Emal Pasarly
Emal Pasarly is the multimedia editor for BBC. More on Wikipedia
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کیسو خبرې، د څو دېرش داسې مقالو ټولګه ده چې د بېلابېلو افغان او بهرنیو کیسه لیکوالو د لنډو کیسو خبرې راسپړي. که مو د کیسو کیسې یا د بهرنیو کیسو کیسې کتابونه لوستي وي دا یو هغو ته یو څه ورته دی.
په کابل کې له مازدیګر خپرندویې ټولنې په مننه چې کتاب یې چاپ کړی. -
Emal Pasarly reposted
Mushtaq Rahim
@mushtaq_rahim
تورخم کی لکیر پر
مصنف:@EmalPasarly
ترجمہ:شاہد مومند
یہ افسانه حالیہ جھڑپوں کے پس منظر میں لکھا گیا ہے،جہاں تورخم کراسنگ پرفورسز کے درمیان فائرنگ کے دوران ایک مقامی مزدور کراس فائر میں مارا گیا۔جاری فائرنگ کی وجہ سے کئی دن تک لوگ اس نامعلوم شخص کی لاش اٹھانے کے قابل نہ ہو سکے۱/۱۴ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
Follow the لنډې کیسې Short stories channel on WhatsApp: whatsapp.com/channel/0029VbCIokp47Xe82XFPSK2O
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې مینه د انسان یې زړه کې نه شي ځاېدای
له خدای سره د عشق پوچه دعوا یې یعنې څه؟
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پښتو ډرامه
youtu.be/4H2Y8n6HHXI -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که د لنډو کیسو له لوستلو یا اورېدلو سره مینه لرئ د وټس اپ دا کانال سبکرایب کړئ. که څوک خپلې لنډې کیسې پکې غواړي خپرې کړي هغوی دې پیغام راولېږي.
Follow the لنډې کیسې Short stories channel on WhatsApp: whatsapp.com/channel/0029VbCIokp47Xe82XFPSK2O -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې مینه د انسان یې زړه کې نه شي ځاېدای
له خدای سره د عشق پوچه دعوا یې یعنې څه؟
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اعتدال ډرامه یوازې پر فېسبوک نژدې ۱۴۰ زره وارې ولیدل شوه ستاسو لارښوونو او ستاینو زما مخکینۍ همکاره Karima Naimi وهڅوله چې دې کار ته دوام ورکړي. د ډرامې بله برخه ما ولیکله او د اغلې نعیمي د شرکت نازو پروډکشن له لورې یې دا دی تاسو ته وړاندې کوو
youtu.be/T0ZnulpQFAo -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لنډه کیسه په غږ کې
youtu.be/RiMypYyb1dQ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۲۰۲۴ د اګست په ۲۱ مه مې د کیسه لیکنې کورس کتاب په جلال اباد کې مومند خپرندویې ټولنې،۲۰۱۶ د اګست په ۲۱ مه مې ده کیسه کوله کتاب په کابل کې د اکسوس خپرندویې ټولنې او د ۲۰۱۵ کال کې د اګست په ۲۱ مه نېټه مې تللې نجلۍ کتاب په جلال اباد کې مومند خپرندویې ټولنې چاپ کړ. عجیب تصادف
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د مومند خپرندویې ټولنې زما ناول « د شطرنج دانې» همدا نن چاپ کړی دی. په دې ناول کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دویمې دورې د کلونو کیسه ده.
درکونه:
ننګرهار مارکیټ،دویم منزل،پښتونستان واټ -جلال اباد
اسحق زی مارکیټ لاندې پوړ - جلال اباد
0093781626161
0093777626161
0093700626161 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ښکلي ذوق، ښکلي فطرت ، ښکلي احساس انسان ته
جاهل ماحول کې له دردونو سېوا هېڅ نشته دى
اشرف مفتون -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د مارچ اتمه، د ښځو نړيواله ورځ ، د ښځو د لاسته راوړنو او له هغوى سره د روان نا انډول حالت د جوتولو لپاره لمانځل کېږي.
یوه کاکړۍ ده:
علم فرض په ښځې نر
خلاصوه د مکتب ور -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زما ناول ، پردی، د اکسفورډ بوک رایټرز خپرندویو له خوا په امازون پلورل کېږي. دغه ناول په پاکستان کې د افغان کډوال ژوند انځوروي .په وطن کې یې له کتابپلورنځیو موندلی شئ او د نړۍ لر او بر یې له امازونه په دغه پته موندلی شئ.
Stranger amzn.eu/d/fFObO0I -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لنډه کیسه په غږ کې:
youtu.be/MAqxscBEwr0 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د سولې په نړیواله ورځ دوه جنګ ځپلي هېوادونه د فوتسال په نړیوال جام کې یو بل ته په برخلیک ټاکونکې لوبه کې مخامخ دي. افغانستان له اوکراین سره بخت ازموي.
سوله یوازې د سر خوندیتوب نه دی. ذهني، فکري ازادي لرونکې او د انتخاب حق لرونکې ټولنې په سوله کې وي.
تاسو ته څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لنډه کیسه په غږ کې
youtu.be/JAhWky_bq1o -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د سبا په تمه
لنډه کیسه په غږ کې
youtu.be/Kjo_X0nC-J4 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کیسه په غږ کې
youtu.be/IDDBJMXEj6c -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې مـینه د انسان یې زړه کې نه شي ځایېدی
له خدای سره د عشق پوچه دعوا یې یعنې څه؟
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښه خبره نه ورځي په خوله چاته
هر فکر چې ګورې جنګ وهلی دی
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کیسه لیکنې کورس کتاب نن په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شو. دا د کیسه لیکنې د یوه عملي کورس نوټونه او لارښوونې دي. د کیسو د تخنیکونو په تړاو د استاد اسدالله غضنفر، ارواښاد نصیر احمد احمدي او اجمل پسرلي ځینې عالي مقالې هم پکې دي.
www.momandbooks.com -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د پاریس اولمپیک لوبې پیلېږي.فرانسه یې پر امنیت نژدې ۴۵۰ میلیونه ډالر لګوي. ۷۵ زره پولیس او پوځیان به لوبغاړي او لوبغالي ساتي، لوبې د مینې، ورورګلوۍ او ساعتتېرۍ لپاره وې خو د یوویشتمې پېړۍ له انسانه ډار لا هم د ډبرې د زمانې پکار دی.
انسان دې خدای انسان لري. ته وا شي به؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لنډه کیسه په غږ کې
دا کیسه ارواښاد نصیر احمد احمدي ته ډالۍ شوې
youtu.be/lM19BwMV2Co -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په یوه ټیوب کې پښتو لنډې کیسې په غږ کې
youtube.com/channel/UCgmAccvt6PjGH2TBfenMH1g -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن برتانیا کې ټاکنې کېږي،اټکل دا دی چې یو بل ګوند به واکمن شي. دا ۱۴ کاله یو ګوند واکمن و خو پنځه مشران یې بدل شول نو اوسط یې درې کاله بولئ. که واکمن د واک بایللو ډار ونه لري په ولس مېچنې ګرځولی شي.یو ګوند او یو مشر که تل وي په ولاړو اوبو بدلېږي چې بالاخر بوی کوي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کیسه په غږ کې.
دا کیسه موبایل نومېږي په ۲۰۱۲ کال کې لیکل شوې، د نظامي صاحب په تخنیکي همکارۍ یې دلته او پر یوټیوب خپروم. که یې پر یوټیوب لیدل غواړئ ادرس یې دا دی، که هغه پاڼه مو درسره وڅارله نورې لنډې کیسې هم په غږ کې موندلی شئ.
youtu.be/VgGRpiaDCN8 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نه پوهېږم شاعر یې څوک دی خو دا څلوريزه مې خوښه شوه،
نور خلک لاړ شي قلم واخلي کتابچه واخلي
پښتون چې لاړشي د خپل ورور مرګ ته وسله واخلي
هله به دلته کې سکون راشي او سوله راشي
چې قلم لاسو کې پښتون او پښتنه واخلي. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که څه هم ذهن په کرېکټ بوخت دی خو دوشنبه ده نو راځئ د وطن د هغه وخت یو تصویر ووینو چې لا جنګونه نه وو. له نظامي صاحبه مننه چې تخنیکي چارې یې د پخوا غوندې سمبال کړې دي
دا او نورې کیسې له یوټیوبه هم اورېدلی شئ:
youtu.be/5A1KnuSHQLA -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کرېکټ نن مهم نه دی.نن که یې نړیوال جام هم ګټلی وای دغه به مې ویل.نن ثاني امر ته انتظار زر ورځنی شو.د نالوستو خویندو لوڼو تاوان به کلونه کلونه وروسته هم احساسېږي، هغسې چې د نجیب د حکومت له نسکورېدو وروسته د ضایع شوې لسیزې تاوان تر اوسه لا احساسېږي.
دا فکر څوک کوي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لنډه کیسه په غږ کې:
تور او سپین
youtu.be/HonAf4Hj_Mc -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پښتو لنډه کیسه په غږ کې:
youtu.be/RotPib1lNTo -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د یوې کیسې له متنه:
په واکمنۍ کې ښه سړی نه ښه تګلاره مهمه ده.
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لنډې کیسې په غږ کې
youtu.be/fZOuapSW7EI -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۱/۲ د کیسه لیکنې کورس، کتاب د مومند خپرندویه ټولنه چاپوي. دا کتاب د استاد غضنفر، اجمل پسرلي او ارواښاد نصیر احمد احمدي د مقالو په مرسته د کیسه لیکنې لارښود دی. د درو ځوانو کیسه لیکوالو کیسې پکې عملآ د داستان د تخنیک په رڼا کې شاربل شوي، او بحثونه پرې شوي دي.
Emal Pasarly
@EmalPasarly
2/2 باوري یم چې د کیسه لیکنې او د کیسې په پوهېدا کې به له نویو لیکوالو او ټولو کیسه لوستونکو سره مرسته وکړي، له مومند خپرندویې ټولنې منندوی یم چې چاپ ته یې مټې رانغاړي او له استاد خطاط ثاقب کاکړه مننه کوم چې په خپل ښکلي خط یې د کتاب دوتنه جوړه کړه.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د افغانستان او سیمې د نامتو مورخ، لیکوال او څېړونکي علامه پوهاند عبدالحي حبیبي د مړینې ۴۰م تلین دی.
تر اوسه مې یوازې د کندهار پوهنتون د یوې غونډې خبر پرې اورېدلی نور نو خاموشي ده پردېسي ده.
د علامه حبیبي کوم اثر مو لوستی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«هغه چې بې شرطه مینه درسره کولی شي په نه مننونکې کچه کرکه هم درڅخه کولی شي. ځکه چې که ښکلې هېنداره ماته شوه بده وسله ترې جوړېدی شي.
د هند مخکینی ولسمشر کلام ازاد»
مطلب افراط نه دی پکار که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د خندا نړیواله ورځ ده.کارپوهان وایي خندا مو روغتیا ته ښه ده،موډ یا طبعیت مو سموي، درد مو کموي او د سټرس یا رواني فشار د اغېزو په کمولو کې مرسته درسره کوي.ځینې شاید ووایي خندا ته پلمه نه لرو، پیدا يې کړئ. که بل څه نه وي دلته ټوکې ولیکئ چې ټول پلمه لرونکي او بې پلمې ورته وخاندو
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
يوه ورځ به نورو ته يوازې خاطره يې نو اوس هڅه وکړه چې د سبا ښه خاطره شې.
ژباړه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه چا ته درواغ مه وایه چې باور درباندې کوي او پر هغه چا باور مه کوه چې درواغ درته وایي.
ژباړه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نو نن د غویي اوومه
سبا یې ده اتمه
۱۹۷۷ کې د خلق او پرچم ګوندونو کودتا د غویي په اوومه وه او د غویي په اتمه په ۱۹۹۲ کې د بېلا بېلو جهادي ډلو پر کابل وردانګل وو.
د چا کومه ورځ په یاد ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کتاب ورځ په مناسبت اکسوس کتاب پلورنځي په کابل کې ځانګړی ان تر ۲۵٪ تخفیف او ډالۍ لري. هلته زما ځینې کتابونه هم موندلی شئ.@aksosbookstore
دغه راز جلال اباد کې مومند خپرندویې ټولنې هم ځانګړی تخفیف اعلان کړی دی
او په پېښور کې کتابکور هم سبا ته تخفیف لري @KitabKor -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ورځپاڼې دا عکس او خبر د پوره ۵۰ کاله پخوا دی. ۱۹۷۴ کال و او ولي خان د سترګو درملنې ته کابل ته سفر کړی و.په دغه نیمه پېړۍ کې جګړو کابل داسې خوار کړ چې وګړی یې د والګي علاج ته اوس په تورخم کې کتار ولاړ وي. جنګه ورک شې نوم دې ورک شه.ته وا بیا به خبره بدله شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن فضا ته دانسان دمزله نړیواله ورځ ده ملګري ملتونه وایي پښتو څلورمه ژبه وه،چې په فضا کې ویل شوې ده.دغه ویاړ افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې میر فضايي مرکز ته د سفر پر وخت داسې موږ ته را په برخه کړ چې له هغه ځایه یې خپلې مور سره تیلېفوني خبرې وکړې. عکس مو پخوانی دی
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ناحقه ستاینو له ځینو لار ورکه کړه او بې ځایه غندنو ځینې لار ورکي کړل
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
علم فرض په ښځې نر
خلاصوه د مکتب ور -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
((د جامو په زړښت مو مه شرمېږﺉ د فکر زړښت ته اندېښمن شئ))
ډېر خلک زاړه فکر ته اتڼ اچوي او د نوي یادول لا غندي .
څرنګه به بدل شي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ډاکټر صاحب خادم حسین یې کور اباد
@KitabKor
youtu.be/Orl1ammYGqM -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي سعودي په اې ای یا مصنوعي ذکاوت ۴۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي چې د پوهې په ډګر کې په راتلونکي کې له چا شا ته پاته نه وي.
موږ د عادي پوهې لپاره لا نژدې زر ورځې شوې چې دویم امر ته منتظر یوو.
علم فرض په ښځې نر
خلاصوه د مکتب ور -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نوی کال مو بختور او نوروز مو نېکمرغه
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ملت که بې له جګړې تباه کول غواړئ له تعلیمه یې محرومه کړئ.
شیخ انوار انصاري. ورسره منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په روژه کې د اشتها پاروونکو خوړو عکسونه خپرول په څه مانا دي؟ خلک ځورول، خلکو ته خپل وس ورښوول او که بس هسې ځان ښوول؟ هر روژه په خوله انسان د داسې عکس په لیدو یو څه په عذابېږي، ښه که مطلب د خلکو په عذابول وي ته وا اخلاقآ دا کار سم دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په روژه کې بیې په کوم دلیل لوړېږي، حوصلې څرنګه کمېږي او په نه خبره خلک ولې لاس او ګرېوان شي؟ دا پوښتنې جدي دي که یې جواب ومومو شاید په مخنیوي یې پوی شو.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا تېری بښلی نه شي مينه په درشل د ناز
خپلو بې فکريو ته چې کله د خدای کړه وايوو
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اتم مارچ مبارکۍ مه ورکوئ حق یې ورکړئ: د تعلیم، د خپلو پرېکړو، اقتصاد او اصلآ په واقعي مانا د ساه اخیستلو حق ورکړئ او ومنئ جې لور او خور د پردي کور نه د زړه ټکور ده.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو له راګرځولو ۹۰۰ ورځې واوښتې. امرالثاني لا هم نشته
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پردي ناول بالاخر پېښور ته ورسېد. په کتابکور کې یې په دې پته موندلی شئ.
که مو دغه ناول لوستی وي خپل نظر مو پرې راته ولیکئ
*Address.
Shop No 8 Sheikh Yaseen Tower Arbab Road Stop University Road Peshawar.
Contact No 03140051546
Contact No 0345 2215318* -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ډېر کله موږوال انګېرنې ، اټکلونه او په زړه کې ورګرځېدلې خبرې داسې کوي لکه د شک ځای چې په کې نه وي دې حالت ان په رښتیا خبرو سړي ته شک پیدا کړي که داسې نه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا د څو کاله پخوا عکس دی هغه وخت لا ثاني امر نه و.
په مورنۍ ژبه زده کړې د هر ماشوم حق دی. لومړنی حق د زده کړو دی او بیا په زده کړو کې په مورنۍ ژبه لیک لوست. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خوشال بابا تلین دی، هغه څلور پېړۍ پخوا لا د پښتنو له ناخبریو سرټکاوه چې کله به خبرېږي؟
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
په یوه ژبه ویل سره پښتو کړو
ولې هیڅ نه شو له یو بل خبردار -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ن د حمزه بابا ۳۰ تلین دی. روح دې یې ښاد وي:
روح دې یې ښاد وي:
لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي
کوم بیتونه یا غزل یې ستاسو په زړه دي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
تر کرکې مینه ښه ده.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ۱۹۷۹ کال کې همدا د فبروري په ۱۱ مې نېټه خمیني د ایراني انقلاب د بري اعلان وکړ او د شاهي نظام د ختمېدو غږ وشو. په دې ۴۵ کلونو کې ایران په شا لاړ که پر مخ؟ افغانستان ته په تهران کې د نظام بدلون په خیر تمام شو که په شر؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د برتانیا د سکاتلند دغه پوهنتون افغان نجونو ته سکالرشېپ لري. لطفا خویندې پرې خبرې کړئ تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي.
www.dundee.ac.uk/scholarships/university-dundee-humanitar… -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که د کور غړي دې خرڅ نه کړي د کوڅې وال به دې وانه خلي.
د عاج ساحل متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د لندن افغان ادبي بهیر او د هارو کونسل افغان سوسایټي نن د لندن ماښام زما د پلار د لسم تلین په مناسبت غونډه لري. که ممکنه وه هغه مهال به یې د همدې فېسبوک له لارې ژوندۍ خپره کړو. خو که په لندن کې یاست خدای مو راوله.
پته
Victoria Hall, 1-3 St John’s
Road, Harrow
HA 1 6QT -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
منم چې بیړه ګواکې شیطان کوي، خو سستي، لټي او د یوې دقیقې کار په یو ساعت کې کول هم د سالم انسان خوی باید نه وي، له لټانو په بخښنه چې کمی یې هم نشته. لټي عادت ده، انتخاب دی، بې غوري ده که ځان سپمول؟ که ځان سپمول وي پښتانه متل کوي چې سپمولي سپو خوړلي.
د سستۍ او لټۍ دلیل څه وینئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د جنوري ۱۲ مه زما د پلار لسم تلین دی.سروش کتاب خپرندوی شرکت په همدې مناسبت زما د پلار دوه نوي کتابونه همدا نن چاپ کړي او د تلین لپاره یې په دغو دوو او ۸ هغو کتابونو چې زموږ د کورنۍ د ځینو غړو دي ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړی دی. که په کابل کې یاست له دې تخفیفه ګټه اخیستی شئ.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نور محمد لاهو یو له هغو محدودو افغانانو دی چې انځورګر دی او ښه انځورګر دی،شاعر دی او ښه شاعر دی،ناول لیکي، په سلګونو ډرامې یې کښلي.خلاصه سراپا هنر دی خو چا ډېر نه دی یاد کړی.خدای دې اوږد عمر ورکړي چې هنر یې لا وغوړېږي او تر ډېرو ورسېږي.تاسو یې کومه پنځونه لیدلې،لوستې یا اورېدلې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي په کندهار کې د کتابونو په درې ورځني کتاب نندارتون کې تر ۱۵ زره ډېر کتابونه پلورل شوي. دا ولس کتاب ته تږی دی ، لیک لوست غواړي. مینه نوره څنګه وي سړیه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه خبرې چې یو بل پکې اورېدل کېږي ډېرې خبرې حل کوي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې توره وکړو زموږ کمال وي چې تېروتنه وکړو د بل لاس وي.
چې دا ولې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
موږ ټول عمر نورو ته، که یې غوښتې وي که نه، مشورې ورکوو او نصیحت ورته کوو که خپله دومره په لاره سم یوو ولې مو یوه دوه نه شوه؟
فکر نه کوئ چې د بل تر سمولو پر ځان کار او فکر مهم دی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زړونه یې وګوره چې تور نه وي د کفر په شان
مخ ته یې مه ګوره چې سپین لکه ایمان دي خلک
دروېش درانی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پښتو کتابونو د خپرولو کار اکسوس خپرندویې ټولنې له امازون سره په ملګرتیا پیل کړی. دا یې زما یو ناول چې مفسد نومېږي.چاپ یې بهرنیو هېوادونو کې شوی که مو ترلاسه کړ د چاپ د کیفیت په اړه یې هم لطفا راته ووایاست. Corrupt Novel- (مفسد ناول) (Yiddish Edition) a.co/d/bgQ1dVh
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ملګري ملتونه وایي میانمار د اپیمو په تولید کې بالاخر له افغانستانه میدان وګاټه او دغه نامه توري چې تر ټولو ډېر تولید لري، د دوی شوه. له اپیمو هیروین جوړېږي. لکه چې د طالبانو له لورې د کوکنارو پر کښت بندیز بې نتیجې نه و. ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هرښوونکی یو زده کوونکی و.
هر اتل یو وخت بایللې وه.
هر کارپوه یو وخت نه پوهېده.
خو دوی ټول له یوه پله اوښتي چې زده کړه نومېږي.
ژباړه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پرون د نېلسن منډېلا تلین و، ده به ویل :
” هغه ملګري مې خوښ دي چې له ما یې فکر بدل دی ځکه چې دغه ډول ملګري دې درپام کوي چې ستونزې ته له هر اړخه وګورې”
موږ مخالف نظر لرونکی یا په ټاپو درنوو یا یې د وژلو وړ بولو کنه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
٧٣ کلن جاپاني ډاکټر،تېتسو ناکامورا ۶لکه افغانانو ته ډوډۍ پيدا کړه،١٦ زره هيکتاره مځکه يې د کرنې وړ کړه.٢٧ کيلومتره اوږد کانال يې جوړ کړ، لا يې نور کار کاوه خو ۴کاله وړاندې وسله والو د دسمبر ۴ وواژه.د ابادۍ او د افغانانو له هوساینې ورهاخوا به یې بل جرم څه و؟انځور د لېمې څاروان
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زړه سکروټه مه پرېږده چې دوه واري دې وسوځوي
ژباړه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نوکمات ( نوک مات ) نوم مو اورېدلی و؟ ناخنګیر، ناخن کاټ ته؟په پښتو کې ځینې نومونه یو ځای وي چې نور ترې نه وي خبر، کاشکې مو هر کال نوې ډیکشنري چاپېدای چې دغه له سترګو پناه او ښکلي لغتونه مو عام شوي وای. ستاسو خوا ته نوکمات یا دې ته ورته نور پښتو لغتونه شته چې نورو نه وي اورېدلي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
شپه خو به ورځ کړو په څراغونو
ذهن به روڼ شي په کتابونو
خدايه د مينې ډيوې کړه بلې
چې تيارې ووځي زموږ له زړونو
#پسته_اور -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پرون په لندن کې د یوې فاتحې پر وخت ویرجنې کورنۍ اعلان وکړ چې د خیرات په دود وطن کې هغو ته چې د څښاک اوبه نه لري څاه وباسي. ملا صاحب هم ټینګار درلود چې تر لندن او اروپا به ښه وي چې دغه پیسې په افغانستان کې بې وزلو ته ولېږو. معقول فکر او ګام دی خو دا ښه دود به څرنګه عاموو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو سیمه کې د دغه ښوونځي ودانۍ د مساپرو او د سیمي اړوند خلکو په مرسته جوړه شوې. چا ویل چې خلک له زده کړو سره جوړ نه دي؟
رښتیا نن ۸۰۰ مه ورځ ده چې امرالثاني لا ورک دی او د نجونو ښوونځي تړلي دي.
کله به دا امر راځي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ ده.له ډېرو مې اورېدلي چې تاتریخوالی وهل ټکول دي چې نه یې کوو.خو یوازې د وهلو غوندې دغه افراطي بڼه باید تاوتریخوالی وګڼو؟ایا سپکه خبره، له څه محرومول او د هېڅ واک نه ورکول هم تاوتریخوالی نه دی؟تاسو ته د تاوتریخوالي تعریف څه دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
شاوخوا پنځه میاشتې وروسته ( د مۍ په نهمه ) د لوی استاد علامه عبدالحي حبیبي څلوېښتم تلین دی. وخت ډېر نه دی پاتې نو سر له اوسه باید په دې فکر وشي چې د استاد یاد څرنګه وکړو. په وروستۍ شېبه یو څه ته فکر ښه نتیجه نه لري.
نو سوال دا دی چې د علامه حبیبي ځلوېښتم تلین ته څه باید وشي؟Post not available here, view on X
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه کتابونه نورو ته وروپېژني، تبصرې پرې وکړي. د تاریخ د څانګې استادان شاید د علامه صاحب د تاریخ لیکنې په طرز لیکل وکړي، نسخه پېژندونکي پوهان شاید د هغوی د څېړنیز کار په اړه لیکنې وکړي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او له هېواده دباندې نورې ادبي او کلتوري ټولنې د سیمینارونو بندوبست
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وکړي.
نور څه ممکن دي چې د وطن د دغه لوی انسان په اړه باید وشي چې راتلونکي نسلونه پرې خبر کړای شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د ماشوم نړیواله ورځ ده. ماشومان د مور او پلار شتمني نه ده، د پیسو ګټلو وسیله نه ده، د مور او پلار مزدوران نه دي بلکې جلا انسانان دي چې خدای پاک ستاسو په کور کې د انسان د بقا لپاره زېږولي او تاسو ته یې د لویولو او روزلو مسوولیت درسپارلی.
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ماشوم د هغه یا هغې د ښه راتلونکي لپاره وروزئ خپل بار خپله یوسئ پر دوی یې مه اچوئ. شاید ځینې ووایي خو همدا دود دی له موږ سره هم شوي منم چې شوي به وي خو دا کړۍ باید ماته شي، که نه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو په رياست کې د بې پيلوټه الوتکې جوړول؛دغه الوتکه د افغانستان د غوره نوښتونو او اختراعاتو په ملي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې ورسره ولاړ استاد ذکریا عمري وایي دا ډرون پوځي او ملکي دواړو چارو ته کارېدلی شي.د وطن زلمي چا ویل چې تر چا کم دي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خاطرې تل ځانگړې وي. کله ناکله د هغو ورځو په رايادولو خاندو چې پکې ژړلي مو وو او کله نا کله په هغو خاطرو ژاړو چې پکې خندلي مو وو، همدا ژوند دى.
ژباړه
ورځنۍ خاطرې یا یادښتونه مو لیکئ ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د زغم نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه وايي زغمل درناوی دی، د یو بل منل دي، او د بېلا بېلو نظرونو او کلتورونو لمانځل دي. یعنې میم زر ما ټوله زما باید نه وي.
تاسو ته ٬٬زغم،، څه تعریف لري؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ماشومانو ته بايد دا وروښوول شي چې څرنگه فکر وکړي نه دا چې په څه فکر وکړي
ژباړه
څه ډول د فکر کولو چل ورزده کولی شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په برتانیا کې هر کال ۱۲۰۰ میلیونه ټنه خواړه ضایع کېږي. په نړۍ کې تر ټولو ډېر بیا چین او هند خواړه ضایع کوي. دلیل یې تر ډېره حده دا وي چې خلک تر اړتیا ډېر خواړه اخلي، نېټې ته یې پام نه وي په کور ورته تاریخ تېر شي، رستورانتونو کې اضافي خواړه خلک ورغواړي او شاید نور دلایل هم وي.1/2
Emal Pasarly
@EmalPasarly
2/2 حال دا چې په سلګونو میلیونه نور انسانان بیا د یوه وخت ډوډۍ نه لري.ایا موږ هر یو د خوړو د ضایع کولو مخه نیسو؟مخنیوی یې چاپېریال، مځکې او طبعآ د هر انسان په خیر تمامېږي. د خوړو د ضایع کېدو مخنیوی یا د ضایع کېدونکو خوړو کارول څه ډول ممکن دي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ټېپر یا شلغم نوم لا موږ ته د ملنډو و خو ډاکټران وایي ډېر ګټور سابه دي. دلته په لندن کې دغه یو دانه یې څه باندې یو پونډ دی یعنې 90 افغانۍ. بس چې د چاه بهار لار یا هوایي دهلیزونه جوړ شي وطني ټېپرو ته په اروپا کې بازار وموندل شي شل غمونه به مو کم شي، که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له هر نظر سره اختلاف ممکن دی خو غبرګون مو ورته ستاسو د فکر،توان او پوهې ښکارندویي کوي. احساساتو په اوج کې داسې اپلتې له چا ویل کېږي چې وروسته شاید پرې پښېمانه شي نو ښه دغه ده چې یا غلي شویا په ارامو اعصاب ځواب ووایو.ټاپې او بده ژبه د ناپوهۍ او د منطق نه لرلو نخښه وبولو. که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
انسان ته تر بل هر څه خپل فکر ډېر تاوان رسوي
ژباړه
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
افغان کرېکټ ستوري فرید ملک په اسیایي لوبو کې خپل ګټلی مډال چې پاکستان ته په ماته ورکولو یې ګټلی و پلوري او وایي پیسې به یې له پاکستانه ایستل شویو بې وزلو افغان کډوالو ته ورکوي.
له افغان کرېکټ لوبغاړو که څوک ګیله لري زما په ګدون باید ټول خپل ګرېوان ته سر کښته کړو که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په پاکستان کې د کډوالو کمشنري ځایي رسنیو ته ویلي په تېرو څو اوونیو کې تر ۱۰۴ زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي او سر له نن نه د پولیسو له خوا د دوی په وینا بې اسنادو افغانان نیول کېږي. وایي په لومړیو ساعتونو کې په زرګونو افغانان نیول شوي دي. 1/2
Emal Pasarly
@EmalPasarly
2/2 پرون بلوچستان کې د اطلاعاتو وزیر ویل د دغو افغانانو جایدادونه او شتمنۍ هم ترې ګرځوي.
ځینې وایي هلته پانګونه که نن نه وای سبا له همداسې حالت سره مخامخېده. فکر کوئ په پاکستان کې د افغانانو پانګونه، سوداګري او شتمني خوندي ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کرېکټ به روان نړیوال جام کې که افغانستان په لومړیو اوو لوبډلو کې راشي نو به لومړي ځل به چمپینز ټرافي سیالیو ته هم لار ومومي چې په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې کېږي. نو یو دوه نورې لوبې هم که وګتو خوند به وکا، که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي د دوی له خاورې تلونکي افغانان له ځان سره تر ۵۰ زره افغانیو ډېرې پیسې نه شي وړلی. ده ویل د وتلو لپاره ټاکل شوې نېټه هم نه غځوي.عجیبه دا ده چې دغو افغانانو ته چې دوی یې بې اسنادو بولي د بانکي حساب د پرانیستو حق هم نشته، نو مطلب څه شو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دې ته وايي ګټوره لمانځنه.
