نه پریږدي؛ دهغه لپاره تحقیق کوي، ستراتیږي او تګلاره جوړه وي، ترڅو هغه په نطفه کې حل او یاحد اقل لویه نسي.
باید پوی سي چې لوی طوفانونه که درحمت وي او که دغضب، د وړو څاڅکو څخه پیل کیږي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پوهیږې چې غیبت څه ته وایې؟
ملګرو ورته وویل: چې الله او رسول ښه پوهیږي:
رسول الله ﷺ ورته وویل : غیبت دادی چې ته دیو ورورخبره یا بد صفت بیانوې او هغه په دغه خبره خفه کیږي.
بیا پوښتنه وسوه که څوک د ورورهغه بد صفت بیانه وي چې په هغه کې وي؟
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ وویل همداغیبت دی، که په هغه کې دغه صفت نه وي بیا خو بهتان دی.
نوټ- بهتان په یوچابد تور لګولو ته وایې، افک دعزت بدتور ته وایې او غیبت دچا بد صفت بیانولو ته وایې: چې افک لویه درجه او غیبت یې کمه درجه ده.
والله اعلم
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال أتدرون ما الغيبة قالوا الله ورسوله أعلم قال ذكرك أخاك بما يكره قيل أفرأيت إن كان في أخي ما أقول قال إن كان فيه ما تقول فقد اغتبته وإن لم يكن فيه فقد بهته.
صحیح مسلم
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ابوالدرداء رضي الله عنه وایې! تاسو دمظلوم او یتیم له ښیرا څخه ځانو نه وساتئ ځکه چې ددوی ښیرا دشپي په هغه برخه کې الله ته ځي چې خلک بیده او غافله وي.
عن ابي الدرداء رضي الله عنه ، قال: اياكم ودعوة المظلوم ودعوة اليتيم ، فانهما تسريان بااليل والناس نيام:
حلية الأولياء -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبيبي ﷺ وايې: هغه انسان چې ډيرپه خلکوپسي بيځايه خبري کوي اوبيځايه هغوی عيبناکه کوي، په خلکوباندي ډيرلعنت ويونکی وي،بيځايه فحش اوښکنځل کوي اوبې حياخبري کوي، دغه څلور واړه خويونو درلودونکی کامل مؤمن نسي کيدلای.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " ليس المؤمن بالطعان ولا اللعان , ولا الفاحش , ولا البذيء.
رواه ابوداؤد والترمذي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څوک چې دخپل زړه هدف دنژدي همکارانوڅخه پټ ساتي اوپه غولونکي ډول دهغوی څخه کار اخلي،دهدف دښکاره کولوپه وخت کې پرټولو باور دلاسه ورکوي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رښتيا وبل زړه ته اطمنان اوسکو ن ورکوي، دروغ ويل دزړه شک او تر ديد ډيره وي.
نوټ . که ددنيا په ژوند کې سکون غواړي نو هميشه رښتونی اوسه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې کله پر بنده باندې سهار سي، دانسان ټول اندامونه و ژبي ته په عجز او زاری سره وایې: چې زموږ په حق کې دالله جل جلاله څخه وبیریږه، ځکه موږ ټول ستا تابع یو که ته دحق دلاري کږه سوي موږ به ټول ستا سره کږیږو او که ته سیده او سمه سوي موږ به ټوله سیده او مستقیم کیږو.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي سعيد الخدري رضي الله
عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «إذا أصْبَح ابن آدَم، فإن الأعضاء كلَّها تَكْفُرُ اللِّسان،تقول: اتَّقِ الله فِينَا، فإنَّما نحن بِك؛ فإن اسْتَقَمْتَ اسْتَقَمْنَا، وإن اعْوَجَجْت اعْوَجَجْنَا».
رواه الترمذي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژرده چې په تاسو به دپريبونو کلونه راسي هغه داچې دروغجن به رښتونی ګڼل کيږي او رښتونی به دروغجن ګڼل کيږي،خائن به امين اوامين به خائن ګڼل کيږي، ناپوی اوبې علمه لويدلي خلک به دخلکو په لويو چاروکې خبري کوي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله ﷺ سيَأتي علَى النَّاسِ سنواتٌ خدَّاعاتُ يصدَّقُ فيها الكاذِبُ ويُكَذَّبُ فيها الصَّادِقُ ويُؤتَمنُ فيها الخائنُ ويُخوَّنُ فيها الأمينُ وينطِقُ فيها الرُّوَيْبضةُ قيلَ وما الرُّوَيْبضةُ قالَ الرَّجلُ التَّافِهُ في أمرِ العامَّةِ.
ابن ماجه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نوشیروان عادل دمرګ په وخت کې خپل ځای ناستي ته توصیه کوي!
ګوره واکمنان دوني دتني مثال لري او ولسونه دبیخ او ریښو په څیر دي، که غواړي چې ونه سالمه مثمره پاته سي دریښو اوبیخ یې ښه پالنه کوه،، که چیري ونه د ریښو لخوا تنده او یامرض پیداکړي تنه یې سالمه نه پاته کیږي.
۱
،
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
همدارنګه که ښه واکمني غواړي دولس او رعیت پوره اوسالمه پالنه وکړه.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که ټرمپ رشتیا غواړي چې په شرق الاوسط کې امن راسي،دفلسطیانو بې ځایه کول یې دحل لاره نه ده، بلکه دفلسطین دخاوري دي دسهیونیزم دسرطان دانه لیري کړي، کوم چې ددې سیمي داوسیدونکو سره په مذهبي، کلتوري او لساني ډول هیځ تړاو نه لري، ترڅوچې دا دانه وي، سیمه او نړۍ به ورسره ستونزمنه وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دچاپه زړه کې چې دکوچني ميږي په اندازه کبرهم وي جنت ته نسي ننوتلئ ! يوه سړي دسوال په توګه وويل: هرسړی داخوښه وي چې ښه جامي اوښه څپلي ولری؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: الله ښائسته دی ښائست خوښوي ،کبرحق تر پښو لاندې کول اودخلکو سپک ګڼل دي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبد الله بن مسعود عن النبي ﷺ قال: لا يدخل الجنة من كان في قلبه مثقال ذرة من كبر، فقال رجل: إن الرجل يحب أن يكون ثوبه حسنًا ونعله حسنة؟، قال: إن الله جميل يحب الجمال، الكبر بَطَر الحق وغمْط الناس.
رواه مسلم.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ابن جوزي رحمة الله عليه وايې: دالله عبادت او اطاعت که څومره په مشقت سره هم وکړي نو سختي يې ځي اوثواب يې باقي پاته کيږي.
ګناه اوبې اطاعتي چې څومره په لذت،شهوت،راحت او خوندسره وکړي نو داټوله ځي،عذاب،عقاب او حساب يې باقي پاته کيږي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پیکاري دثبات او امنیت په وړاندې ترټولو غټ ګواښ دی
په هر هیواد کې چې دبیکاری کچه کمیږي همدومره دامنیت ټینګښت ورسره راځي،څومره چې دبیکاری کچه لوړیږي دومره بې امنیتي ورسره ډیریږي، په نړی کې هغه نظامونه او واکمنان پایه داره پاته کیږي چې دخلکو لپاره دکار اومصروفیت زمینه برابره کړي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فقر اوغربت هغه عامل دی چې انسانان ډی خطرناکه حالت ته بیایې، دخلکو دمصروفیت لپاره باید مختلفي بارنامي په کار ولویږي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په سیاست کې دهرفرصت څخه باید مثبته ګټه واخستل سي، دفرصتونو ضائع کول که دناپوهی او یا هم لاأبالی له کبله وي پر ټولنه منفي اثرات غورځه وي، همدامنفي اثرات دوخت په تیریدو سره ډيریږي ترڅو په تدریجي توګه یوګواښ رامنځ ته کړي.
سیاسیون باید ویښ، هوښیار اومتجرک اوسي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دبدو عکس العمل ډیر ځله تربدعمل ډیربد وي، له همدې کبله هڅه کوه چې دبد عمل مرتکب نه سي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
واوره ښه ده الحمدلله میدان وردګ سهار
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هره ساه دې په حساب کې دحـــساب ده
هره ساه دې لنډه ونکې د رحـــــــلت ده
جرئت مکوه ددین په ګســـــــــــتاخي کې
ګټه نستــــــه دالله په دښمـــــــــــني کې
فاصــــله داهل الدین ســــــــره تاوان دی
اهلٌ ځان به دې سي سست په دینداري کې -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
امن او ثبات دالله هغه نعمت دی چې د ژوند ټول تا رونه ورسره تړلي دي، امن دهرچا په ګټه دی، امن دهرچا لپاره اړین دی دامن اقامه دترقی پرمختګ ترټولو لوی عنصر دی، په ټول کې امن لکه مشاع پټی مشترک دی او ساتل یې دټولو مسؤلیت دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په خواله رسنیو کې ځیني کسان داصلاح او مصلح توصیة او غوښتني په مخالفت او انشعاب تعبیره وي، دېته هوا ورکوي او ورته خوشحالیږي، خو دوی ته دانه معلومیږي چې دا کاروان دامریکا او دهغوی د اشرګړو په دجالي زر او زور ونه پاشل سو، بیابه هم نه پاشل کیږي ان شاء الله، ځکه چې هر متعهد شخص په
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دې اهمیت پوهیږي چې تردې ځایه داتحاد او اتفاق په رمز رارسیدلي دي.
اما دمصلح او اصلاح خبره دټولني دښه والي، په امورو کې دبهبود او مشرانو ته دتذکري خبره ده چې هروخت باید وسي، ترڅو په ټولنه کې مصلحان وي هغه ټوله نه خرابیږي.
مصلحین دي رب ډیرکړي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ټرمپ که دامریکا ګورباچوف
امریکا دفرعوني غرور دعوج پرماتیدونکي څانګه ولاړه ده، -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددین او الهي علومو لپاره نیت او هدف باید یوازي ددین خدمت او درب رضاوي!
خلیلي ﷺ فرمایې: چاچې هغه علم چې حصول او طلب یې دالله جل جلاله درضا لپاره کیږي، ددنیا دبل غرض او هدف لپاره وکړ نو دجنت بوی به ونه مومي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن ابي هریرة قَالَ: قَالَ رسولُ اللَّه ﷺ: منْ تَعلَّمَ عِلمًا مِما يُبتَغَى بِهِ وَجْهُ اللَّهِ لا يَتَعلَّمُهُ إِلاَّ ليصِيبَ بِهِ عَرَضًا مِنَ الدُّنْيا لَمْ يجِدْ عَرْفَ الجنَّةِ يوْم القِيامةِ يَعْنِي: رِيحَهَا،
رواه أَبُو داود بإسناد صحيح.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سالم انتقاد په چاروکې پرمختګ،دمسؤلينو په مسؤلیتونوکې ښه والی او دملت په وړاندې چارواکو ته دمسؤليت احساس پیداکه وي.
سالم انتقاد لوړو مقاماتو دږغ درسیدو ترټولو لنډه لاره ده،
دخلکو ټول غوښتني اوستونزي مستقیم رسول دري ستونزئ لري
۱- مسؤل کس پیداکول ډیرسخت دي،یا ډیرو خلکوته محال وي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
۲ - ددې لاري رسول ډیر وخت نیسي کله کله خو دځبنو غوښتني او شکایت ترځایه نه رسیږي.
۳ - په داسي پروسس کې داسي وړاندیزونه بې اهمیته او توجه ورته ډیره کمه کیږي.
۳
والله اعلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ
وداعًا محمد الضيف قائد كتائب القسام واخوانه، الذين استشهدوا ولاقوا ربهم مقبلين غير مدبرين.
يا أهل فلسطين والله نلتم وفزتم وبارك الله في صمود كم وجيلكم المقبل، الحمد لله خابوا وخسروا اعداءكم في امالهم. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ " خير يوم طلعت عليه الشمس يوم الجمعة ؛ فيه خلق آدم، وفيه أدخل الجنة، وفيه أخرج منها، ولا تقوم الساعة إلا في يوم الجمعة
رواه مسلم
اللهم صل علی سیدنامحمد النبي الأمي وآله وسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که څه هم ځينو خلکوته ديوه انسان وژل ډيراسانه دي، ترهغه چې دهغه ژوند څومره مهم اوپه ډيرو سختيو پيل سوی دی،خو ددې اسانی سره سره بايد قاتل پوی سي چې ددغه انسان په تخليق ،ژوند او پاللو کې دڅومره لوی ذات ونډه ده،چې هغه ذات دبيګناه انسان وژل دټول انسانيت دوژلو سره تشبيه کړي دی.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بیا رب دا وعيد هم ورکوي
چاچې مؤمن مسلمان په قصدې توګه قتل کړ،دغه قاتل به ددغه ذات لخوا پنځه مختلف عذابونه ويني !