په خوست کې یو شمېر ځوانانو د کريکټ د بيګانۍ بریا په وياړ زر ټوکه بېلا بېل کتابونه پر خلکو وویشل.وايي له دې کاره یې موخه د مطالعې دود پیاوړي کول او په مناسبتي ورځو کې د ناوړو دودونو مخنيوی دی.خوست که نه منئ هېڅ نه منئ.بل به کوم ښار دغه ډول عالي کار وکړي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پاکستان رسنۍ مې لیدې د فرمان کسکر ارشادات یې رایاد کړل:اور خو دې نو بل کړ خو نو اور.د ابراهیم له ډالۍ د عرفان پټهان تر نڅا په هر څه پارېدلي وایي د ابراهیم خبره د دوی په ګومان ناشکري ده او د عرفان نڅا له موږ څخه د کرکې مانا لري.که فکر کوې د کرکې وړ نه یې نو ولې دغه تصور او ډار؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دغه انځور کښته پورته کېږي وایي چې که نجونې درس ونه وایي سړي به د ښځو درملنه کوي.د نجونو درس تر همدې مه محدودوئ. لوستې ښځه د راتلونکي نسل روزونکې ده،لوستې ښځه د سرخلاصې ټولنې په مانا ده.که غواړو د سیالانو سیال شو هلک او نجلۍ دواړه باید لوستي وي.ولې نه غواړو چې د سیالانو سیال شو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه چې د یوه ښوونځي ور پرانیست د یوه زندان ور یې وتاړه.
. ویکتور هوګو -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زما نوی ناول چې په پاکستان کې د بې اسنادو! افغانانو د نیولو کیسه کوي تېره شپه چاپ او اوس یې موندلی شئ. اول په څه باندې ۳۰۰ مخونو کې په ننګرهار کې کلاسیک خپرندویې ټولنې چاپ کړی، که جلال اباد کې یاست لطفآ له کلاسیک خپرندویې ټولنې یې ترلاسه کړئ. نورو ښارونو ته هم ژر رسېدونکی دی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د بې وزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ ده. بې وزلي څه ډول ختمېدی شي؟ د هر فرد دنده څه ده؟ ته وا ګڼ شمېر ماشومان زېږول د یوې کورنۍ د بې وزلۍ د لا زیاتېدو سبب کېږي؟ څومره له بې وزلۍ ځان ساتلو ته فکر کوو او مخنیوی یې کوو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
افرین مجیب جانه . د خوښۍ به دې اوج کې یې هم د هرات زلزله ځپلي او ویر جن هېر نه کړل او د لوبې د غوره لوبغاړي انعام یې هغوی ته ډالۍ کړ.
تل دې وي افغانستان سر لوړی دې وي هر افغان -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د مودي پر لوبغالي د هند لوبغاړو په اتم پرله پسې ځل د کرېکټ په نړیوالو اتلولیو کې پاکستان ته لویه ماته ورکړه.هند چې له افغانستانه وګټله پاکستاني مبصرینو ویل افغانانو خپله ورته وبایلله. اوس چې یې خپلو ښاغلیو په دومره لوی توپیر وبایلله نه پوهېږم تبصرې به یې څه وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هر پخوانی پاکستانی لوبغاړی او مبصر موږ ته نصیحت کوي چې لوبه او سیاست مه سره ګډوئ خو خپله چې له هند سره لوبه لري سیاست، دین، کفر دا او هغه هر څه راواخلي او زموږوال په دې غندي چې ولې ګواکې د مسلمان ملاتړ په دې لوبه کې نه کوو، ځان دا وخت مسلمان بولي او نور خو پټان جانې رمضان جانې.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي د جبل سراج سمنټو فابریکې بیا فعالولو ته له یوه قطري شرکت سره خبرې شوي، دوې کورنۍ کمپنۍ هم ورسره ملګرې دي او د ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه کوي.
ته وا ورسره به د ګاونډیو له سمېنټو خلاص شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په هرات کې چارواکي وایي زلزلې تر ۲۰۰۰ ډېر افغانان شهیدان کړي.کرېکټ ستوری راشد خان د روان جام خپلې ټولې پيسې چې د فیس په توګه اخلي زلزله ځپلو ته ورکوي.دی د ځپل شویو خلکو د لاسنیوي لپاره د مرستو ټولنې کمپاین هم پیلوي.له زلزله ځپلو سره څه دول او په کومو برخو کې مرسته ممکنه ده ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د عدم تشدد نړیواله ورځ ده. تشدد یوازې ځانمرګی او ډز نه دی سپکه سپوره خبره، د مقابل لورې ځورول او سپکول هم پکې راځي. تر هغو چې مو د عدم تشدد لاره نه وي غوره مهذب ژوند ته وا شونی دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د بشري حقونو افغانه فعاله محبوبه سراج د سولې نوبل جایزې ته نومول شوې. ګټونکی به د اکتوبر په۶ اعلان شي.خدای دې یې وکړي چې د مېرمن سراج شي ټول هېواد ته به مو ویاړ وي.نه پوهېږم ځینې ولې د خپل افغان په ښه نوم زړه چاودې کېږي.د اغلې سراج په نوماندۍ یې ویر کړی که یې وګټله څه حال به وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
احساساتي انسان اول ځان بیا بل ځوروي.
څوک مو سترګو ته ودرېدل؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه بختور دي چې په ژوند او ژوند ته فکر کوي ، نور خو ټول په نورو فکر کوي، نه یې خپل سم کړ او نه یې بل کرار پرېښود.
تاسو په کوم کتار کې یاست؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ګوګل نن ۲۵ کلن شو. پلټنه یې څومره ساده کړې او معلوماتو ته لاسرسی یې څومره اسانه کړی دی؟ ایا د ګوګل له لارې په ترلاسه کړو معلوماتو مو تل باور کړی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زما د لټون په نامه ناول چې کلونه پخوا چاپ شوی و اوس ښاغلي سمور په غږیزه بڼه ثبت کړی که مو اورېده
youtu.be/yS0rqdcYeWs -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۲۷ کاله پخوا طالبانو په همدې نننۍ ورځ په لومړي ځل کابل ونیوه. له نژدې پنځه کلنې واکمنۍ وروسته د واک له ګدۍ لیرې شول او شل کاله وروسته بیا واکمن شول.
ایا طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ له تجربو څه زده کړي؟ یا یې اوس له هغې لومړۍ واکمنۍ څه بدل شوي؟ که هو څه که نه ولې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زموږ ځینې خلک د خپلې تېروتنې دلیل په خپل عمل کې نه د بل په نیت او کار کې ګوري. ځینې نور مو بیا تر بل هر چا د خپلو خلکو پښه ډېره وهي، فکر کوي که دا خپل کس نه وي زه به يې ځاى ناستى شم. خبر نه دي چې د بل د لارې خنډېدل له چا خپل ځان هېروي او هېر کړى ځان نور هم نه يادوي، دغسې نه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
اووه کاله پخوا ملالې یوسفزۍ ویلي و:
«تلپاتې سوله، ثبات او ښېرازي بې له تعلیمه ناممکنه ده.»
ورسره منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و: «که سوله غواړې ارام واوسه، که پوهه غواړې غلى اوسه که مينه غواړې هغه اوسه چې يې»
زه یې منم تاسو څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دغه سړی ډېر کله په همدې پارک کې وینم.د لاسونو د حرکت دې الې ته ودرېږي د دواړو لاسونو پر ځای یوازې یو کاروي په بل کې یې سیګریټ وي.د دغه تضاد په دلیل پوه نه شوم،چا به تمرین ته مجبور کړی وي او که نه پوهېږي؟د ډېرو خلکو عمل او فکر ,عمل او خبره همداسې سر نه سره خوري چې کیسه به څه وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زما نوی ناول «پردی» چې په افغانستان کې یې د کلاسیک خپرندویه ټولنه چاپوي،د دوتنې لومړۍ طرحه یې ګران او خلاق ځوان سیف قیومي جوړه کړې.له دواړو کلاسیک خپرندویې ټولنې او ښاغلي سیف منندوی یم.دا ناول په پاکستان کې د یوه افغان ډاکټر کیسه کوي چې ظاهرآ د اسنادو د نه لرلو په تور زنداني کېږي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
او نن د راشد خان کلیزه ده. په دې هیله چې له فزیکي پلوه تر ډېرو کلونو رک روغ وي او تل وځلېږي. فکر کوئ په نړیوال جام کې به دا وار راشد وځلېږي که د نورو هېوادونو لوبغاړي پرې روږدي شوي او احتیاط به ورسره وکړي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د بریاليو انسانانو په اړه مې دا خبرې لوستې وې:
چې یوازې وي خپل افکار کنټرولوي
چې له ملګرو سره وي خپله ژبه کنترولوي
چې قهروړي وي خپلې پرېکړې کنټرولوي
چې په مجلس کې وي خپل چلند کنټرولوي
چې د ځان په اړه بده خبره واوري خپل احساسات کنټرولوي.
نو بریالي یاست که سوک تر کټوې باسئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن په دې امر پوره دوه کاله تېر شول:
«هلکان دې ښوونځیو ته راشي نجونې نه.»
تر کله؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو زه، بل راسره د تنهایي غوندې یو څه
ژوند ځه؟ خو بس همداسې هوایي غوندې یو څه
ممتاز اورکزی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ځینې خلک خپل احساسات واقعیت بولي یا په شور کې سکوت احساسوي یا په سکوت کې شور.
مهمه دا ده چې د پرېکړو پر وخت واقعیت ومنو احساس څنډې ته کړو. که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د دیموکراسۍ نړیواله ورځ ده.د امریکا د ولسمشر زوی د بې لایسنسه وسلې په ګرځولو تورن شوی محاکمه کېږي.د قانون دغه برلاسي د ولسواکۍ اصل دی. په ولسواکۍ کې انسانان یو ډول حقوق لري او د اکثریت نظر ته درناوی یې کار دی. نه منم نه منم او ځانځاني دیموکراسي نه ده. تاسو ته ولسواکي څه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په سویدن کې لومړنی پوهنتون په ۱۴۷۷ کال کې جوړ شو. د هغه پوهنتون له یوه اوسني مسووله یې وپوښتل ولې هغه وخت دا پوهنتون جوړېده ویې ویل: ولیدل شول چې لوستي ځوانان لوړو زده کړو ته بهر ځي او هلته پاتې کېږي د مخنیوي لار یې همدا وه چې دلته ورته ښه پوهنتون ولرو.
څه مو زړه ته دروګرځېدل؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کراتې وتلي اتل بروس لي ویل : علم قوت او شخصیت درناوي درکوي
مانا ټوپک او بدمعاشي نه قوت درکوي او نه درناوی دربخښي،
همداسې نه ده.؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پخوانۍ تېروتنې باید لار دروښیې دا نه چې هغه دې د پېژندګلوۍ نخښه شي
ژباړه
تر امرالثاني به یې ومنئ که حوصله نشته؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د استاد شپون شپږم تلین دی. روح دې یې ښاد وي. تاسو یې کوم اثار لوستي او کومې خاطرې ترې لرئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د استاد حبیب الله رفیع ۷۸ کلیزه ده. کلیزه دې یې نېکمرغه وي. استاد په لسګونو کتابونه لیکلي. په تحقیق او فولکلور کې مو یو له عالي استادانو دی. خدای دې یې په سټه روغ ،ښاد او په لیکنو بوخت ولري.
تاسو د استاد رفیع کوم اثار لوستي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۱۱ کاله وړاندې مې د کندهار په اړه خبر خپور و. ویل یې د کندهار ۷۵٪ ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.هغه ماشومان به اوس نالوستي زلمي وي دا دی دوه کاله شول چې نجونې هم ښوونځیو ته نه ځي یعنې په څلورو کې یو ماشوم چې پخوا ښوونځي ته روان و هغه شمېره هم کنډو شوې.
سبا به مو څه حال وي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د سپتمبر ۶مه د لوی عالم البيروني د زوکړې ۱۰۵۰ مه کليزه ده.البيروني پر ۱۲ بېلابېلو موضوعاتو ۱۴۶ کتابونه وليکل چې ډېر يې پر ستورپېژندنه و.ده د ځمکې کورې مساحت داسې دقیق معلوم کړ چې له اوسنيو عصري مناسباتو سره يوازې ۲٪ توپير لري. البيروني د ۷۵ کالو په عمر په غزني کې ومړ.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په کاناډا او امریکا کې یوې نوې څېړنې موندلې چې د سړو پرتله د ښځو جراحانو عملیات ډېر خوندي او بریالي وي. په څېړنه کې تر یو نیم سل زرو ډېرې قضیې لیدل شوي.
خو جراحي ته اول ښوونځی بیا پوهنځی او بیا کار ځای پکار دی. که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي د ژوند په ازموينه کې د ناکامۍ درې اسانې لارې دا
دي:
١: د خپلو ټولو مشکلاتو پړه په بل چا واچوه
٢: له هر څه شکايت وکړه
٣: د هېڅ شي منندوى مه اوسه
منئ یې که ګلمرجاني غوره بولئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ومې ولوستل:اېشولې اوبه الوګان پستوي هګۍ کلکوي نو خبره په شرایطو کې نه بلکې ستا په څرنګوالي کې دی چې څه درنه جوړېږي.خبره پخه ده،موږ تل له شرایطو شاکي یوو دې ته مو پام نه وي چې د شرایطو په وړاندې مو خپل حالت څه دی؟تر هغو چې ځان تیار نه کړو له شرایطو به ګیله مانا ونه لري.که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په برتانیا کې نن د ۱۱ ټولګي نتایج اعلانېږي.پرون مې د پوهنې د یوه برتانوي کارپوه په اندېښنې رپوټ لوست چې وایي تر هلکانو نجونې ښې نومرې اخلي د هېواد د ښه راتلونکي لپاره باید ددواړو سویه مساوي روانه وي.خلک د امتحان پایلو ته فکر وړي موږ یې اصلآ تر امتحانه نه پرېږدو. تر کله؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هند لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ جنوبي څنډه کې یې فضایي بېړۍ کښته کړه. د سپوږمۍ پر مخ دا څلورم هېواد شو چې بېړۍ کښته کوي.
روسانو څو ورځې وړاندې په همدې کار کې ناکامه شول.
هند په ساینس او ټیکنالوژۍ کې د نړۍ په مخکښو هېوادونو کې ځای مومي. د مباح!!! تعلیم کمالات نه دي نو څه دي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د بل په کار کې کار لرونکي تل هېروي چې خپله په خپلو کارونو کې د بل مداخله نه غواړي.
څوک مو سترګو ته ودرېدل؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
بیدار ولسونه لومړیتوبونه پېژني، ویده به په بې مانا خبرو کې ګېر وي. خو چې له دې خوبه به څرنګه ویښېږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۸۸ کاله پخوا په کندز کې د خپلواکۍ جشن څه ډول لمانځل کېده؟ جالبې خاطرې او د وطن د کراریو ورځې شپې
taand.net?p=228260 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
“روس مو جرړې د ژوندو باسي، خو زموږ بيا
دا جهاد دی چې مړه شوي بېرته مړه کړو
يعنې کله احمدشاه غازي غندلی،
کله کرکه د امان له نامه وکړو
کوم احمق به د خپل فخر څلی وران کړي،
بس يو موږ يو چې هر څه کړو، وايو ښه کړو” -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
Sorosh Bookstore
د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ په کابل کې سروش کتابپلورنځي ۲۰ سلنه تخفیف اعلان کړی دی. ځینو نورو کتابپلورونکو هم دغه خبره کړې وه. په پېښور کې کتابکور تخفیف اعلان کړی.
که له کتاب سره مینه لرئ دغه یې ښه موقع ده.
کوم کتاب به وغواړئ؟
@KitabKor -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۷۰۰ ورځې واوښتې. امر الثاني لا نشته.
کیسه څه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خان عبدالغفار خان تېره پېړۍ فرمایلي و:
٬٬اسلام داسې دين دی چې علم يې په نر او ښځو فرض کړی دی خو موږ داسې بد قسمته قوم يوو چې د اسلام په نامه له علم نه پاتې شو.،،
نو ته وا په امر الثاني پېړۍ اوښتې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که څوک وږى وي هر څه ښه خوند کوي.
اسپانيايي متل.
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پخوا مې لوستي و
د سړي عقل ګوره شتمني نه
د انسان وفا ګوره ښکلا نه
د ملګري مینه ګوره کمال نه
د میین صبر ګوره ادا نه
د مال برکت ګوره اندازه نه
د کور هوسایینه ګوره لوی والی نه
د انسان شخصیت ګوره ظواهر نه
د خبرې مانا ګوره ویوونکی یې نه
د زړه پاکۍ ته ګوره څښتن ته یې نه
څه پرې زیاتوئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
موږ نور سموو ځان نه:
«زموږ په ټولنه کې میندې او پلرونه لوڼو ته وايي چې د باندې مه وځئ نارینه دي، خو خپلو زامنو ته نه وايي چې دباندې ښځې مه ځورورئ.»
څه پکې د ویلو شته؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و: «زړې لارې نوې دروازې نه پرانیزې
ژباړه»
نویو لارو ته نوی فکر پکار دی، ته وا وبه یې منو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ځينو ته که لمر ستایې سپوږمۍ دریادوي که دې سپوږمۍ یاده کړه لمر درته ستایي.
دغه ډول ځینې مو سترګو ته ودرېدل؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که په ژوند کې لوړې ژورې نه وای نو په خپلو کې به مو پردي او په پردو کې به مو خپل نه پېژندل
حضرت علي رض -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
شتمني ژوند نه شي درکولى خو ژوند شتمني درکولى شي
ترکى متل
مقصد که ژوندي وو هر څه ممکن دي، ژوند دې وي که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وايي:
”
درد دې پیاوړی کوي، وېره دې زړه ور کوي او مات زړه دې هوښیاروي
“ژباړه
ښه نو دا نیمه پېړۍ خو موږوالو درد، ډار او مات شوی زړه ډېر ولید ته وا پیاوړي،زړه ور که هوښیار شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ایران نن او سبا عمومي رخصتي اعلان کړې ده او دلیل یې سخته ګرمي بللې ده، وايي برېښنا نه شي برابرولی، ګڼ شمېر خلک ناروغ شوي.، د نورو ناروغیو مخنیوي ته دې خلک په کور کښېني. دوی ډېر نازک دي که د پېښور او جلال اباد ولسونه ډېر کلک دي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه چې په مینه نه پوهېږي له کرکې لاس نه اخلي.
څه پکې د ویلو شته؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
“په ناپوهۍ کې منډه او بیړه وخت نه درته سپموي”
سم یې ویلي ، منئ یې که ځغلئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ته مې ګمراه بوله، خو زه ستا په لاره نه ورځم
ما ډېرې ليدلې د جانان کلي ته لارې دي
«استاد کاروان» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ملي بیرغ لپاره د میر خان مقري نوې مسته سندره
youtu.be/myN8duV-w28 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د سعودي الهلال لوبدلې د فرانسوي لوبغاړي اېمباپې ورخپلولو ته د ۳۳۲ میلیونه ډالرو وړاندېز کړی دی.که ومنل شو دا به د فوټبال په تاریخ کې د تر ټولو ډېرو پیسو ریکارډ وي.که اېمباپې ومنله بیا به یې شاید معاش هم په سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي.دا د پیسو ضایع ده که مناسبه پانګونه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«په پیسو، څوکۍ او خپله شتمني ډېر مه ویاړه. دا شیان تلونکي دي که درسره هم وي یوه ورځ به داسې کس ووینې چې دا خبرې ورته مانا نه لري بیا به پوه شې چې اصلا څومره بې وزلی یې. »ژباړه
ورسره منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې وخت وي شرایط نه وي چې شرایط وي وخت نه وي. همداسې نه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د برتانیا د استخباراتو مشر وايي مصنوعي ذکاوت به د جاسوسۍ په برخه کې د انسانانو کار کم نه بلکې لا ښه کړي او دا ټیکنالوژي ډېره چټکه پر مخ ځي ساینس او ټیکنالوژي که مو هېره کړه له امنیته رانیولې تر زراعته به په هر څه کې شاته یوو او سبا به نه خوندي یوو او نه به د اوداسه لپاره اوبه لرو
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د نلسن منډیلا کلیزه ده. ده به ویل:
٬٬خپلواکي له زنځیره خلاصون نه دی بلکې هغه ژوند دی چې د نورو درناوی او د نورو د فردي ازادۍ امکان پکې ډېرېږي.٬٬
تاسو ته څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له یوه زلمي سره خواله و له مور او خویندو ګیله من و، چې حتی د چایو دمول یې نه و ورزده اوس لوری رانه ورک دی.په کورنو کې پر هلکانو د کار نه کول د دې سبب کیږي چې همدا هلکان بیا له مېرمن سره هم د کور په کار کې مرسته نه شي کولی.د میندو او خویندو ګناه یې بولئ که خپله ځان باسو او لټ یوو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
رنګ،ښکلا،غږ،ونه او نور دغه ډول شیان پیدایشي په انسان لورول شوي وي.په دغو ویاړ یا پرې شرمېدل دواړه بې ځایه دي. هر ډول چې یاست پرې خوښ اوسئ ځینې شاید دغه حالت هم ونه لري.انسان باید په هغه څه اندېښمن شي چې په خپل لاس کې یې وي او نه یې سموي.لکه سر خلاصول او په څه ځان پوهول. که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
‘’نیت کافي نه دی که په عمل یا خبره مو څوک ځورېږي غور پرې وکړئ، لاس ترې واخلئ،،
وبه شي که ټایم به لګي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مهمه نه ده چې انسانان یو ډول یا سره ورته فکر وکړي مهمه دا ده چې انسان فکر وکړي.
که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ځينې وایي زه چې هر څه وایم منه یې که دې ونه منل نه دې منم، دغه ډول خلک یوازې ځانته خپلواکي غواړي تاسو ته نه.
سترګو ته مو ودرېدل؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ماشوم پالل او کتاب لوستو ته وخت موندل.
لوستې میندې د روښانه راتلونکي نخښه.
څه پکې وایاست؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په یوه شپه غم نه ارزي ګرده ژوندون
د نیمې لارې مل، نامرده ژوندون
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«کتاب، ذهن او چترۍ هغه وخت کار ورکوي چې پرانیستل شي. ژباړه»
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نه پوهېږم چا ویلې ده خو دا څلوريزه بیخي سمه خبره کوي. ښه نو اوس یې منئ که ترامرالثاني صبر کوئ؟:
نور خلک لاړ شي قلم واخلي کتابچه واخلي
پښتون چې لاړشي د خپل ورور مرګ ته وسله واخلي
هله به دلته کې سکون راشي او سوله راشي
چې قلم لاسو کې پښتون او پښتنه واخلي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«اول مې فکر کاوه هېواد هوښېار او بيدار وزير غواړي، وروسته په دې باور شوم چې هوښيار او بيدار پاچا غواړي خو اوس ډاډه يم چې هوښيار .او بيدار ولس تر هر څه مهم دى.»
ژباړه
څه پکې وایاست؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«که څه درس واخلو او څه ترې زده کړو ناکامي او خپګان هم بری دی»
ژباړه
خو ته وا زده کوو یې که یې هېروو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نور اورئ خو خپل غږ مه بایلئ.
ژباړه
دا خبره څه ډول تعبیروئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هره ستونزه لکه د ترافیک سره اشاره که صبر ورته وشي زرغونېږي
ژباړه
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ښاغلي عزت الله ځواب د سوال ځواب که وموندل شو ډېر مشکلات په اول امر حل دي دویم ته اړتیا نشته:
سمه ده چې لور دې د حوا لور شي!
زوی دې کله زوی د ادم شوی دی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ملي لوبډلې کپتان حشمت شهیدي وایي د راشد خان ځای په ګرانه څوک نیولی شي خو د ده ټپي کېدل نویو لوبغاړو ته موقع برابروي چې په سختو لوبو کې خپله وړتیا وښیي. حشمت شهیدي له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې پر نړیوال جام، ټسټ لوبو او له سرېلنکا سره سیالیو باندې غږېدلی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اوکراین فوټبال لوبډلمشر په لندن کې لوبه کوي چې د مینه والو د ټکټ پیسې د هغه ښوونځي په جوړولو ولګوي چې په جګړه کې ویجاړ شوی.وایي د ماشومانو وخت باید ضایع نه شي یعنې امرالثاني او سولې ته صبر نه کوي. ځینې بیا پوښتنه کوي چې د دې اروپایانو د پرمختګ راز په څه کې دی؟ سر مو خلاص سو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له بهرنیو محصلینو هر کال برتانوي پوهنتونونه نژدې ۵۰ میلیارده ډالره د فیس په توګه اخلي.د افغانستان کلنۍ ټوله کړې مالیه تر ۲میلیارده ډالره نه اوړي یعنې زموږ د ۲۵ کلونو مالیه دلته په یوه کال کې پوهنتونونه ترلاسه کوي. په زوی او لور کړی تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي. که یې لا نه منئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سویس غواړي د کاپي رایټ پر قانون دې له سره غور وشي خواله رسنۍ او پلټونکي اپونه باید د خبر لیکوونکي ته حق الزحمه ورکړي.مخالف یې وایي ډېر خلک به ناخبره پاته شي.موږ چې کتاب لا وړیا غواړو خبر او رپوټ به په پیسو رانیسو؟ولې هر څه مفته غواړو واقعآ د اقتصاد خبره ده که عادت شوي یوو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ممتاز اورکزي غزل:
د زمکې سياره
د وینو فــــواره
انسـانه ! انسانيت؟
پاره،پاره.پاره
يولاس کې مې خنجر
بل لاس کـې سيپاره
الله تل زوره ور
بنده تل بيچاره
جنت پردو کې پټ
دوزخ ،ښکاره ،ښکاره
محبوبه شوه نارا
متروکه اشاره
تا څنګه واخیست جي؟
جنت په اجاره
ممـتازه تجارت
څه وخت پس مفکوره -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د برتانیا د مخابراتو لوی شرکت په راتلونکو اوو کلونو کې د ۵۵ زره انسانانو کارونه ختموي او دغه دندې په مصنوعي ذکاوت لرونکو ماشینونو کوي.که چمتو نه شو شاید سبا کار ونه شو موندلی.موږوال چې د زاړه سیستم ښوونځیو ته طرحې په کلونو کلونو کې نه شي جوړولی راتلونکو کلونو ته به څرنګه تیارېږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ملګری مې سېګریټ څکوي. ماشومانو یې له لاسه سېګریټ اخیستي، ده ژمنه ورسره کړې چې بیا به یې نه څکوي خو لا یې هم څکوي. له ما سره یې هم ژمنه کړې خو سړی یې بیا هم څکوي. هم یې د خولې بوی ځي هم یې د جامو. د پیسو ضایع خو یې لا پرېږده. ګورئ سېګریټ دوی څکوي او په لوګي
Emal Pasarly
@EmalPasarly
يې موږ هم په مفته کې د سرطان په ناروغۍ اخته کېږو نو موضوع جدي ده.له سېګریټ څکوونکو سره باید څه وشي؟ د نورو نشه یانو غوندې یې تر امرالثاني خدای بخښلي کړو او که جدي مبارزه ورسره وکړو؟
څوک ژمنه کوي چې سېګریټ به نور نه څکوي؟ او څوک له سېګریټ څکوونکو سره د مبارزې ښه لار راښوولی شي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
#غزلبڼ
تشه دٌعا چې عمل نه وي غولول دي د ځان
د چنار پاڼو ګورئ وچ کړل په دعا لاسونه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د مېرمن نسیم ولي دریم تلین دی.دا په دې وروستیو لسیزو کې یوازینۍ پښتنه وه چې د یوه لوی سیاسي ګوند مشري یې کوله په خپل عمل یې ثابتوله چې که په پښتنو مېرمنو باور وشي او موقع ورکړل شي تر هېچا کمې نه دي.ولې نورې پښتنې مېرمنې د سیاست په ډګر کې د مېرمن نسیم ولي غوندې ونه ځلېدې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زلمی خلیلزاد وایي د پاکستان د پوځ لوی درستیز باید استعفی وکړي او که داسې نه وي نو د دغه هېواد اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت به نور هم خراب شي.
نو ته وا جنرال عاصم منیر به استعفی وکړي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په نیوزیلنډ کې یوې نوې څېړنې موندلې چې د روح د سکون او ارامښت لپاره انسان سفر، لوست او له منفي فکره خلکو لیرې اوسېدا ته اړتیا لري.
اښه نو بابکه! سفر ویزه غواړي او مثبت فکر خلک په دوربین نه ښکاري، لوستلو ته خو کش ورکړه چې روحآ ارام شې. که حوصله نشته؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و: ٬٬ زړه هغه څه په ځنډ مني چې ذهن د وخته قبول کړي وي،،
همداسې نه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ډېر لږ پاکستاني مخکیني مشران له واک وروسته د فساد له توره په امن پاته شوي او د زندان شپه یې نه ده لیدلې خو د دوی په اصطلاح ادارو یې هيڅکله د عمران خان د ملاتړو غوندې پلویان نه و لیدلي چې اور ورواچوي او سترګې ورته برګې کړي.
دا د عمران خان محبوبیت دی که د ادارو د ذوال نخښه ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
شپږ سوه ورځې شوې چې د افغانستان نجونې له ښوونځي محرومې دي که هر ډول شرایط وای، که هر ډول حساب وای دا مشکل باید حل شوی وای. په نوره نړۍ کې خلک د یوې ضایع شوې ورځې حساب هم غواړي دا خو لا ۶۰۰ ورځې دي.
دا خبره بې ځایه ده چې زموږ په کلتور کې ښځې درس نه وايي، د میرویس نیکه مور نازو انا
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د احمد شاه بابا مور زرغونه انا،د شاه حسن هوتک او د محمود هوتک خور بي بي زینبه ټولې لوستې وې،د هغه وخت چې په ټوله سیمه کې لوستې ښځې د ګوتو په شمار وې، که د دین خبره وي خو د مکې مکرمې له ملا امامه د الاظهر تر علماو ټولو ویلي چې تعلیم پر نر او ښځې فرض دی. نو خبره څه ده، دلیل څه دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د دریا خان یو شعر
زړه مې
د انځور تخته وه
ته مې ورته کښېنولې
چې ستا انځور مې پيل کړ
ته رانه پورته شولې
اوښکې چې وبهېدې
انځور یې وشړاوه
اوس ستا انځور نه لرم
او نه هم سپینه دړه. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې استعداد یې د کار نه وي امکانات به څه کړي
مساعد باد ورکړي بېړۍ ته د شنا لاسونه
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لمن مې ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پرې ولم
په عادتونو کې دا یـو عادت د غــره لـرم زه
استاد دروېش درانی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
افغان ستوري نوین الحق راته وویل ٬٬ د تېرې لوبې په تړاو مې له هیڅ رسنۍ سره خبرې نه دې کړي، که خلک هر څه لیکي دا د هغوی خپلې خبرې دي. زه په دې باور یم چې په میدان کې شوې خبرې باید په میدان کې پاته شي.٬٬
هغه متل رښتیا دی چې پیر نه الوځي مرید یې الوځوي، که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې ولوسته پخه راښکاره شوه:
٫٫د خپلو غلطو پرېکړو پړه پر نورو مه اچوئ هېڅوک پر تاسو داسې څه نه شي کولی چې تاسو یې ونه غواړئ ٬٬
سم وايي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د کارګر ورځ ده. د ټیکنالوژۍ په دې پېر کې بریالی کارګر هغه دی چې په ځان خواري کوي او ځان رسوي. د کار هنر له نورو سره د چلند هنر که ونه لري ورځ یې ګومان نه کوم چې ښه شي.