۱- جهنم ته به داخليږي اعاذنی الله واياکم
۲- ترډيره وخته به په دغه اورکې وي (خالدا)
۳- الله ﷻ به پردغه قاتل باندې په غضب وې
۴- پردغه قاتل به دالله ﷻ له طرفه لعنت وې
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
۵ـ پرجهم اوعذاب سربيره به دده لپاره ځانګړی اودروندعذاب وي
انسان ته په کارده چې مخکي پريوه مسلمان باندې دسؤقصد کولو خپل راتلوکی انجام ته وګوري
وَمَن يَقتُل مُؤمِنًا متعَمدًا فَجزاؤهُ جَهَنمُ خَالدًا فِيهَا وَغَضبَ اللَّهُ عَلَيهِ وَلَعنَهُ وَأَعَد لَهُ عَذَابا عَظِيمًا-النساء
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددنیا یاران به څه کاندې دوســــــتي ز ما
په تیاره لحدکې نکړي همـــــــــکاري زما
یابه زه پریږدم یاران یا به مي پریــــــږدي
نن که نه وي نو صبا ده جــــــــدایې زما
دیو څو ورځو ژوندون دې ولاړی تیــرسو
دبیلتون چاړه به قطع کړي خپلـــوي زما
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په دارینو کې ضعیف. داسي یار غـــواړي
چې په سخته کې هم وګړي ماګـري زما
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایې: که چا ماته دخولي او فرج دساتلو ډاډ راکړ، زه هغه ته دجنت ډاډ ورکوم.
نوټ ـ دانسان دهلاکت او بدبختۍ هم دغه دوه لاري دي، چې دمال، جاه، قدرت دحاصلولو او بل دشهوت دپوره کولو لپاره دي.
نو ځکه خورا اهمیت لري، یوازي دا نه چې خورک دی، بلکه دخبرو سره احتیاط پکاردی.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خاص دهیواد دمسؤلو کسانو لپاره، عام زموږ دولس لپاره، چې ډیری ستونزي مو دبې معنا او یا دجزباتي خبرو راته پیښیږي.
په خبرو کې ډیر احتياط پکار دی، چې هره خبره کیږي باید په تول تللي او په سوچ وسي، یقیني ده چې موږ ته به ډیراخره وي تاوانونه هم دخپلو بې سوچه او بې پرواخبرو څخه راپبښیږي.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که دحبیب ﷺ په دغه توصیة عمل وکړو نجات به ومومو انشاءالله.
عن سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه قال:
قال رسول الله ﷺ
مَن يَضْمَن لي ما بيْنَ لَحْيَيْهِ وما بيْنَ رِجْلَيْهِ، أضْمَنْ له الجَنَّةَ.
صحيح البخاري
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه څوک چې تاته دبل خبري راوړي ستا راز هم نسي ساتلی هغه به حتماً ستاسِر اوخبري بل ته انتقاله وي که ددغه صفت انسان دې دوست او ملګری هم وي ډیر باور مه ورباندې کوه اوپه خبرو کې ورسره احتیاط کوه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دا.ا.ا. دزعیم د ۲۰۲۱ کال دعمومي عفوي پریکړه چې ټولو اتباعو ته شامله وه،هیڅ استثاء یې نه لرل، تاریخي پریکړه وه،
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که یو دوست درته دردمنه اوسخته خبره ستا دمزاج خلاف وکړي فوراً عکس العمل مه ښکاره کوه،عصاب کنترول که اوبیا په سړه سینه ورڅخه دخبري دعلت تفصیل وغواړه.
کیدای سي ته دمعقول عکس العمل په ښکاره کولو سره دسوء تفاهم ښکار نسي اوهغه دخپلي غلطي په درک سره ستادحو صلي او معقولیت څخه درس واخلي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
درب عادت دانه دی چې انسان په محض توکل ژوند وکړي، انسان ته عقل او ددنیا خلافت ددې لپاره ورکول سوی دی، چې دی داشرف المخلوقات په صفت دعقل اوتدبیرڅخه کارواخلي، یوازي دانه چې خپلي ستونزي حل کړي بلکه دانسانانو ترڅنګ دالله د نورو مخلوقاتو مرسته هم وکړي.
أعقلها ثم تتوکل -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
أنس رضی الله عنه وایې: رسول الله ﷺ راته وویل: ای بچیه که داسي کولای سي چې شپه او ورځ درباندې راځي او ستا په زړه کې دهیچاسره غش او خیانت نه وي، نو داسي وکه. ځکه چې دا زما سنت دی، څوک چې زما سنت ژوندی کوي زما سره مینه لري او څوک چې زما سره مینه لري زما سره به په جنت کې یوځای وي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أنس بن مالك قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم يا بني إن قدرت أن تصبح وتمسي ليس في قلبك غش لأحد فافعل ثم قال لي يا بني وذلك من سنتي ومن أحيا سنتي فقد أحبني ومن أحبني كان معي في الجنة.
رواه الترمذی وقال حدیث حسن غریب
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اللهم صل علی سیدنا وسندنا وحبیبنامحمد وعلی آله واصحابه وسلم تسلیماً کثیراً کثیراً
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
لکه څنګه چې غنا اوقوت دځینو انسانانو عیبونه پټوي همدارنګه دهیواد قوې نظام او اقتصادي پرمختګ دهیواد استغنا او دتعامل بڼه بدلوي، قوې نظام اقتصادي پیاوړتیا دهیواد دراتلونکي تضمین دی، باید بلا استثنا ټول افغانان ورته کاروکړو.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایي: دری خویونه دي چې د مسلمان زړه اصلاح کوي، له خیانت او شر نه یې پاکوي.
په عمل کې د الله لپاره اخلاص،
مسلمانو واکمنو ته نصیحت او خیر غوښتنه، او
د مسلمانانو په ډله کې اوسیدل.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبد الله بن مسعود عن النبي ﷺ قال: ثلاث لا يغل عليهن قلب مسلم: إخلاص العمل لله، ومناصحة أئمة المسلمين، ولزوم جماعتهم.
رواه الترمذي وابن ماجه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
President Trump has previously stated that those responsible for 9/11 and attacks on the U.S. were not managed from outside, but from within the U.S. Now is the time to acknowledge reality and seize the opportunity to compensate for 20 years of aggressive occupation and
1
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
destruction in Afghanistan—while holding the real culprits accountable.
2 -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دغزي په جنګ څپلي کنډرونوکې نن د غزاویانو خوشحالي دیوې نوې ژوند پیلامه ده، الله دې ورته داخوشحالي مستمره او طولاني وګرځوې، ددوی بریا دبې رحمه ډښمنانو او بزدله ګاونډیانو لپاره دلوی عار خبره ده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فرحة وسعادة أهل غزة اليوم في غزة مدمرة التي مزقتها الحرب هي بداية حياة جديدة، نسأل الله أن يجعل هذه السعادة دائمة وطويلة الأمد لهم، حقیقتاً نصرهم علی أعدائهم غم كبير على المحتلین القساة وحلفائهم بالهزیمة وعاراً علی جيرانهم الجبناء بعدم دعمهم ونصرهم.
اللهم زد فرحتهم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بسم الله الرحمن الرحیم
يُريدُونَ لِيُطفِئوا نُورَ اللَّه بِأَفواههمْ وَاللَّه مُتمّ نُوره وَلَو كَرهَ الكَافرُونَ.
دوی غواړي چې دالله ددین ډیوه په خپلو بدو اوددرواغو په خبرو سره خاموشه کړي، مګرالله وعده کړي ،چې ددې دين نور رڼابه په پوره ډول خپره وي، که څه هم کفاریې بده ګڼي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انسان چې کله سهار بیداره سي، ترحمد او شکر وروسته له ځان سره عمیق فکر وکړي، چې له څخه،څنګه او دڅه لپاره پیداسوی دی او څنګه هغه رشد کړی دی.
کله چې ماښام بیدیږي، دخوب تردعا وروسته دافکر وکړي چې انجام یې څه دی، کوم ځا ی اوکوم چاته ورځي اوڅه باید له ځان سره یوسي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کیدای سي په راحت ژوند وکړي او کله هم دچاسره ددوکې او خیانت فکر ونکړي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دبدو خلکو سره دوستي مکوه.
په ژوند کې دداسي خلکو سره ملګري کوه چې په دوستي سره یې دخپل رب سره دوستي پیداکړې، دبدو انسانانو دوستي یوازي دانه چې ګټه نلري بلکه په اخرت کې دپښیمانئ او درب دعذاب سبب کیږي.
الله فرمایې:
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بسم الله الرحمن الرحیم
يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا الفرقان. فرقان ۲۸
ژباړه، ای زما هلاکته کاش چې پلانکی انسان مي په دوستی نوای نیولي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که یو مغرض دیومؤمن دذم ، بدوالي یاستاپه اړه دغیبت اوشر خبره وکړي دهغه په اړه هیڅ مه وایه ترڅو پوره تحقیق اوتبیّن ونه کړي اوکه دهغه څخه په مستقیم ډول تفصیل غواړي نوربه هم ښه سي
کیدلای سي په دې کارسره ته دشربې اعتمادی اولویې ګناه څخه وژغورل سي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ځان ساتنه
معنوي او خطرناکه رشوت هغه دی چې اهل الدنیا ستادمنصب او دولتي مقام دنفوذ څخه ډیره ګټه اخلي اوتاته لږ امتیاز درکوي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تاريخ چې څنګه څوک وغواړي جوړکړي هغسي نه جوړیږي بلکه تاریخ دهرچا تر وخت وروسته قضاوت دی چې دده په اړه دراتلونکې تاریخ جوړکړي، ددې لپاره پرخپل کړنه او عمل فکرکوه قضاوت، راتلونکې ته پریږده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ ۴۵
غزة وغزاوين إنتصروا بكل المعايير والحمد لله
مرة ثانیة أنا أ شعر في القرن الجاري فشل صهیوني مع حلفائهم في العالم الاسلامي، مع فخرهم واتکائهم علی اسباب الدنیا بنصر الله وصدق المؤمنین هذا من الله ولو کره الکافرون.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بالعادة تكون نتيجة الحرب هزيمة للطرف الذي لم يحقق أهداف الحرب
هذا ماحققت فی الواقع هزیمة وبقي غیظهم في قلوبهم
الشهادة في الله بعقيدتنا ليست خسارة
هي فوز وشرف وفخر وعز ورفعة في الدنيا والآخرة
رحم الله شهداء کم اهل غزة الأبرار .
والله نفرح بفرحکم وننتظر ان نشوف ابتسامة وفرحة فيكم
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الحمدلله علي نجاح المفوضات الناجحة بين الطرفين علي حل الموضوع الفلسطيني بمراحل القادمة نتمني للشعب الفلسطيني الشقيق نجاحاً ونحاتاً من كيد الاعداء ومؤامراتهم الخادمة، اسئل الله لكم احراً علي ثباتكم ونتمنى لكم امن وطمأنينة في أيامكم القادمة
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اخيراً مبروك عليكم علي وصولكم الي مرحلة الأولى من الاتفاق
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایې په لویو ګناهونوکې غټه ګناه داده چې څوک خپل پرمور او پلار لعنت وایې: پو ښتنه وسوه چې هغه څنګه یارسول الله؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: هغه داسي چې څوک بل ته دمور او پلار ښکنځل کوي او هغه په مقابل ده ته مور او پلار وریاده وي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
معنی داچې دبل مور او پلار ښکنځل اویابله سپکه کول په حقیقت کې خپل مور او پلارته ښکنځل دي او سپکه یې خپله سپکه ده.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ ابْنِ عَمْرٍو رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ إِنَّ مِنْ أَكْبَرِ الْكَبَائِر أَنْ يَلْعَنَ الرَّجُلُ وَالِدَيْهِ قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ يَلْعَنُ الرَّجُل وَالِدَيهِ قَالَ:يَسُب الرَّجلُ أَبَا الرَّجُلِ، فَيَسُبُّ أَبَاهُ، وَيَسُبُّ أَمَّه
متفق علیه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ترټولو بد دښمن هغه دی چې ددوست په نامه دشا لخوا پټ ګوزار کوي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
صالح لازمي او مصلح متعدي
په صالحانو خلکو دالله دعذاب مخه نه نیول کیږي، خو په مصلحینو خلکو دالله دعذاب مخه نیول کیږي، مصلح خلک نور خلک اصلاح کوي چې کله خلک اصلاح سي او یا داصلاح کوشش پکښي روان وي الله عذاب نه ورباندې مسلط کوي، او صالحین چې څومره ډیر هم وي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې نور خلک نه اصلاح کوي دخلکو داصلاح هڅه نه کوي تأثیر نلري.
قرآن وایې : نه دی رب ستا چې هلاک کړي هغه کلی یا ښار چې په هغه کې اصلاح کونکې خلک وي.
وما كان ربك ليهلك القرى وأهلها مصلحون. هود ۱۱۷
زینب بنت جحش ام المؤمنین رضی الله عنها دیوه لوی حدیث په پای کې
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې دعذاب وړاندیینه پکښي سوې، درسول الله ﷺ پوښتنه کوي چې موږ به دالله په عذاب هلاک کیږو په داسي حال کې چې په موږ کې صالحان خلک ژوند کوي؟ رسول الله ﷺ ورته وایې: وو چې کله خبث او بد ډیر سي.
قالت : فقلت : يا رسول الله ، أنهلك وفينا الصالحون ؟قال : " نعم ، إذا كثر الخبث.
متفق علیه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عنید یو ناپیلــ»ۍ قــــــــــضاوت کولای نــسي
ظالم په فیصــــلوکې عدالت کــــــــولای نسي
په وینو دمظلوم چې یې منـــګولي واړه سره وي
دعوی دبشریت په حقیـــقت کولای نـــــــسي
په درد ددردیدلو به درمند خـــلک پوهــــــیږي
ادراک دبل د درد څوک په راحـــــت کولای نسي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هجرت دمهاجرپه زړه کې زخم دخنــــــــجردی
مجبور چې څوک بیخي نسي هجرت کولای نسي
پرمخ چې دظالـم څپــــــــيړه چاخوړلي نه وي
احساس دمظلــومانو دحــــــسرت کولای نسي
ضعیفه دغرور او دمغـــــــرور ددوستی تــښته
چې زغم د رب په ورکړه او عـــــزت کولای نسي
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکبرجنو انجام
کبرجن خلک به دمحشر په ورځ دکوچني میږانو په اندازه خو دانسانانو په شکل راپاڅیږي، دهري خوا به ذلت را احاطه کړي وي،په جهنم کې به هغه زندان ته شړل کیږي چې نوم یې (بولس) دی،دهري خوابه اورونه پر را تا.ویږي او د دوزخیانو دبدنو څخه نستیږل سوې وینه، نوونه او زوب به د
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دڅیښلو لپاره چې ِ (طينةَ الخبال) نومیږي ورکول کیږي.
الله مو دې دداسي حالت او دکبرڅخه وساتي.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبدالله ابن عمرو عن النبي ﷺ قال:
يُحشَرُ المتَكَبِّرونَ يومَ القيامةِ أمثالَ الذَّرِّ في صُوَرِ الرِّجالِ يغشاهمُ الذُّلُّ من كلِّ مَكانٍ ، يُساقونَ إلى سجنٍ في جَهَنَّمَ يسمَّى بولُسَ تعلوهُم نارُ الأَنْيارِ يُسقونَ من عُصارةِ أَهْلِ النَّارِ طينةَ الخبالِ
أخرجه الترمذي
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ان بطش ربک لشدید
الله جل جلاله مو دې دخپل ګرفت څخه وساتي، امریکایانو ته دا درب دعذاب یو وړه نمونه ده، دوی په بې څایه غرور دخدای دعذابه نسي خلاصیدلای.
دوی ته په کارده ددې واړه عذابه عبرت واخلي ترڅو دمظلومانو دځوروني، په ځانګړي توګه په فلسطین کې دقتل عام او ظلم څخه لاس واخلي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه څوک کامیابه دی چې اسلام یې قبول کړی وي، درب لخوا دومره روزي ورته رسیږي چې دده بسنه په کیږي او الله هغه ته درب پر ورکړه قناعت ورنصیب کړی وي.
عن عبدالله بن عمرو رضي الله عنه قال:
قال رسول الله ﷺ قد أفلح من أسلم، ورزق كفافا ، وقنعه الله بما آتاه.
رواه مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دانسان لپاره ددنیا ژوندون دابتلاء اوامتحان تسلسل دی، دا تسلسل دهر انسان په مرګ سره پای ته رسيږي، که ښه وو ښه او که بد وو بد دی، چې خاتمه هم ورته ویلای سو ، مؤمن ته پکاردي چې یو آن هم دخاتمي له ښه او بد مستور انجام څخه غافل نسي.
اللهم صل علي سيدنا محمد النبي الأمي وآله وسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
و ابراهيم ادهم رحمت الله عليه ته يوځوان راغلی، داسي عرض يي وکړ،چې زه يوځوان يم زنا اوبدکاری ته مي سخت زړه کيږي ، ته ماته داسي لاره وښيه چې هم ګناه وکړم اوهم مي الله په عذاب نکړي?
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ويل چې داسي ځای هم نسته، بيا ابراهيم ورته وويل: ښه نو داسي وکړه چې دخدای درزق نه پرته ځانته بل رزق پيداکړه اوبيادالله ګناه وکړه : ځوان بيا په فکرکې ډوب سو، ويل داخو ناممکنه ده ځکه هرڅه دالله دي زه به څنګه ځانته رزق پيداکړم دانه کيږي.
په اخرکې ابراهیم ادهم ورته وویل چې
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اي ځوانه چې نه دالله جل جلاله څخه پټيدلای سي، نه يي دملکيت څخه وتلای سي اونه ځانته رزق پيداکولای سي، بيانو ډيرشرم نه دی چی دهغه رب نافرفاني وکړي.
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ویښ او هوښیار انسان مخکې له مخکې دخطر او ګوزار مخه نیسي، اما خوشباوره او غافل انسان هغه وخت راويښیږي چې پر سر ګوزار وخوري.
ګوزار به مني او هوښیاربه مني -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انالله وانا الیه راجعون
په خواشینی سره مي خبر تر لاسه کړ چې دهرات نومه وتی رباني عالم او روحاني شخصیت مولوي جلیل الله (مولوي ذاده) صاحب دپاني دنیا څخه وکوچیدی، الله جل جلاله دې ده ته مغفرت او ټولو قریبانو، دوستانو او شاګردانو ته اجرعظیم او صبر جمیل نصیب کړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمنکراتوسره لاابالي مکوی
انس رضي الله عنه وایې:
تاسو په ډیره بې پروایی سره ځیني اعمال ترسره کوی، چې کول یې تاسو ته ترويښته هم سپک یا اسانه ښکاري، خو موږ به همدغه اعمال د رسول الله ﷺ په زمانه کې دهلاکت سبب ګڼله.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال :
إنكم لتعملون أعمالا هي أدق في أعينكم من الشعر، إن كنا نعد على عهد النبي ﷺ الموبقات . قال أبو عبد الله : يعني بذلك المهلكات.
رواه البخاري
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې له ژبي ســره زړه مـــــلګری نسي
له ایمان ســـره به ښه مــلګری نسي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمسلمانانو سره په تعامل کې احتیاط
رسول الله ﷺ فرمايې: چاچې مسلمان ته ضرر ورساوه الله به ده ته همداسي سزا ورکړي، اوکه چاپرمسلمان باندې پیځایه سختي را وسته الله جل جلاله به پر ده باندې سختي راولي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَعَنْ أَبِي صِرْمَةَ رضى الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اَللَّهِ صلى الله عليه وسلم : (مَنْ ضَارَّ مُسْلِمًا ضَارَّهُ اَللَّهُ ، وَمَنْ شَاقَّ مُسَلِّمًا شَقَّ اَللَّهُ عَلَيْهِ )
رواه الترمذي وابوداود
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
طاغوتي ماده په هر انسان کې موجوده ده، داماده هغه خطر ناکه ماده ده، که په انسان کې پر نورو معنوې مادو غلبه پیداکې انسان طاغوت یاسرکښه جوړیږي.
ددې مادې دچاغوالي غذا عزت (یاجاه قدرت) او دنیاده،که یو څوک بې حده مالداره سي مغروره او بې پرواکیږي،
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اویا انسان ته تر خدایې حدودو زیات عزت ورکول سي دده طاغوتي ماده چاغیږي، همدا دانسان دسرکښی اساس جوړه وي.
خو دنیا او دنیایې عزت هغه بې وفا ملګري دي چې انسان خامخا ناڅاپي یوازي پریږدي، نوهرانسان باید په دغو ۲ حالتو کې ډیر متوجه سي چې ځان کابو کړي او هروخت داعتدال لاره تعقیب کړي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په غزه کې دفلسطینیانو عامه شهیدانول تر هروخت په زور سره روان دې، دسوریې پخوانی مفتي اسامه الرفاعي وایې چې دفلسطینانو دقتل عام مسؤلیت داسلامي نړۍ د واکمنانو په غاړه دی، ځکه چې ددوی دسترګو په وړاندې داکړنه تر سره کیږي خو دوی خپل مسؤلیت نه اداکوي.
اللهم احفظهم وانصرهم یاعزیز یاحکیم. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله چې دیومؤمن ورور خطا یا عیب وویني، تلوار مکوه چې دهغه عیب ښکاره کړي ترڅو دهغه حیثیت ته صدمه ورسیږي بلکه اول ځانته وګوره چې ته څومره عیبونه لري او ستا څومره عیبونه الله پت کړیدي، کیدای سي ته هم ځانته متوجه سي او هم دبل مؤمن عیبونه ښکاره نکړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
افراط اوتفریط دټولني هلاکت دي،ددوی په منځ کې د اعتدال ساتل دهروخت اړتیاده، په هرځای هره ټولنه کې دغه زهنیتونه وي، ددوی دتوازن لپاره رهبر یت او زعامت داعتدال ترازو جوړیږي، چې هره تله درنه سي هغه بله ورته راپور ته کوي داعتدال توازن ساتي همداسي فکر او اعتدال دټولني ساتنه کوي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تجربه داده چې هروخت دوخت رهبر یا واکمن داعتدال دتزازو یو طرف ته زور کړي دی او یوه پله یې درنه کړیده په هم هغه اړخ یې ببړی ډوبه سوې ده.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ وایې
غوره دورځو چې لمریې روښانه کوي دجمعي ورځ ده، په دې وځ ادم علیه السلام پیداسوی، په دې ورځ جنت ته داخل سوی او ځیني ویستل سوی او قیامت به هم دجمعي په ورځ راځي
اللهم صل علی سیدنامحمد النبی الأمي وآله وسلم
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
قال رسول الله ﷺ خير يوم طلعت عليه الشمس يوم الجمعة ؛فيه خلق آدم، وفيه أدخل الجنة، وفيه أخرج منها، ولا تقوم الساعة إلا في يوم الجمعة.
رواه مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دحشر په ورځ دمؤمن په تله کې ترښو اخلاقو هیڅ عمل هم دروند نه وې، او الله هغه کسان بد ګڼي چې فاحش بد ویونکي او ژبه یې سپکه وي .
قال النبي ﷺ مَا مِنْ شَيءٍ أَثْقَلُ في ميزَانِ المُؤمِنِ يَومَ القِيامة مِنْ حُسْنِ الخُلُقِ، وإِنَّ اللَّه يُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيَّ
رواه الترمذي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله دې فضل وکړي، رب دې وکړي چې داوسني ټکر قربانیان ډیر نه وي او بچ سوې وي، داسي پیښو ته په کتو چې څومره ژرکیدلای سي باید ددویم څړک چاري پیل سي، ځکه داڅړک دکابل څخه آن ترهزاته ددومري زیات ترانسپورت لپاره کافي نه دی، بل دا چې جوړسو نور هم خطرناک سو.
موټروانانو احتیاط احتیاط -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کابل په سپینه واوره پوښلی ښه ښکاري
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خليلي ﷺ فرمایې:
کله چې سپۍ کاسه وڅټي یاخورک پکښي وکړي نو اوه ځله یې په اوبو سره پریولی او اتم ځل یې په خاورو سره وموږی.
دامت پوهونه
عن عبدالله بن مغفل المزني رضي الله عنه قال:
قال رسول الله ﷺ إذا ولغ الكلب في الإناء فاغسلوه سبعا وعفروه الثامنة بالتراب.
رواه مسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
لږ په سترګو د رښتیا وګوره ځانته
په نظر دیو بنا وګوره ځانته
په عیبونو دي دحق کتنه وکړه
په دې ډول دقضا وګوره ځانته
دماضي حال مستقبل قیاس ته ورسه
په عینکو دبل چا وګوره ځانته
دخلقت او د ورتګ تحقیق دې وکړه
په حکمت کې دالله وګوره ځانته
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فلسفه د ژوندون وګوره ضعیفه
په کفن کې دسبا وګوره ځانته
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د پاکستان منفوره او دیکتاتوره اردو دافغانستان سره دجنګ په بهانه غواړي څو اهدافه ترلاسه کړي، دا یو ناڅاپي کړنه نه بلکه یو عمیق تخطیط دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي او د لرګیو غوزی په خپله شا راوړي او هغه په بازار کې و پلوري
، ترڅو د هغه دمخ اوبه یاعزت خوندي پاته سي، دا د هغه لپاره غوره ده چې له خلکو څخه غوښتنه وکړي چې هغوی څه ورکړي یا یې ورنه کړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن الزبير بن العوام رضي الله عنه قال:
قال رسول الله ﷺ لأن يأخذ أحدكم حبله فيأتي بحزمة الحطب على ظهره فيبيعها، فيكف الله بها وجهه، خير له من أن يسأل الناس أعطوه أو منعوه ".