ستاسو په ګومان کارګر ته لوی خنډ او مشکل د ده خپله وړتیا او چلند پیدا کوي که ټیکنالوژي او نورې خبرې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اختر له امله اکسوس پلورنځي اوس د کتاب ورځې په یاد ځانګړی تخفیف اعلان کړی. د ټولو کتابونو بیې یې کمې کړي او زما هغه کتابونه چې اکسوس چاپ کړي پر هغو شل سلنه تخفیف موندلی شئ نو سبا یکشنبه د اپریل ۳۰ مه د ثور لسمه پرې وردرومئ.
رښتیا وروستی کتاب مو کوم او کله لوستی؟
@aksosbookstore -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن بیا هغه ورځ ده چې مجاهدو تنظیمونو د ډاکټر نجیب حکومت ونړاوه او کابل یې ورخپل کړ.
طالبانو چې په ۱۹۹۶ کال کې کابل په لومړي له مجاهدینو ونیوه د تنظیمي جګړو بریالیو مجاهدینو دغسې کابل ورپرېښی و.
څه پوه شوې ماجره؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۴۵ کاله پخوا پر همدې نننۍ ورځ د غوایي اوومې کودتا وشوه. ډېر افغانان په دې باور دي چې له همدې ورځې راهیسې موږ د کرارې ساه نه ده اخیستې.هېڅ نظام مو له بله درس وانه خیست.د بل تجربې یې ونه څېړلې چې خپله یې تکرار نه کړي. ولې موږ له تېرو تجربو څه نه زده کوو او خپل مشکل هم نه منوو ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د کتاب نړیواله ورځ ده، موږ کتاب لږ لولو دليل به يې څه وي؟
په خپله ژبه مو ښه کتابونه نشته؟
له کمکينې په کتاب لوستو نه يوو روږدي شوي؟
او که د ښوونځي کتابونو مو له کتابه زړه راتور دى؟
او که نه دا هسې پلمې دي لټان يوو بس نه يې لولو -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سعودي اعلان وکړ چې اختر سبا د جمعې په ورځ دی
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
“The State is not God. It has not the right to take away what it cannot restore when it wants to."
Anton Chekhov
The Bet -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«په تورو وختونو کې ناهیلي نه ده پکار راڼه څاڅکي هم له تکو تورو ورېځو لوېږي»
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي یوه ونه په خپل ژوند کې یو ټن (سي او ۲ یا کاربن دایاوکساید) ککړ غازونه له هوا پاکوي. مقصد ورځې لا شته ونې کېږدئ ویې پالئ چې هم خرما ده هم ثواب. چا تر اوسه کوم نیالګی ایښی، ساتلی او پاللی؟ او د چا ورته نیت دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وايي:
(( عبادت کول، له نشو ليرې گرځېدل، عياشي نه کول، کار کول ښه اخلاق نه بلکې هغه کارونه دي چې د ځان په گټه مو دي، د بل نه ځورول، پر بل ځان بره نه گڼل، پر بل تور نه پورې کول او د بل فکر او خيال ته ان د مخالفت په سر هم درناوى ښه اخلاق دي.)) -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
موږ ډېر کله د بل په سمولو کې افراط کوو. جامه، نظر، عبادت، فکر ، خواړۀ، څښاک خلاصه د بل کس په هر څه خبره کوو خو ځان ته مو پام نه وي، ښه به نه واى چې ځان کې غرق شو، ځان سم کړو ؟ که هر څوک خپله سم شي ټول به سم وي. خو طبعآ خپل عیب د ولیو منځ دی، که به لا بله وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د یوه انګریزي شعر ژباړه:
هاغه شپې ځان ستایم
چې تا نه یادوم
هاغه شپې ځان غندم
چې ورځ مې ټوله ستا په فکر کې وي
په پای کې ته یې، لا هم ته یې
ته مې د ژوند...
د ښو او بدو تله. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو وخت مې د کرېکټ د یوه لوبغاړي د مرستو له وېشونکي سره خبرې کولې ما ویل د لسو کسانو د یو وخت ډوډۍ پر ځای که له یوه کور سره په پښو درېدو کې مرسته وشي ښه به نه وي چې دایمي حل لاره ومومي؟ هغه ویل ډېر خلک اړتیا لري. نه پوهېږم کب سپارل ښه بولئ که د کب نیولو د وسایلو ورسپارل؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوې موسسې د ویکیپیډیا ۳۶۸۲ مقالې پښتو ته ژباړلې چې بېلابېل مسایل پکې دي. دلته یې پښتو بڼه انګریزي بڼه او ان د کلماتو شمېر لا شته. دا موسسه او ژباړونکي یې نه پېژنم خو کار یې عالي دی. ویې ګورئ شاید ځینې برخې یې درته ګټورې وي
ps.m.wikipedia.org/wiki/ويکيپېډيا:بیت_الحکمه_۲.۰/د_بیت_ال… -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې نن سرېلنکا ته په ۵۰ منډو ماته ورکړه. تېز بالز خلیل احمد پنځه کسه وسوځول. تره خېل او نعمان شاه پنځوسېزې وکړې.
دا زلمي نام خدا تکړه دي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ډاکټرې شریفې شریف د لنډو کیسو دویمه ټولګه « چا او چا ویل»همدا نن په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې چاپ کړه. اغلې شریف یوه له هغو لیکوالو ده چې کیسې یې بې له شکه چې عالي دي. مبارک دې وي او په دې هیله چې دا اثر ډېر ولوستل شي. @SharifaSharif
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۱۹ کلنو لوبډلې پایلوبه ونه ګټله خو هارون یو ځل بیا وځلېد.دی ډاډه او زړور لوبغاړى ښکاري،فوټ ورک لري،د کریز په کارولو پوهېږي او په میدان کې خلا ښه مومي.سهیل زرمتی او نعمان شاه هم وځلېدل.په بالېنګ کې یما عربزی او بشیر افغان عالي و. د دوی د لا بریالیتوب په هیله
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوه نوې څېړنه ښیي چې د فزیکي درد پر وخت کنځل درد اراموي. خو کنځلمار دې نه خوشحالېږي څېړنه زیاتوی هغه چې تل ښکنځل کوي پر هغوی اثر نه کوي بلکې د هغو درد کموي چې عمومآ کنځلې نه کوي. خلاصه دا چې په بې ادبۍ کې هم که افراط نه وي شاید خیر یې راورسېږي. منئ یې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مطیع الله ویسا مې کلونه پخوا په کابل کې لیدلی و، محصل و خو ټول ذکر فکر یې په دې کې و چې په لیرې پرتو سیمو کې ماشومان څرنګه لیک لوست زده کړي او میندې پلرونه څرنګه د لیک لوست په اهمیت پوی کړي.په دې هیله چې ژر را خلاص شي او بېرته خپل کار ته پرېښودل شي. تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که نن افغانستان له پاکستانه وګټله دا ټرافي یې خپله شوه. دا متفاوته ټرافي افغان جوړه غالۍ ده چې د ۱۹ کلنو لوبډلې د پخواني لوبغاړي مراد علي په زیار کرېکټ بورډ جوړه کړې.مراد علي یوازینی ترکمن افغان دی چې د ۱۹ کلنو د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام کې د ویکټ ساتونکي په توګه ولوبېد.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان د کرېکټ بورډ نوښت مې خوښ شو چې د خپل هېواد د لاجوردو له ډبرو د جوړ افغان صنعت ننداره یې وړاندې کړه.په دې هیله چې له ډبرو دغسې نور توکي هم په وطن کې جوړ او نړیوال بازار ته لاړ شي.اوس به مو هیله دا وي چې د نبي غوندې په پاتې لوبو کې هم افغان لوبغاړي دغه ټرافي خپله کړي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په پروني بري کې طبعا لوبغاړي وځلېدل او د ډېر شاباسي مستحقه دي. خو دوه نور افغان لوبڅاران احمد شاه پکتین او بسم الله شینواري پر نړیوال دریځ خپل عالي مسلکي هنر وښود.په دې هیله چې یوه ورځ یې د ای سي سي په ایلیټ لوبڅارانو کې ووینو.دوی تر ډېرو ښه دي خو د نورو غوندې لوی ملاتړي نه لري.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
Excellent performance, great victory, we’ll do e @MohammadNabi007 @ACBofficials
Pakistan 92/9
Afghanistan 98/4 of 17.5 overs -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې عارف الاسلام سلیزه وکړه، په میدان کې په سجده پرېووت، بیا یې لاسونه د دعا په نیت لپه کړل. تر دې څو شېبې وړاندې یې د اوبو سوړ بوتل په همدې مبارکه روژه کې په رڼا ورځ په سر پورته کړ. رمضان جانې پټان جانې.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
افغانستان د انګورو د ډېر تولید په حساب په نړۍ کې ۱۷ دریځ لري. نن د بزګر ورځ ده، دوی دې ښاد وي چې ورسره د وطن نوم ښه یادېږي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په دې هیله چې امرالثاني هم راښکاره شي ، ته وا شي به؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان لپاره د ای سي سي له غونډې دوه ښه خبرونه راغلي. یو خو د غړیتوب د بندیز له ګواښه په خیر ووتو بل شاید مالي او تخنیکي مرستې ورسره ډېرې شي. @ACBofficials @MirwaisAshraf16
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د بریالیو انسانانو په اړه وایي ٬٬ که تېروتنه وکړي مني يې که پر حقه وي غلي شي.٬٬
برعکس به مو یې ډېر سترګو ته ودرېږي، که نه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په خوست کې د اباسین صدف په نامه ځوان د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت نیالګي بزګرانو او بڼوالو ته وړیا وېشلي او ورسره یې د نیالګیو د پالنې او ساتنې لارې چارې هم ورښوولې دي. میوه لرونکې ونې به بڼوالو ته د عاید سرچینه شي،چاپېریال به ښکلی او خوندي کړي دغه ډول ښه کارونه بل کوم ځای شوي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا افغان کرېکټ بورډ په هر لوی واړه عمل غندو خو ښه کار یې بیخې د یادولو وړ نه بولو. د وطن په اوسنیو نامناسبو اقتصادي شرایطو کې کرېکټ بورډ یو نه دوه نه بلکې څلور مالي ملاتړي پیدا کړي چې تر معجزې کمه خبره نه ده. راځئ تر امرالثاني پورې یې دغه ښه کار وستایوو. که څرنګه؟@ACBofficials
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه چې په ستایلو ارزي:احمد ولي اڅکزی په یوازې سر د یوې اکاډمۍ کار کوي.قاموسونه ډاټ کام به مو لیدلی وي چې د پښتو ان لاین ډکشنریو تر ټولو غوره ځای دی، دا د دوی کمال دی. راځئ یوه مننه ترې وکړو چې خپلې ژبې او خپل ولس ته کار کوي، هغه هم هغه ولس چې شاباسی یې لږ او نیوکې یې تمام نه لري.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خلک د هوښیارانو په مړینه او د جاهلانو په ژوند اوښکې بهوي
افلاطون. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښځې مينه کري او کرکه رېبي
علی شريعتي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«ځينې ورځ ته شپه، شپې ته ورځ وايي خو نه منطق مني او نه يې اوري، بحث ورسره زړه خوړل او وخت ضايع کول دي»
څومره مو سترګو ته ودرېدل؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پژواک له خبر سره سم په ۳۱ ولایتونو کې له 12 ټولګي فارغو نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون فورمې وېشل شوې دي.نجونو دا 2کاله لېسې نه لرلې او پوهنتونونه هم پرې بند دي بیا هم باوري یم چې افغان پېغلې به په کانکور کې بریالۍ وي بس چې څوک ورته خنډ جوړ نه کړي. تاسو پرې څه وایاست؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې پوهنتونونه له ژمنیو رخصتیو وروسته بیا پرانیستل شول. خو امرالثاني لا هم نشته نو د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې تړلې پاتې دي. ایا د لوړو زده کړو وزارت د نجونو تعلیمي ژوند ته پر اوښتي تاوان فکر کوي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د سبا په تمه همدا پرون په کابل کې چاپ او تر کتابپلورنځیو ورسېده. باید تېر اګست چاپ وای، دوتنه به یې هم بدله وه خو دېر اید خوب اید به یې وګڼم. دا ټولګه ارواښاد نصیر احمد احمدي ته ډالۍ شوې او اکسوس خپرندویې ټولنې چاپ کړې.@aksosbookstore
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د تيارې تر ښکنځلو د شمعې بلول ښه دي
چينايي متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و «سیاسي ژبه داسې جوړه شوې چې درواغ په غوږ رښتیا راولي، وژنه سم عمل وګڼل شي او توپان ارام وبلل شي.»
تجربه مو څه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سم وایي، که یې څوک نه منئ شاید دردېدلي نه وي
” تر هغه ښکلي جنګ هم بد رنګه سوله غوره ده“ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سرله نن نه په برتانیا کې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې واده د قانون خلاف عمل دی، نوی قانون وایي که د مور او پلار اجازه هم وي تر ۱۸ کلنۍ وړاندې څوک ودېدلی نه شي.پوهېږم اوس به ګڼ کسان غوسه وي خو ما دا خبر برتانیا مېشتو افغانانو ته خپور دی چې سبا په جنجال وانه وړي.له غوسې ورهاخوا څه پرې وایاست؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خوست کرېکټ لوبغالي شاوخوا نیالګي اېښوودل شوي.دا بهترین کار دی د کرېکټ بورډ او د خوست د کرېکټ ریاست چارواکو یې کور ودان.ونې به نندارچیانو ته سیوری جوړوي،چاپېریال ته ښه دی او سیمه پرې ښکلې ښکاري.په دې هیله چې ویې وپالي او یو وخت یې دنګې ونې وګورو.بل ځای چا نیالګي ایښي او پاللي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کاشوغه د ښوروا په خوند او احمق د پوهې په خوند نه پوهېږي.
د وېلز متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ملګري ملتونه وایي په نړۍ کې ۴۰ ٪ ماشومان په خپله مورنۍ ژبه د درس ویلو موقع نه لري. په دوی کې ډېر لوی شمېر پښتانه هم دي چې په کوټه او پېښور کې په اردو او د اوسني افغانستان په ځینو برخو کې په دري درس وایي. هغه لا شاید نه وي حساب شوي چې امرالثاني ته لاس تر زنې ناست دي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کریم جنت یې کور ودان چې د پوزې له پرې کېدو یې وژغورلو خو الراونډران هره ورځ دغسې لوبه نه کوي په درو بټسمینانو باید لوبه ونه شي. بری دې مبارک وي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د حمزه بابا ۲۹ تلین دی،
لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي
ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی
لا څه شملې د پښتانه پاتې دي
په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ومې لوستل «تر ټولو سخته ازموینه د ژوند ده او ډېر خلک پکې ځکه ناکامېږي چې له بله کاپي کوي خو خبر نه دي چې د هر چا پوښتنې جلا دي.»
ورسره منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و:
«کله چې فکر یا ذهنیت بدل کړې احساس دې بدلېږي چې احساس دې بدل شي عمل دې بدلېږي چې عمل دې بدل شو ژوند دې بدلېږي او دغه بدلونونه دي چې
ژوند ته رنګ وربخښي»
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ومنئ چې تر کرکې مینه ښه ده او مینه نه بلکې ځینې میینان ښایي بد وي. نو له کرکې څخه مو د کرکې ورځ مبارک شه
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د رادیو نړیواله ورځ ده. یو وخت مې ګومان کاوه د رادیو چلوونکي ځانګړی استعداد لري چې ورغلم پوه شوم د رادیو خبریالي خلاقیت غواړي،یوازې غږ او متن نه بلکې په بیا بیا د اورېدونکي ساتلو ته خلاق فکر چې لوی مسوولیت دی. د هغو دې دغه ورځ مبارکه شي چې دا مسوولیت ادا کوي یا پرې فکر کوي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ارواښاد قلندر مومند فرمایل:
ژوندون ، لټون ، مينه ، مرګى او حساب
څومره كارونه مې په سر پراتۀ دي؟
او چې ممکن کارونه هم امرالثاني ته ایسار پاته شي نو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۳۵ کاله وړاندې همدا نن د فبروري پر ۱۱ مه پوهاند ډاکټر سید بهاو الدین مجروح د پېښور په شاهین ټاون کې د پولیسو له تاڼې سره نژدې وسله والو شهید کړ. ګناه یې دا وه چې افغان و او د فکر خاوند و.
روح دې یې ښاد وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مینه انسان ړندوي یا یې نه پرېږدي چې حقایق هغسې وګوري چې دي خو که څو ځلې یو څه ثابت شي او بیا هم څوک سترګې پټوي نویا لېونتوب دی یا حماقت دی او یا تر لویو ګټو وړې شخصي ګټې مهمې شوې.دا د ادم خان او درخانۍ په مینه،دسیاسي او تنظیمي تړاونو او له نورو اړیکو سره هم سر خوري که داسې نه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که ولس ناپوه وي او خپلواکي غواړي نو پوه دې شي چې ناپوهي او خپلواکي نه سره جوړېږي
تامس جفرسن -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که ماشوم وي وایي حیوان دی نه پوهېږي
چې ځوان شو وایي ځواني ده حیواني ده نه پوهېږي
چې سپین ږیری شو وایي زوړ دی دماغ یې کار نه کوي
چې مړ شي ټول وایي مرحوم ډېر هوښیار سړی و مړینه یې لویه ضایعه ده
همداسې یوو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه پاکستاني دیپلومات چې په ملګرو ملتونو کې ټول پښتانه له ښځو سره په ناسم چلند تورنول خپله په امریکا کې د خپلې ښځې په وهلو تورن شوی و. په ۲۰۰۳ کال کې د منیر اکرم مېرمنې امریکایي پولیسو ته زنګ وهلی و چې مېړه یې سر په دېوال ور وهلی او لاس یې ورخوږ کړی. www.nytimes.com/2003/01/08/world/us-asks-pakistan-to-lift…
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له تېرو چې څه نه زده کوي دلیل یې ښايي دا وي چې هوسا ژوند حافظه توږي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې ونه وغورځي ماشوم هم ورختلی شي. ژباړه.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له هغه راهیسې چې له ۶ د ورپورته ټولګیو دروازې پر افغان نجونو تړل شوې دا دی ۵۰۰ ورځې تېرې شوې.که شرایطو جوړېدای هم باید جوړ وای که دنیا بدلېدی هم باید بدله وای.یوه درسي ورځ ضایع کېدل لویه خبره ده دا خو لا ۵۰۰ ورځې شوې.چې دا ثاني امر به کله وشي؟ایا د ځنډ تاوان ته یې هم د چا پام دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
استاد مجروح فرمایل:
یوازې فکري انقلاب او ذهني انکشاف انسان ته دا قدرت ورکوي چې له تخنیکي او اقتصادي وسایلو د خپلې حقیقي ازادۍ لپاره استفاده وکړي۰ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې ولوستل وايي په هغه څه زړه مه خوره چې بدلولی یې نه شې. سمه خبره ده خو ته وا عملي ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي «که زامن سم وروزو، د لوڼو خوندیتوب مو تضمینېږي» منئ یې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د انجینیر میرویس امان اثر چې پر عمومي فزیک لیکل شوی او په درو ټوکو کې چاپ شوې همدا نن کتابپلورنځیو ته رسېدلی
د کتاب د ترلاسه کولو ځای: پکتیا مرکز ګردېز کې د دوست کتابخانه،ننګرهار کلاسیک خپرندوی ټولنه.بیا ګیلې مه کوئ چې پر فزیک کله کتاب لرو.ښاغلي میرویس امان او ټولو ته دې مبارک وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ځان په باب قضاوت تر ټولو سخت کار دى. خو هر هغه انسان چې په ځان پوه شو چې د کوم کار وړتيا نه لري او اعتراف يې پرې وکړ پوه شه چې بريالى دى يا ده.
فکر نه کوئ د ډېرو د ناکامۍ يو دليل همدا دى چې له ځانه نه دې خبر؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن له هغه راهیسې ۳۰ ورځې پوره کېږي چې په افغانستان کې نجونې له لوړو زده کړو منع شوې دي. په ښوونځیو کې بیا نجونې له شپږم ورپورته ټولګي ته نژدې پنځه سوه ورځې کېږي چې نه دې پرېښودل شوې. څوک پوهېږي چې دا حالت به تر کله وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې فکر به لوی مشکل وي که خوی؟
په مــمتاز فتوې جاري کړئ فتوا بازو
نه یې فکر نه یې خوی درسره سم دی
ممتاز اورکزی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پر رسنیو د طالبانو د څار کمیسیون مشر مولوي حماد په ټویټر کې د پیسو په بدل کې د شنې نخښې اخیستو په تړاو وايي "د پيسو اړخ یې دومره مهم نه دی، د دومره لوړو اهدافو لپاره په میاشت کې ۹۰۰ افغانۍ مصرفول، فکر کوم د هر افغان په وس پوره ده."
فکر کوئ دا د هر افغان په وس کې دي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
Save the Children وايي دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې ښځینه کارکوونکې یې کار ته ستنېدلی شي او په همدې دلیل به د درو اوونیو له ځنډ وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې خپل فعالیت پیلوي.په دې بېوزلۍ او بېکارۍ کې د نړیوالو مرستندویو موسسو فعالیت غنیمت دی.دا ښه کارونه دې لا ډېر شي، ته وا شي به؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه بیزو چې په دواړو لاسونو خوراک کوي ژر به له ونې لوېږي.
لایبیریايي متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که د کور غړي دې خرڅ نه کړي د کوڅې وال به دې وانه خلي.
د عاج ساحل متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن یې نهم تلین دی .
که لاړ شو و مرو نو بيا به څه وي؟
وايي فنا ده، فنا به څه وي؟
هيڅوک رانغى له ډېرو تلليو
د خاموشانو دنيا به څه وي؟
۱۹۲۸-۲۰۱۴ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
1/2د کرېکټ نړیوالې شورا په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو پر منع کېدو اندېښنه ښوولې او وایي د ای سي سي د یوه بشپړ غړي په توګه باید د نجونو کرېکټ هم په افغانستان کې وای خو نشته.
د ۱۹ کلنو ښځینه لوبغاړو له لومړني نړیوال جام څلور ورځې وړاندې
Emal Pasarly
@EmalPasarly
2/2 د ای سي سي اداري مشر وویل چې د مارچ په میاشت کې به پر افغان کرېکټ خبرې کوي.
مطلب څو اوونۍ لا شته چې د طالبانو له لورې اقلآ د ښځو د زده کړو او کار په تړاو کومه نرمي وښوول شي که نه نو د کرېکټ بېټ او بال هم تر امرالثاني په کور بند شو. ته وا کوم بدلون لیدلی شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، نظام په افراط او تفریط نه چلېږي او که د رهبر امر "د شرعیت خلاف وي باید و نه منل شي."
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و «میینېدل اسانه دي، خو میین پاتې کېدل سخت دي. »
دلیل یې پر تاسو -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
او دا یې د خوست د هلکانو د یوې لیسې د فراغت نوې جامه.
که ”افغاني کلتور“ د نجونو د زده کړو په برخه کې یوه پلمه یادوي خپله جامه بیا څرنګه د کلتور برخه نه بولي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سعود بنګش یې فرمايي:
چې پښتون پرې د اسلام کلیمه زده کړه
هم هـغـه ورکـړه فـتـوا، پښتون کافـر دی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۱/۲ پري ګل شینوارې افغانه پېغله ده چې د
Chromosomal instability and cancers
موضوع باندې یې همدا تېره اوونۍ د پي ايچ ډي یا دوکتورا سند له یوه برتانوي پوهنتونه ترلاسه کړ. دا په همدې لندن کې په حجاب کې ګرځي، په پوهنتون کې یې هم حجاب ته پام کړی. نه د چا فشار و پرې نه پرې کوم جبر.
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۲/۲ اوس به له خپلو زده کړو وروسته له خپلې ترلاسه کړې پوهې سره سم د بشریت چوپړ کوي.
خلاصه حجاب باید پلمه نه وي چې د نجونو د زده کړو مخه پرې ونیول شي. افغانې نجونې که په لندن کې په خپله خوښه حجاب کوي په کابل کې به یې ولې نه کوي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
1/2 خبر دی چې ډېر ژر به یو روبوټ په برتانوۍ محکمه کې د یوه کس د مدافع وکیل په توګه دنده ترسره کړي. یعنې په دغه ماشین کې د برتانیا ټول قوانین ځای پر ځای شوي دي، خپله دومره پوهه لري چې د مقابل لورې استدلال ته د قانون په رڼا کې ځواب ووايي. دا خبر به ځینو ته په دې حیرانوونکی وي
Emal Pasarly
@EmalPasarly
2/2 چې د انسان دندې ولې ماشین پر مخ بیايي. ما ته بیا دا وايي چې د هرې برخې علما او کارپوهان چې ډېر نازونه راباندې کوي وخت یې په ختمېدو دی، ماشین به د دوی کار تر دوی ښه او لا دقیق کوي. مقصد د نازونو وخت په تېرېدو دی، که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
څومره چې مچ زمرى په عذابولى شي هغومره زمرى مچ نه شي په عذابولى
کينيايي متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پخلي یو له لومړنیو کتابونو څه باندې ۵۰۰ کاله پخوا په انګلنډ کې لیکل شوی و .
موږ چې اوس هم سابه پخوو خبر نه یوو مرچ او مالګه یې باید څومره وي.
نور په تدبیر موږ په توکل روان یوو. موږوال د خپل مسلک او خپلې تجربې په لیکلو کې پڅ دي، پرې پوهېږي نه که یې څوک ترې نه غواړي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خبر و چې د کوټې یوه ۵۰ کلن ځوان د60 ځل لپاره پلار شو.دی نالوستی نه دی ډاکټر دی. نه پوهېږم اولاد زېږول د کوم ریکارډ ټینګولو لپاره کوي که نور فکر یې هم کړی چې پالنه او روزنه به یې څرنګه کېږي.دی پوه شه او ژوند یې خو ناپالل شوي اونا روزل شوي ماشومان سبا د ټولې ټولنې په سرخوږي بدلېږي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د دومره ښکلي موټر ډیزاینر او جوړوونکی افغان دی، زه یې نه پېژنم.ځینو ویلي دا جوړول نه اسمبل کول یا سره تړل دي هغه وخت به خپل و چې هره پرزه یې وطن کې جوړه وای. زه د دې موټر د جوړولو له بهیره نه یم خبر خو راځئ له ځان سره ووایو ایا زه دغه کار کولی شم چې د ده کار هيڅ بولم؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوه ان لاین امریکایي پوهنتون د افغان نجونو لپاره زر سکالرشیپه اعلان کړي دي. لطفآ دوستان پرې خبر کړئ چې خویندې ان لاین پوهنتون ولوستی شي. تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي
www.uopeople.edu/tuition-free/scholarships/afghan-womens-… -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اسلامي همکارۍ ادارې او نورو ډېرو مرستندویو نادولتي ټولنو په افغانستان کې فعالیتونه درولي.د زرګونو کورنیو ژوند پر دغه معاش ولاړ و.د دغو کورنیو د لوږې او غربت مسوولیت د چا په غاړه دی؟ ایا طالبان حل لاره ورته لري یا یې فکر پرې کړی که هغه یې خپل کار نه دی بللی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
باختر اژانس لیکي ”ملا عبدالغني برادر اخوند د مالي جریمو د معافیت غونډې ته ویلي:«ولس باید په هیڅ صورت له خپلو هیڅ ډول حقه، مسلمو او ثابتو حقوقو څخه محروم نه کړل شي.»
نوپوښتنه دا ده چې حقه، مسلم او ثابت حق کې تعلیم او کار راځي که نه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په قطر کې له طالبانو سره د خبرو اترو پخوانی امریکایی استازی زلمی خلیلزاد وایي: (( د طالبانو د یوې برخې له خوا له لوړو زده کړو د نجونو منع کول هېښوونکی او د نه پوهېدو وړ عمل دی.))
ایا دا یوازې د یوې برخې عمل دی که د ټولو؟ که د یوې برخې دی ولې نور غلي دي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که دې خپل درد حس کړ ژوندی یې که دې د بل چا درد حس کړ انسان یې
ژباړه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
اېمباپې ۳ او میسې دوه ګولونه وکړل. او پېنالتیو کې بخت د میسې په سر تاج کېښود.
اېمباپي به ډېرې نورې لوبې وګټي که ټپي نه شو خو میسې د لوبیز ژوند وروستیو کې دی. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښاغلي فیصل ځلاند مې یوه لنډه کیسه ښکلې لوستې، که مو اورېده او لیده
youtu.be/fs4xx7tnGh4 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
" تر هغو چې زمرى ليکل زده کوي، هره کيسه به د ښکاري اتلولي يادوي
افريقايي متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په پروان کې د طالبانو والي عبیدالله امین زاده وايي«د چاریکار ښار د امام ابوحنیفه د ښار په نوم بدلول د علم،فرهنګ او تاریخ له پلوه ډېر په ځای نوم دی.»د خلقیانو په حکومت کې یې د جلال اباد ښار تړون ښار کړ چا ومانه چې چاریکار به څوک له زړه او ژبې واچوي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پاچا امان الله خان په واکمنۍ کې د ۱۹۲۲ د دسمبر په ۱۵ مه له دارالامانه د هغه وخت تر کابل ښار پورې ۶ مایله غوړېدلې پټلۍ باندې اورګاډی وخوځېد،د دې اورګاډو ماشینونه له جرمني راوړل شوي وو، خو ډبې خپله په کابل کې جوړې شوې وې.ولې په افغانستان کې اورګاډي په یوه پېړۍ کې فعال نه شول؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مراکش د افریقا لویې وچې لومړی هېواد شو چې د فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبو ته رسېږي. په خپلې پیاوړې دفاع یې له اسپانیا وروسته نن پرتګال هم له ګول وهلو راوګرځاوه. اوس به نو د فرانسې او انګلنډ ترمنځ د وروستۍ منځلوبې له ګټونکي سره مراکش بخت ازمویي. د ګټونکي اټکل ناممکن دی، که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مېرمن قمرګل زموږ د هېواد مخکښه هنرمنده وه. د سندرو لپاره یې د اکثرو شعرونو انتخاب عالي و، کمپوزونه یې د دوی د ژوند د ملګري ارواښاد زاخېل په لاس جوړ خپل او کمساري وو د بل چا کاپي نه وه. هنر یې وپاله،بازاري یې نه کړ.