رواه البخاري
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حبیبي ﷺ فرمایې
څلور خویونه دې که چاکي ټول وه نو صفا منافق دی او که یو خوی پکښي و نو په هغه کې خصلت دنفاق سته ترڅو هغه خوی پریږدي
۱ چې کله امانت ورکول سي خیانت پکښي کوي
۲ چې کله خبري کوي درواغ پکښي وایې
۳ چې کله وعده وکړي غدر پکښي کوي
۴ چې کله یې دچاسره جنجال راسي بدالفاظ وایې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال:
قال رسول الله ﷺ أربع من كن فيه كان منافقا خالصا، ومن كانت فيه خصلة منهن كانت فيه خصلة من النفاق حتى يدعها : إذا اؤتمن خان، وإذا حدث كذب، وإذا عاهد غدر، وإذا خاصم فجر ".
رواه البخاري
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ښه ابتکار دنور پر مختګ په هیله
افغانستان دصنعت په ډګر کې -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د ژوند دستړو پړه پر بل مه اچوه که ته خپل په دنده کې پرمختګ نسي کولای دا ستا ستونزه، یا نه وړتیاده، دښمن، رقیب او حسید هروخت ستا ناکامه کول وغواړي، په لاره کې به درته متنوع خنډونه اجاده وي، خو اهل او وړ شخصیتونه هغه دي چې ددوی خنډونه لري کړي او ځان ته دتګ او پر مختګ لاره صفاکړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکندهار فضا په سرو لوخړو ګرزمنه وه، دمیوند څخه ترکندهاره دهلیکفترو نه پریکیدونکې هیبتناکه ژغونه وه، روسي الوتکو فضادمرغانو په څير پوښلي وه، دهرچا په مخ کې د بیري،وارخطایئ نښي دورايه څرګندې وي، زه دغه حالت ته په کتو نه پوهیدم چې کوم لوی عذاب یاقیامت راروان دی،دا د ۱۳۵۸ دجدي ۶ وه
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپاکستان هوایې تجاوز دافغانستان پرحریم دټولو اصولو خلاف وحشي او کرغیړن عمل دی، دپاکستان مستبد نظامي دیکتاتوري دبې ګناه معصومو افغانانو په نښه کولو سره غواړي په خپل ملت کې دسیاسي ، امنیتي او اقتصادې بې ثباتی او دخلکو په دوی باندې د بې باوری څخه پام بل اړخ ته واړه وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله چې یو ورور په تاباندې باور اواعتماد وکړ نو دهغه دغه باورته صدمه مه رسوه، ځکه چې هم به هغه دنورو په وړاندې په خپل باور بې باوره کړي اوهم به خپل راتلونکی بې باوره جوړکړي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وړه ستونزه لوی والي ته مه پریږده
دلویو ستونزو پیل دوړو ستونزو څخه پیل کیږي که ته د وړو ستونزو دحل اقدام په خپل وخت ونکړي بیابه داسي حدته رسیږي چې حل یې سخت یامحال سي.
ستا لاأبالي او یا ستاغفلت به تادننګونو سره لاس او ګریوان کې. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خپل دغیرت لاس اوچت وساته،همت هیڅکله دلاسه مه ورکوه، دژوند له کړاونو سره مقاومت کوه، دحلال رزق په ګټلو کې په کارکولو مه شرمیږه، ترځان لوړو خلکو ته مه ګوره بلکه ترځان لاندې خلکو ته ګوره چې قانع او شاکر اوسي، دملګرو او دوستانو څخه ګیله مه کوه چې بیابه هر وخت خفه اوغمژن وي،
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هر عمل او دهر چاسره تعامل دالله درضالپاره کوه، ان شاء الله چې بیابه ارام او ښه ژوند ولري.
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په خبرو کې تصرف
که دجملي څخه مبتدا او یاخبر بیل کړي جمله نیمګړي پاته کیږي، چې کیدای سي په انتقال او تعبیر کې غلط مفهوم ورکړي، دادغلط فهمي بنیاد جوړه وي، چې ځیني کسان ورڅخه سوء استفاده کوي، ښه به داوي چې اصلي مرجع په داسي خبروکې پوره تبین وکړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکابل کندهار پرلویه لاره دموټرو دټکر له امله ټولو شهیدانوته دالله جل جلاله څخه مغفرت او زخمیانوته عاجله شفاغواړم، ددوی قریبانو او دوستانو ته صبرجمیل او اجر عظیم غواړم، دویم دلاري دجوړیدو سره دټکرونو خطرونه ډیر سوې دي، دترافیکو اداره باید د ترافیکي قوانینو تطبیق ته جدي توجه وکړي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
همدارنګه دټولګټو وزارت باید ددویم لین څړک چاري چې څومره ممکن وي چټکي کړي، ترڅوپه راتلونکې دداسي خطرناکو پیښي مخه ونیول سي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دبریا رمز
یو فکري او عقیدتي یون چې تر ځو هوډ اوهدف ولري دملګرو سره مخلصانه او غیر طبقاتي تعامل ولري، په ضغط، بند او قرباني نه ختمیږي بلکه قوت یې د وخت په تیریدو سره زیاتیږي، خوهغه وخت یې زوال پیل کیږي چې مشران یې دهوډ او هدفه بغاوت وکًړي او ددې لاري ملګري او پلویان نادیده وګڼي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مال او دولت بذاته نه خیر دی او نه شر دی بلکه یو نعمت دی چې دچا په لاس کې وي په هغه پوري اړه لري چې دخیر ذریعه یې ګرځوي او که دشر، خو ددې نعمت پوښتنه به رب دهرچاڅخه کوي چې څنګه او په کمه لارکې دي مصرف کړی دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه دښمن چې زما د ارضي تمامیت، ثبات او یو والي دښمن دی هغه زموږ دفرد فرد دښمن دی، ترڅو ته دیووالي، اتفاق او خود کفایې، خپل واکی فکر لري هغه ستا دښمن دی، په دوستی کې هم دښمن دی،پام کوه چې دوستي یې تر دښمنی هم خطرناکه ده. خلیل الرحمنَ ملنګه الله دې په خپل رحم ونازه وه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الحکم لله انا لله وانا الیه راجعون
په ډیره خواشینی سره مي خبر تر لاسه کړ چې دمهاجرینو سر پرست وزیر خلیل الرحمن حقاني ورسره نور ملګري په یو ه چاودنه کې په شهادت رسیدلی دی، الله جل و علا دې ددوی شهادتونه قبول کًړي ، قریبانو، دوستانو او متعلقینوته دې الله صبرجمیل او اجرعظبم ورکړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دملت سازي کارونه او دملتونو غوښتنو ته معقول او په وخت جواب ویل دحکومتونو جرړي ټیګوي، څومره چې حکومت اوملت سره نژدې کیږي هم دومره اعتماد او با ور رامنځ ته کیږي، داهڅه باید په حکومتولي کې اولویت ولري.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
داسلامي نړی د سرزمین دحفاظت او دفاع لپاره ترټولو مهم دمسلمانانو اتحاد دی، اتحاد دنصرت او اسلامي بنسټیز جوهر دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په سوریه کې د۶۱ کلونو څخه محروم، محکوم او مظلوم مسلمانان دازادی جشنونه کوي، خوتر ټولو د ازادی او خوشحالی خوند به هغه چاته حاصل وي، چې په لسګونو کلونو دظلم اوستم په زندانونو کې پراته وه
ناڅاپي دزندان ماتول او غیر متوقع ازادي بیل خوند لري دوی ته دې هزاربارمبارک وي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دحرص واړه غريږي دي اشـــنا نه پوره کـيږي
نيمګړي ارمانونه ددنيا نه پوره کيږي
دنيا داسي متاع ده عاقلان باندي خـــــطا سي
قاتل جوړ سي ظالم سي مرتکب دلوی ګناه سي
چې څومره سي مغروره هيله ستانه پوره ګيږي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمشق دثوارو لاس ته ولوید اسد دکورنی سره دطیاري په وسیله دمشق ترک او نامعلوم ځای ته وتښتیدی، دهم دې قدرت لپاره یې په لکونو سوریین دخارو سره خاوري کړه انجام هم داسو.
هرڅه تیرسوه هیربه سي قدرت،جاه، جلال هرڅه؟ خو دالله حساب به دڅاڅکي څاڅکي وینو هرڅوک ورکوي، اللهم اصلح حال المسلمین -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په ټولنه کې دثبات لپاره دري مهم قدمونه
۱- نظامي ثبات غلبه او دقدرت دجزیرو یوکیدل
۲- اقتصادي ثبات اقتصادې وده او دهیواد په خپلو امکاناتو او عوائدو بساکیدل.
۲- سیاسي ثبات، دنظام څخه دهیواد دټولو وګړو رضامندي او دنظام ملاتړ.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اول قدم- شل فیصده خو اساسي رول لري.
دویم قدم- دیرش فیصده تقویتي رول لري.
دریم قدم پنځوی فیصده تضمیني رول لري.
که په یوه ټولنه کې دغه دري اساسه ته ښه پاملرنه وسي او بشپړ سي کیدای سي سل فیصده ثبات ولري.
والله اعلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هره ساه د ژوند په ژوندکې غنیـــــمت ده
هره ساه دې په کالــــــبوت کې امانت ده
هره ساه دې په حساب کې دحـــساب ده
هره ساه دې لنـډه ونکې د رحـــــــلت ده -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ
عائشة رضی الله عنها وایې چې خلق عظیم درسول الله ﷺ ملکه ګرځیدلي وه چې هم رب اوهم ټول مؤمنان ځیني راضي وه، چې داملکه تراوسه بیا په بل شخص کې نه ده راغلي.
اللهم صل علی سیدنامحمدالنبي الأمي وآله وسلم تسلیماًکثیراًکثیراً. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دبې سوچه خبري تاوان
انسان کله په لاأبالی سره خبره کوي او په هغه کې سم معلومات او فکرنه کوي خو دهغه خبري له کبله دلمرختو او لمر لویدو د مصافي په اندازه جهنم ته لاندې کښته کیږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَعَنْ أَبي هُرَيْرَةَ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبيَّ ﷺ يَقُولُ: إنَّ الْعَبْد لَيَتَكَلَّمُ بِالكَلِمةِ مَا يَتَبيَّنُ فيهَا يَزِلُّ بهَا إِلَى النَّارِ أبْعَدَ مِمَّا بيْنَ المشْرِقِ والمغْرِبِ.
متفقٌ عليه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چیري چې مو دخیرالبشر سنت وموندۍ متابعت یې کوي په دې متابعت کې چاته انتظار مه کوی، یاچاته مه ګوری.
امام شافعي رحمه الله
إذا وجدتم سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم فاتبعوها ولا تلتفتوا إلى أحد
امام شافعي رحمه الله
بذور الخیر -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که عقل دې مغلوب کړ فیصلي به دې خود خواسي
هدف ته چې رسیږي سم مسیربه دې خــــــطاسي
دښمن به درته ناست وي دانجام منــــظربه ګوري
پوهیږي به هغه وخت چې دې عقل ســــرته راسي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژوندون درب تحفه ده نه خيـــرات دی نه وړيادی
ژوندون مسؤليت دی وخـــــــــلاق ته په وفادی
وبل ته که سرټيــــټ سي خيانت دامانــــت دی
نوځکه سرخــــوړل ملامت نسي خوعليـــــــادی -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انسان په جد اوجهد مکلف دی په ژونـــــــدون کې
که ستړی سي که وږی سي که ورک سي په لټون کې
همت چې دچاختم سي ياورک ښه دی ياقـــــــبر
ترسترګو لګيدو ښه دی چې مړسي په بيلتـــون کې -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دخپل ژوندون خيرات چې ددښمن څخه څوک غواړي
نوپوی دي شي چې ټول عمربه خـــــپل د درده ژاړي
خيرات غوښتل دژوند ديونااهله حـــــــــماقت دی
يو وخت به دوا ړه لاسه دنــديم په ډول نـــــــغاړي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دژوندون ستړی مزل په مرګ خـــــتمیږي
که سختي وي که راحت په مرحـــــلوکې
څوک خفه وي دوریښــــمو په پالنګ کې
څوک خوشحال وي په ولچـک او زولنوکې -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې کله يوانسان مړسي نوټوله عمل يې قطعه سي ملف يې بند سي بیله دروشيانو چې دهغوی ګټه بعد الموت هم ورته رسيږي.
صدقة جاريه، علم چې دهغه څخه استفاده کيږي او ښه او لاد چې هغه ته دعاکوي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة رضی الله عنه أن رسول الله ﷺ قال: إذا مات ابن آدم انقطع عمله إلا من ثلاث: صدقة جارية، أو علم ينتفع به، أو ولد صالح يدعو له.