روح دې یې ښاد وي. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
موږ دښمن ته اړتیا نه لرو که هر څه راباندې ګران وي تر دښمنانانو خپله ډېر تاوان ور اړوو
دا نو که دین دی،که تعلیم دی،که د ښځو حقونه دي ،که کرېکټ دی،ان که وطن دی خپله یې په پوهېدلي یا ناپوهېدلي ډول داسې کړو چې پردی باید د خیر په غونډۍ راته کښیني تر نادان دوست نو هوښیار دښمن ښه نه دی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ایس ایم ایس یا لنډ لیکلي تیلېفوني پیغامونه د دسمبر په ۳نېټه ۳۰ کلن شو،په دې کلونو کې د دغو لنډو پيغامونو له امله نوې لنډه ژبه پيدا شوه.لکه LOL ,OMG په پښتو کې جان ته ٣ ليکل کېږي پېښوريان(چې) ته ٦ ليکي،کوم لنډ توري تاسو موندلي چې په ايس ايم ايس کې يې کاروئ او دوستان مو پرې پوهيږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۱۵۰ هیوادونو کې نظر پوښتنې موندلې چې ښځې د سړو پرتله ډېره غوسه،خپګان او فشار احساسوي. ۲۰۱۲ کال کې ښځو او سړو نږدې یو ډول یا برابره غوسه احساسوله،دا واټن اوس ډېر شوی دی.د تعلیم،کارموندنې او بې وزلۍ په برخه کې د ښځو په ژوند کې پڅه وده یې یو دلیل دی.د افغانو مېرمنو به نو څه حال وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
٧٣ کلن جاپاني ډاکټرت ناکامورا ١٦ زره هيکتاره مځکه خړوبه کړه.۶ لکه افغانان یې په پښو ودرول.لا يې هم بس نه ويل.۳کاله وړاندې وسله والو په همدا نننۍ ورځ د دسمبر څلورمه وواژه، دلیل معلوم نه شو،خو ته وا د ابادۍ او د افغانانو له هوساینې ورهاخوا به یې بل جرم څه و؟.انځور د لېمې څاروان هنر
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له وطنه یو ښه خبر. په بلخ ولایت کې تولید شوي ۴۰ ټنه بېسکیټ قزاقستان ته صادر شوي دي.
وایي دا لومړی ځل دی چې افغان جوړ بېسکیټ بهرني هېواد کې پلورل کېږي. د افغان صنعت د غوړېدو په هیله. څه باید وشي چې وطني تولید لا ډېر شي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کله مو داسې کتاب لوستی چې د لوستو پر وخت له ځان سره وایاست چې لیکوال یا لیکوالې باید دا برخه لنډه او هغه اوږده لیکلې وای؟. زه چې ورسره مخامخ شم بیا پر یوه وخت دوه کتابه لولم، یو بند کړم بل شروع کړم چې لومړي ته مې زړه تنګي کمه شي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
جاپانیان به منئ. نندارچیان یې له جرمني سره تر لوبې وروسته د لوبغالي په پاکولو بوخت شول.
هغه خلک چې خپله کوڅه، ښار او ان کور نه پاکوي له جاپانیانو یې باید زده کړي چې د پردي وطن لوبغالی هم ځکه پاکوي چې دوی پکې د لوبې ننداره وکړه.
خدایه رازده یې کړې -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په اسیایي لوبډلو کې جاپان تر ټولو پیاوړی،منظم راښکاره شو. جرمني ته یې نن ښه ماته ورکړه. ایراني لوبغاړي شاید د خپل وطن حالاتو کړولي زړه نازړه ښکاري، سعودي له ارجنتاین سره ښه ولوبېد.پاته شو قطر ګومان مې نه شي چې وړۍ دې شړۍ کړي. ستاسو په فکر کومه اسیایي لوبډله تر اوسه ځلېدلې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ارجنتاین ته له ماتې وروسته سعودي سبا په خپل هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
میسې ته ماته په رخصتۍ ارزي نو که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
1/2 قطر د فوټبال نړیوال جام لوبو د نندارې لپاره اسرایليانو ته په زرګونو ویزې بېلې کړي. رپوټونه ښیي چې شاید تر شل زرو پورې اسراییلي مینه وال د خپل هېواد په پاسپورټ قطر ته لاړ شي. د دغو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړيکې نشته، تر اوسه به اسراییلیان په بل پاسپورت قطر ته تلل
Emal Pasarly
@EmalPasarly
2/2 خو دوحې نه یوازې اوس د خپل پاسپورټ اجازه ورکړې بلکې له اسراییلو تر قطره یې د هوایي شرکتونو الوتنې هم منلي.
مطلب په یوویشتمه پېړۍ کې د هېواد ګټې مهمې دي نورې خبرې یوازې زموږوالو کار دی چې سر تندی پرې مات کړي. پنجابیانو خو لا پخوا ویل:
پټان جانې رمضان جانې. څه پوه شوې ماجره؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د ماشوم نړیواله ورځ ده.ځینې خپل ماشومان وهي،رټي،سمه خبره ورسره نه کوي، هیله یې دا وي چې که ماشوم یې ترې وډار شو نو بد عمل به نه کوي.حال دا چې که انسان له وهلو ټکولو ډارېدی زندانونه به له خلکو نه و ډک او بد عمل به چا نه لید.د ښې روزنې لاره مینه ده کرکه او ډار نه دی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
همکار مې سید عبدالله نظامي وايي«د مینې او خواخوږۍ اړیکه د کرکې له امله له منځه ځي،کرکه ډېر کله له بدګومانۍ سرچینه اخلي،بد ګوماني ناروغي ده.که پرې اخته شئ له تلپاتې مایوسۍ او بې باورۍ به کړېږئ.»سوال دا دی چې بدګوماني له څه سرچینه اخلي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
1/2شپږ میاشتې وړاندې مې د فېسبوک د فنډ ټولولو له لارې څه باندې درې سوه زره افغانۍ ټولې کړې چې د خوست د صبریو په یوه لیرې پرته سیمه کې د یوه ښوونځي ماشومانو ته سرپناه وموموو. دا دی اوس یې عکسونه رالېږلي چې له سرو غرمو او بارانونو ماشومان خوندي شوي دي.
Emal Pasarly
@EmalPasarly
2/2 له هغو ټولو دوستانو نړۍ مننه چې مرسته یې وکړه او له ښاغلي سیف الرحمن سراج څخه ځانګړې مننه چې هم یې د زده کوونکو له کړاوه خبر کړو او هم یې د سرپناه غم وخوړ.
د وطن ټول زده کوونکي او زده کوونکې دې د لیک لوست موقع ومومي. تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که چا بد وکړل هڅه وکړئ پخواني ښه یې دریاد کړئ
ژباړه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کابل د پارک سېنما نړول ځکه باید یاد شي چې د معمارۍ له پلوه هغه ودانۍ ښکلې او وطني وه. امرالله صالح درې کاله وړاندې په دې پلمه ونړوله چې ګواکې پوډریان یې شاوخوا ټولېدل.هغه ودانۍ لاړه پر ځای یې کوټه خاورې پاته شوې. اوسني واکمن دې ترې درس واخلي چې که څه جوړولی نه شي نړوي دې یې نه.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مخامخ راته قاتل د سر ولاړ دی
خو انسان دی پرې ګوزار کولای نه شم
#سعود -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
باختر اژانس د روغتیا نړیوالې ټولنې له خولې وایي چې سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو یوازې دوې قضیې ثبت شوي چې زموږ د تاریخ تر ټولو کمه شمېره ده. واکسین یې حل لاره وه او ده. دا واقعآ د خوښۍ خبره ده خدای دې پسې صفر کړي چې بل کال یوه ونه وینو. ته وا لا یې په لاره کې خنډ شته؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
محمد نبي له کپتانۍ لاس په سر شو خو وایي لوبې ته دوام ورکوي. نبي ادعا لري چې د غوراوي کمېټې د ده له خوښې سره سمه لوبډله نه وه ټاکلې چې په پایلو یې اغېز درولود.
ښه نو کوم لوبغاړی ته وا پاتې و چې نړیوال جام کې د لوبډلې د خرابې لوبې دلیل یې بللی شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښه نو نن باران نشته او لوبه کېدونکې ده. استرالیا به د خپلو منډو د اوسط زیاتولو په تکل کې ښایي یو څه بې احتیاطه هم شي خو خبره زموږ د بېټینګ ده. له انګلنډ سره ۱۱۲ او له سرېلنکا سره ۱۴۴ منډې د هیچا د سترګو ازغي نه وو ته وا د استرالیا له پیاوړي بالېنګ سره به څه وکړو .تمه له چا لرئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۲۱ مه پېړۍ او د پاکستان د تر ټولو لوی ښار حالت
«د پاکستان په کراچۍ ښار کې د خلکو یوې ډلې د مخابراتي شرکت یو انجینر او د هغه موټر چلوونکی په وهلو ټکولو وژلي دي. ځايي پولیس وايي، د وژل شویو کسانو مړي تر څو ساعتونو پورې په لویه لار کې پراته وو.». -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د انګلنډ تېز بالر ووډ وویل نن یې ښه لوبه ونه کړه، ډېر داسې بالونه یې وکړل چې څلور منډې پرې وشوې.ده نن هم ۳ اوټ کړل.پر ځان نقد اسانه نه دی.خپل عیب د ولیو منځ وي.خو بریالي خلک خپل عیب ویني او نور خلک د نورو عیب ګوري.دلیل یې څه دی پر ځان یا پر خپلو اورېدونکو بې باوري که لا بله کیسه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له ښوونځیو د نجونو د منع کېدو ۴۰۰ ورځې واوښتې. ۴۰۰ ساعته یا دقیقې نه بلکې ۴۰۰ ورځې.
تر کله؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هندي الاصله برتانوی ریشي سونک به د برتانیا نوی لومړی وزیر وي. د هندوانو د اختر دیوالۍ په ورځ یې سیالي وګټله. د ویرات کهولي خوښي لا هېره نه ده چې دا یې بله، څه پوه شوې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ته طرفدار د تاریکۍ زه ارمانجن د رڼا
ملګریه درومه ستا جلا زما جلا لاره ده
استاد دروېش درانی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دانګلنډ مخکینی کپتان ایین مورګن وایي خبره په بټلر او راشد کې ده که هر یو پر بل لاسبری شو سیاله لوبډله ځورولی شي.
ته وا دغه پخوانی لوبغاړی چې اوس شنننونکی دی انډول ساتي که د رښتیا خبره همدغه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۲/۲ چې د افغانانو نسل وژنه ودروئ. اوس حتى د چا په ياد هم نه دي. د هسکې مېنې وير يوازينى نه و. هغه ولسونه ژوندي پاته کېږي چې له ځان سره د هر ظلم فرياد د نړۍ د هر کس تر غوږه رسوي. هم مړ هم پړ موږ نه يوو نو څوک دي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۱/۲ دننگرهار د هسکې مېنې د يوه کلي په جومات کې له چاودنې درې کاله واوښتل، په هغه کلي کې ٧٠ زلمي، ځوانان او سپين ږيري شهيدان شول. ټول کلى د کونډو ، بورو او ورارو په مېنې بدل شو. نه يې چا د شهيدانو نومونه وليکل، نه يې عکسونه خپاره شول، نه يې څلى ورته جوړ کړ،نه هشټگ وچلېد
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۴۵ کاله پخوا تر کودتاو،جنګونو او کډوالیو وړاندې د افغانستان سړي سر ناخالص کورنی تولید تر چین،هند،پاکستان،بنګله دېش او ځینو نورو هېوادونو ښه و.دغه هېوادونه ارام پاته شول موږ په جګړو کې ټوکر ټوکر شو.اوس موږ تر ټولو بې وزلې یوو. مقصد جنګ دې ورک شي نوم دې یې ورک شي که په هر نوم وي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په سویډن کې د ماسټرۍ د کچې زده کړو موقع. که ممکنه وي دوستان پرې خبر کړئ تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي.
scholarships.af/opportunity/the-king-carl-gustaf-scholars… -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سرېلنکا په اسیا کپ کې هم لومړۍ لوبه بده بایللې وه خو بیا په پښو ودرېده او ټول جام یې پورته کړ. نن یې نړیوال جام کې له نېمیبیا ماتې هم هغسې وبولو که نه په استرالیایي میدانونو به کیسه بدله وي؟ که بدله وي زموږ به څه حال وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
حنيف اتمر وايي: "جنگ، که د هر چا له خوا وي د افغانستان د مسايلو حل لاره نه ده. دغه راز هغه حکومت هم حل لاره نه ده چې کورنى او نړيوال مشروعيت ونه لري."
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و څه پکې وایاست:
«زاړه مازغه ، تاریخ تېرو فکرونو ته خنډ نه جوړوي خو نوي مازغه زړو فکرونو ته لوی سرخوږی جوړوي» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
فېسبوک رایاد کړل چې ۱۰ کاله وړاندې د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه مې لیکلي و : ٬٬ د افغانستان د معارف وزیر وایي په تېرو څو کلونو کې پر ښوونځیو ، ښوونکو او زده کوونکو تر ۴۰۰۰ ډېر بریدونه شوي دي،،
اوس نه هغومره بریدونه شته او نه هم نیمايي ښوونځي پرانیستي، نور چیشي غواړئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پاکستان وایي هره ورځ له افغانستانه د سرو بانجانو او پیازو ۴۰۰موټر ورځي.تجارت ښه دی خو ایا چا معلومه کړې چې په افغانستان کې د پیازو او رومیانو اړتیا څومره ده،څومره کرل شوي،څومره اضافه دي چې بهر یې لېږو؟ هسې نه چې څو میاشتې وروسته دغه سابه بېرته له پاکستانه په لوړه بیه واخلو.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
شاسعود یې وایي:
نورو قامونو د ذرې ذرې حساب غوښتلو
د پښتنو به څوک پوښتنه کې پخپله نه وو -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نجونو دښوونځیو دتړلو منطق څه دی؟ که نجونې مخ پټې ښوونځي ته نه ځي بوجۍ نه جوال به واغوندي.که هلکان یې ځوروي یو دوه ودربوئ دریم وګورم چې له چرګې لا حیا کوي که نه.که د ښوونکو خبره وي نو چې ښوونځي ته یې نه پرېږدئ معلمانې به له کومه کوئ؟دپېښوریانو خبره په ایمان یې ووایه خبره څه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په واړه ژوند کې مو دا فن زده کړى
چې بس له نن سبا پرون جوړوو
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کلونه پخوا مې د تلويزيون په يوه خپرونه کې يو شتمن انگريز ليد.د سل ميليونه ډالرو شتمنۍ خاوند و.ټوله شتمني يې خپل شرکت ته ورکړې،اولادونو ته يو پول نه پرېږدي.منطق یې دا و چې انسان بايد خپله پيسې وگټي نه د بل خيرات.څه واياست، د پلار گټلې پيسې ښې دي که د خپل لاس گټه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هېڅ وژنه د منلو نه ده بیا چې د تنکیو زده کوونکو وي نو لېونتوب لا ورته پلمه کېدای نه شي. د دغه ډول برید پلانوونکي به څه ډول ځان او وجدان قانع کوي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر د میاشتې دغه ورځې شپې وې چې طالبان د کابل خولې ته او بیا بالاخر کابل ته په لومړي ځل ننوتل. هغه مهال یې د تنظیمي جګړو له امله کابل هغسې وموند چې په عکس کې یې ګورئ. په ۲۰۲۱ کال کې چې بیا ورته راستانه شول کابل روغ و.ښار او له ۲۱ پېړۍ سره سم فکر دې دواړه روغ وي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اغلې شریفې فیضي هنر. دا یې په ټوکر د ستن او تار په مټ ګنډلی انځور او پیغام دی. افغان مېرمنې دې بې هنره او تعلیمه نه شي. درته وایم تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د راشد خان کلیزه. د افغانستان لپاره یې په ۱۵۹ لوبو کې ۳۱۰ کسه سوځولي. @rashidkhan_19 @ACBofficials @afghcricket
www.bbc.com/pashto/afghanistan-62970242 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و:
«هغوی چې د بدلون وړتیا نه لري
خپل بخت ملامتوي»
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
حاجي عبدالرحمن کاکا( په عکس کې سپین ږیری) کتابتون لري.د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې یې جوړ کړی،وایي هر څوک چې د مطالعې لپاره ورځي یو ګیلاس شنې چای هم ورکوي.له کابله په خپل شخصي لګښت کتابونه اخلي کجکي ته یې وړي.داسې مشران په ستایلو ارزي، په دې هیله چې کتابتونونه مو تر هر کلي ورسېږي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۲۰ کلنو فوټبال لوبغاړو اسیایي جام ته د غوراوي په لوبه کې زلمیو افغان لوبغاړو عمان ته یو صفر ماته ورکړه. مبارک دې وي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا خبره مې پخوا لوستې وه ، خورا پخه خبره ده :
« ښکلي خلک تل ښه خلک نه وي خو ښه خلک تل ښکلي خلک وي» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د استاد شپون تلین دی. په ۲۰۱۷ کال په همدې نننۍ ورځ وفات شو.
کوم اثر یې تاسو لوستی؟
د رحمان بابا خبره:
خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپین سپېڅلي خلک -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د دوی ملا، د دوی قاضي ، د دوی سیکولر او د دوی تبلیغي ټول زموږ په بېګانۍ ماتې داسې ټوپونه وهي ته وا ګناهونه یې بخښل شوي.
په دې هیله چې زموږ وال یې ترې زده کړي چې که خبره د خپلې خاورې او ګټو شوه دوستي، یو دین او وروري بیا نه وي. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن ماخوستن به مو ډېر یا له خوښۍ یا خدای مه کړه له خپګانه داسې احساساتي کارونه وکړي چې په سبا به پرې په خپل زړه کې پښېمانه وي. نو غوسه کېږئ مه ، ژوند د خاطرو له همدې شېبو جوړ دی. د خوښیو په هیله. اټکل مو څه دی؟ زه خو وایم ښه به یوو.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و:
«انسانان مه ازمویئ ،صبر وکړئ، خپله پر خپل عمل ځان درته ثابتوي.»
نو حوصله لرئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و:
« هغه سړي ته چې د فکر څښتن دی هغه ښځه سره زر ده چې لوستې ده»
زموږ ښوونځي که تړلي پاته شي بل نسل به مو که د فکر څښتن هم وي له سرو زرو به پاته وي.که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زما د لنډو کیسو نوې ټولګه په دې بڼه چاپ ته ولېږل شوه. نژدې ۴۰ کیسې لري او ارواښاد نصیر احمد احمدي ته ډالۍ شوې دي. کابل کې یې اکسوس کتابپلورنځی چاپوي. د کتاب دوتنه ګران سیف قیومي جوړه کړې. له دواړو نړۍ مننه.
@aksosbookstore -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۹ مه، همدا نننۍ نېټه افغان ستورمزلی احد مومند فضا ته پورته شو. له هغه سفره یې ډېر کلونه وروسته ما ورسره د لیدو ویاړ وموند
ښاغلی مومند د یوه اسلامي هېواد لومړنی ستورمزلی و چې فضا ته وخوت.
لومړنی کس و چې فضا ته یې قران شریف یووړ. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوه بله ویدیو مې ولیده. دا سړی یې په درو څلورو کسانو نیولی پښې یې ورتړلي او په دې جرم یې په لښتو وهي چې ولې یې امارت! ته ښکنځلې کړي. که ښکنځلې جرم وي سړی محکمې ته کش کړئ قاضي دې یې قضیه واوري سزا دې ورته وټاکي. خو ایا بې محکمې او قانونه دا ډول چارې د منلو دي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
لږ یې په ځنډ وګټله. د پښتنو لوبغاړو له لاسه ، پنځه هندي ستوري دوی اوټ کړل هغه نور خو ډر ګیا اور مرګیا و.
مبارک دې وي هند ته -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د معمارۍ د هنر یوه پېړۍ په افغانستان کې.
20 مه پېړۍ پغمان ولسوالي
21 مه پېړۍ سید کرم ولسوالي.
چې تر بلې پېړۍ به مو د معمارۍ هنر کوم حد ته رسېدلی یا لوېدلی وي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستې او منلي و:
«تجربه جوړېدای یا تولیدېدای نه شي باید څوک له یو
څه تېر شي چې تجربه ومومي»
څه پکې وایاست؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له کابله خبر دی”له ارزونې وروسته ۱۰۸ کسان مستحق او ۴۱۰حرفوي سوالګر بلل شوي چې له بایومټرک وروسته ترې د سوال نه کولو تضمین اخیستل شوی.“د خیر غوښتلو مستحق؟معیار یې څه دی،ایا کومه لایحه شته چې کوم بې روزګار خیر نه شي غوښتلی؟مستحق ته بل کچکول ورپه غاړه شو که کار معاش ورته وټاکل شو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د ابو علی سینا بلخي کلیزه ده. ایرانیان یې دومره پالي چې دا ورځ یې د ډاکټر ورځ بللې چې ښه یې ولمانځي او په دې توګه دی هم خپل معرفي کړي.موږ نن سبا نه یوازې دا چې شاید پرې خبر نه یوو بلکې لا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې پر موضوع کې بند یوو چې امرالغایب به یې کله راځي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
اسماعیل کریمي محصل او ځوان کیسه لیکوال دی. یوه وړه او له مانا ډکه ژباړه یې خپره ده. څه پرې وایاست:
«
_ پوهېږې، پلاني څه ويل؟
_ ما ته يې څه...!
_ ستا په اړه يې ويل...!
_ تا ته يې څه...!؟» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا هم یتیم ته ویل شوې د خلاق هنرمند شفیق مرید نوې او له مانا ډکه سندره
youtu.be/yQC3OwXB2xo -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زموږ خلاق سندرغاړي شفیق مرید او مېرمن یې په وطن کې د یتیمو ماشومانو لاسنیوي ته مرکز جوړ کړی.د یتیم په نامه نوې سندره یې هم ویلې چې ژر به خپره شي.که څوک له دې عالي کار سره مالي مرسته کوي نو دا یې د وېبپاڼې پته ده.داسې ښکلي کارونه دې لا ډېر شي. www.rayanchildren.org
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د طالبانو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریس نن فېسبوک ته ناست دی د هغو پوسټونو سکرین شاټ اخلي چې د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د ملي بیرغ عکس خپروي. خلکو ته یې ګواښ هم کړی.
بیا وایي د بیان ازادي شته. دا څنګه ازادي ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
احساسات پارول د مچیو ځالې ته د لاس وروړلو غوندې کار دی منطق او استدلال په لوړ غره د سپين ږیري ختل دي
له هغو لیرې ښه یوو چې د مچیو ځالې ته خپل پټ پېچلی لاس وروړي او بیا خپله د خیر په غونډۍ ناست وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د طالبانو د سرپرست حکومت کال پوره شو. په دغه یوه کال کې یې د پرمختګ او ښېرازۍ د برخې لاسته راوړنې ستاسو په خیال څه وې او هغه چارې یې څه وې چې پکې پاتې راغلي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستې و:
«د مشرانو د حماقت پور باید تل واړه پرې کړي» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پژواک خبرې اژانس د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزير نورالله منيب له خولې وايي چې ”په اطرافي سیمو کې د نجونو ښوونځيو د خلاصون پر وړاندې لوی خنډ کلتوري محدوديتونه دي.“
ښه نو خبره کلتوري وه چې دغسې وي نو په ښارونو بیا ولې کلیوال کلتور تپل شوی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښکلا هر چا ته جلا تعریف لري ، ځینې له تعریف سره سم وي خو بیا هم ښکلي نه ښکاري دلیل مې یې یو ځای وموند:
«هر هغه څوک ښکلی یا ښکلې ده چې خواخوږۍ او ترحم ته وخت مومي»
څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې ولوستل: ”وياړ د اوښکو په وچولو کې دی, نه د وينو په بهولو کې“
څوک به یې نه مني؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نیمه پېړۍ وړاندې دا نجونې د کابل پوهنتون محصلینې وې. اوس یې لمسۍ او کړوسۍ ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.
چې لا به څه واورو او ووینو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي نن په کابل او ځینو نورو سیمو کې د دوبي له رخصتیو وروسته ښوونځي بیا پرانستل کېږي.خو د نجونو ښوونځي تر نامعلوم وخته تړلي دي، د کانکور ازموینې وځنډول شوې ورپسې د کندهار په پوهنتون کې د باچا خان څېړنیز مرکز وتړل شو.کیسه څه ده؟ تعلیم او پوهه ښه نه ده که یو نه یو جنجال باید وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په خوست کې د تار جوړولو فابریکه فعاله شوې چې د څو کسانو په وینا یې کیفیت د ګاونډیو هېوادونو پرتله ښه دی.پنبه یا مالوچ یې هم د هرات او فراه له ولایتونو راځي او ګڼو افغانانو ته یې د کار موقع هم برابره کړې ده.افغان جوړ توکي واخلئ چې خپلو خلکو ته د کار موقع برابروي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ويل يې يوه کوچني هلک دې ځوان ته داسې وويل او داسې يې وويل دا کوچنى هلک څو کلن و؟ دغه ۱۸ یا ۱۹کلن به و.څو کلن راته ځوانان دي؟ ولې خپل زلمي کوچني بولو،ولې شخصيت نه ورکوو؟که ١٣ کلنه نجلۍ د واده وړ بولو(چې بايد نه وي) نو ١٨ او ١٩ کلن ولې کوچنى بولو؟ایا په کشرانو مو شخصيت نه دى پېرزو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا سربند د خوست یوه اوسېدونکي محب جان محب په شخصي لګښت د دغه ولایت د سړو اوبو په سیمه مياخيل مېنې کې جوړ کړی دی، د باران اوبه زېرمه کوي،که د مځکې لاندې اوبو د وچېدو مخنیوی غواړئ، د سېلابونو مخه ډب کوئ یا مځکې خړوبې غواړئ دغه یې لاره ده. خپله لاسه ګله لاسه. څه پکې وایاست؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له مطالعې وروسته ولې څه په ذهن کې نه پاتېږي؟ زما لپاره هغه کتاب یا لیکنه تر لوست وروسته هېرېدونکې وي چې په هره جمله مې یې فکر نه وي کړی. داچې څه وایي ایا منطق لري که نه.څه چې مو بې منطقه او بې پوښتنې منلي یا پرې تېر شوي یوو په زړه او حافظه کې مو نه پاتېږي. ستاسو تجربه څه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پر کمیس یې لیکلي:
له افغانستانه مې ایستلی شې خو افغانستان راڅخه نه شې ایستلی. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که څوک راباندې ګران و غلطې خبرې ته یې منطق پیدا کوو، وايي پیر نه الوځي مرید یې الوځوي.که زموږ له چا بد راغلل ښې خبرې ته یې د ناسمې منطق غواړو.انسان انسان دی هم تېروتنې لري او هم فوق العاده ښېګڼې.ښه به نه وای چې د دوست او دښمن هر عمل د هغه د کړي کار تر حده موږ څېړلای او ارزولی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ډېر خلک قضاوت د خپل اټکل په بنیاد کوي او اټکل ته یې بیا شواهد نه بلکې خپل نیت معیار ټاکلی وي.
تر هغو چې له دې خېټیالوژي لاس وانه خلو د یو بل له سپکولو به ته وا خلاص شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د څاڅکي فېسبوکپاڼې کاپیره پخه خبره کړې:
«دوه انسانان خپل افکار نه بدلوي، مړ او جاهل.»
څه پکې فرمایئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ملګرو ملتونو نوی رپوټ ښيي له هغه راهیسې چې طالبان واکمن شوي په افغانستان کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۴۰۶ ټپيان شوي ډېرې یې داعش کړې دي.په ۲۰۲۱ کال کې ۱۶۵۹ ملکیان وژل شوي او ۳۵۲۴ ټپیان شوي وو. هغه وخت ډېره مرګ ژوبله ( ۳۹ سلنه یې ) د ملګرو ملتونو په وینا د طالبانو له خوا وه.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون مسوولین وايي فېسبوک یې د پښتو او دري پاڼې ورتړلي دي. دوی وايي دا د بیان د ازادۍ خلاف کار دی او باید ژر یې بېرته پرانیزي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ارواښاد نصیر احمد احمدي له لیکنو :
«په کوټه کې يې د فرش ژۍ را واړوله، نصوار يې تو کړل، راته ويې کتل، ويې ويل:
_ياره معلمه! ورک يې که، تهران ډېر تميز ( پاک) ښار و. »
په دې ډول چلند خپل او بل ښار څرنګه پرتله کولی شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د منډېلا کلیزه ده. ده ویل ” د نړۍ بدلولو لپاره تعلیم تر ټولو پیاوړې وسله ده“
موږ تر امرالغایبه پورې دا قوت له نیمایي ولسه اخیستی. نړۍ څه چې ځان به ته وا په نیمایي قوت بدل کړای شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اسلام اباد د یوې محکمې د قاضي کور غلو وهلی.وایي ۱۵ زره ډالر، ۴زره پونډه،۵ نیم میلیونه پاکستانۍ روپۍ او د نژدې دوو میلیونه روپیو سره زر یې ترې پټ کړي دي.که بل غل د دې قاضي عدالت ته وړاندې شو خیر یې نشته، ټېم به لګي خرچه به پرې راځي او پته به ولګي چې له چا سره یې پنجه نرمه کړې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دماشومانو يوې مرستندويه ټولنې پخوا ویل:خواله رسنۍ زلمو ته دا احساس لا ډېر ورکوي چې دوى يوازې دي څوک نه لري.د زلموټو او پېغلوټو احساساتو ته څومره پام کوو.کله مو پوښتلي چې ولې قهروړي،گوښي او له ژونده پکو ښکاري؟شاید جواب درنه کړي،غوسه شي، مه یې ملامتوئ,اوسنی ژوند پخوانی ژوند نه دی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په شپږیزه کې د نندارچیانو کېچ ۵۰۰۰ افغانۍ انعام لري.په دې هیله چې د نندارچیانو ترمنځ د کېچ نیولو له امله سرونه لږ مات شي،کېچونه ډېر ونیول شي.قاعده باید ورته جوړه شي چې کوم کېچ د منلو دی کوم نه دی که نه نو د انعام سپانسر وونکي ډاکټران به د پټیو لګولو په چاره ستړي شي@ACBofficials
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
300 ورځې شوې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پاکستان د خپل خراب اقتصاد د رغولو د یوه ګام په توګه په نسوارو مالیه یو په دوه کړې. د لس روپیو نسوار به اوس په شلو وي. ته وا نسواریان به له نسوارو راوګرځي که نارې کړي چې له نسوارو مخ اړولو ته نور څه شی غواړئ؟ صحت نه غواړئ که پیسه نه غواړئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د شپږيزې ۸ پړاو کې تر اوسه ۴بهرني لوبغاړي هم منل شوي دي.له مېس عينک لوبډلې سره به د پاکستان دوه لوبغاړي افتخار احمد او مير حمزه لوبېږي.سپين غر د پښتوننخوا اصف اپريدى ورخپل کړى دى او د عمان بلال خان به له امو سره لوبه کوي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
او د جېمز وېب ټېلېسکوپ د کایناتو په عکسونو کې معلومه شوه چې یوازې په افغانستان کې نجونې ښوونځي ته نه ځي.