رواه مسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د مرګ یادول تر ټولو غوره کار دی، انسان له غفلت څخه بیداروي، کله چې د نیکو اعمالو اراده کمزورې سي مرګ هیرسي، ځای یې بده اراده نسي ، چې انسان دالله څخه لیري کیږي، شیطاني اعمالوته نژدي کیږي،څومره چې څوک په بدو کې مزل کوي دومره دګناه سره عادي کیږي، چې اخر ګناه ورته ګناه نه ښکاري.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اسانه لَوْ ،تر ټولوخطرناکه لَوْ دژبي لو دی
معاذ رضی الله عنه وایې ما درسول الله صل الله علیه وسلم څخه پو ښتنه وکړه چې دژبي په خبرو هم موږ نیول کیږو؟ هغه راته وویل: مور دې درباندې بوره سي تر ټولو ډیر جهنمیان دژبو لو کونکې دي چې پر کوناټو باندې کشونکې به جهنم ته غورځیږي.
ترمذي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دهغه چا څخه مرسته او کومک مه غواړه او مه تمه ورته کوه چې دروازه یې ستاپه مخ بنده کړیوي، بلکه دهغه چاڅخه مرسته او کومک وغواړه چې دروازه یې ستا پرمخ ۲۴ ساعته خلاصه وي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ښه اخلاق
درسول الله ﷺ څخه پوښتنه وسوه چې جنت ته دکومو اوصافوخلک ډير داخيليږي؟رسول الله ﷺپه ځواب کې ورته وويل: چې دوه ډوله خلک به جنت ته ډير داخيليږي، اول هغه خلک چې تقوا او دالله جل جلاله څخه ويره ولري، او دويم ډول هغه کسان چې ښه اوغوره اخلاق ولري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سئل رسوالله صَل الله عليه وسلم عن أكثرمايدخل الناس الجنة ؟ فقال:"تقوالله وحسن الخلق"
(رواه الترمذي)
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ګــــمان مکوه چــــې حـــرص بـــه دې صـابر سي
تـــر څـــو ســـتا جسد پــه خـاورو کې اسير سي
لايزالـــــه دنـــــيا نــــه ده نـــه ژونـدون ســـته
لــــنډ مهلــت د ابـــــتلا تــــير پـــــه توپيــــــر سي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څنګه ملګری باید غوره کړي؟
چې کله ظالم، سرکښه دالله دعذاب سره مخ سي، نو پرخپل عمل او دهغه چا پرملګري باندې چې دی یې ګمراهی ته بیولی وي پښیمانه سي
نوداسي به وایې آی! یعني افسوس کاشکي مي فلانکی په دوستی نوای نیولی.
يٰا وَيْلَتىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلاٰناً خَلِيلاً. فرقان ۲۸ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د اوبوبو دکابو کولو لپاره باید عصري مختلف سیستمونه وکاره وو.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مافیا هسي بلا ده ترپخوا هم تقویه سوه
هم صفاسوه هم مظبوطه هم یې لویه واوسطه سوه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رښتيا وبل زړه ته اطمنان اوسکو ن ورکوي، دروغ ويل دزړه شک او تر ديد ډيره وي.
نوټ . که ددنيا په ژوند کې سکون غواړي نو هميشه رښتونی اوسه. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که څوک غواړي چې د ستونزو او کړاوونو په مهال يې دعاء قبوله سي، په خوشالی او سوکالی کې دې ډېرې دعاوي کوي.
عَن أبِي هرير ةَ
مَن سَرَّهُ أَنْ يُستَجابَ لهُ عِنْد الْكَرْب وَالشدَائِدِ فَلْيُكْثرْ مِن الد عَاءِ فِي الرخَاءِ. رواه الترمذي
اللهم صل علی سیدنامحمد النبي الأمي وآله وسلم -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایي: که څوک ځان پوهول غواړي چې دده لپا ره دالله سره څه دي اوکوم مقام یې دی: نوځانته دې دقیق وګوري چې دده سره دالله لپاره څه سته
فقال صلى الله عليه وسلم:( مِنَ أَرَادَ أَنْ يَعْلَمَ مَالُهُ عِنْدَ الْلَّهِ فَلْيُنْظَرْ مَا لِلَّهِ عِنْدَهُ )
صحيح الجامع -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بیشکه چې رب ج به په هغه ورځ ژغ وکړي په کومه ورځ چې دانسانانو عقلونه دبیري الوتي وي اوسترګي به دهیبته دخپلو قالبونو څخه راوتلي وي، دابه ووایې: چیري دي هغه انسانان چې زما لپاره یې یوله بل سره مینه کول؟زه به هغوی ته نن زما ترسیوري لاندې ځای ورکړم کوم چې په دغه ورځ بل سیوری نسته.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: أَيْنَ الْمُتَحَابُّونَ بِجَلَالِي؟ الْيَوْمَ أُظِلُّهُمْ فِي ظِلِّي يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلِّي
مسلم عن أبي هريرة
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
څوک چې په الله اوپه ورځ دمحشر ايمان لري،خپله خوله دې دخير په خبرو پرانيزي اويادي پټه خوله اوسي.
څوک چې په الله اوپه ورځ دمحشر ايمان لري، دګاونډي خيال دي ساتي.
څوک چې په الله اوپه ورځ دمحشر ايمان لري، دميلمه اکرام او عزت دي وکړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة رضي الله عنه، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «من كان يؤمن بالله واليوم الآخر، فليقل خيرًا أو ليصمت، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر، فليكرم جاره، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر، فليكرم ضيفه
رواه البخاري، ومسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ
خلق عظيم څه شي دي؟.
عائشة رضی الله عنها وايې : چې د رسول الله ﷺ په ژوند کې دوه مهم صفتونه وه اول د الله جل جلاله څخه ويره او تقوی دويم حسن الخلق يا ښه اخلاق وه.
ځکه چې تقوی د الله جل جلاله څخه ويره ده دالله څخه ویره دالله او دبنده
پاتي
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کې نژديوالی راولي او ښه اخلاق بیا د بنده او بنده په منځ کې نژديوالی راولي، په تقوی سره د الله سره محبت پيدا کيږي او په ښو اخلاقو بیا د خلکو له تا سره محبت پيدا کيږي ، نو که څوک غواړی چې د الله او د هغه د بندګانو سره مينه او محبت پيدا کړی ،دغه دوه صفتونه دي په ځان کی پیدا کړي
پای -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
معاذ رضي الله عنه چې کله رسول الله صل الله علیه وسلم یمن ته دمشرپه توګه استاوه،هغه ته يې داسي توصیه وکړه،معاذه ! دمظلوم دښیراڅخه ځان وساته ځکه چې دده اودالله ترمنځ حجاب یاپرده نسته
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
جاء في وصيَّة رسول الله صلى الله عليه وسلم لمعاذ بن جبل رضي الله عنه ، حين بعثه إلى اليمن ، قال: وَاتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللَّهِ حجاب
رواه الشیخان
اللهم صل علی سیدنامحمد النبي الأمي وآله وسلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عقل او پوهه ددین اودنیا دواړو لپاره مهمه ده.
لقمان حکيم صاحب ته دوخت دپاچا په وړاندي يوه متعصب وزير دپيغورپه ډول وويل : چې صاحبه که دې دارنګ اوقواره هم دعقل اوپوهي سره برابره وای نوبيابه نورعلی نور وای؟
حکيم صاحب پوی سو چې وزير داخبره څنګه وکړه.
۱/۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په ځواب کښي لقمان حکيم ته داسي وویل : وزيرصاحب ستاسو انتقاد ددوه حالته څخه خالي نه دی، يا پر نقاش دی اويا پرمنقوش باندي ، که ستا اعتراض پرنقاش باندي
وي نو کافر سولي ځکه زما نقاش الله دی پرالله باندي انتقاد کول کفر دی، نو پاچا بايد تاته درنه سزا وټاکي.
۲/۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اوکه ستا انتقاد پرمنقوش باندي وي نو ډيراحمق يې، ځکه منقوش دځان په نقاشي کې هيڅ رول نلري، نو ته بايد دوظيفي ليري سي، وزارت اودغه مقام داحمق سره نه ښایې، پاچا وزيرته وکتل ! ويل: جناب په دغه دوه لاره کښي کومه اختباره وي مرګ اوکه عزل؟
۳/۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژرده چې په خلکو به دپريبونو کلونه راسي هغه داچې دروغجن به رښتونی ګڼل کيږي او رښتونی به دروغجن ګڼل کيږي،خائن به امين اوامين به خائن ګڼل کيږي، ناپوی اوبې علمه لويدلي خلک به دخلکو په لويو چاروکې خبري کوي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة عن النبي ﷺ قال سيَأتي علَى النَّاسِ سنواتٌ خدَّاعاتُ يصدَّقُ فيها الكاذِبُ ويُكَذَّبُ فيها الصَّادِقُ ويُؤتَمنُ فيها الخائنُ ويُخوَّنُ فيها الأمينُ وينطِقُ فيها الرُّوَيْبضةُ قيلَ وما الرُّوَيْبضةُ قالَ الرَّجلُ التَّافِهُ في أمرِ العامَّةِ
صحيح ابن ماجة
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که یو دوست درته دردمنه اوسخته خبره وکړي فوراً عکس العمل مه ښکاره کوه،عصاب کنترول که اوبیاپه سړه سینه ورڅخه دخبري دعلت تفصیل وغواړه.
کیدای سي ته دمعقول عکس العمل په ښکاره کولو سره دسوء تفاهم ښکار نسي اوهغه دخپلي غلطي په درک سره ستادحوصلي او معقولیت څخه درس واخلي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایي: دری خویونه دي چې د مسلمان زړه اصلاح کوي او له خیانت و شر نه یې پاکوي
په عمل کې د الله لپاره اخلاص
مسلمانو واکمنو ته نصیحت او خیر غوښتنه
د مسلمانانو په ډله کې اوسیدل
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبد الله بن مسعود عن النبي ﷺ قال: ثلاث لا يغل عليهن قلب مسلم: إخلاص العمل لله، ومناصحة أئمة المسلمين، ولزوم جماعتهم.
رواه الترمذي وابن ماجه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ماتي وزري هم ټکل ته درومي
لکه زخمي مرغی درمل ته درومي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مسلمان ته ښکنځل او سپکي سپوري ويل تا ته هيڅ ګټه نه رسو ي، که ستاپه دې بدويلو هغه خبرنسي هم دهغه ګټه ده، اوکه خبرسي صبروکړي هم دهغه ګټه ده ،مګر تاځانته څلور تاوانه ورسول.
اول ٰ- ښکنځل په درو علامو کې يوه علامه دمنافق ده چې تاپه ځان صادقه کړه.
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
٢-ښکنځل دفسق نمونه ده عمل کونکی يې فاحش، فاسق بلل کيږي
٣-په ښکنځلو به په ورځ دمحشر ستادقبول عمل څخه هغه ته پوره حصه ورکول کيږي،که ستاښه عمل نه وو دهغه بداعمال به په تاباندي باريږي د اور سزا به درکول کيږي
٤- دالله او رسول بې اطاعتي دي وکړه کوم چې ددغه عمل څخه یې منع کړئ يې.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ وايې : په خلکو به داسي وخت راسي چې ځيني خلک به يوازي دمال دحاصلولو په لټه کې وي چې څنګه يې لاسته راوړي ،داچې حلال دی او که حرام ددې به هيڅ پروا نه ساتي.
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي هريرة - رضي الله عنه - أن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - قال:((يأتي على الناس زمان لا يبالي المرء ما أخذ منه، أمن الحلال أم الحرام))؛ رواه البخاري
آللهم صل علي سيدنا النبي آلامي وآله وسلم
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اعتماد او باور دانسان هغه جوهر دی که مات سي بيايې رغول نه کيږي، باور په څلورو شيانو سره ماتيږي.
درواغ ويل
دوکه او فريب کول
دوعدي نه پوره کول
په امانت کې خيانت کول
باور دانسان ترټولو لويه شتمني ده، بايدچې دلاسه يې ورنکړي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ددنياغمونه سپــک ګڼه عـــــقبا ته
وصيله دهـــدف درومي انتــــــهاته -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دکابل خوندور املوک
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مبارک دسریلانکا په وړاندې دافغانستان بریا داول ځل لپاره افغانستان داسیا جام خپل کړ.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دچاپه زړه کې چې دکوچنی ميږي په اندازه کبرهم وي جنت ته نسي ننوتلئ ! يوه سړي دسوال په توګه وويل: هرسړی داخوښه وي چې ښه جامي اوښه څپلي ولری؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: الله ښائسته دی ښائست خوښوي ،کبرحق تر پښو لاندې کول اودخلکو سپک ګڼل دي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عبد الله بن مسعود عن النبي ﷺ قال: لا يدخل الجنة من كان في قلبه مثقال ذرة من كبر، فقال رجل: إن الرجل يحب أن يكون ثوبه حسنًا ونعله حسنة؟، قال: إن الله جميل يحب الجمال، الكبر بَطَر الحق وغمْط الناس.
رواه مسلم.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دایران ددفاع ځواکونو ویلي چې تر اوسه یې داسرائلو هوایې برید ته چټک ځواب ورکړي او اکثره توغندی یې په هواکې شنډي کړیدي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دایران پر مرکزتهران او نورو ولایتونو داسرائیلو توغندی لګیدلي دي،ایران ټول ملي او بین المللي پروازونه تر غیر محدود وخته کنسل کړیدي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که ستاسو څخه هريوه منکر اودشريعت مخالف کار وليدی نوهغه دي په لاس سره تغيرکړي، که يې دلاس طاقت نه وو په ژبه اونصيحت سره دې هغه تغيرکړي اوکه دنصيحت وس يې هم نه وو نوپه زړه کې دي دنفرت په توګه دهغه سره مخالفت وکړي اوداد ايمان دضعف اخري حد دی.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نوټ: امر بالمعروف اونهي عن المنکر دهرمسلمان دنده ده خو توپير يې دادی چې دقدرت واکمن به يې په لاس سره منع کوي، عالم به يې په نصيحت اوعام مسلمانان به يې حد أقل په بد ګڼلو سره ممانعت کوي.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من رأى منكم منكرا فليغيره بيده ، فإن لم يستطع فبلسانه ، فإن لم يستطع فبقلبه ، وذلك أضعف الإيمان
رواه مسلم .
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺفرمائي: هوښيارانسان هغه دی چې خپل ځان وپيژني، يادخپل ځان سره محاسبه ولري اودخپل دائمي ژوند لپاره چې آخرت دی کار وکړي، عاجز او ناپوه انسان هغه دی چې خپل ځان يې دنفس اوهوا تابع کړی وی، بيله توبي او عذره دالله څخه دښه مستقبل هيله لري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ أبي يَعْلَى شَدَّادِ بْن أَوْسٍ عن النَّبيّ ﷺ قَالَ: الكَيِّس مَنْ دَانَ نَفْسَهُ، وَعَمِلَ لِما بَعْدَ الْموْتِ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَه هَواهَا، وتمَنَّى عَلَى اللَّهِ رواه التِّرْمِذيُّ وقالَ: حديثٌ حَسَنٌ،
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سعید بن العاص خپل زوی ته وویل په ټوکو کې افراط یا ډیروالی مکوه،ځکه چې زیاتې ټوکې کول ستا ارزښت له منځه وړي، احمقان درباندې جرئت پیداکوي، او بیخي لا پروايي دې له میلمه پالنې لرې کوي او ملګري دې یوازې پریږدي
رسول الله ﷺ په هم دې توګه لږ او حقیقي ټوکې کولې
ادب الدنیا والدین
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال سعيد بن العاص لابنه : اقتصد في مزاحك ، فإن الإفراط فيه يذهب البهاء ويجرئ عليك السفهاء ، وإن التقصير فيه يفض عنك المؤانسين ، ويوحش منك المصاحبين . وقد كان النبي صلى الله عليه وسلم يمزح على هذا الوجه " . انتهى من " أدب الدنيا والدين " (ص 319)
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمايې: چاچې مسلمان ته ضرر ورساوه الله به ده ته همداسي سزا ورکړي، اوکه چاپرمسلمان باندې پیځایه سختي را وسته الله به پر ده باندې سختي راولي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وَعَنْ أَبِي صِرْمَةَ رض قَالَ قَالَ رَسُولُ اَللَّهِ ﷺ مَنْ ضَارَّ مُسْلِمًا ضَارَّهُ اَللَّهُ ، وَمَنْ شَاقَّ مُسَلِّمًا شَقَّ اَللَّهُ عَلَيْهِ )
رواه الترمذي وابوداود
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
یار مي ورته وښودی اغیار مي ورته وښــــــودی
درس دپرمختـــګ او اختبار مي ورته وښــودی -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دیحی سنوار دې الله مغفرت نصیب کړي داسلام په تاریخ کې به یې دمظلومیت او. مقاومت نوم پاته وي، خو اسلامي نړی یې ددین اخوت او انسانیت پوره وړي ده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الحمدلله ثم الحمد لله افغانستان دخود کفایۍ په لور روان دی، تیره ورځ دزراعت وزارت په ابتکار او تیره هفته دتجارت وزارت په ابتکار نندارتونوته ورغلم ، دخپل وطن داسي تولیدات مي ولیدل چې دثبات لپاره هیلي راټوکوي او دا مسافر وړونکی ښائسته بس هم دوطن تولید داول ځل لپاره راروان دی .
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انسانه مه مغروره کيږه
که ته خپل تيرته نظروکړي دڅه څخه پيداسوی يې(أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِيٍّ يُمْنَىٰ (37)اوکه خپل راتلونکی وګوري یوازي. بې واوسطي، بې جامو دیوه سپین کفن سره قبر ته ځي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
انا لله وانا الیه راجعون
دایران دپولي ساتو ځواکونو لخوا د لسګونو غریبو افغانانو شهادت چې غوښتل یې دکار لپاره ترپولي واوړي وحشي او دبشرضد عمل دی او ددې وحشت باید پوره پلټنه او پوښتنه وسي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ او ایمان راوړئ او الله د هغه چاچې تل شكر باسي ايمان راوړي شکر قبلوونكى دی، پوره علم لري
مَّا يَفۡعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمۡ إِن شَكَرۡتُمۡ وَءَامَنتُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمٗا. النساء ۱۴۷ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دخیبر لویه جرګه دظلم په وړاندې دمظلومانو دفریاد دهیلو راټوکیدلو نوې پړاو، دی، دمظلومو ګډونوالو دخبرو څخه معلومیږي چې هلته دفریاد مرجع عادلانه نه وه، او دظلم په وړاندې ترتحمل پرته بله چاره نه لیدل کیده،،په دې هیله چې خپل موخوته ورسیږي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دسیاست په دام کې ولویده چاـلاکه
حقارت ورته نصیب ســـــوله تاړاکه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دتاریخ توره ورځ
داکتوبر ۷/ ۲۰۰۱ دپاکستان او ایزان په مرسته دګران هیواد پر حریم باندې دامریکا او ددوی د اشرګړو یرغل،
Dark day in the history
October 7/2001 U S and there Aline invasion of Afghanistan by the cooperation op pk and IR. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چین بالعربیة خبر ورکړی چې ایران تیره شپه داول ځل لپاره اټومي ازموینه ترسره کړیده چې له کبله یې ۴.۶ زلزله هم رامنځ ته سوې ده
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نن چې پرعربي نړی کوم عذاب راروان دي عمده علتونه یې دري دي
۱- دحاکمانو استبداد چې دعلماوو او ملتونو څخه یې دحق ویلو جرئت او صلاحیت صلب کړی دی
۲-دحااکمانو او امیرانو پرقانون او شریعت فوقیت، تر دې چې دتخلف په صورت کې هم هغوی دقانون څخه استثنائات لري.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
۳- کورني حاکمیتونه چې دمیراث په ډول یو بل ته پاته کیږي
همدا علتونه دې چې نن ټول ملتونه ددوی دکورني حاکمیت دبقا لپاره چې هر نوع معامله ورباندې کوي قرباني کیږي والله اعلم
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
امن او ثبات دالله هغه نعمت دی چې د ژوند ټول تا رونه ورسره تړلي دي، امن دهرچا په ګټه دی، امن دهرچا لپاره اړین دی دامن اقامه دترقی پرمختګ ترټولو لوی عنصر دی، په ټول کې امن لکه مشاع پټی مشترک دی او ساتل یې دټولو مسؤلیت دی.
الله دې په دې هیوادکې دوامداره ثبات قائم کړي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اسرائیلي وګړو یو وخت ځانونه دفلسطین په غصب اړخ کې چې اوس اسرائیل پر اباد دي ترټولو خوندې ګڼل، خو اوس دوی دنړی په ټولو هیوادونو کې په امن ژوند کوي پرته له فلسطین نه، یو ورځ به داسي راځي چې دوی به بیرته هغو هیوادونو پنا ور وړي دکوم ځایونو څخه چې راغلي وه.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
داسرائیلو، فلسطین جنګ دلبنان سوریې او اردن خواته په ستراتیژیکه توګه غځیږي، دایران او یمن توغندیز بریدونه او دامریکا خبرداری داوکراین دجنګ اوږ دیدل کرار کرار دیوه لوی جنګ خواته دخطړ زنګونه دی، دنړی دحالاتو دتغیر څخه داسي بریښي چې خوبه وړي عربي نړئ بیا هم دجغرافیې تغیرته روانه ده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په انسان کې رَجُلِیَتْ
انسان پر حق صبر او استقامت کوې په داسي حال کې چې پر باطل قدرت ولري، ترډیره عدالت پلي کوې هغه وخت چې دظلم وس ولري، بل چاته عفوه کوې په داسي موقف کې چې دانتقام توان هم لري، خپل درد، غم او لوږه تحمل کوې خو نورو خلکو ته شکایت نکوي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حقیقي وینا او حقیقي لیکل داسي وي لکه هنداره چې اوریدونکی یا لوستونکی خپل تصویر پکښي ویني، چې کله دې دحقیقت په هنداره کې خپل تصویر بد او بیخونده ولیدی هنداره مه ملامتوه ځانته متوجه سه او خپل عیبونه اصلاح که.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نفرت مه کره دزړونو په ګـــــــــلدان کې
مینه نسته دخوښیــــــــــو په زندان کې
دمحبت په اوبو وچ ګلــــــــــان اوبه کړه
: ښکلا وښینده دښکلوپه میــــــــدان کې -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایي: دری خویونه دي چې د مسلمان زړه اصلاح کوي او له خیانت و شر نه یې پاکوي
په عمل کې د الله لپاره اخلاص
مسلمانو واکمنو ته نصیحت او خیر غوښتنه
د مسلمانانو په ډله کې اوسیدل
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن اعبدالله بن مسعود عن النبي ﷺ قال: ثلاث لا يغل عليهن قلب مسلم: إخلاص العمل لله، ومناصحة أئمة المسلمين، ولزوم جماعتهم.
رواه الترمذي وابن ماجه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
خدای دې هدایت ورته وکړي ددغه عکس څخه یې دغه فوټوشاف جوړ کړي دی بیا یې ددرواغو خبري ورسره لیکلي دي، یارانو که ډیر دیغت مو کړی وي بیرته خپل وطن ته راسی، خدای مو راوله ژوند هر چیري کیږي خو عزت خپل په ټاټوبي کې دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
پروند توښ نن لمبه سو سبــــــا اور دی
ورته ګوره داد آه او اوښــــــــکو زور دی -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په کندهارکې دسږکال دپیستي حاصلات ماشاءالله
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هغه حدیث چې ابې هریرة یې د روایت په کولو دري ځله بې هوښه سو
رسول الله ص وویل چې په ورځ دمحشر به اول هغه مجاهد راولي چې په دې لاره کې وژل سوی هم وي خو په زړه کې ریا او کبر وي، الله به خپل نعمتونه ورباندې عرض کړي، دی به یې هم ومني؛ بیابه رب ورته ووایې نوتا څه کړیدي؟
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ثم أمر به فسحب على وجهه حتى ألقي في النار رجل تعلم العلم وعلمه وقرأ القرآن فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال فما عملت فيها ؟ قال تعلمت العلم وعلمته وقرأت فيك القرآن قال كذبت ولكنك تعلمت العلم ليقال عالم وقرأت القرآن ليقال هو قارئ فقد قيل
ثم أمر به فسحب على وجهه حتى ألقي في النار
۸
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ورجل وسع الله عليه وأعطاه من أصناف المال كله فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال : فما عملت فيها ؟ قال : ما تركت من سبيل تحب أن ينفق فيها إلا أنفقت فيها لك قال : كذبت ولكنك فعلت ليقال هو جواد فقد قيل : ثم أمر به فسحب على وجهه ثم ألقي في النار .
صحیح مسلم
۹ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
شپږ کارونه دي که څوک یې په کولو توهین سو یوازي دې ځان ملامت کړي
۱ بې بللو میلمستیاته تلونکئ
۲ دبیکاره ناپوه څخه عزت غوښتونکی
۳ د دوو نفرو په خبرو کې بې اجازي ور لویدونکی
۴ دواکمن یا پاچا دسپک کردار کونکی
۵ هغه چاته مشوره یا خبري کول چې دده خبرو ته اهمیت نه ورکوي
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
۶ په هغه مجلس کې کښینستونکې چې وړتیا یې نلري.