ښوونځي پرانیزئ چې د سیالانو سیال شو. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ملي مقاومت نومې ډلې مشر احمد مسعود وايي څه باندې ۳۰۰۰ کسان لري چې د طالبانو پر ضد په وسله واله مبارزه بوخت دي.وايي تر اوسه يې پوځي تگلاره دا نه وه چې کوم ځاى ونيسي.له دې وروسته دغه پلان هم لري.له بي بي سي سره يې ځانگړې مرکه نن له پښتو تلويزيونه ليدلى شئ کابل ماښام ۶ بجې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
موږ امتياز غواړو کار نه.درناوى غواړو خو موندلو ته يې خولې نه شو بهولى.پر خپلې تېروتنې بل ملامتوو.پښه په پښه اړوو او وايوو پلانى مې بد ايسي او بد اېسېدو ته يې دليل نشته.که بدل نه شوو ته وا شل به يې کړو؟دا خبرې د څلور کاله پخوا وې، ته وا شل مو کړه یا اقلا اوس پکې څه بدل شوي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کله کله له یوې ناپېژندویه شمېرې یو څوک پیغام راته ولیکي د یو بل چا شمېره غواړي. د بل چا شمېره لکه امانت باید بل چا ته یې د هغوی له اجازې پرته ورنه کړو. که څوک د بل چا شمېره غواړي یا دې شله کېږي نه او یا دې بیا خپه کېږي نه چې ورته ووایې صبر زه ترې پوښتنه وکړم.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن پر خواله رسنیو د ډېرو غوښتنه او هیله ښوونځی و، ګومان کوئ پوره به شي؟
له تړلو یې نژدې درې سوه ورځې واوښتې -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د نابغه افغان خصوصي لېسه وايي که د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړل شي نو له ۷ تر ۱۱ ټولګي پورې به نجونو ته نیم فيس بخښي او د۱۲ ټولو نجونو ته به زده کړې وړیا وي.مسوول یې لطف کړی وايي ستا په خاطر ۱۰ماشومان تر لسو کلونو پورې بې له کومه فیسه شاملوم.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و:
«کرکجن خلک غواړي ودې پوهوي چې دوی څومره پیاوړي دي، مینه ناک خلک غواړي ودې پوهوي چې ته څومره پیاوړی یې»
ومنئ تر کرکې مینه غوره ده. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کرېکټ بورډ یوې سرچینې راته وویل چې په کرېکټ بورډ “کودتا کوونکي” په دې دلیل رنداني شوې چې د مشرتابه لاسلیک یې جعلي جوړ کړی و. د بورډ مشرتابه کې بدلون نه راځي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ماشومانو ته د پښتو لیک لوست خوندوره او ښه لار. یو شمېر ځوانانو لطف کړی او په انځورونو او غږ کې یې د الفبا د زده کولو بهترینه لار جوړه کړې. لطفا دوستان پرې خبر کړئ او هغوی وپوهوئ چې وایي په پښتو کې کله داسې څه شته چې ماشومان مو الفبا ترې زده کړي.
fb.watch/e12iuKz5PT/?fs=e&s=cl -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ۱۹ مه پېړۍ کې یو انګرېز ناظر و چې چارلز کنینګهم بایکاټ نومېده.په ایرلنډ کې یې داسې کاوه چې خلک ترې په عذاب شول.خلکو ورسره پالل پرېښودل بیا دا اصطلاح عامه شوه چې که له چا سره یې نه پالې نو بایکاټ ورڅخه کوې.زموږ په ژبه کې ګلمرجاني د نه منلو لپاره دود شوې.بل دغسې فعل ذهن ته درځي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
امريکا ته د اروپایانو تر ورتګ وړاندې هلته سره پوټکي اوسېدل.د دوی د یوه مشر خبره ده وايي کله چې سپین پوستي راغلل په لاسونو کې یې دیني کتابونه، د عیسویانو بایبل و له موږ سره ځکمې وې. اوس دوی مځکې لري موږ بایبل. د پېښوریانو خبره دا مزې په ښار کې دي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په کابل کې د پاکستان سفیر وايي د افغانستان د سکرو پېرودل د اسلام اباد نه بلکې د کابل اړتیا ده. سفیر منصور احمد خان له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې پر افغانستان بندیزونه لګېدلي، له بانکي لارو سود سودا نه شي کولی نو ځکه ورسره په پاکستاني روپیو سوداګري کوو!
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ځینې هغه څه ته بې ادبي وايي چې ارزښت نه لري.د پلار مخته خبرې کول ،پښې غځول، د لویانو په مجلس کې د ماشوم خبرې،دغه ټول کارونه د مقابل لورې پر درنښت نه څه ورزیاتوي او نه يې کموي.د ماشوم جرئت کموي او د هغه د شخصیت په روزنه او جوړونه کې خنډ پيدا کوي،که یې نه منئ دلیل یې راکړئ
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
تر اوسه ۶۳ خواخوږو مرسته کړې خو له ټاکلو پیسو او اړتیا لا هم څه باندې ۱۵۰۰ پونډه شاته یوو. د خوست په دې لیرې پرته سیمه کې ۱۶ ټولګي باید جوړ کړو چې ۱۰۰۰ ماشومان له سره لمره او د ژمي له ورښتونو خوندي شي. لطفآ دا غږ راسره بدرګه کړئ. www.facebook.com/donate/702600601044816/?fundraiser_sourc…
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پرون يوه چينايي بانک پاکستان ته ۲.۲ ميليارده ډالره پور په ۴٪ سود ورکړ چې دا هېواد له دېوالۍ راوگرځوي.همدا پرون بنگله دېش بيا لويه لاره او د اورگاډي يو پل پرانيست چې ۳.۶ ميليارده ډالره پرې لگېدلي دي. دوی يو وخت يو ځاى و،بیا یو خپلواک شو او اوس د پاکستانيانو خبره فرق صاف ظاهر هې.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نه به تريخوو په ځان د نورو له خبرو ژوند
موږ به اولتر په څه شي ژبې د چا لنډې کړو؟
ډېر يوو لرې کړي بدو پېښو له ښادۍ ځنې
ځانته به په مينه د خوښۍ ورځې رالنډې کړو
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
غزلبڼ بالاخر په نويو زياتونو، ښکلي صحافت او نوې بڼه چاپ شو.د تکتو کتاب خپروندوى وايي د لر او بر په ټولو سترو کتابپلورنځيو کې يې تر لاسه کولای شئ او په سوېلي پښتونخوا کوټه کې يې د تکتو کتاب کور ، دوکان نمبر ۵م، ګوالمنډۍ چوک ته نژدې کاسي روډ کوټه کې تر لاسه کولای شئ
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د لغمان او کونړ پر پوله په کونډ نومې سیمه کې لسګونه کورنۍ د سختې واورې وریدو له امله بندې پاتې دي، اوس یې د ژغورلو هڅې پیل شوې دي. باختر اژانس وایي له چهارشنبې راهیسې په دې سیمه کې څه باندې دوه متره واوره شوې ده.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د هند لومړي وزیر د افغانستان پر ننني ناورین ژور خپګان ښوولی او وایي هېواد یې د افغانانو په دې سخت ساعت کې ملاتړی دی او هر ډول اړینو مرستو ته ټټر وهي.
Narendra Modi
@narendramodi
Deeply saddened at the news of the devastating earthquake in Afghanistan today. My deepest condolences on loss of precious lives.
India stands by the people of Afghanistan in their difficult times and is ready to provide all possible disaster relief material at the earliest. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د هند لومړي وزیر د افغانستان پر ننني ناورین ژور خپګان ښوولی او وایي هېواد یې د افغانانو په دې سخت ساعت کې ملاتړی دی او هر ډول اړینو مرستو ته ټټر وهي.
Narendra Modi
@narendramodi
Deeply saddened at the news of the devastating earthquake in Afghanistan today. My deepest condolences on loss of precious lives.
India stands by the people of Afghanistan in their difficult times and is ready to provide all possible disaster relief material at the earliest. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ملګري ملتونه وايي په تېرو ۱۰ کلونو کې شاوخوا ۷۰۰۰ افغانان په زلزلو کې وژل شوي دي. یعنې ۵۶۰ کسه مو هر کال زلزلې وژني. :(
د تېرې شپې په زلزله کې د قربانیانو شمېره اوس ۲۸۰ شهیدان او ۶۰۰ ټپیان یادوي. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
باختر اژانس وایي د تېرې شپې زلزلې له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸۰ کسه شهیدان شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور ټپیان شوي.
😔😔 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
www.facebook.com/donate/702600601044816/702601807711362/
This is a school in Afghanistan It costs only around £185 to build an entire classroom. The school is in nees of 16 classrooms to accommodate close to 1000 children. Every donation, large and small is appreciated and will help us reach our goal. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پخوا مې دا خبره یو ځای لوستې وه له هرې تېرېدونکې ورځې سره یې لا ډېره منم، تاسو پکې څه وایاست؟
«اول مې فکر کاوه هېواد هوښیار او بېدار وزير غواړي، وروسته په دې باور شوم چې هوښيار او بېدار پاچا غواړي خو اوس ډاډه يم چې هوښيار او بېدار ولس تر هر څه مهم دى.» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پېښور په کاکشال کې یو بدمعاش وو ټوپکوال به ورسره ګرځېدل.ده پیسې نه لرلې هغوی ترې لاړل بیا به یې تومانچه په غاړه وه ویل به یې وږی دې شم خو بدمعاشي نه پرېږدم.پرون دپاکستان یوه وزیر ویل چای مه څښئ خرچه پرې راځي دا یې ونه ویل چې ولې په دې لوږه کې بیا هم پر وسلو او پوځ ډېر لګښت کوي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه د طالبانو د نهه کسیزې کمیټې له جوړېدلو نژدې نهه اوونۍ واوښتې، ته وا اتوم بم جوړوي چې تر اوسه یې هېڅ درک نشته.
له درسه د ماشومانو راګرځول د ولس له راتلونکي سره لوبې نه دي څه دي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خوست په موسی خېلو او د قلندر ولسوالیو په ځنګلونو کې اور لګیدلی علت یې معلوم نه دی.ځینې ځایي خلک وایي اور ور اچول شوی دی. خوستیان به منئ چې پرې اشر شول او په تشو لاسونو او لوی هوډ اور مړ کوي.خو پوښتنه دا ده چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ځنګلونو اور تصادف دی که د چا لاس؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
#غزلبڼ
ورته یو بل نوم چېرته ګوره په قاموس کې د درد
د زړه ازار مې یاره نور له ازارونو اوړي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د هلمند د جنګې ځپلې ولسوالۍ سنګین یو ښوونځی،ماشومان یې په همدې ډول ټولګیو کې درس وايي.د بي بي سي پښتو تلویزیون په جنګ ځپلو او اوس خوندي سیمو کې د ښوونځیو او ټولګیو حال اخلي. طبعآ د نجونو درس خو ثاني امر ته منتظره دي، د هلکانو تعلیم په څه حال کې دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نن په لوبه کې ابراهم ځدراڼ او رحمت شاه د یوې او دوو منډو خوندوره ننداره وړاندې کړه. د ابراهیم کنټرول، ډاډ او د وهلو لپاره د بال انتخاب عالي و.د ۱۰نورو پواینټونو خپلول مهم و.مبارک دې وي.
رښتیا روزونکی څوک و؟ که بهرنی وای ستاینو به یې غوږونه راکاڼه و خپل به وي چې څوک یې نه یادوي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې امېد لرو له بخته، چې وفا غواړو له وخته
یوو ساده مرغان په دام کې د ښکاري د ښو په هیله
#غزلبڼ
دا نوی انځور د ښاغلي حمدالله ارباب صاحب هنر دی
@Arbab911 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په کندهار کې د امیر شېر علي خان د دربار یوه څنډه. دا عکس برتانیوي عکاس بنجمن سېمسن ۱۴۱ کاله پخوا اخیستی دی.د دې ودانۍ معماري وګورئ،څومره ځانګړې او عالي ده.د یوه ولس تاریخ یوازې د جګړو بیان نه دی د دوی د هنر، کلتور او دود دستور کیسه هم ده. چا زموږ د تاریخ دغه اړخ نه دی بیان کړی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ACB chairman @MirwaisAshraf16 speaking to @bbcpashto TV on #afghanistan #cricket @ACBofficials
fb.watch/dro44gJ8Ac/ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۶۱ کاله پخوا دامريکا ولسمشر کېنيډي ويل: ”زموږ د ملت پرمختگ زموږ د تعليم له پرمختگه گړندى کيداى نه شي.“یعنې که د تعليم په ډگر کې هر څومره ځليږو هغومره مو ولس ځليږي.موږ په ۲۱ مه پېړۍ کې لا امرالثاني ته منتظره یوو. د پېښوریانو خبره باقاعده ټایم به لګي خرچه به پرې راځي. خو تر کله؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له ارسطو یې وپوښتل لوستی کس څوک دی ویې ویل:
«د لوستي سړي نخښه دا ده چې بې له منلو هم د يوه نظر د اورېدا توان لري»
موږ څومره لوستي لرو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
فېسبوک را په یاد کړل چې شپږ کاله وړاندې په کابل کې د نسوارو يوه پلورونکي د بي بي سي پښتو تلويزيون ته ویلي و چې د مياشتې دوه ميليونه افغانۍ سودا کوي.
حتمآ به یې يو څه په کې کمول هم چې ماليه پرې رانه شي.
چې نن سبا به د هر څه پېر او پلور څرنګه وي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پاکستاني پولیسو څلور افغان سندرغاړي په دې جرم نیولي چې دوی په پېښور کې په ناقانونه توګه اوسېدل. دغه افغان سندرغاړي د طالبانو له لورې د کابل تر نیولو وروسته پېښور ته تللي وو. ته وا دا څو لسیزې افغان طالبانو او نورو کډوالو د پاکستان ویزه لرله؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې ولوستل:
«اووه خبرې چې ماشومان مو يې اورېدو ته اړتيا لري:
• راته گران يې
• درباندې وياړم
• وبخښه
• بخښلى مې يې
• اورم دې
• دا ستا مسووليت دى
• ته يې کولى شې.»
په دې تېره یوه اوونۍ کې مو کومه خبره ډېره ورته کړې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
#غزلبڼ
امان له داسې حاله چې احساس شي مرور
ښکاره چیغې که بندې وي، آهونه خو به وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا د احمد شاه بابا مهر دی.موږ ته زموږ د تاریخ یوازې جنګونه راښوول کېږي چې کوم ځای مو ونیوه اوله چا سره مو ډغرې ووهلې دا نه دې راته ویل شوي چې په تېرو وختونو کې مو واکمنو د ژوند په کومو برخو کې کوم کارونه کړي.شاید همدا دلیل وي چې تر نورو برخو جګړې ته په دوه تلې ناست ډېر ولس لرو.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د یو ملت د احساساتو مخه چا نیولې
مستو څپو ته که ږدي، ږدي دې ګردابونه لومې
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه چې بل کس د خپل نظر له امله سپکوي او رټي له هغو سره فرق نه لري چې د خپل نظر د تپلو لپاره له ټوپک او زوره کار اخلي.د نظر اختلاف،حتی که ستاسو په فکر د ولس په خیر هم نه وي تر هغو د زغملو دی چې زور نه وي جبر نه وي.که ټول په یوه فکر وای رنګارنګي به چیرې وای تنوع به څرنګه پیدا کېده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د مۍ ۲۲ پر هند د افغان واکمن شېرشاه سوري ۴۷۷ تلین و.دی۵ کاله پر هند واکمن و خو کارونه یې تر اوسه هندیان یادوي.د جي ټي روډ جوړول او یا دروپۍ بنسټ اېښودل.اوس موږ له نورو غواړو چې سړک راجوړ کړي او پیسې راکړي. شاید دلیل یې دا وي چې موږ پرون هېر کړی د سبا په هیله تل راڅخه نن پاتې دی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
اوېدلي به مو وي چې رښتیا راته ووایه نه خپه کېږم.خو که یې ووایې خپه وي.اصلا موږ یوازې هغه څه اورو چې اورېدل يې غواړو،که مو خبره له زړه سره سمه نه وه، بې دلیل او منطقه راته غلطه ده او مقابل لوری د هرې ټاپې حقدار.موږ د رښتیا اورېدلو توان نه لرو که په خپلو غوښتنو کې هم درواغ وایوو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ښوونځي،کار او بازار کې ځینې ملایان ځکه ښځې نه غواړي چې د دوی په ګومان دا د فساد لامل کېږي.ښاغلي ستانکزي معقوله خبره وکړه وایي:«دا ښځې به اسلام او شرعیت چیرې زده کوي که ښوونځي نه وي او دا د حکومت وظیفه ده چې د فساد مخه ونیسي.».د کندهاریانو خبره اښه دا یې قبالې په چا به یې منې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اروپایي پارلمان غړې هنا نیومن د انځور په ژبه وایي په تېر یوه کال کې افغان مېرمنې،جامه او کلتور ورو ورو داسې تري تم شو.دوه زره کاله پخوا بیا يوناني فيلسوف اپيکتېتیس ويل:يوازې لوستي خپلواک دي.نو چې ښوونځی، جامه او حضور یې نه وي، ته وا خپلواکې دي؟ که د خپلواکۍ تعریف بدل شوی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
٩٦ کاله پخوا افغانستان. په ١٩٢٦ کال کې پاچا امان الله خان پوځي او ملکي وگړو ته په کابل کې د وينا پر وخت.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښاغلی خرم دې خدای ژوندی لري.۵کاله وړاندې ګنګوسه شوه چې ژوندی نه دی.فېسبوک رایاد کړل په هغه ورځ مې دا اورېدلې خاطره خپره وه:خبریال! وویل ښاغلی خرم مړ شوی دی،بل وویل خبرې مې ورسره وشوې خبره غلطه ده خبریال ځواب ورکړ:دی خو به خود وايي خو ایا کومې خپلواکې سرچینې هم دا خبره تایید کړې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پښتو شعر لمانځنه. کلنۍ سیالي !
د «جنید »کلنۍ جایزه
درې ښځینه او درې نارینه شاعرانو ته
نور معلومات په لاندې ویبپاڼه کې موندلی شئ
khwagesheroona.com -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ځینې ولسونه په یوه اشاره ټول پوهېږي، ځینې په یوه خبره پوهېږي ، ځینې شرایط او تجربې پوهوي، ځینې به فرد فرد او هر ځل بیا بیا پوهوې
کوم یو به یې موږ یوو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا هم د امان الله خان د واکمنۍ په کلونو کې د افغانستان پاسپورټ. په لاس لیکلی خط څومره ښکلی دی. دا هغه زمانه وه چې زموږ په ګاونډ کې اوس پورته پورته غورځېدونکي ډېر هېوادونه لا نه و جوړ پاسپورټ خو لا بېله خبره ده.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان د بيا رغاونې د څار ځانگړې امريکايي اداره سيگار وايي په تېرو نهو مياشتو کې لږ تر لږه نهه سوه زره افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. يعنې له اگست راهيسې هره مياشت سل زره افغانان بې کاره شوي دي.
د کار روزگار د پيدا کېدو لپاره څه بايد وشي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خواله رسنیو ځینې وينم چې بيخي پوچي ښکنځلې کوي. کنځلمار یا په خپل منطق او استدلال باور نه لري او یا اصلآ منطق نه لري. که له هرې خبرې سره جوړ نه وئ خپل نظر پرې وليکئ، که نظر نه لرئ نو د کورنۍ تربيې تر ښوولو به غوره دا وي چې دا پښتو متل درياد کړئ : شيخ فريده پټه خوله دې بهتري ده
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې ولوستل « چا چې ځان په خوب اړولى وي هغه نه شې راوېښولى.»
منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا خبره مې یو ځای ولوسته پخه راښکاره شوه:
٫٫د خپلو غلطو پرېکړو پړه پر نورو مه اچوئ هېڅوک پر تاسو داسې څه نه شي کولی چې تاسو یې ونه غواړئ ٬٬
سم نه وايي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اختر مبارکۍ لپاره په ښکلي خط د عزت ارت دا څو بېلګې ښکلې دي. د اردو یا انګریزي پر ځای همدا د خپلې ژبې مبارکۍ که ولېږو لا به خوند وکړي.
بیا مو هم اختر نېکمرغه او بختور -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وامې ورېدل چې افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې یوازې د روسانو د یرغل په اول کال له سعودي سره همزمانه اختر ونه کړ. دا دى اوس بيا هماغسې شوه. اوس مشکل دا دی چې که اختر کوې یوه ډله دې په روژه خوړلو تورنوي که یې نه کوې بله ډله دې په ګناه نیسي. چې اوس به څه کا؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
اسلامي ورورولي
کابل وایي سبا یکشنبه اختر دی
سعودي وایي سبا نه بل سبا دوشنبه اختر دی
پاکستان یې ښایي له خپل دود سره سم تر سعودي هم وروسته سه شنبه کړي.
بس بختور او مبارک دې وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دحرمینو فېسبوکپاڼه وایي اختر په دوشنبه شو
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سم یې ویلي:
«انسان په دوه دلیله لار بدلوي یا وپوهېږي او یا ودردېږي»
موږوال په خپل منطق باور نه لري نو فکر کوي که یې وپوهوم شاید قانع نه شي نو وایي زور باید وکاروم چې سمې لارې ته یې راولم خو دردېدلی انسان به لار ورڅخه بېلوي. که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا عکس مې پخوا هم خپور دی او بیا یېدهم خپرېدل غوره بولم. ډاکټران وایي بوره د شلو ناروغیو مور او پلار ده ځان ترې ساتئ. په روژه مات کې ورپسې اختر کې خلک دغه څښاک د انرژۍ په هیله ډېر څښي خو وګورئ چې هر یو یې څومره بوره لري. له اوبو مه تېرېږئ. ښه روغتیا
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۳۰ کاله پخوا په همدې نننۍ ورځ مجاهدینو کابل ونیوه.یو وخت ترکي رستورانت ته ولاړم:ویې پوښتلم د کوم ځای یم ما ویل د افغانستان،سړي خوښي وکړه په لوړ غږ یې وویل مجاهد،غلی شوم ده وویل:ترکیه کې افغان مجاهد ستایوو،ما ویل ستاسو کردان هم مجاهد دي،تندی یې تریو شو ویل نه نه هغه تروریست دي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ثور یا غویي اوومه نېټه د خونړۍ کودتا ۴۴ مه کلیزه
د جنګ پيلول څو ساعته غواړي او ختمولو ته یې څلور لسیزې هم بس نه دي
د څلور څلوېښت کاله پخوا ثبات او ژوند ته وا بیا موندلی شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ دی چې په روژه کې د ۱۳ لوبډلو فوټبال سیالۍ پکې د شپې له خوا وشوې .میوند پکې اتله لوبډله وه خو ما ته د دغه بې وزلې، له هر چا هېر او ښکلي ولایت دغه فضا بریالۍ ښکاره شوه. ژوند ژوند
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د باختر اژانس د روزګان د ځايي چارواکيو له خولې وايي چې د هراود ولسوالۍ په ورجان سیمه کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي.نه پوهېږم د یوې ولسوالۍ ځایي چارواکي په دې برخه کې څومره تخصص لري خو خدای دې یې خبره او اټکل رښتیا کړي اوس سوال دا دی چې دا زیرمې به څوک او څرنګه راباسي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښه یې ویلي:
«هر فکر یو زړی دی که مرچ کرې مرچ ترې شنه کېږي که توت کرې توت
ژباړه»
مقصد تر کرکې مینه ښه ده، مینه ده چې مرچکیان هم نرموي. که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت اکسوس کتابپلورنځي د کتابونو بیې ۳۰ سلنه کمې کړې دي. زما دغه ناول هم پکې موندلی شئ.
@aksosbookstore -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
فېسبوک کې تل اعلانونه وینم، ډېر کله ترې سملاسي تېرېږم. خو دا یو د افغان صنعت و سخت خوند یې وکړ. نن مو د بي بي سي په پښتو تلویزیوني خپرونه کې پر افغان صنایعو رپوټ درلود ویل یې ۴۰۰۰ فابریکې لا هم وطن کې فعالې دي چې درې لکه افغانان پکې کار کوي. وطن جوړ تولید مه هېروئ
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ځينې خلک بحث د دې لپاره کوي چې د خپل نظر او فکر تاييد له تاسو واوري که يې وانه ورېد درنه خپه کېږي.
په دوی کې هغه خلک لا ډېر وي چې صاحب د څوکۍ او منصب وي. ستاسو تجربه څه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د طالبانو کابينې پرېکړه کړې چې پب جي او ټيک ټاک بايد بند شي،دوى وايي دا ځوانان بې لارې کوي.له کابله يوه ځوان راته ليکلي:"که ډوډۍ او کار نه وي بې لارۍ ته به ځو که به مو پب جي او ټيک ټاک بې لارۍ ته بيايي؟"امنيت،کار او ډوډۍ باندې غور پکار دى که د ټيک ټاک -پب جي په بندولو انرژي لگول؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا څلور لسيزې په افغانستان او شاوخوا دوه لسيزې په قبايلو او پښتونخوا کې ښوونځي په نخښه کېږي، يا يې سوځوي، يا يې په بم الوځوي او يا يو نه يو غم ورته جوړوي.
په ښوونځيو کې ماشومان زده کړه کوي، خبره څه ده، له ماشومانو څوک ډارېږي که د وطن له راتلونکي يې زړه چووي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کابل کې د سوداګریو خونې ۵کاله وړاندې ویل په نړۍ کې افغان سوداګرو د ۱۵۰ میلیاردو ډالرو پانګونه کړې چې یوازې پاکستان کې یې ۳۵ میلیارده ډالر دي.که موپانګونه پرکور وای بې وزلي به نه وو.خو شتمن مو پخوا له نا امنیو او اوس له سختیو تښتي.که لومړیتوبونه وپېژنو په کور بسیا کېدی شو.منئ یې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که یو هېواد دبل هېواد پرخاوره بمباري وکړي ځواب یا دیپلوماتیک شکایت وي یا جګړه.څوکاله وړاندې چې هند د پاکستان پر خاوره بمباري وکړه پاکستان ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ.دا اوسنی افغان حکومت چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی شکایت نه شي کولی.قوت هم نه لري چې ځوابي برید وکړي نو اوس به څه کا؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې د نکټایۍ منع کولو حکمت به څه وي؟ ایراني ملایانو دا ۴۰ کاله بنده کړې ان زموږ د مخکیني ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم لکه چې د هغوی په حساب نه په غاړه کوله ایرانیان نېکټایي لویدېځه جامه بولي،نو بابا په جامو کې خو واسکټ،کورتۍ ان تر جرابو ډېر څه د لوېدیځوالو دي نو نه به یې کاروو
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې ولوستل:
٫٫کله نا کله د رڼا لپاره باید له تور تمه تېر شو.٬٬ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«له یو بل سره خبرې پکار دي پر یو بل خبرې نه»
لېکن هغه متل دی چې وایي دا یې قبالې خو په چا به یې منې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان په اړه خپله ارزونه مثبته کړې. د بورډ مشرتابه یې منلی او دخدای فضل له بندیزونو او مشکلاتو د اوس لپاره خلاص شو . مبارک
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوناما وایي:
«په ټوله نړۍ کې یوازې افغانستان هغه هېواد دی چې نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي.»
کله به په ښو کارونو کې ریکارډ جوړونکي شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
The ACB chairman & CEO has done a marvellous job over the past few months, they brought young talent to the fore and managed to get a great coach in Thorpe and a great batsman Younus Khan as batting consultant. Keep the good work up gentlemen and good luck ACB @ACBofficials @ICC
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په پښتونخوا کې مېشتو د افغان کډوالو یو شمېر مهمو دیني علماو د نجونو د تعلیم په تړاو اعلامیه خپره کړې او لاسلیک کړې او په افغانستان کې یې طالبانو ته وریاده کړې چې د عصري او دینو علومو زده کړه د ښځو مسلم حق دی. که د نورو نه مني د خپلو استادانو خو باید ومني. که دوی هم نه مني نو...
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سعودي وایي تر اتلسو کلونو په عمر لویه نجلۍ\ښځه بې له کوم محرمه عمرې ته راتلی شي.
یعنې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له چا سره چې منطق نه وي جواب نه وي یا کنځلې کوي یا ټاپې لګوي. دا یوازې اوس نه پخوانیو چارواکو هم همداسې کول خو ادبیات به یې لږ مختلف وو. باوري یم راتلونکي چارواکي به هم همداسې وي ځکه چې پښتانه وایي خپل عیب د ولیو منځ دی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۴۹ کاله وړاندې د اپریل په 3 مه په لومړي ځل پر موبایل فون خبرې وشوې.په ۵ لسیزو کې موبایل کوم ځای ورسېد،بې له موبایله اوس ژوند نیمګړی ښکاري.څوک پرې له سود سودا رانیولې تر اینټرنیټه هر څه کوي او ځینې پرې چاودنې کوي.راتلونکی څرنګه وینئ،که وحشت نه وي انسان به نیمه پېړۍ وروسته څه ولري؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دوو کسانو له وطنه راته لیکلي، وایي موږ یې نه شو ویلی لطفا ته یې ولیکه: ”په لوډسپیکرونو کې په ډېر لوړ اواز له تلاوت نیولې تر ترانو او نعتونو پورې وخت نا وخته غږوي دې ته نه ګوري چې په کوم کور کې به ناروغ وي یا به بله ستونزه لري.“
ټاپې مه لګوئ استدلال وکړئ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سعودیانو په پښتو پیغام خپور کړی
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اسيا د پرمختيايي بانک له سروې سره سم په سويلي اسيا-منځنۍ اسيا کې يوازې ازبکستان هغه هېواد دى چې ټولې ښځې پکې ليک لوست کولى شي وروسته پاته پکې افغانستان او پاکستان دي.افغانستان کې يوازې ٢٩.٨ سلنه او په پاکستان کې ٤٥.٥ سلنه ښځې ليک لوست کولى شي. چې څو کاله وروسته به مو څه حال وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نړيوال بانک په افغانستان کې د نجونو پر ښوونځيو د طالبانو د بنديز له امله د څلورو پروژو لپاره د شاوخوا ٦٠٠ ميليونه ډالرو ورکړه ځنډولې ده. دا پروژې په افغانستان کې د تعليم، روغتيا او کرهڼې د ښه کېدو لپاره وې.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ګنګوسې دي چې د افغان نجونو ښوونځي ښایي بېرته پرانیستل شي.تر هغو چې یې عملآ ونه وینو طبعآ باور سخت دی.خو ځینو خلکو بیا پېغورونه شروع کړي چې دا د امریکا فشار دی.بابا هدف مو د خپلو لوڼو تعلیم دی که د چا رټل.د راتلونکي نسل برخلیک د چا تر زنده باد او مرده باد ډېر مهم دی خیر او خلاص.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا مه کوئ دا مه کوئ اسان دي فکر نه غواړي زور غواړي.
دا درته کوو دا درته کوو سخت دي فکر او کار غواړي.
ځکه به د مه کوئ امرونه لا ډېر واورئ، که داسې نه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کوم ولس مېرمنې چې بیدارې وي هغه غلامېدای نه شي
باچا خان -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
غزلبڼ بالاخر له نویو زیاتونو او اصلاحاتو سره په څه باندې ۱۰۰۰ مخونو کې تکتو کتاب کور،خپرندوی شرکت له لورې چاپېږي.دا کتاب په ۲۰۱۱ کال کې چاپ شوی و.نوی چاپ یې په لا ښه دوتنې او کاغذد روژې نیمایي یا د اپرېل میاشتې تر دویمې اوونۍ یا د وري/حمل تر پایه له مطبعې راوتونکی دی
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نجونو پر مخ د ښوونځيو تر تړلو وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت وياند عزيز احمد ريان له بي بي سي سره په خبرو کې وويل:"د افغانستان له ټولو خويندو څخه بخښنه غواړو،که د چا تعليمي بهيرزموږ د راتگ له امله متضرر شوى وي رسمآ ترې بخښنه غواړو."د يوې زده کوونکې ځواب و:بخښنه نه ښوونځي غواړو.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
اته میاشتې کافي وخت نه و چې د نجونو لپاره له ”شریعت او افغاني دود او کلتور سره سمې“ جامې باندې فکر شوی وای؟ دا فکر د ښوونځیو د پرانیستو په ورځ ولې پیدا شو ؟ په توره جامه او سپین پړوني کې مشکل څه و؟
نجونې باید د سیالانو سیالې شي تعلیم یې حق دی. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نوروز چې راغى بې قدره تېر شو
د زړه حسرت مې ورباندې ډېر شو
څه به يې ياد کړي بې قدره خلک
مسافر مړ و, دم دستي هېر شو
د پسته اور ټولګې له څلوریزو -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په کابل کې د روغتيا وزارت وايي په تېرو ۳ مياشتو کې لږتر لږه ٣٢٣ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي،نژدې ۲۰۰ زره نور افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.خو دا د روغتيا وزارت ثبت کړې شمېرې دي اندېښنه دا ده چې رښتينې شمېرې ښايې تر دې ډېرې لوړې وي. د دې ناورين مخنيوى څه ډول ممکن دى؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ښکلي ذوق، ښکلي فطرت ، ښکلي احساس انسان ته
جاهل ماحول کې له دردونو سېوا هېڅ نشته دى
اشرف مفتون -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پولنډ ته د وراوښتو اوکرايني کډوالو مياشت لا نه ده شوې خو وايي ۷۰ زره اوکرايني ماشومان په پولنډي ښوونځيو کې ځاى پر ځاى شوي او زده کړې يې پيل شوې دي.