۲
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال ابن عبدالبر
ستة إذا أهينوا فلا يلوموا إلا أنفسهم:
۱الذاهب إلى مائدة لم يدع إليها
۲ وطالب الفضل من اللئام
۳ والداخل بين اثنين في حديثهما من غير أن يدخلاه فيه
۴ والمستخفّ بالسلطان
۵ والجالس مجلسا ليس من أهله
۶ والمقبل بحديثه على من لا يسمع منه ولا يصغي إليه
۳ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دجسد اعضاء مي ورځ په ورځ غوڅـــیږي
دحیـــــات چانس مي راتلونکې ته کمیږي
دعـــــلاج لپاره دلته حاذق نســــــــــته
دنجــــــات لپاره ډیر خلک کــــــــړیږي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د مسلمانانو په ځانګړي توګه دشرق الاوسط د عرب هیوادونو مثال کټ مټ د ژړ تور او سپین غوایانو دی، بیا به دیته ورته کلمات وایې (لقد أُكِلتُ يومَ أُكِل الثورُ الأبيض) خو وخت به تیر سوی وي هیڅ ګټه به نه ورته کوي، اسرائیل به دغرب په مستقیمه مرسته یو یو را نیسي او نور به ورته ګوري
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايې : که څوک داستغفار ويل په دوامداره توګه په ځان حتمي وګر ځوي، نوالله به دده لپاره دهري سختی څخه دوتلو لار اسانه کړي او دهرخواشيونکي کارڅخه به دنجات لاره ورته برابره کړي همدارنګه به پراخه روزي دده ترګمان اواټکل زياته ورکړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وعنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضِي اللَّه عنْهُما قَال: قالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: منْ لَزِم الاسْتِغْفَار، جَعَلَ اللَّه لَهُ مِنْ كُلِّ ضِيقٍ مخْرجًا، ومنْ كُلِّ هَمٍّ فَرجًا، وَرَزَقَهُ مِنْ حيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ
رواه أبو داود
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رَسُولُ اللَّه ﷺ فرمایې! الله وظالم ته مهلت ورکوي (یعني په عذاب ورکولوکې تلوارنکوي )خوچې کله یې راټینګ کړي بیایې نه پریږدي.
وعن أَبي موسى قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّه ﷺ: إِنَّ اللَّه لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ فَإِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ.
.مُتَّفَقٌ عَلَيهِ. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که دعلم سره مل وای مشـــــــــقت ستا
نتیجه به وای ښــودلي درایــت ســــــــتا -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
یوه هوښیار سړي ته چاوویل: چې نن فلانکي سړي ستا په غیاب تاته ښکنځل وکړه!
هغه په ځواب کې ورته وویل:هغه خو زماپه طرف غشی وویشتی مګر ماته ونه رسیدی، خو تا بیرته دهغه لویدلی غشي ولي زما په زړه کې ښخ کړ ؟ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ژبه دانسان د زړه او مغز ترجماني کوې، ښه الفاظ یا بد الفاظ، درنه یا سپکه ژبه کارول دا روښانه کوي چې ویونکی یې څوک او دکوم زړه لرونکی دی که غواړي چې دخدای اوبندګانو په وړاندې دوقارڅښتن سي درانه باحیاء او با وقاره الفاظ کاره وه،له سپکو خلکو او سپکو الفاظو څخه ځان لیري ساته.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حقيقي عدالت دامنیت ضمانت دی
کومه ټولنه چې دنسبي عدالت څخه برخورداره وي هلته محکومیت او محرومیت له منځه ځي، ځومره چې محکومیت او محرومیت کمیږي په هغه اندازه امن قائمیږي، که غواړو چې امن او ثبات مو نور هم ډاډمن سي دعدالت لپاره کار وکړي او په ټولنه کې محکومیت او محرومیت ختم کړی -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
د رسول الله ﷺ نه پوښتنه وسوه چې بهتر دخلکو څوک دې؟
رسول الله وویل مخموم القلب،صدوق السان
هغه بیا وپوښتل صدوق السان پیژنو دژبي صادق رښتیا ویونکی خو مخموم القلب څوک دی؟
رسول الله ﷺ وویل پاک زړه والا، دالله څخه بیریدونکی چې پرځان ګناه نه پریږدي.په زړه کې یې ظلم غش او حسد نه وې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
.
وعن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما - قال : قيل لرسول الله صلى الله عليه وسلم : أي الناس أفضل ؟ قال كل مخموم القلب صدوق اللسان " . قالوا : صدوق اللسان نعرفه ، فما مخموم القلب ؟ قال هو النقي ، التقي ، لا إثم عليه ، ولا بغي ، ولا غل ، ولا حسد
. رواه ابن ماجه
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چیري چې مو دخیرالبشر سنت وموندۍ متابعت یې کوي په دې متابعت کې چاته انتظار مه کوی، یاچاته مه ګوری.
إذا وجدتم سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم فاتبعوها ولا تلتفتوا إلى أحد
امام شافعي رحمه الله
بذور الخیر
اللهم صل علی سيدنا وحبيبنا محمدا النبي الأمي وآله وصحبه وسلم. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چې کله په ټولنه کې دیو مسؤلیت لپاره غوره سوي فکرمکوه چې داستادپوهي او اهلیت له کبله غوره والی وو او یا ترتا بل وړ څوک نه وو بلکه په دې فکر وکه چې زه څنګه ددې انتخاب مصداق ګرځیدلای سم.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دټاپي دلویې پروژي پیل دي ټولو ته مبارک وي
د ټاپي پروژه، چې دډیره وخته ورباندې کارکیدی د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، او هند ترمنځ د ګازو پایپ لاین دبرق زیاتوالی دترانزيت اسانتیاوي پکښي شاملیږي، دټاپي پروژه دافغانستان لپاره ګڼي ګټي لري چې ترټولو مهمه او سیاسي ګټه یې
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دګاونډیانو مشترک منافع دي چې ضمن کې قوي امن تضمینوي او بالمثل تعامل ته اړتیا ډیره وي.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ستاپه خوی کې چې دکړو فاصــــله راغله
هغه ورځ مو درشتو فاصــــــــــله راغله -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عائشه رضی الله عنها وایې چې دیهودو یو وفد درسول الله ﷺ دملاقات غوښتنه وکړه! کله چې راغله دسلام په ځای السام علیکم ووایه یعني په تاسو دې مرګ وي، ما په ځواب کې السام علیکم واللعنة وویل یعني پرتاسودې مرګ او لعنت دواړه وي!
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عائشة رضی الله عنها دَخَلَ رَهْطٌ مِنَ اليَهُودِ علَى رَسولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ فَقالوا: السَّامُ عَلَيْكَ، فَفَهِمْتُهَا فَقُلتُ: عَلَيْكُمُ السَّامُ واللَّعْنَةُ، فَقَالَ رَسولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مَهْلًا يا عَائِشَةُ، فإنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الرِّفْقَ في الأمْرِ كُلِّهِ فَقُلتُ: يا رَسولَ اللَّهِ، أوَلَمْ تَسْمَعْ ما قالوا؟ قَالَ رَسولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ: فقَدْ قُلتُ: وعلَيْكُم
رواه البخاري
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله چې الله دیو امیر لپاره دخیر اراده ولري،هغه ته صادقه وزیر یا مشاور ور کړي،که یې مهم کار ونه هیر وي وریاده وي یې، که یې یادوي ورسره مرسته کوي او که دالله اراده بله وي هغه ته بیکاره وزیر یامشاور ور کړي که یې مهم کار ونه هیروی نه یې وریاده وي،که یې یادوي مرسته نه ورسره کوي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن عائشة رضي الله عنها- مرفوعًا إِذَا أَرَادَ اللهُ بِالأمِيرِ خَيرًا، جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ صِدقٍ، إِنْ نَسِيَ ذَكَّرَهُ، وَإِنْ ذَكَرَ أَعَانَهُ، وَإِذَا أَرَادَ بِهِ غَيرَ ذَلِكَ جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ سُوءٍ، إِنْ نَسِيَ لَمْ يُذَكِّرهُ، وَإِنْ ذَكَرَ لَمْ يُعِنْهُ.
صحیح ابوداؤد
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
نوشیروان عادل دمرګ په وخت کې خپل ځای ناستي ته توصیه کوي
ګوره واکمنان دوني دتني مثال لري او ولسونه دبیخ او ریښو په څیر دي، که غواړي چې ونه سالمه مثمره پاته سي دریښو اوبیخ یې ښه پالنه او ساتنه کوه،،که چیري ونه د ریښو لخوا تنده، یامرض یابله ستونزه پیداکړي تنه یې سالمه نه پاته کیږي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تورمخــــــــــونه دبلاوو مي لیدله
په حیرت مي دهغوی لورته کتــله -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
الله جل جلاله فرمایې وَلَا تَقْرَبُواْ ٱلزِّنَىٰٓ ا(لأسری) چې زناته دسره مه نژدي کیږی،یعني دمسلمان دشان سره باید دزناکول بیخي بعیده خبره وي بلکه ورنژدي کیږي به هم نه.
علماء وایې چې زناته نژدیکت. اختلاط، بې حجابي او دغیر محرم سره بې ضرورته خبري اوناسته ولاړه ده. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
لا يغرس رجل مسلم غرسا، ولا زرعا فيأكل منه سبع، أو طائر، أو شيء إلا كان له فيه أجر ". وقال ابن أبي خلف : طائر شيء .
رواه مسلم
اللهم صل علي رسول الله النبي الامي وآله وسلم تسليما كثيرا كثير أ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هیڅ وخت توکل دانسان دټمبلی او سرټمګی جبران نسي کیدلای
اول انسان مکلف دی چې ددنیاپه چارو کې دعلم،عقل تجربو څخه پوره ګټه واخلي او بیا په رب توکل وکړي(اعقلها ثم تتوکل)ً دا دعقل تقاضا ده او دانسان امتیاز او بهتري همداده. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که څه هم د ژوند ټول اړخونه نیمګړي پاته کیږي نه دنیا ابدي ده او نه پکښي دژوند ټولي ستونزي حل کیدلای سي.
خو بیاهم انسان دیوراعي په توګه دالله له لوري مکلف دی چې دخپل مسؤلیت په اندازه خپل دوس تر نهایتي کچي پوري هڅه وکړي چې د ژوند ستونزي حل کړي.
هڅه او کوشش په کار دی -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په سیاست کې دهرفرصت څخه باید مثبته ګټه واخستل سي:
دفرصتونو ضائع کول که دناپوهی او یا هم دلاأبالی له کبله وي پر ټولنه منفي اثرات غورځه وي، همدامنفي اثرات په وخت وخت ډيریږي ترڅو په تدریجي ډول یوګواښ رامنځ ته کړي.
سیاسیون باید ویښ، هوښیار اومتجرک اوسي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمريض زړه دوا پنځه شيان دي
اول- دقرآن تلاوت په تدبر اوفکرسره کول
دويم ٰٰٰ- په لږ خوراک ګذاره کول
دريم - دشپي دقران په لوستلو سره قيام اليل ياتهجد کول
څلورم - دسهار خواته په عاجزي او تضرع سره دالله څخه بخښنه غوښتل
پنځم - دالله دصالحو اونبکو بندګانو سره ناسته پاسته کول.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
قال إبراهيم الخواص رحمه الله: دواء القلب في خمسة أشياء: قراءة القرآن بالتدبر، وخلاء البطن، وقيام الليل، والتضرع عند السحر، ومجالسة الصالحين.
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
لږ په سترګو د رښتیا وګوره ځانته
په نظر دیو بنا وګوره ځانته
په عیبونو دي دحق کتنه وکړه
په دې ډول دقضا وګوره ځانته
دماضي اومستقبل قیاس ته ورسه
په عینه کې دبل چا وګوره ځانته
دخلقت او د ورتګ تحقیق دې وکړه
په حکمت کې دالله وګوره ځانته
فلسفه د ژوندون وګوره ضعیفه
په کفن کې دسبا وګوره -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایې
هوښیار او ځیرک هغه څوک دی چې خپل ځان وپیژني(یعني دنفس اوهوا پیره وي نکوي) او دمرګ وروسته ابدي ژوندته ښه عمل کوي، عاجزه او احمق هغه څوک دی چې نفس یې دخپل هواتابع کړی وي او درب څخه بیا دنیکو هیلو هیله کوي.
١
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ أبي يَعْلَى شَدَّادِ بْن أَوْسٍ عن النَّبيّ ﷺ قَالَ: الكَيِّس مَنْ دَانَ نَفْسَهُ، وَعَمِلَ لِما بَعْدَ الْموْتِ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَه هَواهَا، وتمَنَّى عَلَى اللَّهِ الأماني
رواه التِّرْمِذيُّ
٢ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اللهم صل على محمد عدد ما ذكره الذاكرون
اللهم صل على محمد عدد ما غفل عنه الغافلون
اللهم صل على محمد في الأولين
اللهم صل على محمد في الآخرين
اللهم صل على محمد في الملأ الأعلى إلى يوم الدين -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دمؤمنانو لپاره خیر غوښتنه دایمان نښه ده
رسول الله ﷺ فرمایې تر هغه انسان دکامل ایمان څښتن نسي جوړیدلای تر څو بل مؤمن ورور ته هغه څه غوره نکړي کوم چې ځانته یې غوره ګڼي.
عن أنس رضي الله عنه أن النبي ﷺ قال لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه .
متفق علیه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
اطاعت دامتحان دازغو باردی :: اطاعت دخواهشاتو انحصاردی :: اطاعت دکامیابی دمزي تاردی:: اطاعت دخدای رسول په خوارفتاردی:: اطاعت دنفس شیطان پرسرګذار دی:: اطاعت دعاقلانو خلکوکاردی :: اطاعت اوس دقيدونو زندګي ده.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دحق خبره په قناعت سره خاموشه که، هڅه مکوه چې بې قناعته څوک ساکت کړي، ځکه ډیر ځله دځینو سکوت تر خبرو ډیر خطرناکه وي
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله کله انسان ځانته پام نه وې خو بل ته د نصیحت او یا دملامتی ګوته نیسي هغه څه چې دی بل ته بد ګڼي په خپله عمل په کوې، پکار ده چې بل ته تر نصیحت یا ملامتی وړاندې خپل ځانته متوجه سو ،کیدای سي په دې کارسره خپل ځان اصلاح کړو او دبل چا کمزور یو او عیبونوته ولاړنسو.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
چاچې یوځل دوکه درکړه ددویم ځل لپاره ددوکې فرصت مه ورکوه ولي چې عاقل یوځل پرموږي غوځاریږي.
كه چیرته دویم ځل بیاهم له هغه جهته دوکه سوې نو ملامتیا ستاده اوباید دځان ملامتیا ومني. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دپروند صحنه تل دي وي افغانستان او سوکاله دي افغانان
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ستا ملګري ستا دستور او مســـیر غواړي
ستا دستړي ژوند تاریخ لوی تدبیر غواړي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
کله کله ته ځکه باید سکوت غوره کړي،چې کله ستا ژبه ستا دزړه او دماغ له تفسیره عاجزه سي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بې انصافه امریکا چې په لسګونو کلونو یې په خپلو وحشي او ویره ونکو زندانونوکې په زرګونو بې ګناه انسانان بیله محکمي او جرمه ساتل او اوس یې هم ساتي، ددخپلو درو جاسوسانو بندیانو په هکله نګراني لري، دوی باید پوی سي چې دبشریت په تاریخ کې دوی بشرپاله نه بلکه ترټولو لوی جنایتکاران دي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
سفيان رضي الله تعالی عنه وايي چۍ ماورسول الله ﷺ ته وويل: چې يارسول الله ماته په اسلام کې داسي څه ووايه چې زه بياپه ژوندکې ستا وروسته هغه سوال دبل چاڅخه ونکړم؟
رسول اللهﷺ راته وويل: چې ووايه ماپه الله ايمان راوړیدی او بيا دالله سره پر دغه عقیده باندې استقامت وکړه.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عَنْ أَبِي عَمْرٍو وَقِيلَ: أَبِي عَمْرَةَ سُفْيَانَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ tقَالَ: "قُلْت: يَا رَسُولَ اللَّهِ! قُلْ لِي فِي الْإِسْلَامِ قَوْلًا لَا أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَدًا غَيْرَك؛ قَالَ: قُلْ: آمَنْت بِاَللَّهِ ثُمَّ اسْتَقِمْ" . رَوَاهُ مُسْلِمٌ
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ګران حبيب وايې: يومؤمن دبل مؤمن لپاره هنداره ده .
نوټ : په دغه حديث کې دوه مهمي نقطي دي چې مؤمن بايد ورته متوجه سي
اول : هنداره ستادمخ عيب ستاڅخه نه پټوي درته ښکاره کوي يېٰ.
دويم : ستاعيب تاته ښيې بل چاته نه.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
مفهوم داسو چې ديوه مؤمن پرمؤمن باندي دوه حقه دي اول به دهغه عيب بيله تملقه ورته ښيې دويم دهغه عيبونه به بل چاته چې متعدي مضرنه وي نه بيانوي،پرده به ورباندي اچوي.
عن أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أن رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قال: «الْمُؤْمِنُ مِرْآةُ الْمُؤْمِن
أبو داود
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دلته ښه ځوانان بیده په ســــــوکالي دي
دتاریخ د ویاړ وتلي نومــــــــــــیالي دي -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دسیمي دثبات.دوامداره امن لپاره پکارده چې دسیمي هیوادونو سره اقتصادي مشترکات ډیرسي، ددې لپاره باید دلویو پروژو، تجارتي راکړه ورکړي، ترانزیتي اسانتیاوي، سرمایه ګذاري ډیپلوماتیک تعامل او پرمختګ په پار ژوره تګلاره په کار واچول سي، ترڅو هرګاونډی دبل ګاونډ په ثبات کې خپله ځان وویني.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
تاسو ددوو متخاصمو ډلو په منځ کې انصاف کوی، مورد یې خاص دی خوحکم یې عام دی یعني تاسو دهرچاپه اړه دانصاف اوعدل پریکړه کوي
دادومره درنه کلیمه ده که هرهغه ذې شعوره حیوان ته وویل سي چې پرالله اودالله پرانصاف عقیده لري چې داواک بین الأثنین واخله واقسط بینهما نو انکاربه وکړي خو إنسان؟ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
وحدت وساتی
کوم شی چې ديوه لوی قوم ياټولنی دهلاکت اوشکست لامل جوړيدلای سي هغه بې اتفاقي ده، دوحدت مټي تل مظبوطي وي اودهرقسم پيشار په وړاندي مقاومت کولای سي، دښمن هروخت همدغه چوکاټ ته دننوتلو لارپه نفاق کې لټوي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسو ل الله ﷺ دسوال په توګه وویل: پوهیږی چې مفلسه څوک دی؟ ملګرو ورته وویل چې په موږ کې مفلسه هغه څوک دی چې درهم او دینار نلري.
رسو ل الله ﷺ وویل: زما دامت مفلسه هغه څوک دی چې دمحشر په ورځ په لمونځو، روژو او زکاة سره راتګ وکړي
۱Post not available here, view on X
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن ابي هریرة قال قال رسول الله أتَدرونَ ما المُفلِسُ ؟ إنَّ المُفلسَ من أُمَّتي مَن يأتي يومَ القيامةِ بصلاةٍ وصيامٍ ، وزكاةٍ ، ويأتي وقد شتَم هذا ، وقذَفَ هذا ، وأكلَ مالَ هذا ، وسفكَ دمَ هذا ، وضربَ هذا ، فيُعْطَى هذا من حَسناتِه ، وهذا من حسناتِه ،
۳
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
فإن فَنِيَتْ حَسناتُه قبلَ أن يُقضَى ما عليهِ ، أُخِذَ من خطاياهم ، فطُرِحَتْ عليهِ ، ثمَّ طُرِحَ في النَّارِ
رواه مسلم
۴ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
هنیة رحمة الله تعالی علیه په رشتیا چې داسلامي نړئ ترټولو غمځپلي، ځوریدلی کړیدلی سیاسي شخصیت وو الله دې په خپل عظیم رحم راحت ورته نصیب کړي
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عدالت په ټولنه کې دامنیت ضمانت دی
کومه ټولنه چې دنسبي عدالت څخه برخورداره وي هلته په په هغه اندازه امن وي او که عدالت کمزوری کیږي په اوتومات ډول بې امنتي ورسره قوې کیږي که غواړو چې امن او ثبات مو نور هم ډاډمن سي دعدالت لپاره نه ستړی کیدونکی کار وکړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
داسلامي ټولني دپرمختګ او داسلامي تمدن دتحقیق مخه په شبهاتو کې لتاړ، تنګ نظره او افراطي کسانو ډب کړیده، همدا علت دې چې په اکثره اسلامي نړی کې داسلامي تندن خلا غربي تمدن ډکه کړيده، پکار ده چې داسلامي تمدن په وړاندې خنډونه لیري او داورکه په حکمت اوعلمیت سره اعاده سي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په ظلم نه ملت او نه دولت جوړیږي
دپاکستان دبې رحمه ملیشو هغه عمل چې خپل دملت بچیان ژوندي ترخاورو لاندې کوي دوحشت انتهاء ده او باید په کلکه وغندل سي، او هر څوک چې دظلم انتهاء ته رسیږي دزوال مزي لنډه وي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دنګ سرونه تــیټ په خاورو کې پـــناسوه
ضرب په صــفرکې دصفـــــــر انتها سوه -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
حکیمان وایې
عفوه ترانتقام خوږه ده،شغل تر راحت ګټمن دی، قناعت ترمال او دولت ډیرلوی دی اوصحت ترشتمنی غوره سرمایه ده، هڅه وکه چې په خپل وخت ورڅخه ښه استفاده وکړي. -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
دنړیوال اقتصادي جال او زبیښونکې مافیاپه لومو کې مسلمانان یوازي دښکارحیثیت لري، نه اقتصادې او نه هم سیاسي نوښت لري ، دمسلمانانو استقلال په اقتصادي استقلالیت او واقعي نوښت پوري تړلی دی، اقتصادي استقلال او منونکی نوښت په علم او پوهه سره راځي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په هره کړنه کې دتدبیر او تعقل څخه پوره استفاده کوه دادانسانیت دنده او تقاضاده، هر انسان په خپل وس مکلف دی، خو که ستا جهد اوتلاش مثبته نتیجه ورنکړي ډیر مه خفه کیږه،ځکه چې تدبیر تقدیر نسي بدلولای.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په ننګرهارکې دمالټو تنګي باغونه خوګرمي هم ښه ده
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
بې ځایه تهمت
افتراء او تهمت لکول ډیر اسانه کاردی داسي ډیري نموني لیدل کیږي چې دسیاسي او شخصي یا هم دحسد داغراضو له کبله خلق په دې عظیمه ګناه کې مبتلاء دي او دخلکو دعزتونو پایمالول کوي،خوکه خبره تبین او ثبوت ته ولاړه سي ډیر مفترین به حدقذف کیږي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایې که څوک ماته دکرغښیو او ورنونو دمنځ ضمانت راکړي زه به دجنت ضمانت ورکړم.
عن سهل بن سعد رضي الله عنهما مرفوعاً: «من يضمن لي ما بين لَحْيَيْهِ وما بين رجليه أضمن له الجنة
رواه البخاري
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
رسول الله ﷺ فرمایې په هغه ذات قسم چې زما نفس دهغه په اختیارکې دی که څوک ستاسو څخه رسی واخلي او دلرګو غوځی په شا راوړي (ځان او عیال ته رزق په برابره وي) دده لپاره تردې خیر دی چې چاته سوال وکړي وریې کړي اویایې ورنکړي.
۱
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ والذي نفسي بيده لأن يأخذ أحدكم حبله فيحتطب على ظهره، خير له من أن يأتي رجلا فيسأله أعطاه أو منعه
رواه البخاري
۲ -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
په جرګه کې دامیرالؤمنین عالمانه ،صادقانه، ثلیثه او ساده وينا ډیرو هغو سوالونوته ځواب ووایه چې دډیرو خلکو په مغزو کې ګرځیدل.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
ترټولو غټ ظالم هغه څوک دی چې پر خپل ځان ظلم کوي او ترټولو غټ ظلم شرک دی اوبیانور ګناهونه دې ،ځکه چې دشرک او نورو ګناهونو په وجه انسان دالله دعذاب مستحق ګرځي،څوک چې خپل روح او جسد دالله دعذاب او دوزخ څخه نه ژغو ري داپه خپل ځان باندې ظلم دی.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که هر حکومت په دې وتوانیږي چې خپل واکمن چارواکې دحقیقي اومعنوي فسادڅخه راوګرځوي باقي ټولنه پخپله اصلاح کیږي. ځکه چې فسادله واکمنو پیل کیږي او بیرته ودوی ته ورګرځي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
که څوک پریشانه وي اویا له دنیایې کارونو څخه ستړی وي په نیمه شپه کې دي پورته سي اودس دي وکړي او حسب الطاقة دې څو رکعته لمونځ وکړي اودې عمل ته دې دوام ورکړي ان شاءالله چې پریشانی به یې ختم سي.
-
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
كبرجن خلک به دمحشر په ورځ دکوچني سرو میږانو په اندازه راپوته کیږي بیابه دخلکو په پښو کې دکوچني میږانو په څیر پایماله کیږي او کشیږي.
یا الله ته مو دکبر او غرور څخه وساته -
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
@abdulsalamzaeef
"اوسپنه چې ګرمه وي ښه ټکیږي"
ډیر پوخ او پرځای متل دی.
کوم کارونه چې په ګرمه وینه کیږي باید سړیدوته پاته نه سي.
همدارنګه چې څومره کارونه په ابتدا او اول مهلت کې ممکن وي کرار کرار یې امکانات کمیږي.
ښه ستراتیژي به دا وي چې له هر ممکن فرصت څخه په خپل وخت ګټه واخستل سي.















































