په پاکستان او ايران کې دا څلوېښت کاله څومره افغان ماشومان په دولتي ښوونځيو کې چا پرېښودل.؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کابل کې تلویزیونونو ته امر ورته شوی چې ډرامې او سندرې به نه خپروئ.فرمان دا دی چې په کور نه دې جوړې خو په کور به څرنګه جوړې شي چې لوبغاړې د کار اجازه نه لري او ژوند یوازې د سړو نه دی چې ننداره ترې جوړه شي.که سندرې،ډرامې او فلمونه خپاره نه کړي، تلویزیونونه به څرنګه چلېږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زور وي په نرمۍ کې له سختۍ نه ډېر
لار باسي په غرونو کې پستې اوبه
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پریږده پښتنو سره په جنګ غني ملنګ غني
ښه دی بې غیرتو نه په څنګ غني ملنګ غني
د فلسفي شاعر غني خان ٢٦ تلین -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا یې تا راته غوږ اېښی، څه به وایم
چې په خوله کې مې د زړه خبرې سوځي
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د جنګ په اړه مې ولوستل، څومره دقیقه خبره کوي ؟
“په جنګ کې هغه ځوانان چې یو بل نه پېژني او له یوه بله کرکه نه لري یو بل د هغو مشرانو د پرېکړو له امله وژني چې یو بل پېژني، له یو بله کرکه لري خو یو بل نه سره وژني.” -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ایدهي مرحوم بد سړی نه و خو د پښتو متل دی چې مار چیچلی له پړي هم ډارېږي. که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
موږ هم دومره ټينگ نه كړ باد د زمانې ته ځان
دا دوران د سپكو وو دوړې تلې پـه خليو پسـې
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
تېر کال په همدې ورځو کې یوې افغانې نجلۍ له کابله تر هراته بوینګ سپرلۍ وړونکې الوتکه والوځوله،د امریکا لومړنۍ پېلوټه په ۱۹۷۳ کال کې او د برتانیا په ۱۹۹۳ کال کې د الوتکې په الوځولو بریالۍ شوې وې،پرون خبر و چې له دې وروسته بې محرمه کومه افغانه ښځه بهر سفر نه شي کولی
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پر تلویزیون مې لیدل چې ګاونډیو هېړادونو اوکرایني ماشومانو ته چاکلیټ ورکول او کورنیو ته یې ښه راغلاست وایه.زموږ ګاونډیو بیا ویزې په سلګونو ډالره کړې،دالوتکې ټکټ یې تر عادي وخت یو په شله ګران کړ.د ویزې په شته والي یې هم پر کرښه نورې پیسې وغوښتې.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د #مورنۍ #ژبې نړیواله ورځ خو چې لوستې ونه لرو پښتو به څرنګه وپايي؟
د سيف الرحمن سليم په وينا:
د جومات امام عرب دی په مکتب کې ډيلي وال دی
يو استاز راله پيدا کړئ خو پښتون راله پيدا کړئ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سعودي په لومړي ځل د اورگاډو چلولو ته ښځينه ډرايورانې غواړي. دندې یوازې ۳۰ دي خو ٢٨ زره غوښتنليکونه ورسپارل شوي دي. ٣٠ کاله پخوا په کابل کې د برېښنايي بسونو ډېرې چلونکې ښځې وې.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
افغان سیکهان او هندوان به منئ. لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې چې لیدلي هغه ته یې پګړۍ او چپنه ډالۍ کړې. ورښوولې یې ده چې خپل وطن او د خپل وطن دود نه هېروي.خو ډېر نور دي چې دوی هېروي. له وطن سره مینه شعار نه له زړه احساس غواړي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا د لندن د یوه کور مخه ده او دا تارونه د برېښنا دي چې د کور څښتن د خپل برېښنایي موټر بېټرۍ پرې چارج کړي. نړۍ برېښنایي موټر غواړي چې د ښارونو هوا پاکه وساتي. ۳۰ کاله پخوا کابل کې برېښنایي بسونه ګرځېدل.موږ یې تارونه او ستنې له بېخه وایستې. کباړ مو کړې خو چې څه درس مو ترې واخیست؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
انسان په مینه پایي. هره ورځ مو شه د مینې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
رېنر ریلک جرمن شاعر و.دلته یې هغو ټولو ته له انګلیسي ژباړې پښتو بڼه خپروم،چې فکر کوي د هیلو بېړۍ یې ډوبه شوې. لنډه دا چې ناهیلي ګناه ده هسکه غاړه ګرځئ.دا یې هم تاسو ته ډالۍ:
پرېږده چې څه پېښېږي
که کرکه وي که مینه
پرېږده چې ځي په مخه
هېڅ احساس نه وي وروستی
هېڅ احساس نه وي تلپاتی. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره د ملاتړ د برخې درې اداري کسان او یو لوبغاړی په لندن کې پاته شوي نوره لوبډله هېواد ته ستنه شوې.نورې ګنکوسې غلطې دي. البته په تېرو ۲۵ کلونو کې له سپورټ سره د تړلو افغانانو بهر پاتې کېدل څو ځلي شوي دا لومړی ځل نه دی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین د ږوب او سیف الله کلا تر منځ برید شوی دی، یو ملګری یې ټپي شوی دی خو خپله پښتین رک روغ دی. دی د لوڼي د تلین په پار هلته تللی و.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوه پاکستانی ملا په ډېر ډاډ وایي بایډن افغانستان ته تللی و عسکرو هغې سمڅې ته وروست چې د طالبانو مړي پکې وو.بایدن چې ورغی مړو په لوړ غږ کلمه وویله.عسکر به نو د طالبانو مړي جو بایدن ته ولې ورښیي او هغه به بیا په کلمه شریفه څه پوه شوی وي.هغه متل دی وایي پیر نه الوځي مرید یې الوځوي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو زه، بل راسره د تنهایي غوندې یو څه
ژوند څه؟ خو بس همداسې هوایي غوندې یو څه
ممتاز اورکزی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
Congratulations @afghcricket @ACBofficials for getting to the Semifinals of the u19 World Cup @ICC @MirwaisAshraf16
نیمه پایلوبې ته رسېدل مبارک -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په بامیانو کې کرېکټ. ښاغلي ملیار ملال دا عکس رالېږلی دی وایي بامیاني ځوانان هم راسره جوپه جوپه په همدې واورو کې له دې لوبې خوند اخلي. ګوره که مو کوم ښه بټسمین د بابا غرونو له لمنو پیدا کړ. خوند به وکا که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د مفسد ناول له چاپه یو کال واوښت. اکسوس خپرندویې ټولنې تېرکال د جنورۍ په ۲۵ مه چاپ و. څو میاشتې وروسته د نظام له نړېدو او د اقتصادي حالت له خرابېدو سره د کتاب بازارونه ساړه شول. چاپ ټکنی شو. اکسوس وایي ټول لا نه دی پلورل شوی.
که مو د مفسد ناول لوستی وي څرنګه و؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د باچا خان تلین دی. د عدم تشدد دغه سرلاري لارښود څه ښه فرمایل؛ «د خدای د مخلوق خدمت وکړئ، ځکه چې دغه خدمت د خدای خدمت دی.»
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و، ورسره منئ یې؟
«صبر په دې مانا نه دی چې کرار کېنه او هېڅ مه کوه. صبر په دې مانا دی چې پرله پسې په هر هغه څه بوخت اوسه چې کولی یې شې خو پایلو ته یې صبر وکړه.» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۱۹ کلنو لوبې همداسې وي په ۱۵۵ منډو دې 3 اوټ وي خو په ۲۰۰دې ټول وسوځي او مقابل لوری هم په ۶۵ وسوځوې چې تر 20 ډېرې پکې اضافي منډې وي.د تجربې نشتوالی د ځوانۍ احساسات او شاید بیړه.موږ د تل غوندې ښه بالېنګ نسبتآ کمزوری بېټینګ لرو.ګوره که ورو ورو لا ښه شو. بری مو مبارک @afghcricket
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
میرویس اشرف رسمأ د کرېکټ بورډ ریس وټاکل شو، تر اوسه سرپرست یا چارسمبالی و نن د بورډ غړو د رایو په ورکړه د دوی ریاست تایید کړ.
میرویس اشرف ځوان، د کرېکټ لوبغاړی او په انګریزي او ملي ژبو پوه ، تکړه او دروند انسان دی. باوري یم بریالی به وي. د ښو پایلو په هیله یې -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
جاکویچ د ټېنس لومړی نمبر لوبغاړی،میلیونر او خورا مشهور سپورتي شخصیت دی.د کورونا واکسین یې نه دی کړی په استرالیا کې توقیف کړی محکمې یې د شړلو امر وکړ.مطلب که چا د کورونا واکسین نه وي کړی یا یې نه کوي که هر څوک وي نړیوال یې هرکلی نه کوي.سرټمبګي څوک نه مني خو که سرټمبه سر خلاص کړي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ډېر خلک په ناکامۍ کې خپله ګناه او په کامیابۍ کې د بل لاس نه ویني
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
#غزلبڼ
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو ځای مې لوستي و او منلي و، تاسو څرنګه؟
«له منفي فکره خلکو لیرې ګرځئ هغوی په هرې حل لارې کې یوه ستونزه ویني» -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په برتانیا کې له کورونا وبا د مړو شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰ زره واوښت. دا د نړۍ اووم هېواد دی چې دومره
وګړي یا ترې ډېر کورونا وژني.
واټن، لاس مینځل، ماسک تړل ژوند ژغوري کورونا ټوکه نه ده -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نیو ساینټست مجلې تر کورونا وړاندې کلونو کې د یوې ګڼې پر مخ کښلي وو: انسانان نیم ژوند په خیال پلو تېروي.
نه پوهېږم اوس به دغه حال څرنګه وي او
ته وا زموږ هم نیم ژوند خیال پلو دی کې خورا ډېر؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ګالف لوبې لوی ستوري ټایګر ووډ ته یې وویل:
« د ځینو بخت بیداره وي
ده جواب ورکړ:
منم خو د بخت بیدارولو لپاره باید ډېر تمرین وکړې او خولې وبهوې.»
خلاصه بخت په پیتاوي نه بیداریږي، پیتاوی یوازې ویټامن ډي ورکوي. منئ یې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د #څاڅکي فېسبوکپاڼه مو لیدلې نن څه ښه وایي:
هغه چې په نشو خپل غمونه ډوبوي خبر یې کړئ چې غمونه لامبوزن دي
ژباړه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پخلي یو له لومړنیو کتابونو څه باندې ۵۰۰ کاله پخوا په انګلنډ کې لیکل شوی و .
موږ چې اوس هم کړایي پخوو خبر نه یوو چې مرچ او مالګه باید څومره وي.
نور په تدبیر موږ په توکل روان یوو خو تر کله؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پنځه کاله وړاندې ښاغلي تپان د یوه نوي کال لپاره شعر لیکلی و ، خبره یې لا هم پر ځای ده.
سترګې دې پرانېزه افغان انسانه څه روان دي؟
جنګ به د نورو وي منم خو ځواک به ته یې د جنګ
د نوي کال تحفه افغان بدلون افغان فکرونه
حال دې بدل کړه کنه مرې دسپاک به ته یې دجنګ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۲۰۲۱ وروستۍ ورځ لمر لوېږي لارې کږې او لندې. د راڼه نوي کال په هیله
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که په ۲۰۲۲ کال کې د يوې قبلېدونکې غوښتنې حق ولرئ، څه به وغواړئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پوهه تر شتمنۍ ښه ده، شتمني به ته ساتې او پوهه تا ساتي.
زمبیایی متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې نن په لوی توپیر اماراتو ته ماته ورکړه. الله نور ناسوځېدلې ۹۷ منډې درلودې. شپږ کاله وړاندې په همدې نننۍ ورځ د هند لومړي وزیر مودي افغانانو ته ویلي و« پښتون به یې تاجک به یې هزاره به یې ازبک به یې مسلمان به یې هندو به یې خو بالاخر هم یو ویاړلی افغان یې.»
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کوم یو ملت چې رهنما نه لري
هغه الفاظ دي چې معنا نه لري
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پوره شل کاله وړاندې پر همدې نننۍ ورځ، د دسمبر ۲۲مه، حامد کرزی د انتقالي پېر ولسمشر وټاکل شو، جنګسالاران ترې راټول وو، وطن لوټې لوټې و، البته هیله وه چې ستونزې به ژر حل شي او ولسواکي به ټینګه شي. خو شل نه شوه. چې شل کاله وروسته به د نن په اړه څه وایوو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د عمران خان په پرونیو خبرو لر او بر کشر مشر ټول په حقه غوسه شول. خو ګټه به مو هغه وخت کړې وي چې عملآ نړۍ ته عمران خان ناپوه او ناخبره ثابت کړو. ټول خپلې لوڼې خویندې ښوونځي ته ولېږو. طالب چارواکي دې هم د ښوونځیو په لار کې خنډونه لیرې کړي دا جهاد باید په ګډه وګټو. وبه شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پر فېسبوک د جنازو او مړینو پرله پسې خبرونو ته په پام لکه چې کورونا په وطن کې بده خوله لګولې. زموږ خلک یې نه مني، چارواکي یې هم یا نه مني یا پرې نه دې خبر. لطفآ احتیاط وکړئ، لاس مینځل، واټن او ماسک تړل خو د هر چا له وسه پوره دي. له ژوند سره ټوکې نه دې پکار
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوې چینایي ورځپاڼې ویلي لوګر کې د مېسو پر کان کار ته لا شرایط نه دې چمتو.چین تل هېوادونه تر خوږ ګوتې نیسي اوس به غواړي پر بیې له سره خبرې وکړى طالبان یې هم شاید له مجبورۍ ومني د چرچل خبره په سیاست کې دایمي دوست دښمن نشته ګټې شته، خو یو موږ یوو چې تله مو په لرغوني معیار ولاړه ده
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
تېر کال مې په همدې نننۍ ورځ د « مفسد» په نامه ناول بشپړ کړ، ګومان کوم د مارچ په میاشت کې چاپ شو. خپرندوی شرکت اکسوس راته ویلي و چې تر اګسته تر نیمایي ډېر پلورلی شوی و. له هغه وروسته د کتاب پېر او پلور ټکنی شوی.
په تاسو کې چا لوستی؟ @aksosbookstore
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په تېرې لسیزې کې یوازې د داستاني اثارو په لسګونو پښتو کتابونه هر کال په کابل کې چاپېدل.خو دا ۴ میاشتې یو پښتو داستاني اثر نه دی چاپ شوی.که وي لطفآخبر مې کړئ.نه پوهېږم کله به مو خصوصي سیکتور بیا په پښو درېږي. اقتصادي وضعیت که ښه نه شو ډېر څه به له لاسه ورکړو. خو څرنګه ښه کېدای شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نیوزیلنډ غواړي چې په سېګریټ څکولو بندیز ولګوي. دوی نوی قانون نافذوي چې که هر څوک په ۲۰۰۸ کال یا راوروسته زېږېدلی وي ټول عمر به سېګرېټ نه شي څکولی. په دې توګه دوی ورو ورو دغه ناوړه او روغتیا ضد عمل ختموي. په تاسو کې به څوک د سېګرېت پرېښودو هوډ وکړي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له ځینو یا لار ورکه ده یا مخالفت د مخالفت لپاره کوي.دوی د طالبانو په واکمنۍ کې ولسواکي غوښته،په ولسواکۍ کې یې طالبان غوښتل،اوس د طالبانو په ورستنېدو یا له هېواده په لومړني فرصت کې ووتل او یا د تېر وخت داسې ارمانجن دي ته وا دوی یې د خرابولو لپاره هېڅ نه و کړي. چې دلیل به یې څه وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ډېر هغه افغانان چې د کرېکټ لوبې ته بله پلمه ونه ویني نو غږ کړي چې دانګرېز لوبه ده. باید ورته وویل شي چې افغانستان ته فوټبال هم انګرېزانو په ۱۹ مه پېړۍ کې راووړ. دغه انځور د ۱۸۸۹ کال دی چې کابل کې د فوټبال لوبه کېږي. د ”افغان هستري“ له پاڼې په مننه
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د نېلسن منډېلا تلین دی، ده به ویل :
” هغه ملګري مې خوښ دي چې له ما یې فکر بدل دی ځکه چې دغه ډول ملګري دې درپام کوي چې ستونزې ته له هر اړخه وګورې”
موږ مخالف نظر لرونکی یا په ټاپو درنوو یا یې د وژلو وړ بولو که نه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن یې تلین دی. وطن یې ښېرازه کاوه موږ یې پوهولو خو زموږ په خاوره ووژل شو. پښتنو به ویل چې ښه کوې بد نشته خو له ده سره د ښو په وړاندې څه وشول
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دغه بيت د يوه چارواکي دى، نوم يې نه اخلم چې بيا د شعر پر ځاى پر شاعر قضاوت کوئ. خو دې شعر هغه ټول سترگو ته راودرول چې يو وخت به لاس په ټټر ځينو ته ولاړ و او بيا يې پسې بد ويل، تاسو ته دا بيت څه وايي؟
په سخته یې چې ګورمه نو مخې ته څوک نه وي
فضا چې کله غوړه شي بلها مخې ته راشي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه استرالیایي شرکت Cpharm چې ګواکې په افغانستان کې یې له چرسو د درمل جوړولو په پار ۴۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوله، وایي موږ په خوب کې هم دومره پیسې نه دې لیدلي. دا خبره حقیقت نه لري.
دومره لویه تېروتنه به نو څرنګه کېده ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د طالبانو له واکمنۍ ٩٩ ورځې تېرې شوې، که چيرې مو طالبان خبره واوري څه به ترې وغواړئ چې بدل کړي يا ښه کړي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د ماشوم نړیواله ورځ ده، ماشوم مه وهئ، مه یې رټئ ، خبرو ته یې پرېږدئ او د فکر کولو چل ورزده کړئ. د ډب او ادب خبره که سمه وای ټول لوی شوي به اوس مودبه وو. که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
رڼا به وتړې رنګونه به خوندي کړې خو په زور به هغه فکرونه بدل نه کړې چې په پخپل ګومان سم دي.انسان منطق غواړي،استدلال غواړي مینه غواړي له کرکې یې کرکه ده ، که داسې نه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
باوري سرچینو راته وویل چې د افغانستان پر کریکټ د ای سي سي غونډه د افغانانو په ګټه وه د بندیز یا خنډ ډار ختم شوی
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دخیبر نیوزخبریال له ښاغلي متقي وپوښتل پښتانه له موسیقۍ سره جوړ دي کله به یې ورپرېږدئ.ده وویل:په خیبر نیوز کې خو اجازه شته.دواړو وخندل یو بل ته یې لاس ورکړږد دې خبرې مانا څه ده؟دا چې:تاسو مو لا نه یاست نیولي نو اورئ سندرې موسیقي یوازې په موږ حرامه ده؟خپل دې کار خپل مې کار؟که بل څه
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ولې له زړه نه بټۍ شي جوړه
یا ترې د ګټو هټۍ شي جوړه
لږ یې د مهر وړانګو ته نیسه
چې ورنه سپینه سپوږمۍ شي جوړه
#پسته_اور -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
استرالیا په لومړي ځل نړیوالې شل اووریزې اتلولۍ وګټلې. پایلوبه د نیمه پایلوبو غوندې خوندوره نه وه. خو دا ټول جام زموږ د بیرغ، سرود، د اصغر تقاعد او د راتلونکو هیلو په پار یادګار و. تاسو ته پکې څه د پام وړ و؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که مو پام شوی وي د استرالیا،انګلنډاو نیوزیلنډ ځینو لوبغاړو په دې شل اووریز جام کې بریتونه درلودل.د ډېرو دا برېت یوازې د نومبرمیاشتې لپاره وي چې دوی یې Movember بولي.هدف ترې دسړو د سرطان په تړاو د پوهاوي د ډېرولو لپاره دی.چې نیت او هدف ښه وي هر عمل او هره شپږېزه ښه ښکاري.که څرنګه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ډیورنډ کرښه نن ۱۲۸ کلنه شوه.قبرص کې هم د پلازمېنې نیکوسیا په منځ کې کرښه راکښل شوې،ځینې ودانۍ نیمې یوه لور نیمې بل لور ته جلا دي.دډیورنډ ړندې کرښې هم کلي سره جلا کړي.قبرصیان هم ارام نه دي،موږ بیا د بېلتون په دې څه کم ۱۳ لسیزو کې څومره د سولې او ثبات ورځې شپې ولیدې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
by Afghan artist Qadir Khan
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
The World Food Programme is warning that millions of #afghans will die within weeks if the international community doesn't help. #wfp has condemned the international community for not stepping in to avert a potentially devastating #famine in #afghanistan.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن به هند د افغانستان بري ته دعا کوي چې دوی نیمه پایلوبې ته ورسېږي. که د دوی دعا قبوله شوه سبا به موږ دعا کوو چې هند یې وبایلي چې موږ نیمه پایلوبې ته ورسېږو.
ژوند کې دوست دښمن رښتیا نشته ټولې ګټې دي چې نظرونه مو ټاکي او بدلوي.
د افغانستان د بري په هیله -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د میرویس اشرف ټاکنه څو سرچینو راته تایید کړه خو وایي رسمي اعلان یې وروسته کېږي.د افغانستان د کریکټ بورډ تر هر تېر شوي مشر دی په نړیوال کرېکټ ښه پوهېږي.شاید د خپل درانه شخصیت په مټ پکې بریالی وي خو که سیاسي فشار پرې نه وي او یا ځینې لوبغاړي ورته لومې او خنډونه جوړ نه کړي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هركه كج رفتار شد بر فرق عالم جا گرفت
باورت گر نيست بنگر پيچش دستار را
#بيدل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کورونا له امله دمړو شویو انسانانو شمېر ۵میلیونو ته ورسېد نیمایي یې په امریکا، برازیل،برتانیا او د اروپایي ټولنې هېوادونو کې مړه شوي.شاید د نورو دقیقې شمېرې نه وي که وای د مړیو شمېر به تر دې ډېر و خو زموږ ډېر خلک یې لا نه مني چې ګواکې کورونا شته.په ځان پام په خپلې کورنۍ پام دی.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د اصغر د درناوۍ او مننې ورځ ده خو د حمید لوبې هم ځانګړی خوند درلود. په لوی توپیر بری مو د منډو اوسط ښه کړ بس چې په هند او نیوزیلنډ کې یوه ته ماته ورکړو نیمه پایلوبې ته رسېږو. بری مبارک
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اصغر یې کور ودان چې بالاخر یې د مینه والو غوښتنه ومنله او تقاعد یې اعلان کړ. ګومان کوم له ریس او نوروز وروسته یوازینی افغان لوبغاړی دی چې تقاعد اعلانوي نورو خو مو یوه تر پایه اعلان ونه کړد اصغر جان پل دې بختور شي چې نور د تقاعد وړ لوبغاړي هم د تقاعد زیری راواوروي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ما ډیرې چیغې وهلې وې چې باید قیس وای زموږ قوت سپېن بالېنګ کې دی. که نن د کریم یا ګلبدین پر ځای قیس یا نور احمد لکڼوال وای ګټله مو. خو بیا هم نن ډېره ښه لوبه وشوه لطفآ لوبغاړي مه کنځئ
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ځوان انځورګر محمد الله مسعود له کیسو ډک انځور
@MohammadNabi007 @afghcricket -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د مجیب د درې رنګه بیرغ مینه د نبي د وطن پالنې اوښکې او د ۱۳۰ منډو په توپیر بری
واه نور نو څه پکې د ویلو شته؟ دا لوبغاړي واقعآ اتلان دي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
بارک اوباما ویل:
«که فکر کوئ د زده کړو لګښت ډېر دی؛ نو بیا به وګورئ چې جهالت څومره ګران تمامېږي.»
څه پکې وایاست؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ټوکر ګنډل شوی انځور ، اغلې شریفې فیضي ګنډلی د افغان مېرمنو د زړه غږ یې پورته کړی.
له حقه یې مه محروموئ. دا مشکل تل و خو ولې زموږ وطن کې د نجونو د تعلیم په وړاندې خنډ پروت وي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د امریکا مخکینی ولسمشر ټرمپ وایي د «د رښتیني خواله» یا ټروت سوشل په نامه دخواله رسنیو نوې رسنۍ جوړوي چې دټوېټر او فېسبوک سیالي وکړي،هغوی پر ده بندیز لګولی و.دی لیکلي:”داسې دنیا ده چې طالبان ټویټر لري او ستا ګران ولسمشر ترې منع دی“که شتمن وای تاسو هم دغه کار کاوه؟که هو په څه نامه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زلمی خلیلزاد بریالی دیپلومات و که ناکام؟ ځواب یې له اغلې شکریې بارکزۍ واورئ:
fb.watch/8KOG2t4hkx/ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د هسکې مېنې په يوه کلي کې د هغه وير تلين دى چې په يوه جومات کې ٧٠ کسان ووژل شول.ټول کلى له کونډو،بورو او ورارو ډک شو.موږ ته بايد مړي شمېرې نه وي بايد نوم او نښان ولري،څلي ورته ولرو. نړۍ د خپلو تېرو پېړيو مړو ته اوس لا د درناوي په پار څو شېبې غلي درېږي موږ د پرون سټې هېروو.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
#who & #unicef welcome the decision by theTaliban supporting the resumption of #polio vaccination in 🇦🇫 .It will be the 1st in over 3years to reach more than 3.3m #children in some parts of the country who have previously remained inaccessible to vaccination campaigns
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د لېبیا متل دی:
که د بل مخ په خټو لړې د خپلو لاسونو چټلۍ ته هم تیار اوسه. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې ښه کار وکړو ټول کمال مو خپل وي چې ناسم یې
وکړو دا ټول د بل چا له لاسه وي
تر هغو چې په ښو او بدو دواړو کې خپله او بله ونډه په صداقت ونه منو اصلاح مو ګرانه ده که داسې نه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د فېسبوک یوې مخکینۍ چارواکې د امریکا د کانګرس یوې کمېټې ته په خبرو کې ویلي : ٬٬ فېسبوک د ماشومانو لپاره ښه نه دی، ولسونه سره وېشي او د دیموکراسیو په ګټه نه تمامېږي..،،
څه پکې وایاست؟ او ټویټر څرنګه بولئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن سبا د نړیوالو متلونو په راټولولو بوخت یم، پیل مې د افریقا له لویې وچې کړی دی. دا یو د ګمبیا هېواد دی:
اور ښه مزدور او بد مالک دی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان په زړه کې دا د دایکندي ولایت یوه څنډه ده. تر اوسه مې د دغې سیمې عکس نه و لیدلی . څومره ښکلی دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نژدې یوه پېړۍ پخوا د لوړو زده کړو لپاره دا افغانې مېرمنې له کابله ترکیې ته ولاړې خو اوس په کور دننه د نجونو د زده کړو بحث دی چې څرنګه او په څه شرایطو دې ښوونځیو ته لاړې شي که دې لا منتظرې وي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که په ژوند د خپلو مشرانو تېروتنې وبخښو او ښو ته يې دقت وکړو شايد په مړينې يې بيا دومره ډېر ارمانجن ونه اوسو.
خو موږ سرچپه په ژوند يې د مرگ لپاره شېبې شمېرو او ښېرا ورته کوو او چې مړ شي بيا يې اتل کړو. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۲۵ کاله وړاندې د سپتمبر په ۲۶ مه ، همدا نننۍ نېټه، طالبانو په لومړي ځل کابل ونیوه. د هغه وخت کابل تنظیمي جګړو ټوک ټوک کړی و.دا ځل کابل رک روغ په لاس ورغلی. جنګ یې ورانوي ګوښه والی او فقر یې مړاوی کوي که له نړۍ سره سر ونه خوځوي ته وا سمسور او ودان کابل له مړاوې کېدو څوک ژغورلی شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هغه چې شات غواړي له مچیو دې نه ډارېږي.
افریقایی متل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پاکستاني رسنۍ وایي د افغانستان کرېکټ بورډ غواړي چې له پاکستان سره درې ځنډېدلې یو ورځنۍ لوبې په بل هېواد نه بلکې خپله په افغانستان کې وشي.
دغو دواړو هېوادونو ته هسې هم لږ تر لږه نن سبا نور کرېکټ هېوادونه لوبو ته نه ورځي، نو بېخې مناسب نظر دی، که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پاکستان لومړى وزير عمران خان له بي بي سي سره په مرکه کې وايي پر کابل د ١٩٩٠مو کلونو په جگړو کې دوی د گلبدين حکمتيار ملاتړي وو. عمران خان د اوسنيو طالبانو په اړه وايي چې شايد په څو ډلو وېشل شوي دي وایي طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړى دى چې د نجونو د تعليم په لار کې به خنډ نه جوړوي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د سولې نړیواله ورځ ده. سوله تاسو ته څه تعریف لري؟ د سر او ځان امن که ورسره د فکر او بیان امن؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
انګلنډ هم اعلان وکړ چې پاکستان ته د کرېکټ لوبو لپاره نه ځي دوی وایي په سیمه کې د امنیت په برخه کې ګواښونه شته او په داسې حالت کې د لوبغاړو ورتګ به د نړیوال شل اووریز جام لپاره چمتووالي ته مناسب نه وي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
٬ستا لپاره یې وایم،
زما لپاره یې مه وایه، ژوند ته مې پرېږده، خپل مې ژوند او خپل مې قبر که مې ستا قبر ونیو او یا مې له تا اکسیجن واخیست بیا یې راته ووايه.
د بل په ژوند کې بې مداخلې او لاسوهنې نه شو پایېدلی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«هلکان دې ښوونځیو ته راشي نجونې نه.»
چې دلیل به یې څه وي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نيوزيلنډ کرېکټ لوبډله چې پاکستان ته راغلې وه او نن به يې لومړنۍ لوبه کوله بېرته کور ته ستنېږي او وايي په پاکستان کې د امنيتي گواښونو له امله لوبه نه کوي. نيوزيلنډي لوبغاړي ١٨ کاله وروسته پاکستان ته د کرېکټ لپاره راغلي دي. تېر ځل يې د هوټل تر څنگ په کراچۍ کې چاودنه شوې وه.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ومې لوستل چې خبريال، ليکوال او شاعر داود تپان په گردېز کې نيول شوى.د نيولو په دليل يې نه يم خبر، شايد کوم وړوکى نقد به يې کړى وي.ښاغلي تپان په تېر حکومت هره ورځ نقدونه کول خو ونه نيول شو. رحمان بابا فرمايل:
دا دستور دى چى له درده زګيروى خېژي
ګنې څه و د رحمان له شاعرۍ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني وایي محصلانې به مو هم بهر ته د لوړو زده کړو لپاره د تګ ته اجازه ولري. له بي بي سي پښتو تلویزیون سره یې مرکه نن ماښام د کابل پر شپږ بجو خپرېږي. دوی پکې وایي چې له خپل مشر سره یې نه لیدلي او نه یې ورسره خبرې شوي دي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
Finally after 336 minutes and almost 4 games #arsenal players scored their first premier league goal of the season. #premierleague #football
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د غازي امان الله خان د زمانې ۵۰ افغانۍ. څومره ښکلې وې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نبي نوی کپان شو
Mohammed Nabi to lead Afghanistan team at world T20 he is replacing Rashid -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
I am disappointed that the #afghanistan #cricket Board & players are yet again,not on the same page in the run-up to a World Cup. @RashidKhan resigns as captain, board apparently not listening to him.Years of hard work & hopes are ruined by emotional or perhaps egoist decisions
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ۱۹۲۰ کال کې ، پوره ۱۰۱ کاله پخوا ، په لومړي ځل د یوه افغان ټولواک له لورې د هغه وخت د متحدو ایالاتو ولسمشر هارډینګ ته رسمي لیک ولیکل شو، د پاچا امان الله خان لاسلیک هم پکې لیدلی شو. په دې لیک کې امریکا خبروي چې دی پر تخت ناست دی او جنرال محمد ولیخان به د سفیر په توګه ورلېږي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ومې پوښت څه کار کوې؟
ویې فرمایل: نن سبا له شنبې تر پنجشنبې بې کاره یم او د جمعې په ورځ رخصت یم چې د اوونۍ ستړیا وباسم. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کرېکټ بورډ مشر ښاغلي فضلي د بي بي سي پښتو تلویزیون ته وویل چې د نجونو د لوبډلې روزونکې اغلې ډیانا بارکزۍ ده دوی په ځانګړو روزن ځایونو کې چې یوازې ښځو ته بېل دي تمرین کولی شي او په دودیزو اسلامي جامو کې به وي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا خبرې مې يو ځاى ولوستې ، ډېرې اشنا نه ښکاري؟
د ژوند په ازموينه کې د ناکامۍ درې اسانې لارې:
١: د خپلو ټولو مشکلاتو پړه په بل چا واچوه
٢: له هر څه شکايت وکړه
٣: د هېڅ شي منندوى مه اوسه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په لوېدیځو هېوادونو کې تابعیت لرونکي یا سیاسي پناه اخیستونکي یوازې خپله مېرمن یا خپل مېړه او هر هغه اولاد چې عمر یې تر ۱۸ کلونو کم وي ورغوښتلی شي. حتی خپل ۱۸ کلن یا ورپورته اولاد لا څوک نه شي راوستلی.
لطفآ دا درواغ مه خپروئ چې هر کس هر پېژندوی ورغوښتی شي. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې مـینه د انسان یې زړه کې نه شي ځایېدی
له خدای سره د عشق پوچه دعوا یې یعنې څه؟
غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښه خبره نه ورځي په خوله چاته
هر فکر چې ګورې جنګ وهلی دی
#غزلبڼ -
Emal Pasarly reposted
Sam Sheringham
@samsheringham
A powerful, emotional and important listen in these worrying times. Huge thanks to @khalida_popal and @EmalPasarly for joining the panel. 🎙️👇
BBC Sport
@BBCSport
🗣️ "If that happens, then nobody knows what would happen to sport or the rest of life in Afghanistan."
The future of sport in Afghanistan is discussed in the latest episode of The Sports Desk.
🎧 Listen to it on @bbcsounds
#bbcsportsdesk -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خپلواکۍ ۱۰۲مه کلیزه مو نېکمرغه
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په امريکا کې د دوو شرکتونو په دې لانجه ده چې ناسا چا ته د درې ملياردو ډالرو تړون ورکړي. د دې تړون تر مخه به داسې سيستمونه او کارونه پرمخ ځي چې بالاخر سپوږمۍ ته د انسان سفر اسانه او ارزانه کړي.
د نورې نړۍ خبرونه چې لولم سترگې وموږم چې وېښ يم که ويده. تاسو څرنگه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ځینې کارونه د انسان په وس کې وي ځینې نه وي. اقلآ دا د ټولو په وس کې دي چې که له څه نه یوو خبر له خپلې خېټي څه ونه وایو او خلکو ته اندېښنې پیدا نه کړو. خدای دې ټول افغانان رک روغ لري
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دلتــــــــــه د امن د ګردي مېز کیسه دومره ده چې
سپينــــــــې جنډې په خړ مزار د هر شهيد ودرېدې
ممتاز اورکزی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان پر ضد (#sanctionpakistan )اته لکه ټویټه شوي دي. د فېسبوک حساب یې لکه چې لا نه دی کړی
دوی افغان چارواکي او د پي ټي ایم غړي د دې کمپاین په پیلولو ګرموي. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ما ویل زما کورګی څه لره سوځئ
دوی ویل زموږ پکار یو څه لوګی دی
دروېش درانی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوازې په څو ساعتونو کې د
#sanctionpakistan
په نوم هشټګ تر سل زرو واوښت. د «الله اکبر» غږ هم همداسې ډېر ژر په نژدې ټول افغانستان کې انګازې کړې وې. فکر کوئ افغانان په نورو مواردو کې هم دومره یوه خوله وو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي نن شپه د ارزګان ترین کوټ او د کندهار په ښار کې هم د الله اکبر غږونو انګازې کړې دي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پیل پرون هرات وکړ خو نن شپه په کابل، جلال اباد او اسعد اباد کې هم د الله اکبر غږونو انګازې کړي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د جګړې او وحښت پایله: د پکتیا د یوه ځوان انځورګر، محمد الله مسعود، انځورونه مې کتل، ته وا وحشت ضد پیغامونه له هنرمندو ګوتو ور هاخوا بل څوک دومره ښه ابدي کولی شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د صديق الله بدر صاحب ليکنه:
جگړه
مور د خپلې ترهېدلې ماشومې په غوږونو کې مالوچ وټومبل.
نیمه شپه هغه نېغه پر خپل ځای راکښېناسته او ویې پوښتل: " مورې ! جگړې ته هم خوب نه ورځي؟" -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وامې ورېدل چې د کابل د طب پوهنځي محصلانو د نه خوړو اعتصاب کړی دوی له انلاین زده کړو او بیا ورپسې له ازموینو راضي نه دي.
د سبا دغه ډاکټران نن ته لکه چې نه ګوري. ملامت دي که سلامت؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که په ژوند څوک وستايې درته ليکي چاپلوسي کوې.که يې په مړينه وستايې وايي چې ژوندى و ولې دې نه ياداوه.که ووايې له چا سره مې مرسته وکړه،وايي نو غږ څه ته لرې.که ووايې پلانى بې وزلى و وايي ولې دې مرسته نه ورسره کوله.په دې هيله چې خېټيالوژي او جگړه ختمه شي ځاى يې منطق او خواخوږي ونیسي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
استاد ايوب نن وفات شوى دى. د دوى ځينې کمپوزونه په پښتو موسيقۍ کې کمساري و. خو ژوند يې په بې وزلۍ کې تېر کړ.
لېونۍ مينې کړم اشنا له بېابانه سره
پرېږدئ چې گرځم لېونى په غرونو
که د بل ولس هنرمند واى په سر به يې گرځاوه. روح دې يې ښاد وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۱۹ پېړۍ مشهور ایرلندي شاعر او لیکوال اسکر وایلډ ویل : « زاړه په هر څه باور کوي، د منځوي عمر خلک په هر څه شک کوي او واړه ” ګومان کوي چې“ په هر څه پوهېږي.»
نن سبا کیسه څرنګه درښکاري؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خوست کې د چرګانو د دانې د توليد فابريکې په فعالیت پيل وکړ.دا فابريکه د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍکې یوه ځایي پانګوال جوړه کړې ده.ځایي خلکو ته د کار موقع ورسره پیدا شوې او که خدای کول د چرګانو د غوښې تولید به په وطن کې ورسره ډېر او شاید بیې یې هم ټیټې شي
عکس له پژواک خبرې اژانسه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا عکس د ۲۰۱۲ کال دی، په دې نهو کلونو کې به دغه ماشومان زلمي شوي وي، که یې سرونه له نا امنیو ژغورلي وي ،شاید ښوونځی یې هم لیدلی وي. خو سولې او امن ته به لا هم د ټولو غوندې سترګې په لار وي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له جنګ، کورونا او نور وحشت څخه په امان اختر ولرئ. د سولې او سوکالۍ په هیله
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ډېر ډاډ دغه اوس په باراني کابل کې وویل چې د سولې جدي خبرې ډېر ژر پیلېدونکې دي او د نن سبا مایوسوونکي خبرونه مو باید زړه ماتې نه کړي. په همدې هیله
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زموږ کمساری ناول لیکونکی، عالي انسان او زما د ماما زوی نصیر احمد احمدي وفات شو. روح دې یې ښاد وي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا د ١٩٥٣ کال د اپريل د ١١ مې نېټې د يوې ورځپاڼې خبر دى وايي په راتلونکي کې به له تيلې فونه خلاصون نه وي خلک به یې په جېب کې ګرځوي.خبر زیاتوي دا تش خيال دى خو گومان دا دى چې همداسې يو څه به ووينو.په دې ٦٨ کاله موده کې د انسان ژوند ډېر بدل شو، ۶۰کاله وروسته به لا څه خلک ويني؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د بالغو انسانانو لپاره په دې افغان کلي کې له سولې ور هاخوا برېښنا، کتابتون او اینټرنیټ غواړم. تاسو پکې څه غواړئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
تېره اوونۍ لندن کې د انګلنډ او سکاتلند فوتبال لوبه وه. سکاتلنډیانو پر واټونو مېله وکړه خو وروسته یې خپله سړکونه او پلې لارې پاکې کړې.
څوک چې پاک ښار غواړي خپل څه چې پردی ښار هم له خپلو چټلیو پاکوي. که څرنګه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خوستوال به منئ
خپل هوایي ډګر ته یې د نړیوالو الوتنو پیل هم په اتڼونو ولمانځه. خدای دې یې له بدو سترګو ساتي خوست دې تل ځلېږي. د مساپرو د لسیزو دعا یې بالاخر ومنل شوه خوست د نړیوال هوایي ډګر څښتن شو. د ټولو دې یې مبارک وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ظاهري ښایست یې څه کوې دروېشه!
په زړه تور لکه رانجه وي ځینې خلک
دروېش درانی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دوی به په کومه خوله تپوس د خپلې وينې وکړي
دا چې په خپلو قاتلانو عاشقان دي خلک
رياض تسنيم -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پړانګانو پر ښکار فلم لیده.پړانګان په هوسۍ پسې وي فلم دومره اغېز کړی و چې که هوسۍ به خطا شوه ورته ناست لیدونکي به خوابدي شو چې پړانګ هسې ستړی شو.هوسۍ ته نه ګورو پړانګ وژل کوي هوسۍ هسې څریږي.فلم جوړونکي راته له پړانګه اتل جوړ و که یې هوسۍ اتله وای بیا به مو هغې ته زړه خوږېده.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په یوازېتوب کې هم یوازې نه شوم
فکر مې
منطق وايي
زړه مې منطق نه لري
شور یې جوړ دی.
دريا خان -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
رونالدو په خبري کانفرانس کې د مېز له سره د کوکاکولا بوتلونه لیرې کړل او خبریالانو ته یې وویل اوبه وڅښئ. کوکاکولا د اروپایي اتلولیو له مالي ملاتړو دی خو رونالډو روغتیا پرې غوره وبلله. اوبه د روغتیا لپاره تر هر څه ښې دي . بوره لرونکي بازاري څښاک لکه سېګریټ د روغتیا دښمنان دي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کوونکي نن بیا په ننګرهار کې په نخښه شوي او برید پرې شوی. یعنې ماشوم مو باید فلج وي که لوی یا لویه شوه لوستی و بیا به یې په هدفي وژنو کې نه پرېږدي. دا مو ټولوژنه او ختمول نه دي نو څه دي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د حمدالله ارباب انځورګري عالي او لږ تر لږه د ولور او د لوڼو په وړاندې نظر یې په موږوالو کې کمساری دی. له کله چې یې دیپلوماتیکه دنده موندلې فېسبوک کې پرې پرله پسې نقدونه روان دي. ته وا څومره فرهنګي اتشې به مو د دوی نظر او هنر ولري چې له ده شاکي یوو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د سیمې مخکښ لرغونپوه پوهاند محمد رسول باوري د کورونا ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.
روح دې یې ښاد وي جنتونه یې نصیب شه.
له کورونا ځان وساتئ کورونا مو نه پرېږدي. ټولنیز واټن، ماسک تړل او لاس مینځل خو مو په وس کې دي؟. تر پښېمانۍ احتیاط غوره دی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نوم یې زما عکس یې د نوروز منګل. فېسبوک کې جعلي اکاونټونه ولې خلک جوړوي؟ که د جعل لپاره وي نو نور خلک یې ولې د ملګرتیا بلنه مني ؟ ایا دا کار د جعلکارۍ هرکلی او تایید نه دی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پر تلويزيون مې رپوټ ليد وايي فضا ته دوه شتمن د چکر لپاره ځي،څو کاله وروسته به يې بيه کمه شي او بيا به د مځکې پر سر د گرځېدو پر ځاى ځوانان فضا ته د سياحت لپاره ځي. موږ به شايد هغه وخت هم په دې خبرې کوو چې کومه ولسوالي د چا په لاس کې ده، او کورونا شته که نشته. که به بل حال وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د چا چې کوم کار بند وي په فېسبوک کې اعلان وکړي کوم یار دوست شته چې کار مې په دې یا هغې ادارې کې بند دی.که کار مشروع وي دوست ته ولې اړتیا پېښېږي؟ که ادارې د ناپېژندویو کار نه کوي دلیل یې څه دی؟ یوازې د دوستانو په چوپړ کې دي؟ له نورو که شکایت پرېږدو خپله د دې چارې حل ته څه کولی شو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا ودانۍ دغزني په مقر کې پاچا امان الله خان جوړه کړې وه په جنګونو کې زیانمنه شوې وه اوس بیا په هغه بڼه ورغول شوه. د سل کاله پخوا افغان معمارۍ ښکلا په اوسنیو ودانیو کې لیدلی شئ؟ زموږ په ذوق، له وطن سره په مینه او نورو کمالاتو څه وشول؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کورونا له امله چې ورته ووایې لږ پام کوه ټول وایي پام پام دا خبرې ونه کړې چې زموږ کار او روزګار خرابېږي. خو چې د کرنتین خبره نه وي اتیا سلنه وایي موږ کار روزګار نه لرو. د بې روزګارۍ له امله غرق یوو.
حقیقت څه دی ۸۰٪ افغانان کار لري که یې نه لري؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په زابل کې یوه ډله مېرمنې د قابلګۍ له روزنې فارغې شوې دي. د میندوارۍ پر وخت د مور او ماشوم مړینه لا هم زموږ په جنګ ځپلو او وروسته پاته سیمو کې ډېره ده، که لا ډېرې قابلې ولرو لا ډېرې میندې به وژغورو. ستاسو سیمه کې یې څه حال دی قابلې شته که د زیارت په خوردې کار چلوئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۴کاله وړاندې په همدې نننۍ ورځ،کابل کې لویه چاودنه وشوه چې زموږ د دفتر د یوه کارکوونکي نذیر جان په ګډون ۱۵۰ افغانان پکې شهیدان او په سلګونو نور پکې ټپیان شول.زموږ مړینې په عددونو بدلېږي او هېرېږي. ته وا موږ له وینې او غوښې نه بلکې له اوبو او سمنټو جوړ یوو؟ نه نوم نه یاد څلی😢
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا په کندهار کې د احمد شاه بابا د مور ، زرغونې انا مقبره ده، زموږ د یاد وړ نوم باید په هدیرو کې هم بې مرمۍ پاته نه شي.️😔 په تېرو څو کلونو کې ډېر خراب شوي تاریخي ځایونه بیا ورغول شول چې د زرغونې انا مقبره ولې نه رغېږي، په نا امنه سیمه کې ده که د چا په یاد نه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کورونا په تړاو تر دې عکس ساده او روښانه پیغام بل نشته.کورونا جدي ده دا د فېسبوک «د ورپېښې ناروغۍ» له امله مړینې که حساب کړئ هم پوهېږئ چې دې نوې څپې بد حال جوړ دی. واکسین وکړئ که ممکنه وي ، ټولنیز واټن، لاس مینځل ، ماسک تړل او تر خپله وسه په کور ناسته د حل لار ده.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پښتو ورځې په تړاو د فېسبوک له حافظې دا خبره بیا کوم:
«فېسبوک ته مخپاڼه ویل داسې په غوږ رالګېږي لکه د چا نوم چې سپین ګل وي او په فارسي کې یې سفید ګل وبولي یا انګریزي کې وایټ فلاور.
ژبه په دې نه غني کېږي چې هر څه ته خپل توری ولرو »
د ژبۍ پیاوړتیا ته څه پکار دي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
انسټګرام خپلو کاروونکو ته دا انتخاب ورکوي چې پر عکسونو د خلکو د لایکونو نښه پټه کړي.وايي ډېر خلک لایکونو خوار او زارکړي،پیغام رسول مهم دي که د ګڼو کسانو د لایک نخښه؟ضرور نه ده چې که چا یو څه پر خواله رسنیو لایک نه کړل نو پیغام یې نه دی ترلاسه کړی.فکر کوئ لایک مهم دی؟که هو ولې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا مو نورستان دی، یو ځای مې ولوستل چې د اختر په درې ورځې اوربند کې اووه زره کورني سیلانیان ورغلي وو. ښه نو که تلپاتی اوربند او سوله وي نړیوال ګرځندوی به څومره ورمات وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
باران ورېده د موټر له هیندارې مې دغه عکس واخیست. جنګ یې رایاد کړ، جنګ ، ژوند همداسې ناڅرګند راښیي د هغو چې پکې ګټې خوندي وي دا ناڅرګندتیا ورته هنري تابلو ښکاري هغوی چې ترې کړېږي دا ورته هنر نه فساد ښکاري. ستاسو اخیستنه ترې څه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
بوره د ډېرو ناروغیو مور او پلار ده. دا مخکې له ډوډۍ او وروسته له ډوډۍ اعلانونه که منئ یو ځل دې عکس کې د بورې کڅوړې ته هم وګورئ چې څومره ورسره نوش جان کوئ. څوک چې د شکرې له ناروغۍ یا له چاغښته ځورېږي دغه عکس باید بیخي پر دېوال راوځړوي. تجربه مو څه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ۲۰۱۹ کال کې د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان توکي سعودي ته لېږل شوي وو په ۲۰۲۰ کې افغان صادرات نژدې۲۹ میلیونه ډالره وو.په ریاض کې افغان سفارت وایي سږکال به نژدې ۴۳ میلیونه صادرات سعودي ته افغانستان ولري.یعنې کال په کال ښه شوي یوو نو که سوله هم شوه څه حال به وي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د هرات صنعتي پارک چې۴۰ زره افغانان پکې کار کوي.د برېښنا تګ راتګ،دګاونډیو هېوادونو له خوا سبسډي شوي مالونه چې افغانستان ته لکه سېلاب ورخوشي وي،د نا امنیو ګواښ او له نورو خبرو سره سره چې بیا هم افغان سوداګر پانګونه کوي او افغانانو ته د کار موقع برابروي،ته وا تر دې غوره کار بل شته؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ولسمشر غني وايي د افغانستان ۵۸ سلنه مامورین تر ۴۰ کاله یا ترې لږ عمر لري او دا هغه ځوانان دي چې ښې لوړې زده کړې یې کړې دي.
په دې حساب ښايي د نړۍ تر ټولو ځوان دولتي کاري ځواک زموږ وي. ډېرو ویل کار ځوانانو ته وسپارئ، دا چې سپارل شوی فکر کوئ سم روان یوو؟ عیب او ګټه یې څه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مېرمن نسیم ولي د باچا خان انږور وفات شوې روح دې یې ښاده وي. دا یوازینۍ پښتنه وه چې د یوه لوی سیاسي ګوند مشري یې کوله. د لسګونو زرو سړو جلسې ته یې وینا کوله او لارښوده یې وه. په خپل عمل یې ثابتوله چې که په پښتنو مېرمنو باور وشي او موقع ورکړل شي تر هېچا کمې نه دي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د برېښنا د ستنو نړول به نو د چا پټ يا ښکاره درد دوا کړي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زموږ د اوربند شوي اختر د لومړني سهار هیله. راته ویې لیکل: ٬٬ تر اوسه هر څه سم دي خدای دې کومه لویه پېښه نه کوي،،
په همدې هیله بیا مو هم اختر مبارک ، ناروغ مو روغ، خپه مو پخلا او سور رنګ مو د نکرېزو. ستاسو لور ته اختر څرنګه دی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
اختر مو مبارک، د تلپاته سولې او خوښیو یې کړې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کرکیلې د خرابوونکو حشرو د له منځله وړلو دغه درمل په چین کې جوړېږي خو جواز لرونکی یې افغان سوداګر دی نو پر کڅوړه لیکل یې په پښتو دي چې موږ ټول پرې پوه شو. چې شعور وي د چین په کارګر هم پښتو لیکلی شې کنه نو په وطن جوړ تولید کې به یې هم نه وینې که داسې نه ده؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
يوه چينايي ميين خپل ماشوم په ١٧ زره ډالرو پلورلى چې له خپلې نوې معشوقې سره په چکر لاړ شي.ماشوم يې له هغې مېرمنې و چې ده طلاق کړې او محکمې د طلاق په قضيه کې ماشوم پلار ته ورپرې اېښى و.که له مور سره ماشوم واى ته وا هغې به له خپل ميين سره د چکر لپاره پلورلى و؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د فرانسوي اتل! ناپېليون ٢٠٠ تلين دى. وايي فرانسويان اوس سره وېشلي دي چې ناپېليون اتل و که جنگسالار.مطلب د ټوپک او تورې د اتلانو عمل نامه يوه نه يوه ورځ سپړل کېږي. غوره هغه دي چې د انسان د ژوند ښه کولو په پار يې خولې بهولي نه هغه چې د وينې بهولوپه مټ اتلان شوي، که څرنگه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خپل تولید ګل تولید
د ننګرهار زیتون او د کندهار د انارو او نورو مېوو شربت. ګټور او د وطن له خاورې. کله مو کارولي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کفر له شرمه لکه شمه د محراب شو ويلې
اهلې ایمانو عجیبه مسلماني کوله!
#درمل -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۴۳ کاله وړاندې په همدې ورځ ارګ کې ولسمشر داود خان ووژل شو لا تر اوسه نه د ټوپک زړه تش شو نه د افغان وینې بهېدل ودرېدل. چې مېنې ته به مو کله بېرته مینه راستنه شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خوشال بابا فرمایل: پښتنې په قامت سترې نه دې څه دي.؟همکار مې رحیمزي صاحب دا ویدیو خپره وه او راویې لېږله. دا نظم له درد او مایوسۍ ډک دی کاشکې مو ماشومانو د دې پر ځای هیله بښوونکي نظمونه لوستی خو د دې لورکۍ او ورته ولاړو خوږو لیدلو ، لوستلو او جرئت خوښ کړم.
د سولې او پوهې په هیله -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دې ته مه ګوره چې تاسره نفرت لري که حسد
ستا خو دین د مینې دین دی مسلمانه مینه وکړه
دا جنګونه دا مرګونه نفرتونه نفرتونه
مینه وکړه وه انسانه، وه انسانه مینه
وکړه
سید شاه سعود -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن په اکسوس کتابپلورنځي کې له نورو کتابونو سره زما دغه څلور کتابه هم له ۳۰٪ تخفیف سره موندلی شي
@aksosbookstore -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د روژې په لومړنۍ اوونۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون له شمېرو سره سم په کندهار، ننګرهار، فراه او پروان کې ۳۹ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي . په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم وو. انسان به څه ووايي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا لوښی که مات شو د پینې نه دی
زړه د مینې ځای دی د کینې نه دی
صدیق الله بدر -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د سینوهه پښتو ژباړونکي ډاکتر محمد عیسی ستانکزي په اروپا کې له خپل ټول بوخت ژوند سره سره دا دی یو بل پنډ او خورا مهم کتاب په پښتو ژبه وژباړه.د بشر راتلونکی تاریخ د نوح هیراري مهم اثر دی چې ډاکتر صاحب یې ژباړه بشپړه کړه. ځینې برخې یې تاند وېبپاڼه خپروي
taand.com/main/?p=181292 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
شپږ کاله وړاندې مې له استاد ومان نیازي سره پر خپلو کیسو او هغه وخت پر نوي چاپ شوي کتاب د ازادۍ رادیو په یوه ادبي خپرونه کې مرکه کړې وه، نن مې وموندله، وامې ورېده. که مو لا اورېده. لومړی پکې خپله لنډه کیسه ښکلا لولم بیا راسره استاد نیازی مرکه کوي
soundcloud.com/emal-p/mtb4ycjz1ujn -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
مينه
تا ويل مينه نه مري
لکه د سيند بهيږي
په سمندر گډيږي
خو زه ډارېږم
موږ شگلنې پلنې دښتې لرو.
دريا خان -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په وطن کې چې څوک نوې دنده پیلوي نو پر څوکۍ یې کښېنوي نور مشران کشران چکچکې او دعا ورته کوي.زه د دې دود په منطق پوه نه شوم نه مې بل هېواد کې داسې دود لیدلی. که نیت دا وي چې فساد ونه کړي او بریالی واوسي نو لطفآ راته ویې وایاست چې له دومره چکچکو او دعاګانو وروسته یې بیا پایله څه وه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوی،قطر او ملګرو ملتونو په مشرۍ به د استانبول د افغان سولې کانفرانس د اپریل له ۲۴مې د مۍ تر څلورمې نېټې پورې ترسره کېږي.
د سولې په هیله چې اختر بیا سم اختر شي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د روژې په میاشت کې عموما د خلکو تر منځ په نه خبره جنګونه ډېر وي،د روژې فلسفه د لا ډېر زغم او مهربانۍ غږ کوي. په کور کې په پخلي او کار بوختې میندې،خویندې او مېرمنې باید درک شي. د خولې او ټوپک د ډزبندۍ، د سولۍ او ورورګلوۍ په هیله دې د روژې پل بختور وي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښکلیو ته اظهار د مینې زړه اوبه کول دي
ګرانه ده ښکلا ته د عشق ژباړه لکه شمع
اوس چې مې د خپلو جلوو خوا کې لیدای نه شې
بیا مې د تیارو په زړه کې غواړه لکه شمع
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان او برتانیا تر منځ واټن څه باندې ۵۸۰۰ کیلومتره دی. د برازیل او لندن تر منځ څه کم ۹۰۰۰ کیلومتره دی. دا هندواڼه له برازیله لندن ته رارسول شوې چندان خوند یې هم نه و او بیه یې شاوخوا پنځه ډالره وه. ستاسو په ګومان ولې زموږ مېوې دې بازار ته لار نه مومي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په خوست کې ښوونکو کاربندي کړې وایي ښوونځي تر هغو نه پرانیزي چې له دوی سره د کور لپاره ژمنه شوې مځکه ورنه کړل شي. احتجاج یې حق دی د کور لپاره مځکه هم باید ورکړل شي خو دا لانجه له حکومت سره ده له ماشومانو سره نه.نو ولې ماشومان له زده کړو محروموي؟ ایا د احتجاج بله لار نه وه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
تېر کال افغانستان د ۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران یوازې هند ته صادر کړي و. دا څو کاله کېږي افغان زعفران د معیار له پلوه د نړیوالو په نظر اول نمبر دي. ستاسو په سیمه کې کرل کېږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خوشال بابا له پښتنو ګیله من و او فرمایل یې:
باچهي يـې د مغل په زرو بايله
د مغل د منصبونو په هوس دى
اوښ له باره په خپل كور كې ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دى -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په مرکزي ولایت دایکندي کې د برېښنا کوچینی بند جوړ شو چې ۷۰۰ کېلوواټه برېښنا تولیدوي او ډېرې مځکې به خړوبې کړي.
داسې واړه بندونه دې لا ډېر شي. ستاسو ولایت کې دغسې امکان شته که هو غږ مو کړی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د یوه انګریزي شعر ژباړه:
په هغو شپو ځان ستایم
چې تا نه یادوم
په هغو شپو ځان غندم
چې ورځ مې ټوله ستا په فکر کې وي
په پای کې ته یې، لا هم ته یې
ته مې د ژوند...
د ښو او بدو تله. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي دا کندز او په کندز کې د چهاردرې ولسوالي ده. همدلته زېږېدلی یم خو هغه وخت ترې تللی یم چې حافظې لا څه نه خوندي کول. سوله دې شي ته وا څوک به داسې ځای خاپوړي نه کوي او په خوند به پکې نه رغړي؟
عکس د ښاغلي سعید زابلي له فېسبوکه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
تېر کال په افغانستان څه باندې یو ټن ورېښم تولید شوي. نړیوال بازار کې یوه کېلو ورېښم ۵۵ ډالره ارزښت لري. جوزجان، ننګرهار،هرات او بلخ د ورېښمو د تولید لوی مرکزونه و.
ښې خبرې ډېرې د وطن کړې -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ټوله پکتیکا کې یوازې ۹۸ ښوونکې شته خو اړتیا ۱۲۰۰ ښځو معلمانو ته ده. که نجونې درس ونه وایي څرنګه به دا ۱۱۰۲ نورې ښوونکې په پکتیکا کې ومومو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په لوګر کې د پوهنتون نوې ودانۍ. بس چې یو څه ونې هم شاوخوا کېږدي نور نو عالی ودانۍ ده.
تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي ویې منئ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا افغانان د بادغیس په ولایت کې د پستې نیالګي ږدي. دغلته یو وخت د پستې ځنګلونه وو چې وحشي جګړې او جګړه مارو لولپه کړل. د سولې او بیا ښېرازۍ په هیله
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پېړۍ وړاندې په همدې ورځ د خدايي خدمتګارو بنسټ کېښودل شو د عدم تشدد غږ پورته شو.خو نن بیا په هغه خاوره چې باچا خان پکې خاورو ته سپارل شوی یوه بله مېرمن ووژل شوه.په تېرو ۳میاشتو کې ۳۷ افغان مېرمنې په هدفي وژنو کې په نخښه شوې. په دې خاوره ان د دښمن پر ښځو برید نه کېده،چې څه راوشول؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دملي لوبډلې روزونکی کروزنر له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې له زمبابوې سره پر لوبو غږېږي.ولې یې کپتان په اووم نمبر لوبېده،چا لوبډله غوره کوله،پیچ چا جوړاوه؟نن د کابل پر وخت شپږ بجې له شمشاد تلویزیونه، پېښور کې پر مشرق تلویزیون او د بي بي سي پښتو پر یوتیوب، فېسبوک
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د فوټبال نړیوال جام ګټونکی مخکینی فرانسوی لوبغاړی ټیرې هانري وایي خواله رسنۍ ځکه پرېږدم چې کاروونکي یې له توکمیز تعصب او نورو بدو ردو ډکې خبرې کوي راشه زموږ غاړې ته.ولې انسانان ځان ته دا حق ورکوي چې پر فېسبوک او ټویټر یو بل وکنځي؟د نیوکې حق هر څوک شاید ولري خو د ادب په چوکاټ کې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۲۹ مه د کندهار پوهنتون ريس پوهاند حضرت مير توتاخيل راته وويل: «په ارزگان کې ٩٠% ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.»
دا دی نهه کاله واوښتل د هغه وخت ماشومان زلمکي او ژڼي به اوس ځوانان وي. د نن ماشوم د سبا رهبر دی،په ۲۱مه پېړۍ کې نالوستی مشر د منلو دی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان د ملي احصایې دفتر وایي په تېرو ۲۰ کلونو کې د وطن نفوس له څه کم شل میلیونو اوس څه باندې ۳۲ میلیونو ته پورته شوی دی. دا له دې ټولو جګړو او بدبختیو سره سره د نفوسو خورا چټکه زیاتېدنه ښیي. زېږول به یې اسانه وي خو ته وا پاللو، روزلو، تعلیم او روغتیا ته یي هم پام کوو؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په افغانستان کې د یوې ملي پروژې په جوړېدو چې څومره خوښي کېږي، اتڼونه او زيري وي ګومان نه کوم د نړۍ بل هېواد کې یې ساری ووینو. په ویجاړیو مو ویر هم تقریبآ همداسې درواخله. سړی حیران شي چې په وطن داسې میین ولس څرنګه دا دی نژدې نیمه پېړۍ له جنګ او ورور وژنې نه خلاصېږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
می را چې لاهـو کړو مزاحـم فـکر
غم که مې غمخور لرلای غم څه و؟
#غزلبڼ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
میسې د کال ۱۵۰ میلیونه ډالر معاش لري دا شوې د اوونۍ څه کم درې میلیونه، د ورځې ۴۱۴ زره ډالره د ساعت شوې څه باندې ۱۷ زره ډالره او د ثانیې شوې ۲۸۷ ډالره.
دا انصاف بولئ، بخت یې ګڼئ که د دنیا حماقت چې د فوټبال ستوري دې په ثانیه کې هغومره ګټي چې ځینې یې په ټول کال کې نه شي ګټلی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یعنې په ماشومانو کې هم باید اول هلکان کېنې بیا نجونه؟ له همدې عمره یې د دویم کلاس په ذهنیت روږدي کوي ډېره بده نه ده؟
عکس له صفي الله ناصري صاحب نه په مننه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په هند کې د لوړو زده کړو موقع لطفا دوستان هم پرې خبر کړئ سر له اوسه غوښتنلیک ورکولی شئ. په یاد ولرئ چې تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي، لطفآ لېنک پرانیزئ
a2ascholarships.iccr.gov.in -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خځلو ټوکرۍ به جوړه کړې خو په خلکو به ټوکرۍ کې خځلې وانه چوې.
دا عکس انجینییر صاحب زهیر خپور و وایي جلال اباد کې د یوه پارک دی. د مالټو پوټکي او د خځلو دغه ټوکرۍ څومره سره لیرې دي چې د ښار دغو اوسېدونکو نه شوای کارولی؟ دلیل به یې څه وي بې غوري، لټي او که خپل ښار خپل کور نه بلل؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په برتانیا کې نن سبا سرشمېرنه روانه ده. فورمې ان لاین دي که څوک یې وغواړي د کاغذ فورمه هم ورلېږي که چا پکې برخه وانه خیسته یا یې غلط معلومات ورکړل تر زرو پونډو پورې جریمه کېدای شي. برتانیا میشتې افغانان دې یې نه هېروي. په دې هیله چې وطن کې هم سرشمېرنه ووینو.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
زما د یوې نوې لنډې کیسې له یوې برخې: «.... وروسته پوه شوم چې هېڅ شی هغومره غټ نه دي چې موږ یې ګومان کوو، دا موږ کوچیني یوو چې نور راته غټ ښکاري.»
همداسې نه ده؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
امازون شرکت په لندن کې خپله لومړنۍ هټۍ پرانیسته.د ورننوتو پر وخت دې د اپ له لارې پېژني،څه چې اخلې وایې خله پیسې دې له بانکه ورځي.دوکاندار نشته هر لور ته کامرې دي.دنیا بدلېږي،دکار بڼه بدلېږي،که له پیتاوي سر راپورته نه کړو یو وخت به خلک دهېڅ ډول کار وړتیا په موږ کې نه ویني. منئ یې؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د پښتو هره لهجه خوږه ده خو د ځینو خوستیانو خبرې لکه ایټالیایي ژبه سمه دمه موسیقي ده دا متل په خوستۍ لهجه ولولئ د وردګو خبره کاپیر خوند کا:
په خپله مې مالو کړې
و ځون ته مې بالو کړې
پر تاسو کومه لهجه ښه لګېږي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د دريا خان شعر
مين
د بام له زۍ
څڅېدلې اوبه
کنگل شوي
ورته گورم
خلک وايي په طبيعت میين يم
زه يې ويلې کېدو ته
شېبې شمارم
تا ويل په پسرلي کې راځې. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د افغانستان بانک وایي د۲۰۲۰ کال په ترڅ کې د ۱۹۴ میلیونو ډالرو په ارزښت افغان توکي د الوتکو له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. وایي هیله مو دا ده چې سږ کال دا الوتنې لا ډېرې شي.
بهر ته کوم افغان تولید یا حاصل لېږلی شو؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خوست په باک ولسوالۍ کې سړک جوړېږي، په پساره کوچنی خو په دې خړه ځمکه دغه تکه توره کرښه څه یو خوند کا؟ لکه مځکه چې مو خپلو اوبو ته تږې ده ټول هېواد مو د خپلو مټو کار ته سترګې په لار دی.یا ربه سوله او همت
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
څو ورځې وړاندې جلال اباد کې د کتابونو نندارتون و . اوس راته د کوټې تکتو کتابپلورنځي وویل چې په ژوب کې هم د کتابونو نندارتون و چې په سلګونو کتابونه پکې وپلورل شول. ستاسو ښار کې د کتابونو وروستی نندارتون کله و؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
خواخوږي
( دریا خان)
وزرونه یې وروتړل
د پنجرې ور یې پرانیست
ویل یې
زه مې مرغۍ خپلواکه ساتم. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په مورنۍ ژبه د زدکړو هیله او غوښتنه د ټولو حق دی، حق په غوښتلو موندل کېږي په ګیلو او خوابدۍ نه، که بله لار درمعلومه وي ، ویې لیکئ
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښاغلي محب الله شریفزي د عکاسۍ پر هنر کتاب لیکلی دی چې زما په فکر په پښتو ژبه ښايي د دغه مسلک یو ه له لومړنیو هڅو وي. کور یې ودان او په دې هیله چې هر ځوان د خپل مسلک په تړاو پوهه په همدې بڼه له ولس سره شریکه کړي. له نورو یې مه غواړئ چې راته ویې لیکه خپله لاس په کار شئ.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خوشال بابا تلین دی، هغه څلور پېړۍ پخوا لا د پښتنو له ناخبریو سرټکاوه چې کله به خبرېږي؟
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
په یوه ژبه ویل سره پښتو کړو
ولې هیڅ نه شو له یو بل خبردار -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سترګې لېمه ورځې باڼه پښتانه
څنګه یو ځای شول پښتانه پښتانه
حمزه بابا
@JAfridi10 @PeshawarZalmi @rashidkhan_19 @Mujeeb_R88 @afghcricket @adilshahzeb -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د حمزه بابا تلین دی هغوی نه پوهېږم تر څه یا کوم وخته فرمایلي:
سترګې ،لېمه،وروځې، باڼه پښتانه
څنګه یو ځای شول پښتانه پښتانه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
کرکه یوازې له کرکې پکار ده. هره ورځ مو شه د مینې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وايي په افغانستان کې د ۲۵ میلیونه نیالګیو د کېنولو هڅه پیلیږي. هر کال په میلیونونه نیالګي کېښودل شي خو څومره یې د پسرلي تر پایه لا پاتې وي؟ ولې څوک نیالګي نه شي پاللی؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نوین الحق به د انګلنډ له لېستر شایر سره لوبېږي. عالي خبر دی چې له ورو بالرانو وروسته مو تېز بالران هم اوس نړیوالو لیګونو کې ځلېږي ، بس چې منډه جوړونکي مو هم بازار ومومي نور کار جوړ دی
www.bbc.co.uk/sport/cricket/56040023 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په پېښور کې:
@KitabKor
کتاب_نوم مفسد
#ليکوال ايمل پسرلى
#بيه 350
#ترلاسه_کولو_درک دوکان نمبر 8 شيخ ياسين ټاور ارباب روډ سټاپ يونيورسټي روډ پېښور
#ټيلفونشمېره00923319801600
#ډاک_سهولت شته -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۳۳ کاله وړاندې همدا نن د فبروري پر ۱۱ مه پوهاند ډاکټر سید بهاو الدین مجروح د پېښور په شاهین ټاون کې د پولیسو له تاڼې سره نژدې وسله والو شهید کړ.
روح دې یې ښاده وي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یعنې ژوند یوه چینه ده چې بهېږي
یعنې موږ یوو د چینې په غاړه تږي
#ممتازاورکزی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د شاتوت بند به د کابل ځینو اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي، په زرګونو هیتکاره مځکه به خړوبه کړي، د مځکې لاندې اوبو زیرمو سره به مرسته وکړي او په لیدو به یې طبعآ ټول خوند اخلو، د اباد وطن په هیله
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
۵۰ ټنه وچه مېوه نن له کابله د کاناډا په لور وخوځېده چې د ګاډو او بېړیو له ۴۰ ورځني سفره وروسته به خپل منزل ته رسېږي. وایي دا لومړۍ جوپه وه. ژوند دې وي لا به ډېره شي تاسو یې کړئ امین
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د چارواکو په وینا په افغانستان کې له وېشل شویو ۳۴ میلونو څخه۲۲ میلیونه تیلي فوني سیم کارډونه فعاله دي او نژدې ۱۳ میلیونه افغانان اینترنیت کاروي. لږ دي که ډېر؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کابل او تهران تر منځ د شوي پخواني تړون د عملي کېدو چاره ایله د کمال خان بند پر جوړېدو ممکنه شوه.تر اوسه اوبه بې اندازې ایران ته بهېدې اوس به له تړون سره سمه کچه ورځي. نو افغانان د یوه ایراني چارواکي خبره د یزید کار نه کوي چې پر دوی اوبه بندوي. ایله مو خپله برخه خوندي کړه
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له تاشکنده تر کابله له کابله تر پېښوره د اورګاډي د پټلۍ جوړولو نیت او هوډ شوی. که تاپې او کاسا زر پروژې هم بشپړې شي افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا په داسې نښلوونکي سړک بدل شي چې بیا به یې ناامني د چا په ګټه نه وي. نو ته وا په څو کلونو کې به دا هیله عملي شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دې ۱۰۰ کلن سړي له کورونا سره د مبارزې لپاره د برتانیا د روغتیا ملي ادارې ته تېر کال ۳۳ میلیونه پونډه ټول کړل نن خپله په یوه روغتون کې له کورونا ومړ.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په امریکا کې د لوړو زده کړو موقع
د غوښتنلیک لپاره دوې نورې اوونۍ لا شته. بخت وازمویئ او دوستان هم خبر کړئ چې تعلیم به مو د سیالانو سیال کړي. نور معلومات له دې لېنک څخه ترلاسه کړئ
af.usembassy.gov/fulbright-program-open/ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ارزګان کې یو خصوصي تلویزیون لاس په کار شوی. د پیوستون په نامه دا کانال به لومړنی وي چې له لیرې پراته، جنګ ځپلي، هېر شوي او بې وزله ارزګانه خپرونې کوي. د دوی د بري او د سولې په هیله
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د کندز په جنګ ځپلې دشت ارچي ولسوالۍ کې به دغه کانال ۱۶۰ زره جریبه مځکه خړوبه کړي. سوله دې شي کار او زیار به لا ګړندی شي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د نړۍ په ډېرو ښارونو کې د بایسکل لار پر سړکونو جلا شوې وي. دا دی د کندهار ښاروالۍ هم دغه نېک کار وکړ په دې هیله چې سایکل چلوونکي ډېر او سفر یې خوندي شي. د افغانستان بل ښار کې هم شته؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې د ملي ګټو خبره شي هوښیارو ولسونو ته اشارې کافي وي خو نور به چوخې چې په خپله ګټه او تاوان پوه شي. ته وا بیا به یې هم سر خلاص شي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له یوه کوره درې کتابه
زما د ورېرې هیلې پسرلۍ لومړنۍ داستاني ټولګه
د هیلې د ترونو اجمل پسرلي نوې ټولګه
او د همینګوې د کیسو ژباړه او شننه د عصمت څاروان په زیار
دا درې واړه کتابونه سروش خپرندویې ټولنې چاپ کړي، باوري یم له لوستو به یې خوند واخلئ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د مفسد په نامه ناول مې همدا نن په کابل کې د اکسوس خپرندویې ټولنې چاپ کړ.
راته وویل شول چې ډېر ژر به ولایتونو ته هم درشي.
بــــيـه: ۱۷۰ افغانۍ
رسونه: په كابل كې تر كور او كار ځایه ۳۰ افغانۍ
پتـــــه: د دهبوريو پارك جنوبي دروازې ته مخامخ
شمېرې : +93 202504652 @aksosbookstore -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د سیګار یو رپوټ ښيي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې پیسې ایستل شوې دي،یو کال ترې ۴ نیم میلیارده ډالر وتلې وې.د نغدو پیسو د کشف ماشینونه هم ورته ولګېدل خو چا ونه کارول. څوک ملامت،هغه چې پیسې باسي،چې نه یې نیسي اوکه هغه چې د دغو پیسو وروړونکو ته یې غېږ پرانیستې
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو چا راڅخه د پښتو یاګانو پوښتنه کوله شپږ میاشتې وروسته یې دا اوس راته ولیکل: «زړه مې غواړي چې یو چسپکی ماین دې پنځه یاګانو ته کېږدم»
خوښ په دې شوم چې په دغه ارمانجنه جمله کې یې یاګانې سمې وې. خیر که تاوتریخوالی یې درلود. ستاسو هم دغسې له یاګانو زړه شین دی؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په فرانسه کې یوه کلیوال محکمې ته شکایت کړی چې د ګاونډي چرګ یې هر سهار له خوبه باسې. له بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې د چرګ بانګ او د غوا رمباړې د طبعیي ژوند برخه ده باید ویې زغموو.
تاسو که له شور او ځوږه د شکایت کولو حق لاره، له څه به یې کوئ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې هغه مېوې چې پخوا نه وې کرل شوې وازمویل شوې او بریالۍ وې، لکه کیله، خرما او ام. اوس مې ولوستل چې په کندز کې د املوکو ونې هم کرل شوې او ښې غوړېدلې دي. پخوا په کندز کې املوک نه و. سږ کال یې د ۱۰۰ ټنه املوکو حاصلات لرل.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
که کمپیوټر دی که کرېکت یو وخت به واړه له زاړه زده کول اوس دې زاړه له واړه زده کوي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن د باچا خان تلین دی، باچا خان پر عدم تشدد ټینګار لاره ، ولس ته یې تعلیم غوښت او په خپلو پښو د درېدلو لارې یې ښوولې. هغه څه چې تل یې اړتیا لرو او لرله مو. روح دې یې ښاده وي، دغه عکس یې تر نیمې پېړۍ هم د ډېر پخوا دی چې په کندز کې و، شاید زموږ کور دی چې پلار مې هم پکې ښکاري.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سږ کال له کندهاره د اتو میلیونو ډالرو په ارزښت انار نورې نړۍ ته صادر شوي. کندهار سږ ۲۰۰ زره ټنه انار کړي وو خو یوازې ۳۵ زره ټنه یې صادر شوي بس چې لارې سمې خلاصې او سوله وي نو څه حال به وي؟
عکس د پژواک خبري اژانس -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د هرات له ولایته د تېر کال په ترڅ کې د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت زیره د نړۍ ۱۲ هېوادونو ته صادره شوې ده. قزاقستان، جرمني، امریکا. متحد عرب امارات، ترکیه، سویډن، اتریش ، بنګله دېش، ایران، کویت، عراق او سعودي ته د افغانستان زیره ورغلې. سوله دې وي افغان توکي به هر ځای ووینو
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
څو ورځې وړاندې مې د سېګریټ نه څکولو په تړاو د برتانیا د ملي روغتیایي ادارې خبر خپور و چې ویل یې سږي ختموي ساه اخیستل سختوي او نه یوازې ستاسو بلکې د هغو عمر هم لنډوي چې ستاسو د سېګریټو لوګی ور رسېږې. نن مې د فېسبوک د یوه ملګري دغه ځواب ولید دومره یې خوښ کړم چې حد نه لري
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یوه څېړنه ښیي چې له کورونا رغېدلی انسان پنځه میاشتې وروسته بیا هم پرې اخته کېدای شي. مطلب که ترې روغ شوې بیا دې هم خیر نشته لاس مینځه، له خلکو په واټن کې اوسه او ماسک تړه.
دا یې قبالې په چا یې ته منې؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
وایي دا د سپین بولدک او کندهار تر منځ لاره ده، بس چې د اورګاډي پټلۍ یې هم تر څنګ وغځېږي نو د کټوازیانو خبره اتې غوړي لا غوړ کانه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
سعودي وايي داسې نوى ښار جوړوي چې نه به سړکونه لري او نه به هم موټر پکې گرځي. ټول ټرانسپورټ به د مځکې لاندې وي، او د دې ښار په جوړولو به ٥٠٠ ميليارده ډالره لگوي. که موږ دغسې پيسې لرلى څه مو بايد جوړ کړي واى؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ملګري ملتونه وایي د افغانستان تر نیمایي ډېر اوسېدونکي بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. جنګ فقر زېږوي که فقر جنګ زېږوي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ټیک څلور کاله وړاندې مې د تلویزیون خبریالۍ کتاب په همدې نننۍ ورځ کابل کې اکسوس خپرندویې ټولنې خپور و. وایي پلورل شوی. د خبریالۍ په تړاو که بل کتاب ولیکم څه باید پکې وي، د هغه کتاب څه ښه او څه نه و ښه چې بل یوه کې پام ورته وکړم؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دغه ۱۷۵ ګرامه بېنډۍ له هنده د برتانیا یوې مشهورې مغازې ته راغلي او د همدومره بېنډیو بیه تر یو نیم ډالرو اوړي. یعنې کېلو یې نژدې په لس ډالره. باور وکړئ د کندز د بېنډیو ګرد ته نه رسېږي. سوله دې شي د وطن سابه مو هم په پښو درولی شي. په دې هیله چې دوحه کې خبرې بریالۍ شي.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له کولنګ او کولنګیانو دې په امن وي دا په خوست کې یو نوی پوخ شوی سړک دی
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۲۰۲۱ کال لومړنی چاپ شوی پښتو ناول، وايي پرون په کابل کې حکمت خپرندویې ټولنې چاپ کړ. ډاکټر صاحب حماس ته یې مبارکي وایم. خدای دې یې پل بختور کړي چې سږ لا ډېر پښتو داستاني اثار ولرو
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د برتانیا د روغتیا ملي اداره وایي سېګریټ څکول سږي خرابوي او ساه اخیستل ګرانوي. خلاصه ستاسو او د هغو چې نژدې درسره ناست دي او لوګی یې تنفسوي، عمر لنډوي. د نوي کال په پلمه هوډ وکړئ چې له سېګریټو لاس واخلئ. څوک به یې د پرېښودو ژمنه راسره وکړئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په ۲۰۲۰ کال کې څومره پښتو ناولونه، لنډې کیسې، ډرامې او نور پښتو داستاني اثار چاپ شول او ۲۰۲۱ کال ته څه هیلې دي؟
www.bbc.com/pashto/55498527 -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د هند په اسام ایالت کې د حکومت په پیسو چلېدونکې ۷۰۰ مدرسې د هغه ایالت د معارف وزارت تړي، وزیر یې وایي زموږ د ایالت مسلمانان دیني علما ډېر لري خو ډاکټر، انجینیر او ساینسپوه نه لري. هغومره مدارس باید ولرو چې د جوماتونو امامت ته د علماو اړتیا پوره کړي.
څه پکې فرمایاست؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا مې د نوي ناول (مفسد)دوتنه ده چې ګران سیف الله قیومي پرې خپل هنر کارولی دی. د اکسوس خپرندویه ټولنه یې په جنوري کې چاپوي. له دواړو منندوی یم. کیسه په کابل کې د داسې سړي ده چې دوه انتخابه لري یا به فساد کوي او یا به د فساد په تور نیول کېږي.
@SQayoomi @aksosbookstore -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې که څه هم کورونا کاروبارونه ټکني کړل خو بیا هم په دغه کال کې تر اویا ډېر پښتو داستاني اثار (ناولونه، لنډې کیسې او ډرامې)چاپ شول.تاسو کوم هغه داستاني اثار لوستي چې سږ چاپ شوي؟د کتاب نوم، د لیکوال یا ژباړونکي نوم او دا چې څه و لطفآ راته ولیکئ منندوی به مو یم
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ای سي سي د تېرې لسیزې د غوره لوبډلو د غوراوي په جرګه ګۍ کې یوه رایه زما وه.ما په یو ورځنیو او شل اوریزو کې راشد او مجیب یاد کړي وو خو یوازې د شل اوریزو لوبډله کې راشد ځای وموند. د روانې لسیزې په غوره لوبډلو کې کوم افغان لوبغاړي ته هیله لرئ؟، له همدې شته لوبغاړو یې رایاد کړئ
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له هلمنده بل ښه خبر
وایي په لومړي ځل په دغه ښېرازه ولایت کې د کېلې خوندور فصل لیدل شوی دی. له جګړو دې په امان وي چې د افغانستان مېوه په نړیوال بازار کې وګورو، کیله د هلمند، زیتون د ننګرهار، انار د کندهار، مڼه د وردګو، ځلغوزې د پکتیا، پسته د بادغیس ، خټکی د کندز نور تاسو پسې ولیکئ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
څومره په غربت کې یې را لوی کړي مور
بس چې را زلمی شي په بم والوځي
!
نه پوهېږم د چا بیت دی خو له بده مرغه سم وایي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په هرات کې له لمره د برېښنا د تولیدولو لپاره د دړو جوړونکې فابریکه فعاله شوه. د برېښنا د تولید تر ټولو پاکه لار دې لا بختوره شي. نور کوم افغان جوړ مصنوعات مو نن سبا لیدلي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«هېڅ خبره نه ده» هم تر شا ډېرې خبرې لري، ورپام شوي مو دي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د دوو وروڼو اووه کتابه سروش خپرندویه ټولنه په ۷۰۰
افغانۍ پلوري
پته: سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې، میرویس میدان (کوټه سنګي)، کابل-افغانستان.
0785200212
@soroshkhan -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د هلمند تولید
خپل وطن ګل وطن
هلمند دې په جنګ نه په ښکلي تولید یاد شي -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د اقینې او اندخوی ترمنځ د اورګاډي پټلۍ غځېږي کار یې په بشپړېدو دی. دا خبرې دې ډېرې او ورانکاری دې ختم شي څه یو خوند به وکړي چې په همدې لارې تر عشق اباده لاړ شو او ښه اباد شو ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ودونو ، لويو غونډو ، ښو رستورانونو او هوټلونو ټوله ډوډۍ سړي پخوي. خو چې له افغانانو د پخلي پوښتنه وکړې دا ورته عيب ښکاري چې په کور کې يې خپله ډوډۍ پخه کړې وي، يوازې يې مساپر مني هغه هم په داسې بڼه چې لوى ظلم پرې شوى. زموږ سړي په کور کې له پخلي ولې شرميږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
هنر د هنرمند د تصور زېږنده وي، که یې نه منئ دغه انځور به مو قانع کړي، که نه شوئ قانع د ښکلو هنرونو پوهنځي کې کله داخلېږئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
څاڅکي څاڅکي سمندر شي
په خوست کې د دې ویالې جوړولو کار لا هم روان دی چې وایي په بشپړیدو به یې۱۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه ورسېږي.
سخت خوند نه کا ؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
بېکسیار صاحب یې وایي ورسره منئ یې؟:
“که واورم چې پښتانه په فزیک کې د نوبل جایزه وګټله منم یې
که واورم چې پښتانه یوه نوې سیاره کشف کړه منم یې
که واورم چې پښتون د ناسا مشر وټاکل شو منم یې
خو :
که واورم چې پښتون سیاسي شعور پیداکړ
نه یې منم .” -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دا پل د لسګونو میلیونو افغانیو په لګښت په ۲۰۰۹ کال کې د كندهار ارغنداب پر رود جوړ شو. تېره شپه وسلوالو د دغه پل یوه برخه ویجاړه کړه. چې ګناه به یې څه وه؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ستا تور ټوپک لکه تور نېښ د لړم بار پر اوږه
ته په مخلوق پسې همدغسې ضرر ګرځوې
د قرار ښکلى بيت -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ملاله میوند ننګرهار کې خبریاله وه نن یې شهیده کړه. په کومه ګناه او دلیل؟
هر لوستی او لوستې افغانه شاید د دې ولس د پرمختګ یوه وسیله شي او دا کار د ټوپکمار هیلې خاورې کوي، تر دغه به دوی ته د قتل بل لوی دلیل وي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
«ولور» د لور خور پلورل نه دي نو څه دي؟د ولور ضد غږ د هر انسان فرض دی. راځئ ولور غوښتونکو ته په ښه سترګه ونه ګورو او دا بد دود ختم کړو.که یې نه منئ استدلال وکړئ که یې منئ د ختمولو ښه لار یې یاده کړئ.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ماشومانو لپاره په پښتو ژبه د کیسو او نظم کتابونه لږ دي خو دا دی سروش خپرندویه ټولنه ۲۱ دغه ډول کتابه په زر افغانۍ پلوري. ماشومان مو په کتاب لوستو روږدي کړئ
@soroshkhan -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دوی هر منزل ته په لنډو د رسېدو قايل دي
پښتانه ځکه په سمسور پټي کې لار وباسي
اباسین یوسفزی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نه پوهېږم انځورګر یې څوک دی خو زموږ د ژوند رښتینی تصویر دی،یوه دنیا خبرې لري، څه پکې وینئ؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
دغر سرټمبګۍ او سایکالوژۍ نه د دین کړو نه د دنیا، منئ یې؟
په خوله به جار درته ونه کړم
د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د ټېست لایف یا د ژوند ذایقې په نامه خپرونه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د خوړو د پخولو بڼه ښيي. د اذربایجان په خوړو کې یې د افغانستان جوړ دې دېګ یادونه او ستاینه وکړه. دا دېګونه جلال اباد کې جوړېږي. خوند یې وکړ. وطن جوړ تولید دې لا ډېر شي. نور مو کوم تولیدات بهر صادرېږي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
د خدای په فضل د افغانستان په دې سیمو (هزاره جات) کې نه سړک جوړوونکي تښتول کېږي نه سړک ته کولنګ نیول شوی. خدای دې د ټول افغانستان سړک جوړوونکي او سړکونه همداسې بې ګناه لري. تاسو یې کړئ امین.
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
نن یې تلین دی. د ده تر وژنې به بله واضح بېلګه ښایي نه وي چې زموږ وطن کې قتلونه د پرمختګ او هوساینې مخنیوي ته شوي او لا کېږي. وژونکي ځنګل غواړي مهذب انسان او ژوند یې نه دی راپېرزو. دغسې نه ده؟
انځور د قادر خان هنر دی -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
ښه نو کتاب غلط، شعار غلط، وینا غلطه خو که څه ووایې بیا ناره کړي چې یادونه نه هڅونه کوه.
نو که غلي یوو په دې به د معارف هڅونه او ملاتړ وشي که هغه څه چې دوی لیکلي؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
چې د دغه پله ګناه به څه وه؟ یوه خو یې ما ته معلومه ده : په افغانستان کې نو ولې جوړ و؟
بله یې تاسو ولیکئ. -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په کابل کې یوه ځوان له یوه پله ځان راځوړند کړی . نه یې کورنۍ خبره نه خپل خپلوان، نه چا راکوز کړ بس سملاسي یې د ځوړند مړي عکس اخیستی او مهمو رسنیو یې بیا عکس خپور کړ ته وا زیری دی.
نه پوهېږم انسانیت څه شو؟ اصول او فکر هم چلېږي که نه؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
په لاهور کې یوې مېرمن خبري کانفرانس درلود ادعا یې وکړه چې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم وهلې،ربړولې،میندواره کړې او ګواښلې ده.خبریالانو داسې ننګوله لکه باور چې پرې نه کوي.زموږ پر یوه لوبغاړي دې داسې تور پوري شي چې څه څه فتواوې به پرې د ډیورنډ له دواړو غاړو واورو.؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
پاکستاني چارواکو د عالمزېب مسید کتاب «زه ملزم نه یم مدعي یم» ضبط کړ. په کتاب کې ده د زندان د ورځو خاطرې کښلي دي. کتاب په پښتو او اردو ژبو چاپ شوی.
له کتابه ولې ډار؟ -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
شپه خو به ورځ کړو په څراغونو
ذهن به روڼ شي په کتابونو
خدايه د مينې ډيوې کړه بلې
چې تيارې ووځي زموږ له زړونو
#پسته_اور -
Emal Pasarly
@EmalPasarly
له ځینو انسانانو سره په انسانیت ، د هغوی د چلند له امله انسان دومره پښېمانه شي چې له نرم زړي بنده سخت زړی جوړ شي
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
یو فلم فېسبوک کې کښته پورته کېږي چې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ دارلمعلمین ځایي خلکو چور کړی. دغه ولسوالي په دې وروستیو کې وسله والو ونیوله بیا شاید بېرته ترې لاړل. جنګ نظم ختموي،فقر زیاتوي ،ژوند بې مانا کوي نو ولس ګرم دی که جنګ او جنګ غوښتونکي؟
-
Emal Pasarly
@EmalPasarly
متحد عرب امارات وایي چې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۱۳ اسلامي هېوادونو وګړو ته نوې ویزې نه ورکوي، دلیل یې هم امنیت ته خطر بلل شوی. څو کاله وړاندې چې ټرمپ همدا کار وکړل ټول قهروړي وو چې اوس به پکې څه وایي؟















































































































































































































































